څانګيزه ژبنۍ او ادبي او بپاڼه  
  www.zyar.net  
 
 
  اړيكي کتابتون خونديځ(ارشيف) دپوهاندزياراندوژوند
 
نيوليک
 نېټه : 08.08.2011 |   ليكوال : پوهاند دوکتور مجاور احمد زیار     چاپي بڼه
١: د څپيز انډو ل ړنگېدنه

  دا په دې مانا چې د يوه ليکني قافيه وال شعر کومه مسره يا مسرې تر سر مسرې، په بله وينا، سرکړۍ (مطلع) څپيز کموالى يا ډېروالى ولري او دغه کمى يا زياتى خجيز انډلو ته هم وټه ورسوي، نو بيا وايو، د نوموړې مسرې يا مسرو څپيز انډول ړنگ شوى، په بله وينا، څپيز- خجيز ويار (عيب) لري. هن، که د پاى له درو کېدونيو (ممکنه) څپو څخه يوه، دوه يا درې واړه وغورځي او ورمخنى خج کمزورى نه کړي، نو کوم ويار نه گڼل کېږي. د ساري په توگه که (غزل)، درېييزه، څلوريزه، پېنځيزه... يا پاړکى (قطعه)، بوللـــه  (قصيده))... چې لومړۍ مسره يا بيت پر وروستۍ خجنه څپه پاى ته رسېدلى وي، ورپسې بې قافيې (غير مصرعي) مسرې يوه يوه څپه زياته راتلاى شي، تر دې چې کله کله ددغې يوې څپې، نه زياتوالى شعري آهنگ يو څه کمزورى کوي هم، لکه په دې وروستيو بېلگو کې:

 

ستا له خوا نه بېلېداى نه شمه زه

ستا له مينې صبرېداى نه شمه زه

چې نيولې مې ده ستا د وفا لار(ه)

له دې لارې کږېداى نه شمه زه

نا اميده ستا د سترگو له ککو (نه)

لکه اوښکه څڅېداى نه شمه زه

يم رنځور ستا د پېغلوټو شمو (چې)

بې وصال دې رغېداى نه شمه زه

يم هغه ازاده مينه زياره ستا

(يمه ستا هغه ازاده مينه زياره)

چې په جېل کې ځايېداى نه شمه زه

(زنداني نغمې، ٢٤)؛

هر مطرب چې غوږۍ تاو کا د رباب

په دا تاو کې زما زړه کاندې خراب

چې سامع يې په نغمه په ترانه (شم)

ديوانه شم گرېوان څيرې مست خراب

(رحمان: ٣٧)؛

که مسجد گورې که دير

واړه يو دى نشته غير

يو مې بياموند په هر څه (کې)

چې مې وکړ د زړه سير

(خوشال: ک. ١ ټوک ٦٥ )؛

اى مدام د نفس په زېرمه مبتلا

ځانته ولې ويښوې ويدې بلا

دانايان له دښمنانو سلا نه (کا)

ته په څه کوې د نفس شيطان سلا

(حميد: ٣ مخ)؛

 

شوم په دام د زلفو بند

ښه چې نه مې واخيست پند

عشق دې اور وو زه ورگډ شوم

پاکوبان لکه سپند

(کامگار: ٣٤ مخ)؛

که خبر واى له دې هسې رنگ خوارۍ

ما به نوم اخېستى نه وو د يارۍ

ستا د غم په درياب ډوب يم تر مرۍ

بې تا نه لرم هېڅوک د دستگيرۍ

مگر ته خپله لاس راکړې همدمه

(رحمان: ٢٧٨)؛

خوب به نه ورځي له ډېرې ستومانۍ

بوږنوي به يې د ملو بد گومانۍ

نه به وړاندې ځي زړور په ښادمانۍ

نه په بېرته شي راتلاى له پښېمانۍ

له هر سپي به په اميد د امانۍ

چپړوسي کا د نمړۍ په مهمانۍ

چې دې يار پېڅي دا هسې نرمه گرمه

ته په کومه حيا روغ گرځې بې شرمه

(حميد: ٤٠٢)

دا کوم شرم دى کوم درم د يارۍ

دا پيوند دى بد نما تر وېزارۍ

چې مې يار پر توده ځمکه د خوارۍ

کښېني پاڅي خوار حيران له ناچارۍ

او زه ښوى ښېرازه گرځم سپين سپېڅلى

(حميد:٤٧)؛

سنه زر سل پېنځه شپېته ده

چې رحلت وکړ کامگار

پس له دې نه په دې کاله

پلار دده وشو نامدار

(کامگار: ١٨٥)؛

 

خراب زړه مې هوسېږي

ستا جمال مې ډېر يادېږي

که نظر دې پر ما کېږي

فرياد رس يا مصطفى

(احمد شاه بابا: د غورچاڼ پاى)؛

 

د فلک له چارو څه وکړم کوکار

زمولوي هر گل چې خاندي پر بهار

هر غاټول چې پر بيديا غوړېده وکا

رېژوي يې پاڼې کاندي تار پر تار...

