څانګيزه ژبنۍ او ادبي او بپاڼه  
  www.zyar.net  
 
 
  اړيكي کتابتون خونديځ(ارشيف) دپوهاندزياراندوژوند
 
نيوليک
 نېټه : 08.08.2011 |   ليكوال : پوهاند دوکتور مجاور احمد زیار     چاپي بڼه
اوسنى ازاد پښتو شعر د خپل ازاد فولکلوريک او بيا کلاسيک شعر بشپړتيايي بڼه

 د اچې وايو، پښتو ازاد شعر د يو شمېر نورو ختيزو ژبو پر خلاف د اروپايي ازاد شعر پېښې يا کاپي نه ، بلکې د خپل ازاد (و) گړني او لر غوني (فولکلوريک او کلاسيک) هغه بشپړتيايي بڼه بلل کېږي، غوره لاسونديې دادی چې اروپايي ازادشعر(free verse) يوازې بېقافيه نه، بلکې له هر راز شعري قانون يا قالب (metrical pattern)څخه پخشو دی؛ نه هغه پخوانی  ټاکلی مسره ييز دود سمبالوي  نه هغه ټاکلي ژانرونه او څومره والی (کميت) يا کچ و مېچ او نه هغه کلاسيک تول و تال يا ريتم په ټوله مانا رانغاړي. تر ډېره زموږ د ((سپين شعر )) په څېر وزن و قافيه دواړه نه لري او په دې توگه يې له ((ناپېيلي= منثور)) هغه سره پوله او بريد زياتره د   (موزيکال) اهنگ له مخې نومېرل کېږي. د پښتونخوا پښتانه بيا د اردو ژبې په پېښو ازاد شعرته ((مبرا)) او سپين ته ((معری)) وايي.

همدارنگه له عربي او بيا پارسي ازاد شعر سره زموږ دا خپل بريد په دې رابېلوي چې له پښېليزې (قافيي) ازادۍ سره سره نور عروضی آرونه په پام کې نيسي او د مسرو لنډوالی او اوږدوالی يې هم د ((مفاعيلو)) اړونديا تابع دی.

اروپايي سپين شعر(blank verse)، فرانسي levere verse، جرمني freie Rythmen  د سپين شعر نومونه له اروپايي نومونې سره نه، بلکې زموږ له نيم ازادو ډولونو، لکه ازادو کالبو اومونډي شعرونو سره سمون لري.

د نورو اروپايي ژبو غوندې په المانۍ کې د دغه راز شعرونو پيلامه تر اتلسمې پېړۍ پر شا ځي. کلوپ شتوک د يوه الماني شاعر په توگه پر ١٧٥٩ کال "د پسرلي جشن" تر نامه لاندې د يوه شعر په وړاندې کولو سره پر سپين شعر بشپړ لاسبرى وموند او ورپسې گويتې همدغه لار ونيوه، چې د ١٧٧٢ کال د "گرځندوى توفاني سندرې" شعر يې لومړۍ بېلگه وه. همدا راز د نوواليس "شپې ته سرودونه" چې پر ١٧٩٧ کال يې ويلى وو. ورپسې د هويلدرين "دراين يوازېنۍ سندرې"، د هنرين هايني "شمالي سمندرگى"... د همدې لړۍ شعرونه بلل کېږي. نيچې، رېلگي، شتېتلر، ويرفي او داسې نورو هم دغه لار نيولې ده او ورته بېلگې يې راپرېښې دي. (اوتوبېست: د ادبي جاجونو لاسليکي، ٨٥ مخ - لويديز المان، ١٩٧٢).

