څانګيزه ژبنۍ او ادبي او بپاڼه  
  www.zyar.net  
 
 
  اړيكي کتابتون خونديځ(ارشيف) دپوهاندزياراندوژوند
 
نيوليک
 نېټه : 08.08.2011 |   ليكوال : پوهاند دوکتور مجاور احمد زیار     چاپي بڼه
بشپړ ازاد شعرونه

 ١) هغه ازاد شعر چې مسرې يا بېلا بېلې برخې يې په لومړۍ خجنه څپه پيلېږي:

 

- تېر به شي

دا منى نور،

را به شي څړمنى نور،

وبه چلي سا

په مړو رگو کې

د گلپاڼو

د سرو گلو

د گلبڼ

د برم ويلاړ زما

(اور او وينې، ٢٢ مخ)،

دا پاس بند پر دوو مسرو وېشنه مومي لومړۍ له درو ټوټو جوړه ده او دويمه له شپږو يا په بله وينا لومړۍ درې ځايه شوې او دويمه شپږ ځايه؛

- وتره ده

نن وتره ده د ذهن کرونده زما

وتړه ملا وتړه مالياره نن

وکره څه وکره

نه چې د غرض خاوند

زما په وتره ذهن کې

تخم د شک وکري

(خزان: د سحر په غېږ کې، ٤٨ مخ)،

د پاس شعر لومړۍ مسره له درو، دويمه له دوو، درېيمه له يوې، څلورمه له دوو او پېنځمه (وروستۍ) له يوې ټوټې جوړه ده؛

 

- بيا مې د هوس د وچو شونډو پر پترو باندې

تاو د تبې راغى

ما وېل وسومه

ځکه مې په زړه کې د تيارو دنيا خوره شوله

ته چې له باغوانه لرې لرې شوې

پاتې په بيديا کې شوې

اوس به نو په سرو وينو

سرو سترگو ژړا سره

چا وويل چې ته راځې

زه دې پسرليه له گلانو نه

پوه شه (د انسان د وينو بوى اورم)

مه راځه تر څو چې له باغوان سره يوځاى نه شې،

هلته چې يو ځاى شوې

پسرليه له باران سره،

ستا به د لمنې سره گلونه

د هغه سپينو لاسونو د تڼاکو په اوبو باندې،

ووينځل شي،

پاک به شي...

بيا به نو زموږ د ولسونو پسرلى راشي(آر: به شي)،

ستا به په وږمو سره،

شي زموږه  د سپېرو شونډو للمي پترې

اوبه (به) شي

گل به شي وطن زموږ

 سور به وي چمن زموږ

مينه وي دنيا دنيا

خوند به دې وږمو کې وي

خولې به وي خندا خندا

هله به سپرليه زموږ زړونو ته ډېر ښه راځې!

(فاروق فردا: د گلپاڼو پرخې، ١٤٣- ١٤٥ مخ).

دغه  پاس شعر له آره په لومړۍ خجنه څپه پيل شوى او پاى ته رسېدلى دى. که دلته هره جلا ليکل شوې ټوټه په لومړۍ څپه کې خج ونه لري، له تېرې ټوټې يا ټوټو سره په يوه يوازېنۍ مسره کې راځي او ځانته جلا مسره جوړولاى نه شي.

دا هم يوه بېلگه چې هره مسره يې په لومړۍ خجنه څپه پيل شوې ده:

- مه وژنه

ما مه وژنه،

زه يم بېگنا ماشوم،

زه د فلسطين يتيم،

زه د دير ياسين يتيم،

زه يم د صبرا يسير،

زه د شطيلا يسير،

تا بې پلاره کړى يم،

تا بې موره کړى يم،

تا بې کوره کړى يم...

يه ازار گټليه،

يه مختور نتليه!!!

مه وژنه،

ما وژنه...

(سوزونه او سازونه، ٢٥١ مخ٧-٧-٦١ل)؛

 

- کله چې راورسې

                                                                    تر وره پورې،

شي دې بيا لاسونه

                                                                  د دعا پرتم!

سترگې دې

                                                                  ويرنې بيا

                                                                                               د سوي ايره شوي ښار...

(زما نړۍ،٦٧مخ ٣٠-٦-٩٤)؛

- تلو دې ددې خلکو خندنى کړمه،

تلو دې بيا له سره لېونى کړمه،.

