څانګيزه ژبنۍ او ادبي او بپاڼه  
  www.zyar.net  
 
 
  اړيكي کتابتون خونديځ(ارشيف) دپوهاندزياراندوژوند
 
نيوليک
 نېټه : 08.08.2011 |   ليكوال : پوهاند دوکتور مجاور احمد زیار     چاپي بڼه
٢: زخه

 "زخه" د نويو دودېدونکيو ازادو شعرونو يو راز ويار (عيب) گڼل کېږي. دغه راز بې وزنو ويارجنو شعرو ته "زخن" شعرونه وايي. زخه داسې منځته راځي چې شاعر يې دلته او هلته د بېلابېلو وړو وړو ټوټو په بڼه، د چا خبره، د معترضه ټوټو په توگه د ځينو بندونو په پيل کې بې له کومې ژبنۍ اړتيا اچوي او بې له دې چې د وزن له پلوه ورته له نورو مسرو سره خجيز يا په بله وينا توليز سمون ورکړي. دا ټوتې کله يو څپيزې وي، لکه "او..." "خو..." "نو..." او کله څو څو څپيزې وي، لکه پرېږده، تر څو چې، لکه وطن مې... خو که وغورځول شي، شعري متن او مانا او له دې سره وزن ته کومه وټه نه پېښوي. که پېښه شي، هغه بيا زخن نه، بلکې ويارجن شعر دى. بېلابېلې بېلگې يې په لاندې ډول دي:

...ته گوره دا به څه وي!

يا مينه لېونۍ شوه

(يا) کتنه ځنډنۍ شوه...

د لايق په دې يو مسره کې (يا) يوه زخه ده او په غورځولو يې سمون مومي.

(او...)

ځينو د وينو په سرو ستورو

"توره شپه وويشته"

چې...

زه او ته

دواړه په گډه سره

ساحل ته

ورسېدو

(کاوون: سپرغۍ، ١٢٩ مخ).

د پاسني شعر ړومبی (او...) يوه زخه ده ځکه، نه ځانته مسره جوړولاى شي او نه له وروسته مسرو سره يو ځاى کېداى شي. نو په کار ده، يا وغورځول شي او يا ورسره لږ تر لږه درې نورې څپې  زياتې شي چې پر څلورمه يې خج ځاى ونيولاى شي.

هرگوره، درېيمه ټوټه"چې..." له ورپسې ټوتې "زه او ته" سره يوځاى کېداى او ورسره څلور څپيزه مسره جوړوای شي.

د کاوون د هماغه اثر په يوه بل ازاد شعر (١٣٥ مخ) کې چې د هغه ړومبني غوندې پر څلورمه خجنه څپه پيل مومي، د "وطن مې" غبرگې ټوټې "زخې" بلل کېږي:

 

(وطن مې)

د امريکا په زهرجنه توره

زخمي شو او په وينو ککړ

(وطن مې)

دا قهرمان او غيرتي وطن مې

د (لوى شيطان) د نيرنگونو په اور

د سرمايې په سوځوونکو لمبو

سوى ستي شو لکه سوى ويتنام.

که دلته يې په "وطن" پورې يوه خجنه څپه نښلولې واى، لکه "بيا"، نو خپلواکې مسرې ځنې رغېدې او تول يې له ټول شعر سره برابرېده.

د همدغه شعر د ورپسې بند په سر کې (خو...) هم زخه بلل کېږي.

خو...

دا سوځېدلى او زخمي وطن مې

ورپسې بل "خو..." بيا له اړوند بند سره يوځاى کېداى شي، مگر دوه ځلې نور "وطن مې" بيا هم "زخه" پاتې کېږي. په دې توگه دغه ټول شعر د تول وتال له پلوه زخن او ويارمن دى. خو کېداى شي دغه زخې ترې ايسته وغورځول شي، بې له دې چې پاتې شعر ته کومه ستره وټه پېښه شي

په دې وروسته بېلگه کې (او) زخه ده، خو دوه ځلي ((دغسې)) د خج اخېستنې لپاره يوې يوې ژپې، لکه (ته) او (تا) ته اړتيا لري او همداراز  که د ورپسې مسرې سرويی (زما) دوه څپيز کارول شوی وي، نو له يوې زخې (او...) او غبرگو (دغسې) سره گرد شعر (څپيز- خجيز) ويار راخپلوي:

(او) لکه لمر چې:

خپروي خپلې زرينې وړانگې

دغسې (ته):

زما د ژوند په شپو کې وځلېدې

دغسې (تا

زما د ځوانۍ دنيا روښانه کړه،

توده دې کړله

(هماغه اثر، ١١٣ مخ).