په هره توگه، هغه څه چې په اروپايي ژبو يې ازاد شعر بولي، د پښتو له نيم ازادو شعرونو او بيا ازادو کالبونو  سره سمون خوري، لکه واخلئ د غني، اجمل، لايق، زيار، پيوند، سنگر، کاوون، خاموش، رفيع... يو لړ شعرونه چې پخپله خوښه يې ځانته يو ډول يا بل ډول کالبونه په کار اچولي دي، هر بند يې له يو څو لنډواو يوې يا دوو اوږدو مسرو څخه رغښت مومي او لږ و ډېر له قافيو او رديفو څخه هم کار اخلي، يا يې لږ تر لږه د بندونو پايلې په همقافيه مسرو پاى ته رسېږي. په اروپايي نومونو بيا دغه راز خپل خوښيو ازادو قالبونو ته ازاد بيتونه وايي: فرانسي Verse Libre، الماني Freie Verse، انگرېزي Free Verse يو الماني پوه (اوتوبيېست، ٨٤ مخ) د دغه راز شعر پېژندگلوي داسې کوي:

هغه ډول شعر چې د مسرو يا ټوټو اوږدوالى يې پخپله خوښه وي، مگر له يو راز قافيې او څپيز شمېر سره، چې گليرت، ليسين، ويلاند... يې استازى دى، را وروسته دغه راز شعر د څپو برابري هم له لاسه ورکوي او له "ازاد وزني" يا "سپين" شعر سره يې يوازې په قافيه بېلتون راغلى دى.

حال دا چې له ازاد پښتو شعره زموږ موخه هغه توليز (موزون) شعر دی چې له ناپښېليزوالي (بېقافيه والي) سره سره يې مسرې د لنډوالي او اوږدوالي له پلوه کومه ټاکلې کچه نه لري او له ( يوفونيمي څپې) نيولې تر څلوېښت- پېنځه څلوېښتو څپو رسېدای شي.

په پښتو کې له "ازاد" سره د "نوي" يا "اوسني" ستاينوم (صفت) سرباري کول په دې موخه دي چې له "گړني (شفاهي)" يا "وگړني (ولسي)" ازاد شعر سره د اوسني يا نوي "ازاد شعر" گډون را نه شي. په پښتو گړني يا وگړني شعر کې ازاد ډول تر قافيه وال هغه ډېر پخوانى برېښي او آره يې لرغونو اريايي (ويدي- اوېستايي) شعرونو ته رسي، لکه لنډۍ ، زياتره سروکي، ببولالې، شين خالۍ، د هوتکو نارې،د نکلونو نارې، بدلې، لوبې، بگتۍ، لنډکۍ (د ځاځي ميدان)، انگۍ (کاکړۍ ساندې يا ستاينې) او يو گڼ شمېر متلونه چې زياتره مقفى نه، بلکې (متوازن) مسجع دي، په بله وينا، څپيز- خجيز (سېلابوتونيک) تول (وزن) لري. دا نور قافيه وال ډولونه، لکه: غزل، داستان، څلور کړيزه (چاربيته)، کاکړۍ، دوبيتي... يې وروستنۍ او پرمختيايي بڼې دي. د پښتو ليکني شعر لومړۍ پيلامې هم زياتره ولسي رنگ لري او د لوبو، بگتيو، بدلو او ځينو سروکيو غوندې په نيم ازادو کالبو کې راڅرگندېږي. ورته اروپايي هغه د "سپينو شعرو" په نامه مټې په ١٦مه پېړۍ کې رانښلول کېږي. په پښتو کې دغه ولسي ډوله نيم ازاد شعرونه له امير کروړه (اتمه زېږدې پېړۍ) نيولې تر ننه پورې له قافيه والو "ديواني" شعرونو سره اوږه پر اوږه را روان دي

له "ديواني" شعرونو څخه موخه هماغه شعرونه دي، چې په منځني ادبي پېر (١٥- ١٩زېږدي پېړۍ نيمايې) کې د عربي او پاړسي شعر په پېښو په بېلابېلو کالبو (غزلو، بوللو و دوييزو، درېيزو، څلوريزو...) کې کښل شوي او راوروسته يې په نوي پېرکې هم لږوډېرې پېښې شوې دي. نوموړي شعرونه له لومړيو دوو دېوانونو او بيا يوې نيمې "مصنوعي" بېلگې پرته عروضي نه، بلکې په سېلابوتونيک تول کې ويل شوي دي. دا هم اړينه نه ده، چې د دغه مهالپېر گرد شعرونه دې "ديواني" کچې او بڼې ته رسېدلې وي. هرگوره، لومړي دوه او بياعروضي ډوله پښتو دېوانونه په لسمه لېږدي پېړۍ کې د (روښاني) غورځنگ پياوړو شاعرانو ارزاني او انصاري  رامنځته کړي دي.

