څانګيزه ژبنۍ او ادبي او بپاڼه  
  www.zyar.net  
 
 
  اړيكي کتابتون خونديځ(ارشيف) دپوهاندزياراندوژوند
 
نيوليک
 نېټه : 08.08.2011 |   ليكوال : پوهاند دوکتور مجاور احمد زیار     چاپي بڼه
د لنډۍ بېلابېل کارونځايونه

 لنډۍ تر هرڅه له مخه يو شعري لوښه، وينگ او کارېدنگ لري او له آره د بې ليک لوستو پرگنو له پنځونو څخه گڼل کېږي او په ورځني ژوند کې يې زيات کارېدنگ په همدوی اړه پيداکوي. يو خواترې په ورځني گړني  بهيرکې لکه وراشې (وجيزې) يا متل کار اخلي او بلخوا پرې د يوه هنري پيداوار په توگه خپل ښکلاييز څوب (ذوق) او ټولنيز ارمان خړوبوي او هغه دا چې په اواز کې يې انگازه کوي او بيا يې له سندريز پلوه له نورو سره هم شريکوي. سکالووې يې پر رزم وبزم او يا د يادويگا (٢٣٤مخ) په خبره پر مينه او جنگ جگړه راڅرخي، د مينې او رومانس بېلگه يې د خالو خان (د محمود غزنوي سرلښکر) د مينې (محبوبې) لنډۍ راوړي او د رزم يې د ميوند د ملالۍ هغه.

. د دې لپاره چې د ټولمنلي شعري او سندريز ځېل (ژانر) په توگه مو د لنډۍ کارونځايونه ښه ترا پېژندلي اوسي، داسې يې ور ډلبندي کوو:

 الف - د وراشو او متلونو غوندې ترې په ورځني گړني بهيرکې کار اخېستل کېږي.

ب- په څېرمه توگه سندريز ډگرته ور گډېږي، هغه هم، په خپلواک ډول:

(١) په اواز کې انگازه کېږي، (٢) له سازاواز دواړو سره غاړه غړۍ کېږي او (٣) په ناخپلواک ډول له سروکيو سره د سندريز کمپوز په بشپړتيا او سمبالتياکې کارنده ونډه اخلي. په دغو درو سرو سندريزو ډگرو کې ډېرې رنگارنگۍ راخپلوي. د اواز له پلوه بېلابېل سيمه ييز او ټبرني او بيا بېلابېل وگړني رنگونه رانغاړي، د ساري په ډول، کندهاريان يې يو راز انگازه کوي، ننگرهاريان يې بل راز، او په هغوکې بېلابېل ټبرونه، کوچيان، پوونده، سارايان بل راز او کليوال او ښاريان يې پسې بل راز؛ همداسې يې له ساز اواز او بيا يې په ناخپلواکه توگه له بېلابېلو غاړو سروکيو سره بېلابېل رنگونه او ځېلونه درواخله.

لنډه کۍ  چې په منگلو او ځاځيو کې دود لري او د لنډيو تر څنگ په څه ناڅه ورته سندريزه توگه ځنې کار اخېستل کېږي. څوارلس څپې رانغاړي، پر لومړي خج پيل مومي او زياتره يې په سمه نيمايې کې سا کښل کېږي او تر پايه يې هره څلورمه څپه خجنه راځي، لکه:

جونه په(پر) باغ گډې شوې، تالا يې کړه گلونه؛

 ته په دا ډاول جوړه يې، که زه در مين شومه؛

په دغه درېيمه بېلگه کې يې شپږ څپې وروسته سااېستل کېږي او ورپسې اته څپې راځي:

وه بادشاگردي ده، ټول ياغي شول وطنونه(علي محمد منگل، فولکلوري وږمې).

٢) سروکي

سروکي نيمگړې سندريزې ټوټې دي چې په خپلواک ډول نه بولل کېږي، بلکې، لکه پاس چې يادونه وشوه، د لينډيو په مټ و ملتيا ترې خپلواکې سندرې رامنځته کېږي، ځينې پښتو فولکلورېستان يې د پخوانيو خپلواکو شعرونو يا سندرو پاتشوني انگېري. گڼ شمېر جوليز ډولونه او بېلابېل اهنگونه يا طرزونه.

د ژبني او شعري يا څپيز- خجيز پلوه زياتره له دوو غونډلو، په بله وينا، دوو مسرو څخه رغښت مومي او لږوډېر د يوې لنډکۍ غونډلې يا مسري په بڼه وي. دا چې په يو لړ ځېلونو، په تېره مستزاد ډوله سرو کيوکې دويمه مسره له لومړۍ سره څپيز- خجيز انډول نه لري، لاسوند يې دا دى چې دغه دويمه يې له سندريز تول و تال سره ځانته جلا (وزن يا ريتم) لري او يا هم د لارغه يي مسرې غوندې پر پېنځمه څپه خجنېږي. بلې خوا ته څنگه چې له ټيکيو (لنډيو) سره ويل کېږي، نو هغه هم د خپل تول و تال اړوندوي. يوه مستزاد ډوله بڼه يې داده:

پاس په باړه کې اوبه گډې وډې ځينه

شينوارې لونگينه

لومړۍ مسره په څلورمه (- ړه) او دويمه په دويمه خجنه څپه (-وا-) پيل کېږي. د سروکي جوړښت زياتره په (مستزاد) ډول وي، لومړۍ مسره يې اوږده او دويمه يې لنډه راځي، خو څپيز او خجيز انډول يې تل برابر نه وي.

