څانګيزه ژبنۍ او ادبي او بپاڼه  
  www.zyar.net  
 
 
  اړيكي کتابتون خونديځ(ارشيف) دپوهاندزياراندوژوند
 
نيوليک
 نېټه : 08.08.2011 |   ليكوال : پوهاند دوکتور مجاور احمد زیار     چاپي بڼه
لومړی: نيم ازاد شعرونه

 ١) ازاد  کالبونه

 

 دغه راز شعرونه، که گړني ډولونه او د لرغوني پېر (له امير کروړه تر ارزاني) په پام کې ونه نيول شي،د شلمې پېړۍ له نيمايې راهيسې پيل شوي دي او د لومړي ځل لپاره يې له زړو کلاسيکو دوديزو شعري ځېلونو (غزلو، څلوريزو، دوييزو، بوللو، پېنځيزو، شپږيزو او اووييزو...) سره يوه بريد ليکه راکښله او د اروپايي "سپين" شعر غوندې يې مسرې لنډې او اوږدې کړې او يوه نيمه قافيه يې د بندونو په سر و پاى کې کارول کېږي.

دا دى دلته د لايق له "يادونه او درمندونه" (٤-٢٢٣ مخ) د ازاد کالب څو غورې بېلگې را اخلو:

غوږو کې مې شرنگېږي بيا نغمه د نوي جنگ.

ته گوره دا به څه وي!

يا مينه لېونۍ شوه

(يا) کتنه ځنډنۍ شوه

راغلي مې په زړه کې ارمانونه په غورځنگ.

رگو کې مې خوځېږي د جانان د حسن څړيکې

زما په وينو ليکي

پيغام د نوي ژوند

زه اخلمه ترې خوند

وږمه د يار د څڼو خوښوي زما پالنگ.

بېگا په مدرسه کې ملا وتاړه کتاب

را وايې خېست رباب

پر بزم باندې سم شو

له رند سره محرم شو

زاړه يار پر سر راواړول د نوې مينې بنگ.

رټلى اسوېلى مې اوس د يار پر مخ لگېږي

صورت مې ټول رپېږي

څرخېږم له مستۍ

لاهو مې کړه بېړۍ

را رسي په بوسو کې د ژوندون نوى آهنگ؛

... پر مخه راغله جاپانۍ نجلۍ،

سپينه هيلۍ نجلۍ.

ودرېده مسته

ما سلام ورکه په خندا شوه نجلۍ،

په کټه ها شوه نجلۍ.

ماته شوه شاته،

په تبسم يې راته وويل "کوني چيوا"

"د وزويو روشيکر"

له خندا ورانه شوه...

ما ورته وې په رب که پېږم نجلۍ،

بدمرغه کېږم نجلۍ،

په ځان پوهېږم (نجلۍ).

د پښو پر څوکو شوه رهي هوسۍ،

د جزيرو هيلۍ،

زه شومه پاتې...

د مخ په لمر يې ورېځې راغلې د غم،

سترگې درياب شوې د نم،

له ژړا ورانه شوه...

ما ويل پوه شوم لږ ستنه شه نجلۍ،

يه زما ښکلې شهۍ!

دې ويل "اى اى اى".

(هماغه اثر ٢٦ ٢٠٨ مخ)؛

... په دې تيارو کې،

په اوږدو شپو کې،

په دې غمو کې،

اندېښنو کې...

زړه ته مې رسي يوه نوې دمه،

روښانه ښکاري د سبا بڼه.

(هماغه ١٦٧).

... چې راوي په کم خمار شي

د نوښار لنډۍ کې کم

سينده څه، سينده بهېږه!

سينده څه، سينده بهېږه!

د هر سيند وي خپلې لارې،

هر يو خپل کور ته روان دى.

د هر يو خپلې دشوارې

زه (ځه) چرې چرې شه اور

چې دې غاړې شنه پټي شي او باغچې او چمنونه.

(د غني کليات، ٤٢٣ مخ).

... دا مې اوښکې ورټې ورټې

راخوټکېږي او بهېږي

د لېمو له سر چېغو نه

پر بارخو باندې مخ کښته

که بهير دى رانه لېږدي د نيمگړو ارزوگانو!

دا زما بېلتون ځپلې،

ارمانژلې،

ځورېدلې...

سر تر پاى ناکامه مينه

اوبو وړې شانې هيله

په ارمان د يوه څرک د چا د مخ د رڼاگانو!

(سوزونه او سازونه، ١١٤).

... گرځوي مې

چورلوي مې

لالهاند و لولنگر

پر ميرو د بېلتانه او

د شهيدو تاند لبانو

ارمانو پر هديرو

د اسرو په کربلاوو

د لرغن ويرژلي ژوند

دغه ستا نارامه سينه

دغه ستا اواره مينه

(هماغه ١٨١)؛

... يه زما گرانه وطنه

ته زما يې او زه ستا يم

ته ډيوه ډيوه ډيوه

زه پتنگ پتنگ پتنگ

له هر څه يم بې پروا

مست په مينه يمه ستا

ته مې شته ته مې هستي يې

ته مې پت يې ته مې ننگ

(محبوب سنگر: زوږ، ٦٨)؛

... ملالې سترگې

لنډې يې څڼې

سرې پستې شونډې

ښکلې مخوله.

