څانګيزه ژبنۍ او ادبي او بپاڼه  
  www.zyar.net  
 
 
  اړيكي کتابتون خونديځ(ارشيف) دپوهاندزياراندوژوند
 
نيوليک
 نېټه : 08.08.2011 |   ليكوال : پوهاند دوکتور مجاور احمد زیار     چاپي بڼه
٧: په ناپښېليز شعر کې ناببرې پښېلې

 د بشپړ ازاد شعر مانا دا ده چې شاعر پرځان باندې په لوى لاس قافيي بنديزونه لگوي او يا هم د مونډي شعر غوندې د بېلابېلو مسرو څپيز برابرى، که نه په نا آگاهانه يا په بله وينا، په ناويلاړيزه (غير ارادي) توگه يوه، نيمه هم څپيزه او قافيه واله مسره کوم ويار نه گڼل کېږي. کله کله يو ازاد شعر د دې لپاره پر يوه قافيه وال بيت يا څو مسرو پاى ته رسول کېږي چې شاعر غواړي خپل پيغام او يا غوښتنې ته لوستونکي ښه ترا را وڅکوي او له دې سره سره د ټول شعر بې کچه پېچلتيا او پوښلتيا يو څه بربنډه کړاى شي، خوکه په اگاهانه توگه پکې زياتوالی راشي، بيا نو په نيم ازاد کې راځي. د ناببرۍ بېلگې، لکه:

يو د هيلو پسرلى په ټوکېدو دى

پر لمنو، غاړو مورگو

هديرو، غر او ميرو کې

يو سور پړک د سرو غاټولو د رپيو

يو بهير د شاځلميانو د جنډو دى!

(اور او وينې: ٧٠-٧١ مخونه)؛

 

جوړه بسپنه په لاس د گوډاگيانو

د "ناپاک" له "کفر آباده"

د "چيني- امريکني مسلمانانو!"

(هماغه اثر: ٨ مخ)؛

... هو،

هېڅکله شوى نه دى

هسې شان ناشونى کار

چې په يو گل پسرلى شي

ټول جهان پرې گلالى شي!!؟

(هماغه ١٩).

يوه څنډه د جنت د نوراني اهورايانو

يوه کنده د دوزخ د تاغوتي اهريمنانو!

(هماغه ١٢٥)؛

له بې امانو پاڅونونو سره

له سرو پاټکيزو غورځنگونو سره!

(هماغه ١٤١)؛

چې سکڼې له خپلو سرو شهيدو وينو نه کفن خپل

او پرېوې ځان په زمزم د رڼو اوښکو د وطن خپل!

(هماغه ١٤٩)؛

زه به هم خلکو سره خاندم، ترانې به ليکم

د خپلې مينې د دردونو افسانې به ليکم

(کاوون: سپرغۍ، ١٠١).

کېداى شي، په ازاد شعر کې د ارادي يا نا ارادي قافيو ځای يوازې رديفونه ځاى ونيسي.


بېرته شاته

كـــــور
نوې ژبپوهنه
پښويه(ګرامر)
ليکلار
وييپوهنه
سيند(قاموس)
بدلمېچ(عروض)
پښتواوپښتانه
کړنيزه ژبپوهنه
نوې ادبپوهنه
شعري ځېلونه (ژانرونه)
نثري ځېلونه
کر ه کتنه
غبرګون
خبرتيا او ګوزارش
پیِغامونه
ليکونه
انځورونه
كــــور  ::   دپوهاندزياراندوژوند  ::   خونديځ(ارشيف)  ::   کتابتون  ::   اړيكي