خاموش په خپل يوه شعر (١٢٠ مخ) کې، که څه هم (او) له يوې اوږدې ټوتې سره يو ځاى کښلى، مگر بيا هم (زخه) بلل کېږي او په ټوليز ډول په څلورمه خجنه څپه پيلېدونکى شعر په دغه برخه کې بې وزنه کوي. درېيمه ټوټه يې بيا څپيز- خجيز ويار لري:

(او) تا هم په خپلو اوښکو

د شنډې ځمکې

سخت رگونه نرمول

د گلبوټو اوبه خور دې کاوه.

لايق چې شعرونه زياتره له درېيمې خجنې څپې سره کاږي، د يوه ازاد کالب په يوه مسره کې يې ((يا)) زخه راغلې ده:

...ته گوره دا به څه وي!

يا مينه لېونۍ شوه

(يا) کتنه ځنډنۍ شوه...

د جيلاني جلان په لاندې ( تمثيلي) شعرکې ځانته راغلې (هغه) زخه ده:

(هغه)

هغه پورې شين بخونه غونډۍ گورې...؛

- - -

- ( ټيک)

چې به زما پر تندي پرېوت

په وار وار به مې راښکل کړ

لکه يار،

لکه بورا چې

خپل وزر پر گل راخور کړي،

 هلته جوړ د مينې شور کړي،

له رقيب سره په جنگ شي

اوسيلۍ ته ښېرا وکړي

داسې ده به خال له پاسه

د برېښناوو لښکر جوړ کړ...

(عارفه عمرلور، هيله ١٧ گڼه)؛

                                   - - -

-... او ستا د شعرونو او غزلو مضمون

زما د ذهن په کتابتون کې سپين کاغذ پاتې نه شو

زه به داسپين کاغذ، د شعر په نامه

د کومې کونډې خورکۍ

د يتيمانو خوشالتيا لپاره

د کوم وران شوي کلي

په کوم ادرس کې ليکم

عنايت الله پويان (منصوري چغې ٢٦٠)؛

په دې ښکلې شعري ټوټه کې لومړی (او) زخه راغلې او په ورپسې دوې مسرې سره که جلا شي، ښه تر ښه ،که نه د يوې مسرې په توگه بېتولي لري، همداراز يې (ذهن) يو څپيز لوستل په کاردي؛

- زموږ د کلي...

په دې تنگو او په خړو کوڅو

چې تاو راتاو دي (وې)، غاړه وتي دي يو بل ته سره

او د پرون د څو سرکښو او ياغي اسونو،

په وحشي منډو او ځغستلو سره

په سپېرو دوړو او گردونو کې لا

نورې هم تنگې او سپېرې ښکاري (ېږي)...

(هماغه اثر، ٢٩ مخ)؛

په پاسني شعر کې لومړۍ ټوټه له دويمې سره يوه مسره رغولای شي، خو ((کوڅو)) چې بايد (کوڅې) راغلې وای، د اهنگ د ښه تراجوتيا لپاه يوې څپې ته اړتيا لري، نو سمون يې داسې راتلای شي:

(زموږ د کلي هسې تنگې کوڅې)؛ همداسې يې که د وروستۍ مسرې ((ښکاري)) پر ((ښکارېږي)) واړول شي، څپيز انډول يې سمېږي او اهنگ ورسره ښه ترا سمبالېدای شي. 


بېرته شاته

كـــــور
نوې ژبپوهنه
پښويه(ګرامر)
ليکلار
وييپوهنه
سيند(قاموس)
بدلمېچ(عروض)
پښتواوپښتانه
کړنيزه ژبپوهنه
نوې ادبپوهنه
شعري ځېلونه (ژانرونه)
نثري ځېلونه
کر ه کتنه
غبرګون
خبرتيا او ګوزارش
پیِغامونه
ليکونه
انځورونه
كــــور  ::   دپوهاندزياراندوژوند  ::   خونديځ(ارشيف)  ::   کتابتون  ::   اړيكي