... ليندۍ يې وروځې

باڼه يې غشي

سره بارخوگان يې

غټ غټ تيونه

(هماغه اثر، ٧٧)؛

... زه هم شاعر يم شاعر

يو رنځېدلى، کړېدلى شاعر

يو ځورېدلى، سوځېدلى شاعر

يو دردېدلى شاعر

غمو خوړلى شاعر

(هماغه ٨٣)؛

... زما پر وچو شونډو

پر دې سپېرو خزان وهلو پاڼو

د وينو شعر لکه بېباکه نسيم

اوړي را اوړي او چلېږي پسې

او دا شرقي ذهن مومي

لکه د سرو گلو رنگينه باغچه

لکه شنو يادونو نه تشېږي پسې

(کاوون: سپرغۍ، ١٤٨)؛

... زموږ د خلکو د غورځنگ

غږ پورته شوى

په وړاندې ځي

په وړاندې ځي

په وړاندې ځي

په وړاندې ځي دغه کاروان

په سختو لارو کې روان

د تورتمونو پيروان

هر قدم غواړي امتحان

د همتونو او د جنگ

(خاموش: مزلونه مزلونه، ١٠٦)؛

... له يمانه تر امانه

له خپل واک تر جمهوريته

چاته نه يې تسليم شوى

ازادي دې خپل قانون دى

تل په وياړ يې اوسېدلى

سرلوړي دې ټول ژوندون دى

(رفيع: د جمهوريت وږمې ٣٤)؛

نه به خوب،

نه به شوخي شم...

نه به شور،

نه به مستي...

نه به ناز،

نه کرشمه شم...

نه په کنج،

نه به مکېز...

نه به شوق،

نه به خندا شم...

نه سترگک،

نه به ادا شم...

نه به مى،

نه په غمزه شم...

نه نشه،

نه به خمار...

نه په اوښکه،

نه ژړا شم...

نه په رم شم

نه به تراه...

نه به مېشت لکه رانجه شم، ستا د سترگو په ککو کې!

... (وينه او مينه، ١٠١- ١٠٢)

د کړکۍ هېنداره ښيي

د بڼ بڼه الوتې

ترې ماليار دى لېږدېدلى

نه گلان شته نه خاجوڼي

له هر څه وتلې سا ده

نه ښورېږي نه کښېږي...

(سوزونه او سازونه، ٣٤)؛

ورپسې نور بندونه هم پر همداسې ورته قافيه لرونکيو دوو مسرو پاى ته رسي

دا وږمه د پسرلي ده

که د نوي ژوندون سا ده

تش گوگل ته ددې ځمکې

که دى زېرى غرو رغو ته

وچ چمن سپېرو باغو ته

د غاټولو سرو گلونو

چې ټوکېږئ نن سبا

چې غوړېږئ نن سبا...

(هماغه ٤٦)؛

لمبېدلى

رنگېدلى

په سرو اوښکو

د ځبېښلو

په سرو وينو

د سرتېرو

د هېواد د شهيدانو...

(هماغه اثر، ١٦٨)

ستا د سرو شونډو د شعر

د وييونو د گلپاڼو په رگ رگ کې

سره د وينو

د مينو ارمانونو زما ناڅي

(اور او وينې، ١٤٥)

ددې شعر نور بندونه هم په ورته قافيه پاى ته رسي؛

تېره به دا شپه شي او رڼا به شي

بڼه د وطن به شي بدله په خندا به شي

را به شم صنم زما

محوه به شي غم زما

درد زما ماتم زما

څه چې استبداد راځنې وړي دي زما به شي.

شپه ډېره تېره ده لاره ټوله کږلېچونه دي

هر قدم خطر دى، هره لوېشته کې دامونه دي

دا لاره مزل غواړي

جنگ غواړي تکل غواړي

منډې او يرغل غواړي

هغو به پرې درومي چې پاخه يې ايمانونه دي

(کاوون سپرغۍ، ٩ مخ)؛

وطنه

ستا گلونه

او ستا د دښتو اغزي

سپېرې ډبرې خړې لوټې، لمر وهلې دښتې

او بې پروا بادونه

د ستر امو او اباسين ستم شکنه څپې

او د هلمند د توپاني څپو بېباکه سرود

باد و باران، برېښنا او تندر و څپاند سيندونه

(هماغه ١١)؛

 

يه ښکاري اشنا

درته سلام کوم!

پرېږده چې دا سپينې مرغۍ والوځي

لاړې شي جوړې جوړې گلونه شي

ښکلې شي، ښايسته شي، امېلونه شي

واخلي په وزرونو کې تنکي بچي

وموښي سينو کې گلالي بچي

سپينې سرې مښوکې زرکني بچي.

