څانګيزه ژبنۍ او ادبي او بپاڼه  
  www.zyar.net  
 
 
  اړيكي کتابتون خونديځ(ارشيف) دپوهاندزياراندوژوند
 
نيوليک
 نېټه : 11.03.2008 |   ليكوال : پوهاند دوکتور مجاور احمدزيار     چاپي بڼه
حمزه شينواری د پښتو شعروادب يو اوړون ټکی

د استاد امير حمزه شينواري دسلمې

 زېږکاليزې په نمنځغونډه کې(لندن)  

    اکسفورډ،20-2-08

که څوک رښتينی او څانګيز کره کتونکی د پښتو ادب په تاريخ کې د داسې ګرګو څرک و لګولای شي چې اوړونټکي او مهالپېرونه يې پکې رامنځته کړي دي او هغه هم تر دوو تېری و نه کړي، نو هرومرو به يو ستر خوشال وي او بل سترحمزه؛ ستر خوشال په تېر مهال او ستر حمزه په وسمهال کې.

د پرتلې لاسوند يې دا چې که خوشال لومړی د خپل خټک ټبر او بيا د ګردې پښتونخوا پر کچ د پښتوشعروادب پيلامګر او سرلاری وو، نو حمزه هم درې پېړۍ راوروسته لومړی د خپل شينواري ټبر او بيا له يوڅه توپير سره د درستې پښتونخوا پر کچ  هماغه پوړۍ او دريځ راخپل کړل او ورسره ورسره د غزل باباستاينوم!

لکه څنګه چې تر ستر خوشال له مخه د يوه لوستي او نالوستي خټک ويناوال څرک نه دی اېستل شوی، دغسې تر ستر حمزه مخکې هم د هېڅ راز شينواري شاعر هومره پته چاتراوسه نه ده لګولې. هرګوره، ګړنی او وګړنی يا فولکلوري هستونې له کيسې، ټوکې او متله نيولې تر لنډۍ، سندرې او بدلې خو  بې له هغې کوم نومېرلي او نومولي ويونکي نه لري او د نورو پښتني ټبرونو په څېر يې په خټکو او شينوارو کې هم  شتون او ناټکلېدونکې مخينه درلودلې ده.

د استاد حمزه د اتيايمې کاليزې په نمنځغونډه کې دارواښاد معتمد شينواري دا ټوکه، که منښته نه وه، نو ترې کمه هم نه وه چې مخکې لروبر شينوارو  له دې يوې يوازېنۍ وګړنۍ مسرې  پرته  بل کوم شعر نه پېژاند:

توره تيږه توره ده او سپينې ته بکره وايي!

زه لا د ښوونځي په نهم- لسم ټولګي کې وم او نوی مې د شعر نيم کړاو او مشق کاوه چې د استاد حمزه دشعر و شاعرۍ انګازه مې  تر غوږه شوې وه او په زېري اوونيزه کې يې غزل نيم سترګې راروڼلې وې. په همدغه مهالنۍ کې يې ديوه غزل په لاروۍ د ناظر شينواري او نورو خيبري غزلبولو د پرله پسې خپرېدونکې مشاعرې  په  لړ کې ماهم يو غزلګوټی خپور کړی وو:

...د بېلتانه تېغ سم بدن کړ رانيم// څه رانه بر څه رانه لر پاتې دی

چې مو فرياد ورته غزل غزل شي// زما او ستا تر منځ خيبر پاتې دی

پر1336 ل. کال چې يوولسم ټولګي ته رسېدلی وم،کابل ته يې له راتګ او بيا يې په ادبياتو پوهنځي کې له نمنځغونډې خبر شوم. په دې توګه يې لومړی ځل د ليدلو وياړ را په برخه شو. په غونډه کې يې د پښتو څانګې  له استادانو څخه مولانا خادم پرشعري ځانګړتيا، په تېره د((پښتو- مسلمانۍ)) د اخښلون پر بنسټ د ځانګړي سبک د زباد لپاره د هغه مهال تازه غزل(...حمزه سفر که د حجاز وي نو هم //  زه دپښتون له قافلوسره ځم) وړاندې کړ او استاد رښتين له خپلې فقه اللغې سره سم(خيبر) له (شيبر) سره ور وتاړه او بيا يې پخپله يوه لنډه وينا و اوروله.

چې رښتيا خبره وي، له هماغې راهيسې  يې زه پخپله هم کلونه کلونه د همدې اند توګې لاروی پاتې شوی وم.

له استاد حمزه سره  زما دويمه کتنه پر 1357 کال په پښتو ټولنه کې را په برخه شوه او درېيمه او وروستۍ دايې پر 1371 کال پېښورته له لېږدېدو سره، هغه هم په مالګې منډه يي کې د ناروغۍ پر بستر چې استاد صميم اولمسي يې څنګواښتي او سرويږدي ډډو ته کېښوول او له روغبړ سره سم يې راڅخه د کابل او دوکتور نجيب اله اکر بکر و پوښتل.

