څانګيزه ژبنۍ او ادبي او بپاڼه  
  www.zyar.net  
 
 
  اړيكي کتابتون خونديځ(ارشيف) دپوهاندزياراندوژوند
 
نيوليک
 نېټه : 08.08.2011 |   ليكوال : پوهاند دوکتور مجاور احمد زیار     چاپي بڼه
د دېواني يا ليکني پښتو شعر جوليز رغښت

 په اروپايي نومونپوهنه کې د (و)گړني) شعر PopularVerse پر وړاندې دېواني يا ليکني شعر ته "ادبي شعر LiteraryVerse" وايي.

د پښتو شعر دغه ډول که څه هم زياتره د پارسي هغه په پېښو د پښتو ادب کلاسيک پېر جوړوي، مگر رغښتي تخنيک يې په بنسټيز ډول تر ټوليز پښتو (سېلابوتونيک) دود او دوى لاندې راځي، نو له دې پلوه تر گړني (شفاهي) يا وگړني (ولسي) هغه زيات پرله پېيلى (منظم) دى. له گړني او وگړني شعره يې رواځنى توپير په همدې کې دى چې هېڅکله (قافيه) او تر يوې زياتې کچې (رديف) له لاسه نه ورکوي او د همدغو دوو توکونو له مخې يې د پارسي يا عربي په لاروي بېلابېل ډولونه- غزل بوللـــه (قصيده)، دويزه، څلوريزه، پېنځيزه... پاړکۍ يا قطعه، مستزاد، ترجيع بند... منځته راوړي دي. په دغو ډولونو کې يوازې (مستزاد) ډول له پښتو سروکيو او نورو ځېلونو سره اړخ لگوي چې ديوان والا يا پوره ليک و لوست والا شاعرانو ورسره دومره لېوالتيا نه ده ښوولې.

له دغو ټولو قافيه والو ليکنيو يا په بله وينا دېواني (تقليدي) شعري ډولونو سره زما نور څه کار نشته او يوازې يوازې يې د پښتو شعر ټوليز سېلابوتونيک (خجيز- څپيز) آرونه تر څېړنې لاندې نيسم.

٢- هغه ډول شعر (که له دغو پورتنيو ډولونو څخه هر يووي) چې هره مسره يې په لومړۍ خجنه څپه پيل مومي، په لاندې بېلگو کې وړاندې کېږي:

تـــــــــــــــوره چې تېرېږي خو گوزار لره کنه

زلفې چې ول ول شي خو خپل يار لره کنه

(خوشال)

دا غزل په ديارلس څپيزه مسره پيل شوې او دا چې وروستۍ څپه يې خجنه ده، نو د پښتو شعر د يوې بلې سېلابوتونيکې ځانگړتيا له مخې يې (غير مصرع) يا بې قافيې مسرې يوه يوه خپه زياته راځي.

خجونه، پر لومړۍ، پېنځمه، نهمه او ديارلسمه څپه راغلي او په دې توگه غير مصرع مسرې يې د مصرعو هغو غوندې پر خجنو څپو پاى ته نه رسېږي، بلکې وروسته ور زياته شوې (څوارلسمه) څپه يې ناخجنه پاتې کېږي او څنگه چې تر خج وروسته څپيز انډول په دويمه پوړۍ کې راځي، نو د شعر په ټوليز تول و تال يا وزن او ريتم کې کومه وټه نه راځي، لکه:

ولې راته وايې چې پر ښکلو نظر مکوه

                                                                 سترگې چې پيدا دي خو ديدار لره کنه...

يا:

سترگې دي که وروځې که يې زلفې که وربل دى

څـــــــــــو تورې بلا دي چې مې زړه پکې قبل دى

چېرته به خلاصېږي دا بلا تر زړه چاپېره

ښه که يــې ته گورې لا په سرو لمبو اور بل دى

دغه غزل يو مخيز څوارلس څپيز دى او پر لومړۍ، پېنځمه، نهمه او ديارلسمه څپه خجنتيا لري.

همدا راز د خوشال ١٣٠، ٣٩٤، ٤٠٤، ٤١٧ او ٤٦٦... گڼې غزلې هم درواخله.