په "زاړه پېر" کې چې سم له لاسه له دويمې لېږدي (هجري) پېړۍ څخه تر زرمې ټاکل شوى دى، له "ديواني" ډوله شعرونو څخه د شېخ اسعد سوري (٤٢٥ مړ) بولــله (قصيده)، د محمد هاشم سرواني (٢٢٣-٢٩٧هـ ق) له عربي را اړولى پاړکى (قطعه)، د اکبر زمينداوري (٧٧١-٨٠٧ هـ ق) غزل او يا د شېخ رضي لودي (٣٥٠ شاوخوا) او د امير نصر لودي (٣٩٥ شاوخوا مړ) پاړکى او داسې نور د يادونې وړ دي.

 په اوسنۍ بڼه ازاد پښتو شعر چې يې که څه هم په ښکاره ډول د اروپايي ازاد شعر تر اغېزو او پېښو لاندې له ٤-٥ لسيزو راهيسې دود موندلى دى، بيا هم لکه پاس چې وويل شول، له خپل دوديز ازاد گړني شعر سره تړاو لري او د سېلابوتونيک وزن پر بنسټ ولاړ دى. که يو نيم شاعر د هماغه وچ اروپايي تقليد په لومه کې ښکېل پاتې دى او خپل دوديز تول و تال يې پکې سمبال کړى نه دى هرومرو يې خبره "سپين" شعر ته رسېدلې ده. تول (وزن)، يا په اروپايي نومونو "ريتم" د شعر بنسټيز شرط دى، که په قافيه وال شعر کې وي او که بې قافيې (ازاد) کې. له همدې کبله له بې آهنگه (بې وزنه) شعر سره د "سپين شعر" نومونه جوړېږي. پښتو ((سپين شعر)) د پارسي ((شعر سپيد)) په څېر د (بې تول و بې اهنگه شعر) په جاج رادود شوی، نه د زړې اروپايي نومونې په جاج چې يوازې د ازادو کالبونو او څه ناڅه بې قافيې شعرونو يې اړه درلوده.

په پښتو کې په هماغه اروپايي جاج، ازاد او نيم ازاد کالبونه د شلمې پېړۍ له دويمې- درېيمې لسيزې راهيسې رادود شوي دي. په دې ډول مخفي، فدا، صالح محمد کندهاري، عبدالحى حبيبي، عبدالاکبر اکبر، عبدالاکبر خادم، قيام الدين خادم، فضل احمد غر، کمالي، ميا احمد شاه، اسير، خيال، اجمل، بېنوا، لايق، عبدالرحيم مروت... يې له غورو او مخکښو استازو څخه گڼل کېږي چې بې له شکه يې له ولسي يا وگړنيو (فولکلوريکو) هغو څخه الهام اخېستی دی. همدارنگه مونډي يا سر پرېکړي (د قافيې له پلوه) شعرونه چې عبدالرحمن پژواک يې پر ١٣١٧ کال په (کليمه داره روپۍ) سره بنسټ ايښى دى او ورپسې پر ١٣٣١ کال د عبدالعظيم ساپي ورته نظمونه (رفيع: زرينې څانگې) او بيا په پېنځوسمو او شپېتمو لمريزو کلونوکې د سيد بهاؤ الدين مجروح د (ځانځاني ښامار)، يا (نا اشنا سندرې) او نور چاپ او نا چاپ شعرونه خپلې جرړې ولسي هغو ته رسوي.