تلو دې پر زړه وويشتم،

زخمي يې کړم

نتلى او ناخواله

لکه تل...

(اصف بهاند: ژوندون، ٦٦ دويمه گڼه).

٢: هغه ازاد شعر چې لومړى خج يې د هرې مسرې پر دويمه څپه راځي او د نورو ډولونو غوندې ورپسې خجونه درې درې څپې وروسته راځي، بېلگې يې په لاندې ډول دي:

- ما وليدله سپينه

خوځېدله

د اسمان په اننگو کې،

چا ويل د ورېځو مور ده اوس به وژاړي په کوکو،

نه پېغله ده د لمر تر سيوري لاندې

چې اورښت يې خرڅولو.

(فردا: ٢-١٥١ مخ)؛

 

- په کور کې،

په کار کې،

- په کلي کې،

په ښار کې...

که هر چا سره ناست يم،

له هر چا سره ناست يم،

که ځم په کومه لار کې،

ته ما سره ملگرې،

زما وينه کې گډه،

زما روح و روان يې

(خاموش: ١١٥ مخ)؛

 

دا ستا د سپېڅلتيا د کليسا له کنگرو نه،

زما د پاکې مينې

د برخليک بېگناهي انگازه کېږي...

څنډونه د ايمان د لمر د هسک مې،

وړانگن په پلوشو د سرکو وينو،

چې الوځي د سا په بدرگه مې،

د نور د ابدي جنت پر لوري...

زما له وچه هډه،

زما د مصلوب پژي له رگ رگه.

                                            / / /

نو،

مه تويوه اوښکې

ورټې ورټې

گرانې مورې،

زما په وير ويرژلې،

"سپېڅلې" درنې مورې!

                      / / /

زه وينم

چې را درومي دې له عرشه،

د نمانځنې، د وياړنې،

د امن و ډاډېينې پرښتې مبارکۍ ته!

او

ږدي دې پر زخمي مورني زړه باندې،

پټۍ د لورېينې!

(گلولې١٦مخ١١-١٠-٦٦ل).

٣: هغه ازاد شعرونه چې تر اوسه په درېيمه خجنه څپه ويل شوي دي، د ديواني قافيه وال هغه غوندې ډېرۍ برخه جوړوي او دا خبره د هېښتيا په دې نه ده چې ازاد شعر ليکونکيو لومړى ځل زياتره د همدغو ديواني شعرونو تر اغېز لاندې له قافيه والو شعرونو څخه راپېل کړې او تر يوه اوږده کړاو او پړاو وروسته يې ازاد شعر ته مخه کړې ده او څنگه چې خج د پښتو شعر لومړى بنسټ جوړوي، نو دوى يې هم زياتره هماغه درېيم دريځ په پام کې نيولى او يا په بله وينا، په نيم آگاهانه توگه يې پر دغه دريځ ډېر زور اچولى دى. هر گوره څلورم دريځ يې په دويمه او لومړى دريځ يې په درېيمه پوړۍ کې راځي، مگر دوې هغه يې، لکه پاس يې چې بېلگې راوړل شوې، بېخي کم ليدل کېږي. د دې لپاره چې په درېيمه خجنه څپه پېلېدونکي ازاد شعرونه خورا ډېر دي، نو د رنگارنگۍ په پام کې نيولو سره يې لنډې لنډې بېلگې را اخلو:

نرۍ لار زموږ له کوره،

د شنو (شوو) په ځنگل کې

د پستو وښو له پاسه

ان تر سينده رسېدله.

تروږمۍ وه

يو څو سيوري راپسې شو،

زموږ له کوره تر گودره

(پيوند: سيلۍ، ٣٩ مخ)؛

- دلته سوړ د زړه نغرى وو

د زړې ايشيا گوگل کې.

د سړو سړو سيليو،

د ناخوالو،

ناتارونو،

د نادودو،

ناورينونو.

(هماغه اثر، ٢٠٦ مخ)؛

- پرېږده پرې

سوى ستي شم،

لولپه مکوټ الوى،

په اورو کې،

انگارو کې،

په لمبو کې

دوزخو کې

د سرکښو گناهونو

(زنداني نغمې٤٠)؛

- څومره وياړ و سر لوړي ده،

د هوډونو،

د سرو اوښکو په سرو پرخو،

د سرو هيلو د گلپاڼو مخ پرېونه...