(اسعد سوري،پخ)؛

 

وايي دا چې صحبت کاندې

يو له بله ډېر اثر

پر کلو دې مصاحب شوم

ستا صحبت نه کړمه خر

(محمد عمر: پخ١٥٢)؛

 

صحبت ډېر اثر کا گوره

منکر نه شې له اثر

ته دمخه هغه شى وې

اوس انسان سولې بشر

(محمد طاهر: پخ١٥٢)؛

 

زړونه خوښ کړه دا نېکي ده د رښتيا

مه کړه چا باندې تېرنه په جفا

د خداى کور مه ورانوه په ستمو

د خداى کور وگڼه زړه چې وي صفا

(محمد اياز،پخ ١٥٦)؛

همدغه ډول څپيز کمى زياتى په دوييزه کې هم راځي، په همدومره توپير چې دلته لومړى بيت بنسټ نه ټاکل کېږي، په بله وينا، دغه کمى زياتى د لومړي بيت له مخې په پام کې نه نيول کېږي، بلکې دلته دود داسې دى چې پر خجنه څپه پاى کېدونکى بيت (د دواړو مسرو په پام کې نيولو سره) تر هغه بيت يوه څپه کم راځي چې پايمخه څپه يې خجنه وي. په دې ډول يوه يوازېنۍ دوييزه کې اته څپيز او اوه څپيز بيتونه راتلاى شي او همدارنگه نه څپيز او لس څپيز؛ لس څپيز او يوولس څپيز؛ يوولس څبيز او دولس څپيز؛ ديارلس څپيز او څوارلس څپيز؛ پېنځلس څپيز او شپاړس څپيز، لکه:

ساقي پاڅه پياله راکړه

مرور يار مې پخلا کړه...

چې يو دم سمه ازاد

ناښاد زړه مې سينه(سي نه) ښاد

(زرغون خان:پخ ٨٤-٨٦)؛

 

زړه د حسن له غمونو اوس بري سو

مقترن دوى لکه لمر او مشتري سوه

زړه ويل شکر ده مقصود زما حاصل سه

ما چې عيش نه لاره اوس مې عيش کامل سه

شکر شکر ده حاصل سه زما کام

سوى حال راته وصال د دل ارام

حسن هم په شکر چې کړ وا زما زبان

شکر يې وکړى په درگاه چې د سبحان

بيا دې زړه ته وويل چې شادماني کړه

دى هنگام د کامرانۍ، ته کامراني کړه

(مسافر مروت: حسن ودل، ٧٤)؛

 

ږغ سو چې ورور تېر له دنيا سونا

قندهار واړه په ژړا سونا

زړه مې په وير کې مبتلا سونا

چې شاه محمود له ما جلا سونا


اصفهان پاته تاج نسکور عالمه

چې شاه محمود سو نن په گور عالمه

د پښتون لمر سو تياره تور عالمه

راته دښمن به کا پېغور عالمه

چې پاچا ولاړ پښتون گدا سونا

قندهار واړه په ژړا سونا...

(زينب هوتکي،پخ١٨٨-١٩٢)

د زينب هوتکي په شپږيزه (ترجيع بند) کې د دغو دوو بندو دوه وروستۍ راغبرگېدونکې مسرې تر مخنيو څلورو مسرو يوه يوه څپه لنډۍ راغلې، په بله وينا، د دواړو بندو مخکنې څلور مسرې تر نور ټول شعر څخه يوه يوه څپه زياتې دي. له دې څخه دا پايله لاسته راځي چې تر وروستي خج څخه وروسته تر درو ناخجنو څپو پورې کموالى يا زياتوالى موندلاى شي او کوم ويار نه گڼل کېږي.

د غني په دې لاندې ترانه کې د وروسته بند درې واړه مسرې تر نورو ټولو (پېنځلس څپيزو) مسرو دوې دوې څپې کمې دي او سندرغاړى يې د آهنگ په لوړولو او غځولو تشه ډکوي:

يه زما وطنه د لالونو خزانې زما
ستا هره دره کې دي د تورې نښانې زما

ستا سر چې وي ټيټ، نو زه به شان او شوکت څه کړمه
ته چې خوار و زار يې، زه به مال او دولت څه کړمه
ته چې وران ويجاړ يې، زه به خوب او راحت څه کړم

يا به دې زه سيال کړمه وطنه د جهان (..)
يا به ستا په پښو کې تورې خاورې کړمه ځان (..)

ځان به دړې وړې کړم خو تا به کړم ودان (..)

نر يمه، پښتون يم، تاته يادې افسانې زما
يه زما وطنه د لالونو خزانې زما
(غني: کليات ١٣٢٨)
 

د خوشال خان غوندې سترو شاعرانو په دوييزوکې له دغه راز اسانتياوو څخه هم ډډه کړې او په څرگنده برېښي چې په اگاهانه توگه يې څپيز کموالى روا گڼلى نه دى. د ساري په ډول يې د سواتنامې په ٣٩١ بيته دوييزه کې هېڅ داسې بيت راوړى نه دى چې يوه يا دواړې مسرې به يې پرخجنه څپه پاى ته رسېدلې وي او په دې توگه يې له پيله ترپايه هماغه دولس څپيز کالب کارولی دی. په غزلو او نورو ډولونو کې لکه څنگه يې چې پاس يادونه وشوه، خوشال بيا هم د نورو ټوليزه لار نيولې او په ياد شويو ځايو کې يې د څپو کموالى او زياتى رامنځته کړى دى.


بېرته شاته

كـــــور
نوې ژبپوهنه
پښويه(ګرامر)
ليکلار
وييپوهنه
سيند(قاموس)
بدلمېچ(عروض)
پښتواوپښتانه
کړنيزه ژبپوهنه
نوې ادبپوهنه
شعري ځېلونه (ژانرونه)
نثري ځېلونه
کر ه کتنه
غبرګون
خبرتيا او ګوزارش
پیِغامونه
ليکونه
انځورونه
كــــور  ::   دپوهاندزياراندوژوند  ::   خونديځ(ارشيف)  ::   کتابتون  ::   اړيكي