خو که دغه وروستى ازاد کالب والا، نيم ازاد يامونډي شعر په پام کې ونه نيول شي، نو هممهال ورسره د بشپړ ازاد (هم له قافيې او هم د مسره ييز انډول له پلوه) پيلامه په لره پښتونخوا کې لگوو او دا هم کومه هيښنده نه ده چې لر پښتانه تر برو وړاندې له نويو ټوليزو او فرهنگي بدلونونو سره مخامخېږي او له دې سره پښتو ادب هم هلته وار له مخه نوي بشپړتيايي پړاو ته ورگډېږي. دا هم جوته ده چې له ديالکتيکي پلوه هر انديز (فکري) نوىوالى له ځان سره جوليز (شکلي) نوى والى راوړي، په بله وينا، هره نوې مفکوره او منځپانگه (محتوا) د يوه وړنده (مناسب) کالب او جولې غوښتنه کوي.

د فورم او محتوا د ديالکتيک له لارې کېداى شي، شعري نوښت او نوښتگري په ازاده (ژبنۍ، هنري او تخنيکي) جوله کې ښه ترا رامنځته شي. قافيه د شعر د تخنيکي جولې په توگه نه يوازې د دغو نورو دوو (ژبنيو او هنري) جولو پر مانيزه خوا زيات بنديز لگوي، بلکې پر همدغو دوو جوليزو اړخو هم خپله واکمني چلوي او زنداني کوي يې. يا په ساده وينا، په قافيه وال شعر کې نه ژبني او هنري (ژب - ښکلاييز) اړخ سمبالېداى شي او نه منځپانگيز (محتوايي).

 هغه شاعر د قافيې او د ورسره اړوندو توکيو (رديف او مسره يي انډول) له سمبالونې سره په لوى لاس پر ځاى دا بنديز لگوي چې د شعر له پېنځگونو رغنده ټوکو (متشکله اجزاوو) (ژبې- آهنگ- اند- واند او ولولې) څخه، له آهنگ پرته دا نور څلور سره سره ټوکه پوره په پام کې ونه شي نيولاى او دويم، درېيم او څلورم ارزښت ورکړي، له ټولو نوښتگرانه هاندوهڅو سره سره ترې هرومرو دا يا هغه ټوک کمزورى پاتې کېږي. که له آهنگ سره " واند،خيال" او ولوله (عاطفه)سم سمبال کړاى شي، نو ژبه او اند ترې کمزورتيا مومي او که له آهنگ سره "ژبه" په پام کې ونيسي، نو بيا ترې  انداو واند ژوبلېږي او همداسې تر  پايه.

 لنډه دا چې په قافيه وال شعر کې د نوښت سمبالتيا د ازاد شعر په پرتله يو څه زيات کړاو غواړي، مگر په ازاد شعر کې پېنځه واړه توکه (ژبه آهنگ - اندچ واند- ولوله) همزمان او هم انډوله په پام کې نيول کېداى شي او په دې توگه يې د هراړخيز نوښت لپاره لياره هواره ده.

په دې کې خو هم شک نشته چې قافيه واله مخينه له ازادې شاعرۍ سره ډېره مرسته کوي، خو په دې شرط چې دغه مخينه رښتيا شاعرانه مخينه وي، نه  ناظمانه. سره له دې هم ډېر ځوان شاعران وينو چې مخکې له مخکې يې په ازاد شعر پيل کړى او په څو بېلگو يې جوته کړې ده چې د "شعريت" پر لاره روان دي. که څه هم ښايي د وزن له پلوه يو څه نيمگړتياوې ولري، مگر په ډېره لږه لارښوونه او کړاو پر دغه تخنيکي اړخ لاسبرى مومي.

