څانګيزه ژبنۍ او ادبي او بپاڼه  
  www.zyar.net  
 
 
  اړيكي کتابتون خونديځ(ارشيف) دپوهاندزياراندوژوند
 
نيوليک
 نېټه : 08.08.2011 |   ليكوال : پوهاند دوکتور مجاور احمد زیار     چاپي بڼه
سندريز- خجيز انډول

  ځينې سروکي د سندريز طرز يا اهنگ (کمپوز) د يوه ترنمي (ايو فونيک) غږ له زياتونې سره خجيزه نانډولي هم له منځه وړي او يايې لږ تر لږه راکموي. دا وروسته بېلگې يې خورا ښې بېلگې جوړوي:

 

(وه) وه نانا وړوکې

ماله د زلفانو څوکې

د دې په زړه پورې سروکي ړومبى غونډ  (رکن) له څلورو انگيوييونو (طبيعي صوتونو) رغېدلى چې ړومبنی هغه يې سرباري کړ شوی اېسي او له دې سربارۍ سره يې د لنډۍ په څېر څلورم هغه خجن شوى، په بله وينا، خجيز انډول يې برابر شوی دی. خو دا چې د نورو ډېری سروکيو په څېر يې د دويمې مسرې خج پر څلورمه نه، بلکې پر پېنځمه څپه  راغلى، د ماتې مسرې دريځ يې راخپل کړی دى. پر دغه پاسني سروکي باندې اوس اوس سندر غاړو نورې مسرې ور زياتې کړې او لوبه يې ترې جوړه کړې چې ځينې څانگوال يې د ولسي پانگې يو راز غلا او يا هم يوه ناروا لاسوهنه گڼي.

د دې بل سروکي ترنمي توکی د دويمې مسرې په سرکې سرباري شوی دی:

- بند کړه تاويزونه ليلا

"وا" سپينه روپۍ دې پر وربل وهي ټالونه

"ليلا"

لومړۍ مسره اته څپيزه ده چې په لومړۍ او پېنځمه څپه کې خجنتيا لري، که څه هم د پاى څپه (-لا) يې هم خج اخلي، خو څنگه چې د پښتو شعر د ټوليز دود پر خلاف د څلورمې څپې په توگه خجنه نه ده، په بله وينا تر درو څپو وروسته نه، بلکې تر دوو څپو وروسته خجنه شوې ده، نو ښايي دا غونډ ويى (ليلا) د سندريز کمپوز له پلوه وروسته ور زيات شوى وي. دا راز زياتونه د دويمې مسرې پاى ته هم په ډاگه څرگندېږي، کټ مټ لکه (وا) د دويمې مسرې په سر کې، البته سم له لاسه (ليلا) دلته د رديف بڼه غوره کړې ده که نه دويمه مسره د لنډۍ له دويمې هغې سره بشپړ څپيز او خجيز سمون لري.

ښايي دا پاس سروکى له هغو کمپېښو سروکيو څخه وگڼل شي چې د ټوليز (عام) خجيز دود پر وړاندې نادودي (بې قاعدگي) لري او هغه دا چې لومړۍ مسره يې تر دويمې خجنې څپې (وا) دوې څپې وروسته خجنه څپه (څه) لري او ورپسې بيا هم دوې څپې وروسته بله څپه (و) خجنه راځي. دويمه مسره يې بيا په څلورمه خجنه څپه (-يا-) پيل مومي او په دې توگه د لنډۍ د دويمې مسرې غوندې ديارلس څپيزه راغلې او خجونه يې هم هماغسې پر څلورمه، اتمه او دولسمه څپه راغلي دي.

دا چې د دغه سروکي دواړې مسرې سره هم د دغه خجيز انډول له پلوه سمون نه لري او يوازې څپيز انډول يې سره سم دى، دليل يې کمپوزي توپير دى، ځکه په ډېرو سروکيو کې د مسرو دغه موسيقي ځانگړتيا يو راز نه ده څرگنده ده چې خجيز او څپيز برابرى يې سره هم سمبالېداى شي که نه، لکه هماغه تېر سروکى:

پاس په باړه کې اوبه گډې وډې ځينه

شينوارې لونگينه

 - د دغه بل سروکي د دويمې مسرې په منځ و ميانه کې د دوه څپيزې (سترگې) لومړۍ څپه راغبرگېږي او په دې چم د سندريز تول و تال سره شعري دا هم سمبالتيا مومي، په نورو ټکو د ماتې مسرې په توگه په رابېلې شوې خجنې څپې (ستر-) پسې پېنځمې خجنې څپې (_سو-) ته لاره هوارېږي، هرگوره دغلته د دواړو مسرو پای څپې (-نه) د خجنتياله کبله نه، بلکې د موزيکال اهنگ له لامله داوږده (ممدوده) الف هومره لوړېږي او ((-نآ)) ويل کېږي او داچې لومړۍ دابيا راغبرگېږي، بيرته خپل آر ژبني اکر ((-نه)) ته راستنېږي:

پاڅېږه مجنونه(نآ)

                         ليلا ولاړه تورې (ستر)- ستر گې سره لاسونه (نآ)

  پاڅېږه مجنونه.....

 د سروکيو د نورو جوليزو او مانيزو ځانگړتياوو او پېيلتياوو په برخه کې دې د دوست شينواري "د پښتو ولسي ادب لارې، ٧٥-٨٥ مخونه) هم وکتل شي.


بېرته شاته

كـــــور
نوې ژبپوهنه
پښويه(ګرامر)
ليکلار
وييپوهنه
سيند(قاموس)
بدلمېچ(عروض)
پښتواوپښتانه
کړنيزه ژبپوهنه
نوې ادبپوهنه
شعري ځېلونه (ژانرونه)
نثري ځېلونه
کر ه کتنه
غبرګون
خبرتيا او ګوزارش
پیِغامونه
ليکونه
انځورونه
كــــور  ::   دپوهاندزياراندوژوند  ::   خونديځ(ارشيف)  ::   کتابتون  ::   اړيكي