(سوزونه او سازونه، ٢٦٤ مخ١١-١٠-٦١)؛

له ورتېرو بېلگو سره د دغې بېلگې توپير دا دى چې دلته پر څلور څپيزو او اته څپيزو مسرو سربېره وروستۍ هغه دولس څپيزه راغلې ده. د دغه شعر د نورو بندونو وروستۍ مسرې يا دولس څپيزې دي او يا هم ان شپاړس څپيزې دي:

- ازاد شعر دى هماغه،

چې ازاد وي

د زړو او د پردو ړندو پېښو له بنديزونو.

 ماتې کړي زولنې د قافيو،

او اتکړۍ د رديفو او د رويو،

راوتلى له زندانه د عروضو د خليل بن احمد.

 نه بېځاى زړې پېښې د ميا شرف او

 "جزئيات" د بهايي او

 يا چټي خوشې خوارۍ د بې گودره "سمندر" د بدرشو...

(اور او وينې، ١)

پاس بېلگه په يوه اوږده شعر اړه لري چې د مسرو رنگارنگي پکې يو څه زياته ليدل کېږي، څلور څپيزې، اته څپيزې، يوولس څپيزې، دولس څپيزې، شپاړس څپيزې او نولس څپيزې دي؛

- اوه

چې څومره ده اوچته،

اوه

چې څومره ده گرانبيه،

ستا د مينې وينې بيه،

د بې بډ ښايست ښکلا،

د واده د ولور بيه...

چې يې نه شي اداينه،

په هېڅ توگه پوراينه،

په هېڅ ډول بساينه!

(هماغه ١٦)؛

په دغه پاسنۍ شعري ټوټه کې دا ټکى د پام وړدى چې د (اوه) يا (او) غوندې يو څپيزې ټوټې يوازې په هغه ډول کې خپلواکې مسرې کېداى شي چې شعر په لومړۍ خجنه څپه پيل شوى وي، مگر په دغه اوسني ډول او دوو نورو (په دويمه او څلورمه خجنه څپه پيلېدونکيو) ډولو کې دغه ځانگړې يو څپيزې ټوتې بايد له مخنۍ يا وروستنۍ ټوټې سره د يوازېنۍ مسرې په جوړونه کې برخه واخلي؛

- د کړنگ ژمي سړه شپه ده

بربر خېژي د پنډغالي د کېږديو

د سړې سيلۍ له کوکو او شور ځوږه

چې راځي له ارتو ويړو سپېرو دښتو

پر اوږو د تورو خاورو، زږو شگو بړبکيو...

(هماغه ٨٢)؛

 

- درېغه درېغه

                                                 چې نور نه سپړي گلونه،

گلغوټۍ دې د موسکاوو

                                                                  د ښايست د سباوون په نارنجباغ کې...

(نوې پېړۍ او نوې زرۍ٤١ مخ٩ -١٢-٩٧ز)؛

 

- ستا د سترگو د ککيو د هېندارو

                                                              په رڼوب کې،

په زرگونو انځورونه د هستۍ

                                                             پر ځلېدو دي...

(هماغه ٧٤-٧٥)؛

دا لاندې شعر تر پايه له څلور څپيزو، اته څپيزو او شپاړس څپيزو مسرو څخه رغېدلى دى. په دې بېلگه کې ښه ترا جوتېږي چې نه يوازې د څپو کمى زياتى کوم نقش لري او نه يې لنډوالى او اوږدوالى، بلکې همدا خجونه دي چې د څپو شمېر د ځان اړوندوي او هغه دا چې تر لومړي خج وروسته چې خپل خوښى (اختيار) دى، نور ورپسې درې درې څپې وروسته راځي او څنگه چې تر لومړني خج دمخه له يوې نيولې تر دريو ناخجنو څپو راتلاى شي، همداسې تر وروستي خجن وروسته همدومره ناخجنې څپې راتلاى شي، يا په سرچپه توگه غورځېداى شي.

- يه څپانده سمندره!

مېړنيه، لېونيه!

ډک له شور و له غروره،

له سکونه ناخبره.

يه مين مدام پر تللو،

له يوې لورې بل لور ته.