که د "پېښو" د تور لگونې خبره شي، بيا هم ښايي په ازاد شعر کې هماغومره يو ډېرښت او پايښت ونه لري، لکه په قافيه وال هغه کې. قافيه وال شعر زياتره، لکه پاس چې وويل شول، د عربي او پارسي په پېښو له "ديوانسازي" سره دود موندلى دى، حال دا چې اوسنى پښتو ازاد شعر د بيا را ژوندي کېدنې "رنسانس" ښکارندويي کوي، يا په بله وينا د خپل آر ولسي او نيم ولسي شعر يوه بشپړتيايي بڼه ده. که حمزه او اجمل دا دومره شاعري په ازاد فورم کې کړې واى، بې له شکه په اوس پښتو د حمزه او اجمل پرځاى "نادر نادرپور" او "احمد شاملو" درلوداى، که څه هم  دگارسيا، برتولدبرېښت او نرو دا هومره انقلابي نه واى.

 په دې توگه د پښتو په اوسني ازاد شعر کې له پېنځگونو ټوکونو څخه لږ تر لږه ژبه او آهنگ (وزن) د "پېښو" له توره پخشو(فارغ) دی. پاتې شول (اندو واند) چې کېدای شي، يوڅه په دغه تور تورن شي، خو دومره هم نه چې يومخيز د ((پېښو))په کچه او جاج (مفهوم) وي، بلکې زيات "الهامي" رنگ به لري. لکه په تېرو او په ځانگوې توگه په شپږم څپرکي کې يې چې يادونه وشوه، د "خيال" په تړاو، يو لړ نوي يا په نوي رنگ کې رنگېدلي  سمبولونه، لکه: لمر، سپېدې، باد و باران، توپان وسيلۍ، سيند و سمندر، سبا او سباوون، ورځ و شپه، تياره، باروت، پولاد، سرپ، مرجان، ياقوت...، يا اسطورې،لکه زيوس، پرومېتوس او داسې نور ورته انځورونه نژدې د ټولې نړۍ په شعر کې دود شوې دي، نو ايا پښتون شاعر او هغه هم د ژمن او ازاد شعر استازى ترې ډډه کولاى شي؟

همدارنگه د " اند يا مفکورې" يا منځپانگې (محتوا) له پلوه ملي، ټولنيزې، انساني او ټوليزې جهاني ربړې مسالې، لکه: سوله، جنگ، پرمختگ او شاتگ، گډ سوله ييز ژوند، ټولنيزنياو او داسې نور درواخله. برتولت برېښت (١٨٩٨- ١٩٥٦) چې د الماني ازاد و نوي شعر له سترو نومياليو څخه گڼل کېږي، د ازاد شعر په تړاو وايي: هېڅ منځپانگيز نوښت بې جوليز نوښت شونی نه دى. او څو اويا کلن نوميالي انتي فاشيست ليکوال هاينريښ بل چې د نوبل جايزې وړونکى دى، په اتيايمو کلونو کې د يوې پوښتنې په ځواب کې څرگنده کړې وه:

"زما له خپل اند و ازمېښته چې د يوه ښوونکي او ليکوال په توگه يې لرم همدغسې چې پنځوونکی د خلکو لپاره يو پيغام لري، بايد وړنده (متناسب) کالب يې هم وړاندې کړي، مانا دا چې په شعر، په راديويي نندارمه، په ستېج ننداره، په رومان، په لنډ داستان، په تکل...کې بايد ځان پر خپل ليدونکي يا اورېدونکي او يا لوستونکي ور ونه تپي، بلکې کالب هم د پيغام اړوند وبولي. له ١٩٤٥ کال را وروسته بنسټيزه بېلگه الماني ژبه وه چې له اخلاقي پلوه کورټه کرغېړنه شوې وه او د يوې (عوام فريبانه) او د دروغو او ريا په يوه کرغېړن کالب کې وړاندې کېده... داسې ډېر څيزونه شته چې ومې نه شو ليکلاى، ځکه کوم کالب مې چې ورسره ښايېده، پيدا کړى نه دى،... کله چې ما د يوې موخې (مطلب) لپاره چې څرگندول يې غواړم، کالب نه دى موندلى، هرومرو مې منځپانگه هم نه ده موندلې" (هاينريښ بويل: ١- ٥- ٥٢ مخ).

