څانګيزه ژبنۍ او ادبي او بپاڼه  
  www.zyar.net  
 
 
  اړيكي کتابتون خونديځ(ارشيف) دپوهاندزياراندوژوند
 
نيوليک
 نېټه : 08.08.2011 |   ليكوال : پوهاند دوکتور مجاور احمد زیار     چاپي بڼه
درېيمه څرگنده او نوموره ډله

 دا برخه د دويم (نيمڅرگندې) هغې پر خلاف  آر ولسي ځېلونه (لوبې، بدلې، بگتۍ...) دومره نه را نغاړي او زيات زور پر مقام، رباعي، چاربيته، داستان او غزل اچوي.

په پښتو کې بيا گړنى، ولسي او يا وگړنى (فولکلوري) شعر يو بشپړتيايي پړاو هم لري چې د بې ليکلوستو ترڅنگ دلته او هلته په خال خال نيم ليکلوستو شاعرانو هم تړاو پيداکوي، خو دواړه ډوله ويناوال  پوره څرگند او نومور وي، لکه واخلې:

 زرجان، سيد کمال، توکل، ميرا (ښېوه وال)، ميرا اپريدی، ډېراني، غريبي، باقي بانډه وال، محمد نور، محمد دين، عبدالخالق، عبدالصمد، عيسى کندهارى، حاجي نور احمد فراهي، حکيم نور، بسم الله ځاځى، درمحمد ځاځی، محمد حسين شېرشاهيوال، سالم بړووال، صنم گل، وزير گل داسې نور.

هرگوره، په نيم ليکلوستو ولسي شاعرانو کې خانمير هلالي، ملنگ جان،

خسرو، خاطر... بيا له ځلاندو او تلپاتې څېرو څخه بلل کېږي. خو سم له لاسه يې د نورو په استازۍ د ملنگ جان  د هغې ټولمنلې ترانې پر ړومبني بند بس راوړو چې تراوسني ملي سروده يې لېوال او مينه وال ډېر دي او په لويديځمېشتو افغانانو کې د هر سندريز بنډار سرخني (چاشني) گرځېدلې ده:

                      دا زموږ زېبا وطن

                                            دا زموږ ليلا وطن

                      دا وطن مو ځان دی

                                            دا افغانستان دی...

 (آر: دا پښتونستان دی )

نيم ولسي يا دوديز شاعران (لومړي چاپ  ١٥٦-  ٦٥مخ) هغه ليکوال او زده کړه وال ناظمان دي چې د شعري يا هنري پلوه له ډېرو ولسي هغو سره د سيالۍ جوگه نه دي، خو بياهم د شعروشاعرۍ داوې کوي او نور شاعران او ليکوال يې هم د ((منځپانگې)) تر اغېز لاندې له ولسي هغو لوړ بولي!

پر وړاندې يې بيا، نه يوازې د يادشوو نيمليکلوالو، بلکې د کندهاري

عبدالخالق صادق (١٣٢٠-١٣٨٠ل) په څېر پوره ليکلوستوال او زده کړه وال، له خورانامي شعرونو سره هم په ((ولسي)) شاعرانو کې شمېري! (صالح محمد صالح، الفت ٢٥مه گڼه)

موږ د داسې څه ناڅه پخو شاعرانو لپاره چې له ولسي او نيم ولسي شاعرانو او ناظمانو سره يې توپير شوی وي، د ((دوديزوال)) نومونه غوره کړې ده. په دې ډله کې ډېر نور مړه او ژوندي، ان لکه شېراحمد شيدا چې د حبيب اله خان په دربار کې د ملک الشعراء په نامه نومول شوی وو، هم راځي. هرگوره، له جوليز او نظمي ځېلونو او کالبونو (غزل، بوللې، دوييزې، څلوريزې، ترکيب بند، ترجيع بند...) له پلوه يې کلاسيک يا کلاسيک وال هم په دې بللای نه شو چې بيا يې د کلاسيک پېر له سترو سټو، لکه خوشال، حميد، شيدا او نورو نومياليو سره ټکر راځي. 


بېرته شاته

كـــــور
نوې ژبپوهنه
پښويه(ګرامر)
ليکلار
وييپوهنه
سيند(قاموس)
بدلمېچ(عروض)
پښتواوپښتانه
کړنيزه ژبپوهنه
نوې ادبپوهنه
شعري ځېلونه (ژانرونه)
نثري ځېلونه
کر ه کتنه
غبرګون
خبرتيا او ګوزارش
پیِغامونه
ليکونه
انځورونه
كــــور  ::   دپوهاندزياراندوژوند  ::   خونديځ(ارشيف)  ::   کتابتون  ::   اړيكي