ته د لمر سمندر وينې،

د اسمان پراخه غېږ کې،

د تيارو پر لور بهېږې؟

(عارف خزان: د سحر په غېږ کې، ٦٤ مخ)؛

ساړه باد پر مخ اخېستې،

خاورې، دوړې او خځلې.

رېږدوي څانگې د بوټو،

رژوي پاڼې د ونو.

(هماغه ٧٠)؛

 

ننگرهاره، ننگرهاره!

يه زموږه د ننگونو،

د پلرونو، د نيکونو.

يه د سرو گلونو باغه!

يه له سرو وينو نه جوړه

تا نه زر وار در واری شم...

(فردا: د گلپاڼو پرخې، ٦٣)

لا سنگر دى،

لا سنگر دى،

لا سنگر دى د برمونو،

لا سنگر دى د ننگونو،

لا سنگر دى د بريو،

د بريواو برياوو.

لا سنگر دى نه نړېږي،

ټينگ ولاړ دى نه غورځېږي...

(هماغه ٧)؛

 

- ستا خبرې مې

د ذهن په کوڅو کې،

د انگۍ غوندې خپرېږي،

تکرارېږي.

ته چې يو ځل

- مينه -

ياده کړې صنمه،

نو غبرگون يې اورم:

مينه، مينه، مينه!

(خاموش: ١٢٣)؛

- د کڼې دنيا په ذهن کې

- د شنو چغو کرښې کاږم

چې:

د سره تاريخ په پاڼو کې تلپاتې ترانې شي،

زمانو ته افسانې شي.

(کمال مستان: هېواد ورځپاڼه، ٢٣-٧-٦٦).

٤: هغه ازاد شعرونه چې تر اوسه په څلورمه خجنه څپه ويل شوي دي، تر مخني ډول  وروسته په دويمه ډېرښتي کچه کې راځي د يو څو شاعرانو لکه کاوون، ننگيال، فردا، خزان، خاموش، ياري، رشيد... زياته هڅه هم همدې ډول ازاد شعر ته ده، دلته داسې برېښي چې يو د بل تر اغېز لاندې تللي وي، که نه په دوديز ډول او بيا په ځانگړي ډول ديواني شعرونه زياتره په درېيمه خجنه څپه پيل شوي دي او د دغه بل ډول ډېرې لږې بېلگې ليدل کېږي او هغه هم زياتره په لس څپيزو څلوريزو کې. په وسمهالو شاعرانو کې اجمل خټک په نظمونو او نيم ازادو کالبونو کې لومړى ځل هڅه کړې ده.

بشر نويد يوڅه زياته ازاده بڼه ورکړې، لکه:

زما د سترگو د رنجو دوه لويې لويې لکۍ

زما د سر د وېښتو غوړه غوړه نېغه کرښه

زما پر غونډ مونډ سکڼي مخ باندې نرى خال

زما پر وروځه د خړپوسو د يو زخم خاپى

زما په زنه کې يو اوږد کوتى

زما اوږده او هسکه دنگه غړۍ

زه خپل تصوير د ماشوموالي گورم

(نويد: مشالونه، ١٤٧ مخ)

- دلته د مرگ د غرو رغو له کومي

- دلته د جنگ له جل وهلي ستوني

- لمبې فرياد د نوي ژوند راخېژي

- د مرگ پر گور د ژوند ډيوې بلېږي

- سوله پر جنگ پياوړې...

زه يم ژوندى مورې

(اور او وينې: ١٤٢)؛

 

يه سرغړانده

تورتمه پيره،

د ناورينونو

د ناتارونو.

مه نغاړه پښې مې

په زولنو کې د تورتمونو،

د سرو لالونو او مرجانونو د بهيرونو...

(هماغه اثر ١٥٣)؛

 

- پرې

                            چې دې ښکل کړم

                                                                                            دا لمرين لاسونه،

دا د لمر خدای ته

                                                                   پر دعا هسک،

                                                                                          دا دسپېدو د سپېدارو ښاخونه،

په لاسبري کې

                                                                 د ناپايه بوږنوړي تورتم...

(زمانړۍ٦٠- ٦٢مخ)؛

 

- هغوی

                    په ټوله تورزړۍ

                                             زما د بڼ د وروستي چوڼي

                                                                                    مرۍ ومروړله

او

     په خپل ټول وحشت يې،

                                          وروستۍ نغمه د ژوندانه

                                                                                     ورځنې وتروړله.