زما پر اند دکوم ټوليز منښت او ګرانښت جوتې  بېلتياوې چې د استاد حمزه په برخه شوې او  له دې سره يې د وسمهالي پښتو ادبي، په تېره شعري بهير د سرلاري او بابا د ستاينوم جوګه کړی، تر هرڅه له مخه د ده په ځانګړې لاره لېله (سبک) کې  سهي کولای شو، له دې ځانګړتياوو سره:

1- له ژب- انديز يا منځپانګيز پلوه يې له  پښتني _ رواني اکر بکر او واکمنو  ټو لنيزو ارزښتونو سره سم (( پښتو – اسلام ))، په بله وينا ((پښتون_مسلمان)) او بيا ((افغان- مسلمان)) سره غاړه غړۍ کړي او را وروسته وروسته يې ورسره لا  د يوه ((روښاني)) پښتني وزمه وحدت الوجودي عرفان او تصوف مالګه هم ورګډه کړې ده:

جې بې تا چاته ټيټ نه شي، ننګيا لی زما ژوندون کړه

زړه زما دې مسلمان وي، تفکر مې د پښتون کړه

ماحمزه ته يثربي باده خاونده

 په ښاغلې پيمانه کې د افغان را

او داسې ډېرې نورې بېلګې.

 د يوې داسې منځپانګې او سکالو ((پښتو- اسلام، پښتون- مسلمان، افغان- مسلمان))  اَره سرچينه يې هم د اسلام پر بنسټ انګروزلی ((پاکستان)) وو. د ښکېلاکګرو له خوا ټاکلو ګومارلو واکمنانو او چارواکو د دې لپاره چې دپاچا خان په مشرۍ د ګردې نيمې وچې په ازادۍ کې د پښتنو پرونډه خاورې واړوي او دخپلواک اکر وکر او سياسي رښتو غوښتنې يې ورشنډې کړي،((بلشوييکان)) يې بلل او د کفر ټاپې يې ورباندې لګولې. نو حمزه صاحب يې هم د نورو پښتنو روښاندو  ليکوالو شاعرانو، لکه عبدالاکبر اکبر، غني خان، ولي محمد طوفان... غوندې د پاسنۍمنځپانګې او سکا لو  راخپلونې ته اړ اېستلی وو:

لا په غوږ کې يې ملا بانګ ويلی نه وي// چې بېلتون ګڼي پښتون او مسلمان کې

هسې رنګه مې ايمان دی په پښتو کې// لکه څنګه چې پښتو مې ده ايمان کې (طوفان) ... .

هرګوره، دا يوازې حمزه وو چې هغه يې بېخي د ايديالوجۍ تر بريده د خپل سبک بنسټ و ګرځاوه او تر پايه ورباندې ټينګ و ترينګ پاتې شو.

2- له ژب- ښکلاييز پلوه هم پر دې بريالی شوی چې تر بل هر شاعره زياته ګړنۍ او ولسي، نږه او روانه پښتو په خورا کېښکلې بڼه وکاروي او بيا ورسره داسې عيني او ذهني انځورونه اوسېمبولونه راو رغوي چې د يوې رڼې هېندارې په څېر يې د ساده طبيعي، پښتني، فرهنګي، سياسي او ټولنيز چاپېريال ښه ترا ځلندويي و کړای شي.

نو که له ژب- انديز پلوه يې اسلام او تصوف را پښتانه کړي، دغسې يې له ژب- ښکلاييز پلوه غزل هم  په اَره او رښتينې مانا را پښتو کړی دی.

 له دې سره سره يې يوولس څپيز غزل ته، هغه هم تر درېيم زيات له لومړي او څلورم خج سره، دومره دود ورکړی چې له دې پلوه يې تر خيبره لروبر پر غزل سربېره ازاد شعرهم تر اغېز لاندې راوستی دی. حال داچې له زاړه پښتو ادبي پېره راهيسې لږ ترلږه تر نوي سلنې (٪90)درېيمخجي شعري ډول ډېردود درلودلی دی.

 په هرډول استاد حمزه  د يوه ناشوني اسان ((سهل ا لممتنع)) شعر و غزل لاره لېله راخپله کړې او دود کړې او زياتره هم همدغه نوښت د نوي شعري او بيا غزليز بهير د سرلاري او بنسټوال  په توګه راپېژندلی دی.

که نه، داسې هم نه وه چې ګوندې په اړوندمهالپېر اوپېړۍ کې يې تر هرڅه له مخه، له څرنګيز پلوه څوک د سيالۍ جوګه نه وو يا نه ول. ترې څه ناڅه کشران غني،سليم، مفتون، اجمل، راهي، قلندر... او ان خپل خوره يی ناظر شينواری او زوی مراد په هر ډول، خو د کاکاجي غوندې اورژبی شاعر او بيا غزلبول خو د ده په ګډون د ټولو استاد او مخکښ وو.

