څانګيزه ژبنۍ او ادبي او بپاڼه  
  www.zyar.net  
 
 
  اړيكي کتابتون خونديځ(ارشيف) دپوهاندزياراندوژوند
 
نيوليک
 نېټه : 08.08.2011 |   ليكوال : پوهاند دوکتور مجاور احمد زیار     چاپي بڼه
٢: د خجيز انډول ړنگېدنه

 لکه څنگه چې بيا بيا ورته نغوته وشوه، د پښتو شعر په سېلابوتونيک سيستم کې خج او څپه ټاکنده نقش لوبوي او په دواړو څيزونو کې بيا خج په لومړۍ پوړۍ کې راځي او په درو واړو (گړنيو، ليکنيو او نويو ازادو) شعرونو کې پرې لکه شا تېر د تول و تال او يا په لنډ ډول، د وزن ټوله وداني ولاړه ده، له همدې لامله د څپيز انډول ړنگېدنه، په بله وينا، بېځايه کېدنه او غورځېدنه د هر ډول شعر د بې تولې لامل کېږي او له شعري چو کاټه وځي. څنگه چې سم له لاسه مو خبرې پر ليکنيو شعرونو دي، نو له ديوانونو څخه يې رابېلوو:

شپه د بېلتانه ده پهر پهر کال پر ما شو

بانگ دى د چرگانو په هزار هيله سبا شو

رابه شي گلزار ته وار پر وار ننداره کاندي

پيغام راوړي د وصل عجب ښه راځي په سهر

هُد هُد د يار له لوريه، نن پر ما باد صبا شو

پر وخت د مشغولا له گلو کله اواز کاندې

چې درومي له گلزاره په چغار چغار توتا شو

په درست عمر يې مُهر د سکوت پر خوله وهلى

زما د زړه توتي دى چې نن گورمه گويا شو

زنگ چې باندې پرېوځي اينه د زړه تبۍ شي

زړه د خوشال گوره! له هر رنگه مصفا شي

(خوشال: ک، ١ ټوک، ١٨٦ مخ)

خوشال خان په دغه غزل کې د خج د دريځ په بدلون سره دوه ډوله وزن رامنځته کړى دى: لومړۍ درې مسرې او وروستۍ دوه هغه يې پر لومړۍ خجنه څپه او په منځ کې يې پرله پسې اووه مسرې پر دويمه خجنه څپه پيل کړي دي او له دې کار سره يې څپيز انډول هم ړنگ شوى دى؛ هغه دا چې پر لومړۍ خجنه څپه پيلېدونکې مسرې يې څوارلس څپيزې راغلې او پر دويمه څپه پيلېدونکې هغه پېنځلس څپيزې. همدارنگه د خوشال ٤٠٢ او ٦٣٤ غزلې همدغه نيمگړتيا لري.

په دغه لاندېنۍ وسمهالې بېلگه کې چې د اردو شعر منظومه ژباړه ده، قافيه او د مسرو (دولس) څپيز شمېر يې، له کومې مسرې نيمې پرته، تر پايه په پام کې نيول شوى دى، مگر دا چې خج پر خپل خپل ځاى نه دى راغلى، په بله وينا، پر بېلا بېلو خجنو څلور څپيزو ستنو (رکنو) نه دى وېشل شوى، نو جوله يې هېڅ راز شعر ته ورته نه ده، بلکې د (( ياکوتانو)) د سندرو غوندې په هماغو پښېلو يې ورته پېيلې جامه ور اغوستې او يو بېخونده نثر دى:

د فرنگي که يو وخت زه هم دربان واى

نو ژوند کول به راته څومره اسان واى

بچو به زما کړى تعليم په امريکا کې

اوړى گرمي به زما پر انگلستان واى

په انگرېزۍ ږغېدا به مې روانه

که څه هم له اصله څخه اردو زبان واى

په ټيټولو د سر چې واى سر شوى

نو به ليډر هم تيار يو عاليشان واى

مځکې جايداد به وو زما هره صوبه کې

والله چې صدر خو زه د پاکستان واى

(جرگه:... گڼه).

نو که موږ  وغواړو ، د څپو په اوډون سره يې خجيز انډول داسې رامنځته کولای شو:

د پرنگ که يو وخت زه هم (کوم) دربان واى

نو به ماته ژوند کول څومره اسان واى

کړاى بچو به مې تعليم په امريکا کې

گرم اوړ ی به زما پر انگلستان واى

په روانه انگرېزۍ به غږېدلم

که له اصله هم سوچه اردو زبان واى

واى سر شوى به د سر په ټيټولو

رانه جوړ به يو ليډر څه عاليشان واى

جايداد ځمکې به مې وې هره صوبه کې

والله صدر به زه هم د پاکستان واى!


بېرته شاته

كـــــور
نوې ژبپوهنه
پښويه(ګرامر)
ليکلار
وييپوهنه
سيند(قاموس)
بدلمېچ(عروض)
پښتواوپښتانه
کړنيزه ژبپوهنه
نوې ادبپوهنه
شعري ځېلونه (ژانرونه)
نثري ځېلونه
کر ه کتنه
غبرګون
خبرتيا او ګوزارش
پیِغامونه
ليکونه
انځورونه
كــــور  ::   دپوهاندزياراندوژوند  ::   خونديځ(ارشيف)  ::   کتابتون  ::   اړيكي