(هماغه٧٥)؛

 

- هغه مهال

 چې بېدياني گلونه،

په خزاني چوپتيا کې

                                                   ساورکوي،

او غر

                      د ښار د زړه تنگۍ

                                                        کيسې کړي،

زه

                      ستا د سترگو په ورشو کې وينم

                                                                             فال د سبا...

(هماغه٧٦- ٧٨)؛

 

- خدايزده

                              د شپې په کومه توره

                                                                   پولادي کلا کې

                                                                                          باد بندي دی،

چې نه يو څرک د کوم پيغام

                                                                                             نه د رڼا لگېږي،

او سوړ سمخ چاپېريال،

                                                                           کړي د تلپاتې ناورينو خبرې...

(نوې پېړۍ او نوې زرۍ٩٢- ٩٣)؛

- که زما وينې بهېدلې نه واى

که زما غوښې سوځېدلې نه واى

او که سينه مې په گوليو سورۍ شوې نه واى

او د ناکامه ژوند غوټۍ مې رژېدلې نه واى

نو دغه سره او ښايسته گلونه

دغه تنکۍ او نازولې غونچې

په دې سپېره بيديا کې

پر دې ښوره او سوځوونکې ځمکه

راټوکېدلاى نه شوې...

(کاوون: سپرغۍ، ١١٩)؛

- زه او ته

دواړه په گډه سره،

ولاړو د وينو پر لار.

شپه توپاني غوندې وه،

او لاره ډېره پاتې.

سړو سيليو وچو دښتو کې نڅا کوله،

ځنگل ډوب شوى وو د وېرې او سکوت په سين کې...

(هماغه اثر، ١٢٨)

زما پر وچو شونډو

پر دې سپېرو خزان وهلو پاڼو

د وينو شعر لکه بېباکه نسيم

- اوړي را اوړي او چلېږي پسې...

(هماغه اثر، ١٣٧)؛

- سحر اوچت شو

د تيارو لمن يې څيرې کړله،

او سپرلنيو وږمو،

د دې شينکي اسمان په دښتو کې

په سرو  منگولو،

باغ د نارنجو جوړ کړ.

او

د دې لوى درياب په غاړه کې

د حسن پر کور،

د شنو اوبو د سپينو سپينو آيينو له پاسه،

د سرو لمرونو

طلايي ماهيانو ولامبلې.

(ننگيال: هغه شېبې هغه کلونه، ١)؛

- زه به د شعر غوټۍ،

زه به د اوښکو گلان،

زه به مسرې د غزل،

زه به دا ماتې ماتې مړې مړې د زړگي خبرې،

دا ځورېدلې هيلې،

دا رټل شوې اسرې،

د پسرلي په مرمرينو اوبو ومينځمه.

(هماغه ١٢٣)؛

- د سبا سپين لاسونه،

په تورو تورو اتکړو کې د شپې،

هسې لا ښکېل پاتې وو.

چې لمر راوځلېده،

او اتکړۍ اوبه شوې،

د تورې شپې غوټه هم پرانېستل شوه!

(فردا: د گلپاڼو پرخې: ٧٠)؛

- شپونکيه وخانده او

ښه وخانده،

خانده ورشو کې له رمو سره دې

چې پسرلي کې يه شپونکيه

د خندا ورځې دي!

(هماغه ٧٩)؛

- زه د تورتم له غېږې

سوى سکاره، تندى مې مات او غاښ وتلى راغلم

سر تر پښو يمه په وينو کې سور

له ډېرې تندې خپلې وينې څکمه

(عارف خزان: د سحر په غېږ کې، ٢٣)؛

- زما د سترگو اوښکې

چې مې د زړه وينې دي

د خوږ جانان په نظر

څو د باران څاڅکي دي

(هماغه ٤١)؛

- د زمانې قاصده،

زما غږ ورسوه:

د دغې گردې دنيا،

د بشريت غوږو ته!

لکه سپېدې چې:

- د رڼا -

او د سبا د راتلو زېرى راوړي

پر دې ښوره او سوځوونکې ځمکه

دغه پاس بېلگه له اتو مسرو رغېدلې ده، د سر او د پاى هغه له دريو، دوو، او منځنۍ شپږ واړه له يوې ټوټې څڅه جوړې شوې دي. په درېيمه مسره کې (او) زياتي راغلى او د اتمې مسرې (زما) که يو څپيز ولوستل شي يا (تا) زيات شي، تول و تال يې پر ځاى کېږي او د نورو مسرو غوندې يې لومړى خج پر څلورمه څپه راځي.