 

مگر يو لړ سروکي د (سر) چپه مستزاد جوړښت لري، داسې چې لومړۍ مسره يې لنډه او دويمه يې اوږده وي. خو څپيز او خجيز انډول يې سره په هر ډول همېشه يو راز نه وي.. اوږدې مسرې په دواړو ډولو کې زياتره د لنډۍ (دويمې) مسرې هومره اوږدوالى لري او خجونه يې هم ورسره همداسې سمون خوري،  خو وړه مسره يې په (مستزاد او چپه مستزاد) دواړو ډولو کې پر لومړۍ يا دويمه څپه خج  راځي چې چپه بېلگه يې هم دا ده:

١  لونگ کرمه

که لو مې گډ کړ ياره تا به راولمه

لومړۍ مسره پېنځه څپيزه ده او پر دويمه څپه باندې يې خج راغلى دى. دويمه کټ مټ د لنډۍ د دويمې مسرې غوندې ديارلس څپيزه ده او پر څلورمه، اتمه او دولسمه څپه خجونه راغلي دي:

٢  لو دى د غنمو ياره

گېډۍ راواچوه بنگړي راغلي دينه

                                                                   (ياره لو)

لومړۍ مسره اته څپيزه ده او خجونه يې پر لومړۍ او پېنځمه څپه راغلي دي، دويمه بيا هم د لنډۍ له دويمې مسرې سره څپيز او خجيز سمون لري، مگر په تون (آهنگ intonation) کې ورسره يو راز نه ده، دا مانا چې دلته د لنډۍ غوندې اهنگ ځوړ نه، بلکې لوړ ځي، ځکه سندرغاړى ورپسې پتليز د لومړۍ مسرې يوه برخه (ياره لو) راغبرگوي او اړ دى چې اهنگ هماغسې لوړ وساتي، دغه د اهنگ لوړوالى ساتل د سروکيو يوه ټوليزه سندريزه بېلتيا ده

٣  لېونۍ (و) لاړه شه گل راوړه

که دلته نه وي له کنډوه پسې واوړه

دغه سروکى هم له سرچپه والي سره سره د څپيز او خجيز جوړښت له پلوه له لنډۍ سره هېڅ کوم توپير نه لري، مگر يو خوا د دواړ مسرو قافيه والى او بل خوا، لکه چې په لومړيو کې وويل شول، اهنگ هم خپل نقش لوبوي چې له لنډۍ سره په وزن (ريتم) کې توپير راوړي.

٤  په انتظار کې د جانان ولاړه يمه

بارانه مه راځه ماښام دى

دا سروکى که مخکې وروسته شي، کټ مټ ترې لنډۍ جوړېږي په دې شرط چې آهنگ ته يې هم بدلون ورکړل شي. که څه هم آهنگ په ټوليز ډول د پښتو شعر په سندريز اوډ (کمپوز) پورې اړه لري که نه په عادي لوستنه، شننه او سکښتنه (تقطيع) کې آهنگ په پام کې نه نيول کېږي.

٥  نن مه راځه جومه (جمعه) ده

سبا ته راشه چې اخره چارشنبه ده

دا سروکی هم، لکه درېيم هغه له قافيه والو سروکيو څخه گڼل کېږي. لومړۍ مسره يې اوه څپيزه ده چې پر دويمه او شپږمه څپه يې خجونه راغلي دي او دويمه مسره يې د څپيز او خجيز انډول له مخې د لنډۍ دويمې مسرې ته ورته ده، مگر دا چې، نه د لنډۍ غوندې ترنمي توک (-ه، نه) لري او نه يې اهنگ پرېوتى پاى ته رسي، نو بېخي ورسره يو راز نه شي گڼل کېداى.

٦- سپينې باريکې لېچې تشې گرځومه

 بنگړيوالې ترورې، زموږ کوڅې ته راشه

د دې سروکې دواړې مسرې د څپيز شمېر له مخې د لنډۍ له دويمې مسرې برابرې دي، خو د خجيز او بيا موزيکالې څپې له پلوه ورسره يوازې لومړۍ دا اړخ لگوي. دويمه ټوټه يا مسره يې له موسيقي پلوه گړ سره جلا اهنگ لري: د ((بنگړيوالې)) درېيمه څپه (-وا-) ډېر لوړ او انگازور موزيکال اهنگ  لري او د ((ترورې)) ړومبنۍ څپه (ترو-)  يو ناروږدي پياوړی خج اخلي، بيا لارغه (وقفه) رامنځته کېږي او ورپسې لنډه کۍ غونډله عادي خبري (نحوي) لويدونکی  اهنگ راخپلوي، مانا دا چې گرد موسقيت لومړۍ مسره ((سپينې باريکې لېچې تشې گرځومه)) او بيا پر ((بنگړيوالې)) او ((ترورې)) ورټولېږي او ښکاره ده، ورسره را ماتېدونکې لنډۍ هماغسې غځونې کوي.