د دغه الماني ليکوال خبره- "الماني ژبه له اخلاقي پلوه کورټه کرغېړنه شوې وه"، د پښتو کلاسيک ادب او بيا "ديواني" شعر پر ژبه، په يوه بل ډول د کارونې (تطبيق) وړ ده او هغه دا چې د دغه پېر پښتو تر ډېرې کچې د بې خرته عربېزم او پا رسيزم له پلوه بېخي له ځانه پردۍ شوې ده.

په زړه پورې بېلگه يې د کاظم شيدا د ديوان سريزه ده چې که کوم  يونيم آر يا مرستيال کړ( دی، وو، شته، شه، شو، کړ...) يا سربل او وستربل (د باندې، په، کې...) ترې لرې شي، د هغه مهال يو نږه پارسي متن ترې جوړېږي او دا د لمر غوندې روښانه ده چې په پښتو قافيه وال شعر او بيا د غزل په لنډ تنگ کالب کې هغه راز گډوله پښتو لا تر اوسه لږ و ډېر دود لري: لبان، چشمان، دهان، دلبر، دلربا، گلرخان، گلرويان، هجران، جانان... غوندې زاړه وييونه خو، لا څه کړې چې د وزن، قافيې او رديف تر "جبر" لاندې نور نوي هغه هم پرې ور زيات شوي او لا ورزياتېږي.

د نوي او زاړه يا قافيه وال او ازاد شعر تر منځ ديالکتيکي تړاو ښايي دومره (مطلقيت) ونه لري او په کار ده، د دواړو ډولو پلويان يو د بل پر مطلق او يو مخيز رد ټينگار ونه کړي او د دواړو ډولو نوښت په پام کې ونيسي. سمه ده چې نننى پښتو غزل يو شمېر نوښتونه لري او ازاد دا هم يو شمېر کرغېړنتياوې، خو بيايې هم يو دليل دا دى چې يو پر بل اغېز ښندي. نوى لا له دادومره پرله پسې پرمختگ سره سره د زاړه په زولنو کې راښکېل دى.

 د قاليه وال شعر او بيا غزل غورې بېلگې چې په پرتليز ډول يې پېنځگوني شعري ټوکه همزمان سمبال کړي وي، د اسحاق ننگيال د ازادې بېلگې پر ځاى، ښايي دغه لاندې پښېليزه بېلگه رښتيا نوښت ولري، لکه:

تنديه ماتوم دې، ټيټومه خو دې نه

پر وره د سنگدلانو، سولومه خو دې نه

چې سود مې د زړه نه شي، نو وجود لمبه کومه

ژوندونه بې له ياره، تېرومه خو دې نه

په سرو وينو ليکاى نه شم، د جبر قصيدې

قلمه پرېکوم دې، خرڅومه خو دې نه

پېرزو دې که پر ما نه وو، ښوول دې راته څله

باداره! راکوې به، پرېږدمه خو دې نه

زه ليکې د قسمت، ((فنا)) کوم د خپلو لاسو

تقديره ختموم دې، بدلومه خو دې نه

(فنا، د کوهاټ د لاچۍ خټک)

 

په دا بله خوا "ازاد شعر" کې د کرغېړنتيا لپاره ښايي د ننگيال (اخبار هفته، دولسمه گڼه) له خوا د کمال مستان راوړې بېلگه د دغه پاس غزل هومره نوښت ونه لري، د چا خبره "ازاده" وي، مگر "نوې" نه، کنه "ازاد شعر" بايد "نوى" هم وي. مانا يې دا چې له مخکنيو خبرو سره سم ازاده جوله، خو په هر ډول نوې جوله ده او نوې جوله بايد نوې هنري جوله  او بيا نوې منځپانگه يا پيغام ولري. دلته د قافيه وال فورم غوندې مخينه او تجربه  له ياده اېستل په کار نه دي. د کمال مستان غوندې ځوان شاعر چې پر ازاد شعر يې نوى پيل کړى، تر همزولو قافيه والو شاعرانو بيا هم زياته او نژدې نوښتگرانه راتلونکې په مخ کې لري. (د زياتې څرگندتيا لپاره د کمال مستان "د لمر شغلو ته" شعري غونډ او اړونده سريزه). له هغې کره کتنې څخه په راوروسته دوه دوه نيمو لسيزو کې رښتياهم زموږ شاعر پرله پسې پر مختياي پړاوونه وهلي او نن سبا په څو گوتشمېرو نوښتگرو کې راځي.