زما د وريتې مينې سوې سينه

چې د چا ناز او د خندا په خاطر

د توپاني غم د لمبو تنور کې

تاوه راتاوه شوه او وريته شوله

ستا د نوښت د سمندر له تله

ستا د قلم د څڅوبي له ليکو

ستا د حساس له توپاني زړگي نه

د خپل پرهر د رغېدو په خاطر

د خپل ستي عشق د خوښۍ په اميد

دارو درمل غواړمه

دارو درمل غواړمه!

(اسماعيل يون، ناچاپ).

 

تا کې زما د شعر غوټۍ وخندل

تا کې حيا د پښتونوالې وينم

تا رپولې ده شمله د ځلمو

تا د وطن د ناوکۍ پر ټنډه

له خپلو سرو وينو نه خال ايښى دى

(صفيه صديقي: زما لوپټه)؛

 

- ما د سپېڅلې پاکې مينې له بڼ

راوړي تا لره ځولۍ گلونه.

بيا مې گېډۍ له سرو گلونو جوړې،

ستا په پټکي او خپل وربل کې ږدمه.

(هماغه اثر)؛

 

- زما شهيدو اوښکو

په سره ډولۍ په سره کفن کې مې نن

د يار د کلي پر لور

پکې دننه

نيمه خوا ناوکۍ

د اسمان حورې پر اوږو گرځوي

(هماغه)؛

 

- سمه ورانوه دا نيم ودانه ځاله

پکې پراته دي څو بې څوکه کوچني

مه سوځوه يې د اميد جونگړه

پکې ژړېږي بورې ورارې مېندې

(ياري، ناچاپ؛وروسته چاپ شو)؛

 

- آ د زردشت د کور لرغونى نغرى

پټ د باروتو په سکروټو کې سو

او د خيام د جام د شونډو پر سر

د وينو سره پتري له ورايه ښکاري

(هماغه شاعر)؛

 

- زه دې تصوير جوړوم،

د تصور په قلم،

د زړه د تخت له پاسه،

د محبت په گوتو،

پخپلو وينو باندې.

خو په دې نه پوهېږم

چې ستا مغرور ښايست ته،

د يو بېوزلي زړگي،

دا يو نيمگړى انځور،

وړه ډالۍ شي که نه!

(هماغه شاعر)؛

 

- پرېږدئ

چې دا ناغوړېدلې غوټۍ،

وږمې ته خوله پرانيزي.

لکه

پخوا په شانې،

زما د پاکو ارمانونو غوړگه،

د ستر توپان له لاسه وژغورل شي،

شي پر کلک ښاخ بدله...

او

د ساړه سيوري ترلاندې يې بيا،

شي کاروانونه دمه.

(مواج: پامير، ١٩-٩-٦٦)؛

 

په پای کې د شوق ترڅنگ د سوېلي پښتونخوا (ژوب) د ازاد او بيا لنډ شعر مخکښ ښاغلي محمود اياز پر څلورمه خجنه څپه بېلگه وړاندې کوو.چې ټول ټال دوې مسرې لري، لومړۍ درې ټوټې رانغاړي او دويمه يې دوې ټوټې. دا چې دواړې يې پېنځلس پېنځلس څپيزې دي، بشپړ نه، بلکې نيم ازاد ((مونډی)) شعر دی :

گڼې وريځې

چې د هيلو

ويلې ويلې شولې،

د فکر زاڼې دې

په زوره زوره چيغې وهي.


بېرته شاته

كـــــور
نوې ژبپوهنه
پښويه(ګرامر)
ليکلار
وييپوهنه
سيند(قاموس)
بدلمېچ(عروض)
پښتواوپښتانه
کړنيزه ژبپوهنه
نوې ادبپوهنه
شعري ځېلونه (ژانرونه)
نثري ځېلونه
کر ه کتنه
غبرګون
خبرتيا او ګوزارش
پیِغامونه
ليکونه
انځورونه
كــــور  ::   دپوهاندزياراندوژوند  ::   خونديځ(ارشيف)  ::   کتابتون  ::   اړيكي