څانګيزه ژبنۍ او ادبي او بپاڼه  
  www.zyar.net  
 
 
  اړيكي کتابتون خونديځ(ارشيف) دپوهاندزياراندوژوند
 
نيوليک
 نېټه : 08.08.2011 |   ليكوال : پوهاند دوکتور مجاور احمد زیار     چاپي بڼه
٤) هايکو (Haiku)

 هايکو تر بل هر بهرني نيم ازاد  شعر په دې وروستيو کې زموږ له دې سره ښه ترا اړخ لگولی او غوره يې بيا دا چې ډېرو، په تېره برو شاعرانو له خپل څپيز- خجيز تول وتال سره برابره کړې ده. په لومړيوکې د لرې خوا ځينو ((ناظمانو)) د عربي وييونو(رياح، ناف، رقاص...) په مټ کورټه مصنوعي بڼه ورکوله. ليکوال په يوه کره کتنه کې د قاسم محمود(بنوي)  د هايکوگانو ((لومړۍ پښتو)) ټولگه په دې لاسوند تر نيوکې لاندې نيولې وه چې پښتو او جاپاني غږپوهې سره ځمکه او اسمان هومره توپير لري او که شعر هرومرو د دغه شعري ځېل پېښې کوي، په کار ده چې له پښتو څپيز- خجيز رغښت سره سمون ورکړشي.

 بيا چې ځينو پرې لنډۍ را ننگوله، په بله وينا، تر لنډۍ يې هم راباندې ډېره درنه خرڅوله، نو د (( ټپيزې)) سوچ را پيدا شو چې گوندې  له هايکو څخه د پېښاووانو پام دې خپل نيم وگړنی- نيم ادبي ځېل ته راواوړي.؛ ځکه هايکو هم د جاپانيانو همداسې يو شعري ځېل دی او زياتره د ليکلوستوالو پنځونه ده. اوس چې د نړۍ تر گوټ گوټه رسېدلې، نو د يوه نړيوال شعري ځېل په توگه يې جوړوونکي بياهم زده کړه وال، په بله وينا، ليکوال او شاعران دي. په هغه هېواد کې يې مخينه تر١٦مې پېړۍ پر شاځي، خو تر نولسمې پېړۍ ، نه دومره دود وه او نه دومره زياته پاموړ.

 دا يو لنډ شعر دی چې په انځوريزه ژبه د يوې طبيعي يا موسمي تجربې خيال په شعوري بڼه لېږدوي او له انساني اکر بکر سره تړاو ورکوي.

په دې توگه پښتانه شاعران هم د ټپيزو له رادودېدو سره سره، د هايکو له سيالۍ هم را پر شانه شول او د اغلې غوټۍ خاورې په خبره ((مېلمنه څادري کوربنه شوه))، مانا دا چې په پای کې هم ټپيزې رادود شوې او هم هايکو راخپله شوه، هغه هم، د آر جاپاني رغښت د هو بهو راخپلولو پرځای چې ړومبۍ مسره اووه څپيزه وکاږي، دويمه پېنځڅپيزه او درېيمه اوولس څپيزه، په ټوله ماناراپښتو کړ شوه او گړ سره يې د يوه نيم ازاد شعري ځېل په بڼه د پښتو شعر يو ټوک وگرځېد. بلخوا، د دغه نيم ازاد يا مونډي ډوله (( درېيزې)) ځېل له رادودېدو سره زموږ د نوي- ازاد شعر بهير هم چټکتيا او پراختيا وموندله او ښايسته ډېر ناباندې قافيه وال او بيا غزلبول، لکه ((ح.زړه سواند)) يې دېخوا ته رامات کړل.

هسې خو ډېرې ښکلې ښکلې هايکووې راپنځول شوې، خوسم له لاسه يې پر دوو لاسته راغلو بېلگو بسنه کوو چې څپيز- خجيز توپير يې سره همدومره دی چې د لومړۍ درېواړه مسرې يوولس څپيزې دي او د دويمې بېلگې لومړۍ ( پايخجې) مسره لس څپيزه راغلې او ورپسې دوې نورې يوولس څپيزې:

چا راته وېل چې د سپرلي ورځو کې

هغه ترې لرې گرځي ساگو پسې

ځکه پټي کې مې شړشم وکرل

(د هزارې سيمې شاعر اسماعېل گوهر، نړۍ ٤/٣٢ گڼه)

                                            - - -

پر بام ناسته وه هلال کميټي

موږ يې په تمه وو چې مياشت به گوري

هغوی دوربين کې جينکوته کتل

(هماغه اخځ).


بېرته شاته

كـــــور
نوې ژبپوهنه
پښويه(ګرامر)
ليکلار
وييپوهنه
سيند(قاموس)
بدلمېچ(عروض)
پښتواوپښتانه
کړنيزه ژبپوهنه
نوې ادبپوهنه
شعري ځېلونه (ژانرونه)
نثري ځېلونه
کر ه کتنه
غبرګون
خبرتيا او ګوزارش
پیِغامونه
ليکونه
انځورونه
كــــور  ::   دپوهاندزياراندوژوند  ::   خونديځ(ارشيف)  ::   کتابتون  ::   اړيكي