دلته يې د هماغه مهال يوه بل هممهالي ځوان شاعر "فاروق فردا" يوه ازاده بېلگه وړاندې کړم چې له يو څه اوږدې مخينې او تجربې څخه يې سرچينه اخيستې ده او د هېڅ راز کرغېړنتيا يا نه شعريت گوته ورته نيول کېداى نه شي:

زما شېبو!

زما شهيدو شېبو

زما شهيدو ارمانو د رژېدو شېبو (دلته "زما" يو څپيز راغلى)

تاسو کې ښخې شوې

زما د مورکو هيلو د غوټيو سرې نازکې پاڼې

نن به زه ستاسې د سپېرو خاورو

سپېرې غېږې ته وسپارمه

او خپلې هيلې به له سره له سپېرو خاورو نه وټوکوم.

دغه ازاد شاعر هم له هغه راهيسې تراوسه ښايسته ډېر نا لاسبري ستونځونه را لاندې کړي دي.

پښتو نوى ازاد شعر ټيک له هما غه راهيسې کې له ټولو خنډونو سره سره ورځ پر ورځ پراختيا او پرمختيا موندلې او خپل بشپړتيايي بهير يې په چټکۍ سره وهلى او لا وهي يې، له بلې خوا څنگه چې دغه شعر مخکې له مخکې د انتقاد منونکى دى او نوې ميتوديکه علمي کره کتنه يې پرله پسې سپېڅي او سوانوي ، نو هرومرو زموږ د وروسته پاتې ادبي فرهنگ په وچ زاړه کالبوت کې د نوې سا پوکولو لپاره بې اغېزې نه پاتې کېږي او نوې هيلې ورسره ملگرې دي.

دا چې ځينې ليکوال ازاد شعر او نوى شعر سره په يوه مانا رااخلي، کومه هيښنده خبره نه ده، ځکه اوسنى ازاد شعر لکه د مخه چې وويل شول، تر هر څه د مخه ((نوى شعر)) دى، يا په بله وينا ازاد شعر د نوي شعر په بهير کې رازېږېدلى دى.

له همدې کبله دا دواړه ستاينومونه (نوى- ازاد)، هم يو د بل پرځاى راتلاى شي او هم دواړه سره را غبرگېداى شي او له خپل ستايلي (موصوف) (شعر) سره د (نوي ازاد) شعر په توگه يو ستاينوميز تړنگ (توصيفي ترکيب) جوړوي، خو څنگه چې په (ازاد شعر) کې (نويوالى) بې له هغې نغښتى دى، نو غوره به وي چې پر همدغه وروستۍ نومونه (ازاد شعر) بس راوړ شي او له نورو ستاينومونو، لکه: (نوى) يا (بې قافيه) څخه ډډه وشي. هرگوره، په لويو سرليکونو کې ورسره له زاړه دوديز (ولسي) ازاد شعر يا ((سپين شعر)) څخه د بېلتيا لپاره (اوسنى) ملگري کول يوڅه اړين برېښي. هسې خو ښايي، يو وخت دا درې واړه ستاينومونه (صفتونه) (نوى- ازاد- اوسنى) خپل ارزښت بايلي. ځکه هر ستاينوم د خپل ستايلي (موصوف) پر وړاندې يوه پرتليزه (نسبي) لوښه (خصلت) لري. د نن (نوی) د سبا (زوړ) او د سبا (نوی) د بل سبا (زوړ) دی. يا لکه (ښه) او (بد) او داسې نور درواخله چې جاج (مفهوم) يې له مهال او چاپېريال سره بدلون مومي يا کورټ يو پر بل اوړي او يا خو پکې لږ تر لږه تنگوالى او پراخوالى راځي.