پام کوه!

پام کوه ماشې ته گوتې مه وروړه!

... (ننگيال: هغه شېبې هغه کلونه، ١٣٥)؛

يارانو گورئ،

له تندې مرمه،

د ساقي خوا کې،

د مينا څنگ ته.

هېڅ نه پوهېږم،

دا ويرانه ده، که ميخانه؟

ورپسې نور بندونه هم په ورته قافيه واله مسره پاى ته رسي (خزان: د سحر په غېږ کې ١٢ مخ).

دلته زندان دى زندان

اسمان يې ووړ دى ووړ دى

پکې څو ستوري ښکاري او سترگکونه وهي

واړه ځلېږي او موجونه وهي

(محبوب سنگر: بنده کړيکه، ٥٧)

خلکو ته

وطن ته

انقلاب ته به د کار هيله،

پالم به يې،

 گالم به يې،

سخته د ايثار مينه.

دا(ها) چې له دردونو وچو دښتو او له غرونو راوتلې ده

(خاموش: مزلونه منزلونه ٩٣-٩٤).

د کښېنيو شاعرانو په استازۍ د اجمل خټک او ډاکتر امين الحق امين د ازادو کالبونو په بېلگو بس راوړو:

له يو ملا نه مې تپوس وکړلو

ما وېل ملا صاحب جنت به څه وي

هغه په گېډه لاس واهه ويل يې:

"تازه مېوې او د شودو رودونه"

خوا کې کتاب ته يو طالب ناست وو

ما وېل ته به پکې څه ووايې؟

د زلېخې کتاب يې پټ غوندې کړ

وې چې "ښايسته حورې او شنه خالونه"

(د غيرت چغه ٥٥)؛

دا يو مضبوط دېوال،

چې له صدو نه ولاړ،

چې له مودو نه ولاړ،

دا د غلام په وينه،

هم په هډوکو د ده،

د ده پخڅه خوشته (خيشته) شوه

د ده رده پخه شوه.

(امين الحق امين: ٧٦ مخ).

د نويو او نيم ازادو کالبونو په لړ کې "يو ډول شپږ کړييزې" هم لږ و ډېرې دود شوې دي. داسې چې لومړۍ څلور مسرې يې يوه څلوريزه جوړوي او وروستۍ دوې يې همقافيه راځي، لکه:

دا نسيم د پسرلي دى،

که الهام د نوي ژوند دی!

دا اواز دى د بلبلو،

که پيغام د نوي ژونددی!

د سپين غر له ننگرهاره،

له کونړ همېش بهاره!

(وينه او مينه، ٢١)؛

ستا لويه گېډه ډکه له زهرو

پکې پرته ده د خلکو وينه

زما په سر کې د ښکلو عکس

زما په زړه کې د انسان مينه

که دا هم ته يې دا دې اسلام دى،

زما نو دواړو ته بس سلام دى!

(اجمل خټک: ژوند او خوند، کابل ١٣٦٦، ٢٣).

اجمل خټک دغه ډول ته نوره هم پراختيا ورکړې، داسې چې لومړۍ مسرې يې يوه څلوريزه جوړوي او څلور نورې يې درېييزې. (وگورئ هماغه اثر).

د رحيم مجذوب "پښتون ته خطاب" بيا په ځانگړې توگه د دې لړۍ له ښکلو بېلگو څخه گڼل کېږي چې دومره پر ياد راپاتې ده:

((... تا ليدلی خوشال خان دی، زه ليدلی همايون يم

ته پښتو يې، زه پښتون يم، ته پښتو يې، زه پښتون يم...))

د ليکونکي د دا راز نيم ازادو، يا مونډيو شعرونو په لړ کې "زنداني کارگر ته" (زنداني نغمې، ٦١ ، "نوې نړۍ" (سوزونه اوازونه، ١٠٤)، "مين ارمانونه"، "ماته گران دى هېواد"، "سره رپيه د افغان"، "اواره مينه"، "د ويمار سهار"... (هماغه اثر)،"ښاڅ" او "اتلان نه مري" (اور او وينې، ١٤٥ او ١٦٠ مخونه) او د کاوون توفاني "د وينو شعر" (سپرغۍ، ١٣٧) د يادونې وړ دي. ننگيال، پيوند... او نور  نوښتگر شاعران هم لږ و ډېرې ورته بېلگې لري. 


بېرته شاته

كـــــور
نوې ژبپوهنه
پښويه(ګرامر)
ليکلار
وييپوهنه
سيند(قاموس)
بدلمېچ(عروض)
پښتواوپښتانه
کړنيزه ژبپوهنه
نوې ادبپوهنه
شعري ځېلونه (ژانرونه)
نثري ځېلونه
کر ه کتنه
غبرګون
خبرتيا او ګوزارش
پیِغامونه
ليکونه
انځورونه
كــــور  ::   دپوهاندزياراندوژوند  ::   خونديځ(ارشيف)  ::   کتابتون  ::   اړيكي