څانګيزه ژبنۍ او ادبي او بپاڼه  
  www.zyar.net  
 
 
  اړيكي کتابتون خونديځ(ارشيف) دپوهاندزياراندوژوند
 
نيوليک
 نېټه : 08.08.2011 |   ليكوال : پوهاند دوکتور مجاور احمد زیار     چاپي بڼه
انځوريز شعر (Illustrated verse)

 انځوريز شعر د نوي- ازاد شعر او بيا تمثيلي شعر له خورا هنري ډولونو څخه گڼل کېږي، کټ مټ د يوه انځور يا تابلو غوندې يوه يوازېنۍ سکالو، پېښه، منظره... رانغاړي.  څنگه چې ليکوال د نورو اغلو او ښاغلو بېلگو ته لاسرسی ونه موند، نو خپل تور توتان  د مينه والو مخې ته ږدي:

د انځوريز شعر بېلگې، لکه:

د لاسونو وچ ډاگونه مې

خړوب ستا د وېښتانو په باران شول

او د ژوند زمولې شېبې مې

ستا د مخ په بڼ کې تاندې...

خو بيا هم،

دا يو ارمان مې دی

                                                                 لاهسې پر زړه پاتې

چې مې ستا تر پلونو لاندې

ها کرلې سترگې نه شوې  رازرغونې!

 

- ما خپلې سترگې وکرلې

                                                                                       په تگلوري کې ستا

په دې اسره،

چې به راشنې شي

                                                                 ستا د ناز خرام تر پلونو لاندې...

خو تا

                      -له بده مرغه

کړ خپل تگلوری بدل

او زه همغسې

                                              - دپخوا په شانې-

درته يومخ سترگې پر لار پاتې شوم!

(زما نړۍ ٥

 

ډېر کلونه راغله،

                                                    لاړه...

خو زما برخليک لا هسې دی په تمه

ستا د سترگو په دوتر کې،

                                                                                       ستا د يو کتو لاسليک ته!!؟

(ناچاپ)؛

- باران

  کښي په پستو گوتو،

                                                څه پستې پستې سندرې،

                                                                                   څه خوږې خوږې بدلې...

خو،

 د باد دې غبرگ لاسونه

                                            چورلټ مات شي

چې يې څومره

                                            زړه راکښونکې

                                                                      مينه وړې ترانې

                                                                                                         راولوټلې(ناچاپ).

!

نامانيز شعر يا مهمل سرايي (Nonsense poem)

په پښتوکې قافيوال هغه استاد حمزه له اردو شعرسره د سيالۍ لپاره ازمايلی او په ازاد کې شاه سعود. که رښتيا خبره وي،د زياترو ناريالېستي

(اېمېجنېستي، اکسپرېشنېستي، اېمپرېشنېستي، سېنسوالېستي او د پوست مودرنېزم د نورو اېزمونو او بهيرونو) لارويانو شعرونه په همدې ډله کې راځي.


بېرته شاته

كـــــور
نوې ژبپوهنه
پښويه(ګرامر)
ليکلار
وييپوهنه
سيند(قاموس)
بدلمېچ(عروض)
پښتواوپښتانه
کړنيزه ژبپوهنه
نوې ادبپوهنه
شعري ځېلونه (ژانرونه)
نثري ځېلونه
کر ه کتنه
غبرګون
خبرتيا او ګوزارش
پیِغامونه
ليکونه
انځورونه
كــــور  ::   دپوهاندزياراندوژوند  ::   خونديځ(ارشيف)  ::   کتابتون  ::   اړيكي