څانګيزه ژبنۍ او ادبي او بپاڼه  
  www.zyar.net  
 
 
  اړيكي کتابتون خونديځ(ارشيف) دپوهاندزياراندوژوند
 
نيوليک
 نېټه : 08.08.2011 |   ليكوال : پوهاند دوکتور مجاور احمد زیار     چاپي بڼه
٢) مونډي شعرونه

 مونډي (يا سر پرېکړي) شعرونه، هغو نيم ازادو شعرونو  ته وايي چې قافيې ونه لري او نور مسره ييز او سېلابوتونيک انډول يې سره برابر وي. دا ډول شعرونه د قافيه ماتوونکي او ازاد شعر له لومړنيو بېلگو څخه گڼل کېږي، مگر دا چې د مسرو، خجو او څپو د يو برابر انډول له کبله ورته بشپړ ازاد نظم يا شعر ويلاى نه شو، نو سم له لاسه پرې د "مونډي" نوم ږدو، لکه واخلې، د صاحبزاده ادريس، امين الحق امين، ايوب صابر، د سايل، ساهو، کاروان... ځينې بېلگې؛ د عبدالرحمن پژواک (کليمه داره روپۍ د ١٣١٧ کال ليکنه) او يا د بهاوو الدين مجروح د ځانځاني ښامار او راوروسته د نورو ټولگو ځينې برخې، چې البته زياتره يې د څپو د شمېر له پلوه ټاکلي (څلور مسره ييزې، اته مسره ييزې، دولس مسره ييزې او شپاړس مسره ييزې مسرې) ډولونه لري او په دې توگه يې زياترې بېلگې په ازادو کالبونو پورې اړه نيسي. د اوسنيو ازادو شعرونو په ترڅ کې هم دلته او هلته ځينې مونډۍ بېلگې په سترگو لگي، لکه:

يو د مني مازيگر دى،

يوه د مينې ننداره.

د يانوش خزاني ونې،

لکه څلى د سرو برېښي...

(سوزونه او سازونه، ١٩٧)؛

 

لمر وو، نوى څرک وهلى

د درو او غرو له څنډو

پلوشو يې برېښولې

لکه زر واورينې څوکې...

(هماغه اثر، ٢٢٣)؛

 

- بيا د گلونو پر نازکو شونډو

زموږ د کور پر خوا يو زوږ راځي

بيا د ساقي د سرو پيالو په کړنگ کې

د دغې ورانې دنياگۍ پر لېمو...

(خالق رشيد، يو ناچاپ شعر)؛

او داهم د استاد شپون(برېښليک١٣-٢-١٠) د يوه اوږده شعر((درقد)) لومړي دوه بيته:

ستا پر قبر به لاله زرغون وي   

 خو زما دا خبره مه هېروئ

چې هلته لرې د سيندونو غېږ کې

                                            يو تور ځنگل دی د اغزنو ونو... .


بېرته شاته

كـــــور
نوې ژبپوهنه
پښويه(ګرامر)
ليکلار
وييپوهنه
سيند(قاموس)
بدلمېچ(عروض)
پښتواوپښتانه
کړنيزه ژبپوهنه
نوې ادبپوهنه
شعري ځېلونه (ژانرونه)
نثري ځېلونه
کر ه کتنه
غبرګون
خبرتيا او ګوزارش
پیِغامونه
ليکونه
انځورونه
كــــور  ::   دپوهاندزياراندوژوند  ::   خونديځ(ارشيف)  ::   کتابتون  ::   اړيكي