څانګيزه ژبنۍ او ادبي او بپاڼه  
  www.zyar.net  
 
 
  اړيكي کتابتون خونديځ(ارشيف) دپوهاندزياراندوژوند
 
نيوليک
 نېټه : 08.08.2011 |   ليكوال : پوهاند دوکتور مجاور احمد زیار     چاپي بڼه
له کلاسيکه ترنوي غز له

 له کلاسيک يا زاړه غزل سره د نوي غزل بريد ليکه د څو جوتو توپيرونو له مخې ټاکل کېدای شي، لکه:

١)  په ټوليز ډول يې د پارسي- عربي ژب - ښکلاييز زبېښاک ته پايټکی اېښی او د پليونو پاتشوني او پاتوړي (وارثان) يې ښايي له گوتشمېره تېری ونه کاندې؛

٢) نږه جوليزواله (فورمالېزم)، په بله وينا هنري ارمان يې تر ډېره له ټولنيز هغه سره غاړه غړۍ کړی دی؛

٣) د کلاسيک غزل پرخلاف اوسنی دا يوازې پر ((افقي انځور)) بسنه نه کوي، بلکې (( صعودي، ٥- څپرکی)) هغه هم راخپلوي. مانا دا چې غزل د نوي- ازاد شعر غوندې ورو ورو تمثيلي او کيسه يي کېږي. د يوې ټاکلې پلات، سوژې، اند و واند(انديشه و خيال) او يوه پيغام پر بنسټ پيلېږي او پېيل کېږي. هر هر بيت يې هم په جلاډول او هم د د درست غزليز زنځير د يوې کړۍ په توگه تر ارزونې لاندې راځي؛

٤) دا چې نوی غزل د يوه ناشننوړي شعر دريځ راخپل کړی او د پېښوريانو په نومونه د ((مسلسل غزل)) بڼې ته راوښتی، نو ((غزل)) نوم ورسره هم نور اړخ نه لگوي او په کارده، د دغه ((متحدالمال)) سرليک پرځای په يوه ټاکلي نامه ونومول شي. نورې نړۍ ته دا خورا هېښنده برېښي چې يو شعر دې يو جلا او نومېرلی (مشخص) نوم و نه لري ؛

٥)  که د مطلع حذف دومره دود نه دی موندلی، خو په مقطع کې د نوم راوړنې دود تر استاد حمزه راوروسته نور له نشته برابر شوی دی؛

٦) لکه په څلورم څپرکي کې چې يادونه وشوه، د مسرې لنډترين بريديې له پېنځو څخه تر دوه څپيزو رسېدلی اواوږد ترين هغه يې له شپاړسو څخه تر څلوېښت - پېنځه څلوېښت څپو پورې؛

٧) د ناقافيوال يا ازاد غزل دود چې په نژدې ((تربرې)) پارسي ژبه کې له څو کلو راهيسې رانښلول شوی، په پښتو کې هم نن سبا ازمايل کېږي.


بېرته شاته

كـــــور
نوې ژبپوهنه
پښويه(ګرامر)
ليکلار
وييپوهنه
سيند(قاموس)
بدلمېچ(عروض)
پښتواوپښتانه
کړنيزه ژبپوهنه
نوې ادبپوهنه
شعري ځېلونه (ژانرونه)
نثري ځېلونه
کر ه کتنه
غبرګون
خبرتيا او ګوزارش
پیِغامونه
ليکونه
انځورونه
كــــور  ::   دپوهاندزياراندوژوند  ::   خونديځ(ارشيف)  ::   کتابتون  ::   اړيكي