څانګيزه ژبنۍ او ادبي او بپاڼه  
  www.zyar.net  
 
 
  اړيكي کتابتون خونديځ(ارشيف) دپوهاندزياراندوژوند
 
نيوليک
 نېټه : 08.08.2011 |   ليكوال : پوهاند دوکتور مجاور احمد زیار     چاپي بڼه
٣) کېنتوز او سانت

 د (کېنتوز) يا (سانت) په نامه  دوه شعري ډولونه چې ښاغلي هاشم بابر د اروپايي شعري ډولونو په نامه، له يو ټاکلي شمېر څوارلسو اووه څپيزو او اته څپيزو مسرو سره په پښتو کې ازمايلي او څو ټولگې يې ترې رغولې ، کوم نوى ازمېښت يا نوښت بلل کېداى نه شي، بلکې د اروپايي ((سپين blank verse)) او زموږ د ((ازاد شعر)) په لړ کې، له لږوډېرو قافيو او رديفو سره د قافيوال او (( مونډي شعر)) يوه گډوله برېښي،

 کېنتوز يې، لکه:

وړاندې هم يوازې وم

وروسته هم تنها شومه

هر ځاى کې تالا شومه

هر ځاى کې تالا شومه

هر څه مې که خوښ شولو (هر څه کې دوکه شومه)

نه څوک راسره شولو

نه زه (له) چا سره شومه

ته له ښاره لاړلې

زه هم پر بيديا شومه

تم رانه جدا شولې

زم درنه جدا شومه

دغسې ژوندون کې زه

دغسې لگيا شومه

 

او دا يې هم د سانت بېلگه:

دا هستي زما هستي ده

او که ستا د سترگو عکس دى

دا مستي زما مستي ده

که دا ستا د حسن رقص دى

گنې ځان چې ځان کې گورم

په تياره کې تالا کېږم

خپله سا راته بلا شي

له وجوده يې بوږنېږم

(دا چې دا خو زه يم)

دا زما د هستۍ راز دى

دا زما د جنون پوهه

دا زما بېوسه چيغه

دا زما او ستا يووالى

د ازل شته شوى ساز دى

(زرين انځور، ژوندون، ١٩- ٢٠ مخ - د ١٣٦٢ پېنځمه گڼه؛ همدا راز د رحيم مروت، د ((دار الاوهام)) اړونده سريزه هم پاموړ ده ). 


بېرته شاته

كـــــور
نوې ژبپوهنه
پښويه(ګرامر)
ليکلار
وييپوهنه
سيند(قاموس)
بدلمېچ(عروض)
پښتواوپښتانه
کړنيزه ژبپوهنه
نوې ادبپوهنه
شعري ځېلونه (ژانرونه)
نثري ځېلونه
کر ه کتنه
غبرګون
خبرتيا او ګوزارش
پیِغامونه
ليکونه
انځورونه
كــــور  ::   دپوهاندزياراندوژوند  ::   خونديځ(ارشيف)  ::   کتابتون  ::   اړيكي