 

٣- هر هغه شعر چې هره مسره يې پر دويمه خجنه څپه پيلېږي، لکه:

پــــــــــه زړه تر يار ځارېږم د پتنگ غوندې پېرې کړم

يو راز دى په دا کار کې که په خوله ورته ښېرې کړم

 

دا غزل هم د پاسني هغه غوندې له يوې مخې پېنځلس څپيزه دى او دا چې د سر کړۍ او نورې قافيه مسرې يې په ناخجنه څپه پاى مومي، نو په بې قافيه مسرو کې يې د بلې کومې سربارۍ ناخجنې څپې اړتيا نه ده ليدل شوې. د پوره څرگندتيا او جوتتيا لپاره د خوشال له کلياتو څخه (٤٧١ غزل، ٢٩ مخ) را اخلو چې د لومړي بيت دواړه مسرې او نورې قافيه والې مسرې يې څوارلس څپيزې دي، خو دا نورې يې پېنځلس څپيزې راغلې، ځکه لکه پاس (٢-٤) مو چې وويل، لومړى، په بله وينا، قافيه والې مسرې يې په خجنه څپه پاى ته رسېدلې دي:

له تا نه چې جدا شم، په ناکام پر ورځ وشپه

نه وب نه مې خوراک دى، نه ارام پر ورځ و شپه

بل خيال فکر يې نه وي بې د يار له رويه مويه

د زړه پر حال خبر يم زه مدام پر ورځ و شپه

له مخينۍ بېلگې سره د دغې بېلگې ورتوالى همدا دى چې دلته هم پر دويمه، پېنځمه، نهمه او ديارلسمه څپه خج راغلى او نا ورته والى يې په دې کې دى چې د ړومبني شعر ټولې مسرې پېنځلس دي او د دغه شعر مسرې څوارلس څپيزې او نورې پېنځلس څپيزې دي. همدارنگه ١٣١، ٣٩٤، ٣٦٧، ٤٢٥، ٤٦٩... گڼې غزلې هم در واخله.

 

ما تر اوسه د رحمان بابا په ديوان کې تر اتو غزلو پورې په لومړۍ خجنه څپه پيلېدونکي شعرونه موندلي دي، لکه:

- سل ځله که وخوري ناصحان ځيگر زما...

- تېر شو په دا تمه پر در ستا عمر زما...
- سر زما، سامان زما، ځار شه تر جانان زما...
- چېرته د يار شونډې چېرته غم د دل و جان...

 

- هر چې خپلې مينې خوار کړ خوار يې مه گڼه... (٢٨٤).

- مست د هغه مخ يم چې مستانې لري سترگې...(٢٨٧).

- څه شو که خاموش يم ستا د عشق له آه سرده... (١٣٩).

- وخت د نوبهار دى زه جدا له خپله ياره...(١٤٣).

٤- هر هغه شعر، چې مسرې يې په درېيمه خجنه څپه مومي او ورپسې نورې څپې له ټوليز دود سره سم درې درې تر منځ ناخجنې او څلورمې څلورمې خجنې راځي.

دغه راز شعرونه په ټول کلاسيک او ان ننني قافيه وال او ازاد شعر کې بېخي ډېرښت لري. د رحمان بابا، حميد مومند، قلندر اپريدي... نژدې ټول هغه په درېيمه خجنه څپه پيل مومي او چېرې يو نيم يې په لومړي هغه پيلېږي- د دويمې هغې بېلگه يې ما تر اوسه نه ده موندلې. د خوشال خټک زياتره شعرونه هم په درېيمه خجنه څپه پيل شوي دي، خو په خوا کې يې د لومړۍ او دويمې هغې بېلگې هم ښايسته ډېرې موندل کېږي.

دا دى اوس په درېيمه خجنه څپه پيلېدونکې شعري بېلگې په وروسته توگه وړاندې کېږي، داچې داراز خج د پښتو ليکني او دېواني شعر ډېرۍ برخه رانغاړي، پر يو څو لږو هغو يې بسنه کوو:

الهي د محبت سوز و گداز را

په دااور کې د سهي سمندر ساز را(حميد ١)؛

اى مدام د نس په زېرمه مبتلا

ځانته ولې ويښوې ويده بلا

دانايان له دښمنانو سلا نه کا

ته په څه کوې د نفس شيطان سلا(حميد ٤٠٠)؛

نن به شپه زما د يار پر کوم مکان وي

جلوه گر به پر کوم هټ پر کوم دوکان وي (حميد ٤٠٠)؛

چې په مهر يې نن مخ زما پر لور کړ

هم هغه مې په کور پورې د غم اور کړ (قلندر ٢٨)؛

نشته ما څخه نور توان ستا د جفا

ستا رضا که اوس جفا کړې که وفا

خراب شوى ستا په غم کې هسې رنگ يم

چې مې نه شي کړاى عرب عجم دوا(قلندر ٢)؛

هېڅ مې نه زده نه پوهېږم دا څه پېر شه

چې دلدار مې د اغيار په شکل و څېر شه (رحمان ١٥٨)؛

چې پخته شي اشنايي

تر ميان وځي جدايي

و طالب و ته وفا شي

د مطلوب بېوفايي (رحمان ٢٦٧)؛

هغه يار چې ښايسته دى تر افتابه

مخ به کله را څرگند کا له نقابه

بېلتانه په زړه زهير کړم بې حسابه

يو سبب وکړې يا مسبب الاسبابه

چې زما ملاقات وشي له احبابه (رحمان ٢٧٦)؛

صورتگر چې ښه صورت پر دېوال ساز کا

کل عالم يې په صفت زبان دراز کا (خوشال ١)؛

حقيقت راته ښکاره شو د هر چا

باور نشته پر اشنا، پر نا اشنا،

چې پر سر دې سوگند خوري ورځنې ډار کا

يوه ورځ به ستا د سر وکا سودا (خوشال ١٢) 

٥ - په ديواني شعرو کې د ولسي (گړنيو) او اوسنيو قافيه والو او ازادو شعرونو پر وړاندې پر څلورمه څپه پيلېدونکي شعرونه ډېر لږ دي. که څه هم دا د ټوليز پښتو سېلابوتونيک شعر وروستى بريد دى. مانا دا چې دا هېڅ ډول پښتو شعر پيل تر څلورمې خجنې څپې وړاندې نه دى ليدل شوى او که وليدل شي، تور و تال (وزن) بيا هډو نه شي درلوداى. په کلاسيک پېر کې يوازې مات يا لارغه يي (وقفه يي) شعرونه او هغه هم زياتره لس څپيزې، څلوريزې پر څلورمه خجنه پاى مومي چې د مات شعر له دود سره سم يې ورپسې خج پر نهمه څپه راځي. دا ځکه چې تر لارغي وروسته له دويمې نيمې مسرې سره بدلېږي او د لومړۍ نيمې غوندې پر څلورمه خجنه څپه پيل مومي؛ زياتره سروکي (٧-څپرکې) د ورته لارغو له لامله دغه خجونج راښيي.

(١) لس څپيزې ماتې څلوريزې چې پر څلورمه او نهمه څپه خجنه کېږي په دې وروسته ډول دي:

(١)

کله به راشي پر هند پراته

کله به کښېني ماته مخ راته

څو ته را درومې پکې ډيوې ږدې

غم به کا خونه د "حميد" ميراته(حميد: ٤١١)

دلته "حميد" يو څپيز لوستل پکار دي، کېږي چې له آره به يې پر ځاى "ما" راغلى وو او چا به پکې دا ونجون راوستى وي!

 

(٢)

د خداى لپاره د دوست په روى دې وه

د وفادارو ښکلو په خوى دې وه

د رنځورانو په هاى و هوى دې وه

...

د لومړۍ څلوريزې څلور واړه مسرې لس څپيزې دي او د دويمې له آره يوولس څپيزې دي، مگر درېيمه (غير مصرع يا بې قافيې) مسره يوولس څپيزه ده. ځکه لکه څنگه چې وويل شول، په خجپاى شعر کې بې قافيې مسرې يوه څپه زياتوي. دغسې په چپه ډول په دوو ناخجنو يا (درو ناخجنو) پاى څپو کې يوه (يا دوه) څپې غورځېداى هم شي بې له دې چې تول و تال ته کوم ليد وړ زيان ورسېږي. د ساري په توگه د غني خان قامي ترانه (اى زما وطنه) په درېيم بند کې تر خجنې څپې وروستى غونډى دوې څپې کمې دي، مگر د موسيقۍ په پردو کې نه ننگېرل کېږي، تش سندرغاړى خپل آهنگ يو څه اوږدوي. د قلندر اپريدي هغه ټولې څلوريزې چې په اوسني ديوان (د کابل د ١٣٥٦ کال چاپ) کې راغلې دي، د حميد مومند د پاسنيو دوو څلوريزو غوندې ماتې يا لارغه يي دي، په بله وينا په څلورمه خجنه څپه پيل شوې او د لومړي او دويم خج واټن يې هم څلور څپې دى، مگر د څپو د شمېر له پلوه يوازې د حميد له لومړۍ څلوريزې سره سمون لري او دا هم باوري برېښي چې د همدغه استاد پر لاره تللى دى که څه هم نورو ډېرو شاعرانو هم دغه ډول څلوريزې ويلې دي د قلندر څلوريزې په لاندې ډول دي:

(٣)