داهم د استاد حمزه د ټولمنلي يادشوي سبک څو ښکارندويه بېلګې:


جوړه بړبوکۍ په ابادۍ کې شم

ورانه چې شم لور ته د سارا ځمه

 هسې پر ما ګران دي د اشنا ليدل

لاړمه، بيا راغلمه، اوس بيا ځمه

ما ټيټ ورته لېمه کړل، زما سر نه ټيټېده

شايد چې محبت کې هم افغان پاتې کېدم

حسنه ته مغروريې زه پښتون يمه

 ما نه ده ښودلې ګدا سترګو ته

وروځې، باڼه، سترګې لېمه پښتانه

څنګه يوځای شو دا پېنځه پښتانه؟

شونډې مې د ((ب)) په ټکي بندې غوندې شوې

راغله که توبه هم خو  وتو ته مې پرې نه ښووه

له خورا په زړه پورې ژبنيو ځانګړتياوو يې يوه دا چې د تول وتال داړتياله مخې نوم تر ستاينوم او تولنوم(مضاف اليه) مخکې کوي، لکه:

 ستا په تبسم يې حوصله وکړه
(اوښکو بوږنېدلو) مې شېبه وکړه

همداسې يې ((اوښکې  پښتنې))، مينه پښتنه، سترګو غلچکو(د غلچکو خبرې مه زده کوه... درواخله.

د يوه سرچپه تولي غونډ (اضافي ترکيب) په بڼه يې د زيات ټينګار  يوه ښکارندويه ګړنه، له ګړنۍ پښتو داسې رالېږدولې ده:

... (نوم د تګ) په خوله وانه خلې باران راغی!

که نه، له سم پښوييز اوډون(د تګ نوم) سره يې تول و تال ته کوم تاوان نه رسېده او خج هم له((تګ)) څخه((نوم)) ته لېږدېدای شو.

همداسې يې په مخينۍ بېلګه کې ((زما زړه)) پر ((زړه زما)) اړونه يې هم همداسې درواخله!

داهم د ستر حمزه د((ناشوني اسان)) ژب- ښکلاييز سبک د بنسټوالۍ يو لاسوند چې نورو يې لاروي کړې او په دې لړ کې يې تر ټولو زيات نيملوستي مسري خان خاطر اپرېدي، له داسې ښکلو بېلګو سره:

هسې راته ګورې، لکه نه چې راته ګورې

نېغ مې له زړګي وځي، کاږه چې راته ګورې!

خلک چې نښه ولي ګوري ورته

 تاچې مخ واړوه، ګوزار دې وکړ

خاطره يار دې په خيبر کې اوسي

ټوله دره له سپېلنو ډکه ده

 ته خو به له زلفو کوڅۍ جوړې کړې

زه پر دا شلېدلي ګرېوان څه وکړم

بيا دې سهي نه کړم په هغو سترګو

يوځلې همغسې په مړو سترګو

نورو پليونو يې، داراز  ژب- ښکلاييزه او بيا په ځانګړې توګه ژبنۍ جوله، لکه واخلې((سره)) چې استاد ورسره د نورو ګڼو سوچه شينواري وييونو په لړکې خپل رنګين غزل ((ستاپه اننګو کې د حمزه دوينو سره دي...)) دشاهکارۍ تر بريده رسولی، د پليونۍ يو داوه ګير يې  هم نه دی کارولی او هماغه پارسي او اردو انډول ((سرخي)) يې غنيمت ګڼلی دی. ګورګورې، مماڼې، زاڼې،بړبوکۍ،ځمبل، ځمبا، تيندکونه، چورلکونه، غځونې، غلچکی... يې خو لاڅه کړې څه کړې!

زه بياهم په زغرده وايم چې که استاد حمزه د دغو ټولو جوليزو((ژبنيو او هنري ځانګړتياوو او بېلتياوو ترڅنګه هماغه ټولمنلې منځپانګه نه وای راخپله کړې او لکه په((ژوند)) کې يې چې يادونه کړې، بېدينه يا د کا کاجي، اجمل،سليم، ايوب صابر، سلطان صابر، پير ګوهر، سليم راز، نړيوال... په څېر ازاد دينی(سېکولر) اوبيا سياسي بلاندی (ديګرانديش) پاتې وای، دومره زيات نوم نښان او ستاينوم به يې ګټلی  نه وو؛ ان که تردې يې لا ډېرې برياوې او کارنامې د پښتو شعر و ادب په سرڅڼه او سمسورتياکې په برخه شوی هم وای!

له تاسې ټولو مننه


بېرته شاته

كـــــور
نوې ژبپوهنه
پښويه(ګرامر)
ليکلار
وييپوهنه
سيند(قاموس)
بدلمېچ(عروض)
پښتواوپښتانه
کړنيزه ژبپوهنه
نوې ادبپوهنه
شعري ځېلونه (ژانرونه)
نثري ځېلونه
کر ه کتنه
غبرګون
خبرتيا او ګوزارش
پیِغامونه
ليکونه
انځورونه
كــــور  ::   دپوهاندزياراندوژوند  ::   خونديځ(ارشيف)  ::   کتابتون  ::   اړيكي