څانګيزه ژبنۍ او ادبي او بپاڼه  
  www.zyar.net  
 
 
  اړيكي کتابتون خونديځ(ارشيف) دپوهاندزياراندوژوند
 
نيوليک
 نېټه : 08.08.2011 |   ليكوال : پوهاند دوکتور مجاور احمد زیار     چاپي بڼه
په پښتو شعر کې ښويېدنې او تېروتنې

 د قافيوال شعر دوديز ويارونه مو په (٤) څپرکي کې وړاندې کړل، دلته غواړو، د ((څپيز-خجيز)) سېستم له پلوه قافيوال اوازاد شعر دواړه ډوله د نورو څېرمه رغښتي توپيرونو، لکه د مسرو اوږدوالى او لنډوالى او... په پام کې نيولو سره تر کتنې لاندې راولو.

١: خجيز ويار (عيب)

 سېلابوتونيک (څپيز- خجيز) آر چې د پښتو شعر ټوليز (عام) بنسټ بلل کېږي، په ازاد شعر کې بيا په ځانگړي ډول بنسټيز ارزښت لري. که څه هم دلته څپيز ويارونه (عيبونه) يا څپيز زياتى يوازې او يوازې د خج په تړاو تر پام لاندې راځي. دا يوه ديالکتيکي اړوندې بلل کېږي. د خج بېځايوالى هرومرو له څپيزې نانډولۍ يا کمي زياتي څخه سرچينه اخلي او دغه راز په سرچپه ډول څپيزه نانډولي يا کمى زياتى له خجيزې نانډولۍ يا په بله وينا کمي زياتي او بېځايوالي څخه رازېږي او هغه دا چې له پيل او پاى څخه پرته هر چېرې بايد درې درې څپې وروسته خج راشي. کومې خجيزې نانډولۍ او بېدودۍ چې په گړنيو شعرونو يا په بله وينا گړنيو شعرونو کې پېښېږي، د ليکني هغه غوندې په ازاد شعر کې هم پېښېداى شي نه شي او کومه بښل کېدونکې گنا نه گڼل کېږي. ځکه بنسټيز آر (وزن) ته وټه رسوي. وگړنى شعر ځکه نه تاواني کوي چې بېلابېلې برخې (مسرې) يې بېلابېلې لارغې يا وقفې ( مات شعرونه) او بېلابېل سندريز ډولونه (طرزونه) لري، په بله وينا، له آره شعرونه نه، بلکې سندرې دي. په قافيه وال ليکني شعر کې هم کېداى شي خجيزه يا په غوره وينا وزني نانډولي په قافيو او رديفو کې يو څه سپکوالى ومومي، لکه واخلئ يا کوتاني (د پخواني شوروي تورکتوکمي) شعر چې په لوستلو او بوللو (خواندن) کې ټول زور پر قافيه اچول کېږي او د چا خبره وزني تشې او نيمگړتياوې پرې ډکوي.


بېرته شاته

كـــــور
نوې ژبپوهنه
پښويه(ګرامر)
ليکلار
وييپوهنه
سيند(قاموس)
بدلمېچ(عروض)
پښتواوپښتانه
کړنيزه ژبپوهنه
نوې ادبپوهنه
شعري ځېلونه (ژانرونه)
نثري ځېلونه
کر ه کتنه
غبرګون
خبرتيا او ګوزارش
پیِغامونه
ليکونه
انځورونه
كــــور  ::   دپوهاندزياراندوژوند  ::   خونديځ(ارشيف)  ::   کتابتون  ::   اړيكي