بابولالې، شين خالۍ، د هوتکو نارې، د کاکړو غاړې يا کاکړۍ، او داسې نورې ورته سندرې د شعري جولې له پلوه د سروکيو په لړ کې راځي او د هماغه دود او دوى (قانون) پر بنسټ يې رغېدنه او شننه تر سره کېږي، په بله وينا هره څلورمه څپه يې خجنه راځي (د پورتني اثر اړوندې څرگندونې دې وکتل شي).

اتل (شمله- لندن، لومړۍ گڼه ٥ - ٩مخ) له بېلابېلو ياد شويو سندرو سره د ((لنډۍ)) بېلابېل سندريز اهنگونه يا طرزونه راپېژندلي، يا په سرچپه وينا، د لنډيو په تړاو يې يو لړ سروکي له بېلابېلو اهنگونو سره راښوولي دي. مانا دا چې نوموړي ليکوال د سروکيو اهنگونه د لنډيو له اهنگونو سره گډ يا التباس کړي دي، نو که خبره يې دلنډيو د اهنگونو په تړاو وای، نو بيا ورته اړينه وه چې په نومېرلي ډول همدا لنډۍ په خپلواکه او گوښې توگه د سيمو او گړدودو له پلوه تر شننې لاندې ونيسي او هله يې د ويلو راز راز ((ترنمي)) طرزونه راډلبندي کاندې. ځکه له سروکيو سره د لنډيو په خپلواکو اهنگونو کې نه راځي، بلکې د سروکيو له خوا پرې پلي کېږي.

د اهنگونو کومه شمېره هم چې ښاغلي اتل له سروکيو سره د لنډيو په نامه ټاکلې، له آره د اړوندو سروکيو د اهنگونو شمېره ده، نه د لنډيو. هن که سروکی د لنډۍ په منځ کې راننوځي، يا يې ياترې مخکې وروسته راغبرگېږي او ياورسره پخپله لنډۍ يو مخيزه يا برخيزه (قسمٌا) تکرارېږي، دا بېله خبره ده.

په هر ډول، لنډۍ له آره يو شعري ځېل ياډول دی، او نور ((بېنومه)) وگړني ډولونه يې پر وړاندې سندريز ډولونه دي. په دې توگه د دې پرځای چې د لنډۍ اهنگونه و نوموو، وشمېرو او ډلبندي کړو، په کارده، وار له مخه د دغو نورو، سندريز ډولونه يا اهنگونه پر گوته کړو، ويې نوموو، ويې شمېرو او سره ويې وېشو. هرگوره، له دغو اړينو تخنيکي يادونو سره سره د ښاغلي اتل له بېلابېلو سروکيو سره د لنډۍ دڅو سندريزو  ډولونو يا اهنگونو يادونه گټوره ارزوو او د گران مينه والو د ښه ترا پوهاوي لپاره يې بې گټې نه بولو.

هرگوره، دلته يې له دوڅلوېښتو څخه تش يو څو بېلگې له  لنډ لنډ جاج سره را اخلو:

لومړی تيرايي اهنگ

د لنډۍ دا سندريز اهنگ (طرز) ددواړو مسرو د وروستيو څپو يا وييو له غځولو يا کشالولو سره رامنځته کېږي او په پای پای کې يې ((مرم شيرينه ياره)) ورسره راماتېږي، په دې بېلگه:

ما د کوچي له عمره ځار کړې  ~~~

چې د سهار اور يې بلېږي ترېنه ځينه ~~~

مرم شيرينه ياره!

دويم تيرايي اهنگ

په منځ منځ کې د بېلابېلو سروکيو په راگډولو سره رامنځته کېږي:

ځان يې زړو جامو کې جوړ کړ~~~

                                            ((شابه پر لوړه تيرا جنگ دی~~~))

                                                                 لکه په وران کلي کې باغ د گلو وينه~~~

                                                                                       ((شابه پر لوړه تيرا جنگ دی.))

درېيم تېرايي اهنگ

د لنډۍ پای ته يو سروکی راماتېږي(اتل يو نومېرلی يا مشخص سروکی را پر گوته کوي)، لکه:

خدای دې د رود د غاړې گل که~~~

                                            چې د اوبو په پلمه درشم بوی دې کړمه~~~

                                                                                       ((لونگين تور ياري يې گرانه))


بېرته شاته

كـــــور
نوې ژبپوهنه
پښويه(ګرامر)
ليکلار
وييپوهنه
سيند(قاموس)
بدلمېچ(عروض)
پښتواوپښتانه
کړنيزه ژبپوهنه
نوې ادبپوهنه
شعري ځېلونه (ژانرونه)
نثري ځېلونه
کر ه کتنه
غبرګون
خبرتيا او ګوزارش
پیِغامونه
ليکونه
انځورونه
كــــور  ::   دپوهاندزياراندوژوند  ::   خونديځ(ارشيف)  ::   کتابتون  ::   اړيكي