همدا نن سبا چې زموږ ځانساتي او زاړه پال پښتانه لا "له بې قافيې، ازاد شعر) سره د يوې نوې ښکارندې په توگه ډغرې وهي، په نوره نړۍ کې لا څه چې دلته را نژدې په ايران کې بيا وخته (بې وزنه ازاد شعر) تر ويينې گروېږنې لاندې نيول شوى دی. د ساري په توگه احمد شاملو د "وزن د شاعر ذهن بې لارې کوي" خبره رامنځته کوي او د لويديځيانو په لار وۍ پر دې ټينگار لري، چې بېوزنه شعر کولاى شي، د بهرني جوليز وزن پر ځاى او "دنننى" يا"مانيز"  وزن ولري (په دې باب اړوندې ليکنې: اخبار هفته ٥٤ او ٥٧ مې گڼې او د همدې بدلمېچ اړوندې سکالووې).

 لکه په اووم څپرکي او اړوندو څرگندونو کې چې وليدل شول، د پښتو ډېری گړني شعرونه (لنډۍ، سروکي...) پښېلې او لړونه (قافيې او رديفونه) نه لري او د بېلابېلو ټوټو (مسرو) تر منځ يې د څپو شمېر هم تل برابر نه دى، مگر يو ټاکلى انډول لري لکه لنډۍ چې لومړۍ مسره يې نهه څپيزه او دويمه يې ديارلس څپيزه ده او په دې توگه په لومړۍ پوړۍ (درجه) خج (فشار) د ريتم تول و تال يا په لنډ ډول د "وزن" بنسټيز ټاکونکى دى او ورپسې څپيز انډول زير و بم، اهنگ، غاړه (لحن)... چې د خج  په استثنأد ژبې د نازنځيري يا((عروضي)) توکو (فونيمونو) په توگه د قافيو او رديفونو غوندې په څېرمه ځانگړتياوو کې راځي (دغلته ((عروضي)) د غږپوهې د نومونې په توگه کارول شوې ، نه د شعرپوهې هغې په توگه). په خجيزه برخه کې دا يو ټوليز دود (قاعده) ده چې مسره پر لومړۍ، دويمه، درېيمه يا څلورمه خجنه څپه پيل مومي او بيا پسې هر څلورمه خجنه راځي. البته ډېرې لږې بېدودي (استثناوې) تر دغه منځ پېښېږي چې په تېرڅپرکي کې يې يادونه وشوه.

په دې ډول، لکه چې پرله پسې وويل شو، په پښتو کې بې قافيه يا ازاد شعر د خپل اړوند ولسي وگړني يا گړني (فولکلوريک) او ليکني يا ديواني شعر يو په زړه پورې گډون او ستنيز دى، نه د اروپايي يا پاړسي شعر پېښې. هر بې قافيه شعر چې د پښتو د ټوليز سېلابوتونيک سيستم له مخې "وزن" ولري، هغه ازاد شعر دى او پښتو شعر دى.

دا دى دلته د گړني او ليکني پښتو شعر غوندې د اوسني ازاد شعر بېلابېلې ډلې او بېلگې تر سپړنې (شرحې) شننې او سکښتنې  (تقطيع) لاندې نيسو:


بېرته شاته

كـــــور
نوې ژبپوهنه
پښويه(ګرامر)
ليکلار
وييپوهنه
سيند(قاموس)
بدلمېچ(عروض)
پښتواوپښتانه
کړنيزه ژبپوهنه
نوې ادبپوهنه
شعري ځېلونه (ژانرونه)
نثري ځېلونه
کر ه کتنه
غبرګون
خبرتيا او ګوزارش
پیِغامونه
ليکونه
انځورونه
كــــور  ::   دپوهاندزياراندوژوند  ::   خونديځ(ارشيف)  ::   کتابتون  ::   اړيكي