زه دې د وصل په تمه گرځم

هجران دې وسوم له غمه پرځم

که مې وصال وي له خپل مينه

قلندر پر بل لور گرځم

(٤)

زه دې له هجره تل امان غواړم

بې له تا زه مهر د بل نه غواړم

که دې نظر وي ميرا و ماته

زه قلندر دې په در کې ژاړم

(٥)

زه په هجران کې دې مبتلا کړم

غريب همېش دې په واوېلا کړم

د رب لپاره جفا نور پرېږده

زه قلندر دې ميرا جليا کړم

(قلندر: ١٥٥) 

د کامگار خټک په ټول ديوان کې هم غزلې يو مخيزه په درېيمه خجنه څپه پيل شوې دي او يوازې څلوريزې يې د حميد او قلندر هغو غوندې په څلورمه خجنه څپه پيل مومي چې هماغسې لس څپيزې مسرې لري او دويم خج يې څلور څلور څپې وروسته راغلى دى.

(٦)

زما دلبره دتا له درده

سترگې مې سرې دي گونه مې زرده

دا هومره جور پر ما تل مه کړه

وېره مې وکړه له آه سرده

(٧)

مه کړه په څه کړې هجره خونخواره

چې دې جودا کړ کامگار له ياره

يو ځل مې بيا کړه له ياره وصل

که نه وي مرمه د رب لپاره

(کامگار: ١٨٣).

(٢) د ماتو (لارغه يي) لس څپيزو، دوييزو (مثنويو) بېلگې پر څلورمه خجنه څپه پيل مومي او هغه هم د پورتنيو څلوريزو غوندې په ورته څپيز او خجيز انډول لکه:

(١)

که يون دى يون دى، مخکې بېلتون دى

له کسې غره څخه، ځي خرښبون دى

که وروره وروره ،خرښبون وروره

ته چې بېلتون کړې، زما ويرته گوره

چې ځې مرغې له تورې کرغې له

همزولي پاته، ځي څه برغې له... (پخ ٩-١٠)

د حافظ نظام د "ليلى او مجنون" کيسه هم په همداسې لارغه يي (وقفه يي) يا مات ډول په دوييزه بڼه ويل شوې ده، لومړى خج يې ډېر څلورمه او دويم يې پر نهمه راغلى او د پښتو دوييزې له ټوليز دود سره سم يې ځينې بيتونه نه څپيز هم راځي، تر دې چې لومړى پيل يې هم په نه څپيز بيت شوى دى:

(٢)

وايي ويونکى د دې قصې

چې تل يې ښکار و د ښې هوسۍ

چې د عربو د ملک يو مرد وو

خجسته نام و په عقل فرد وو

متاع يې ډېره له هره بابه

څوک په حساب و څوک بې حسابه

(هماغه اثر ٥٩)؛

د خوشال دا دوې لس څپيزې بېلگې هم درواخله:

- بلبل هر چا ته، دا خبرونه کا

وخت د بهار شو، غوټۍ گلونه کا...،

- وگړي واړه، کارونه خپل کا

مردان هغه دي، چې کار د بل کا؛

تر څنگ يې بيا، دولس څپيزه ماته څلوريزه هم لري:

څوک چې ارام گټي، د نېکو نام گټي... .

(٣) د زينب هوتکي شپږيزه (ترجيح بند) ويرنه (مرثيه) په ماته بڼه نه، بلکې د عادي شعر په بڼه پر څلورمه خجنه څپه کښل شوې ده (پخ١٠٣). همدا راز د بابا هوتک سندره هم درواخله (پخ٥).

ښويېدنې او تېروتنې:

ديواني يا ليکني شعرونه لومړى د پښتو شعر د ټوليزې "سېلابوتونيکي" ځانگړتيا پر بنسټ تر کره کتنې لاندې نيسو او بيا يې د قافيه والو شعرونو په توگه د قافيې او رديف د ځانگړتياوو له مخې چې په پارسي او عربي کې يې ټاکنه او پېژندنه شوې ده.


بېرته شاته

كـــــور
نوې ژبپوهنه
پښويه(ګرامر)
ليکلار
وييپوهنه
سيند(قاموس)
بدلمېچ(عروض)
پښتواوپښتانه
کړنيزه ژبپوهنه
نوې ادبپوهنه
شعري ځېلونه (ژانرونه)
نثري ځېلونه
کر ه کتنه
غبرګون
خبرتيا او ګوزارش
پیِغامونه
ليکونه
انځورونه
كــــور  ::   دپوهاندزياراندوژوند  ::   خونديځ(ارشيف)  ::   کتابتون  ::   اړيكي