څانګيزه ژبنۍ او ادبي او بپاڼه  
  www.zyar.net  
 
 
  اړيكي کتابتون خونديځ(ارشيف) دپوهاندزياراندوژوند
 
نيوليک
 نېټه : 08.08.2011 |   ليكوال : پوهاند دوکتور مجاور احمد زیار     چاپي بڼه
٨: تکرار او کرغېړنتيا

 په ازادو شعرونو کې کله کله دا هم پېښېږي چې لکه د دوديز ((ترجيع بند)) د سر يوه برخه، يا بند پاى ته بيا راوړل شي، يا د لوستونکي او اوروونکي له خوا په خپلسري توگه تکرار شي. دغه کارونه يوازې ويار (عيب) نه گڼل کېږي چې شعر لا خوندوروي او اغېزمنوي، لکه:

تېر به شي

دا منى نور

را به شي

څړمنى نور

وبه چلي سا

په مړو رگو کې

د گلپاڼو

د سرو گلو

د گلبڼ

د برم ويلاړ زما!!!

(اور او وينې، ٢٤-٢٦ مخ).

 تکرار او کرغېړنتيا (ابتذال) په دې مانا چې يوازې ازاد شعر بايد له ژبني، هنري (انځوريز) او منځپانگيز پلوه له هر راز کرغېړنتيا وژغورل شي، جاج او جوله (مفهوم او شکل) هسې بېځايه بيا بيا راغبرگول له کرغېړنو زړو کالبونو نظمونو سره د نوي ازاد شعر بريد او پوله بېلواى نه شي. په نوي ازاد شعر کې تل پر دې ډېر زور اچول کېږي چې لومړى د ژبني او هنري جولې او بيا د منځپانگې تر منځ د بشپړې ديالکتيکي سمبالتيا له مخې پر هر ژبني توک او آرو معيار (نورم) انځور او خيال مانيز او ولوليز (عاطفي) اړخ پوره پوره غور وشي او د چا خبره يو ټکى هم بې مسووليته ونه کښل شي يا و نه ويل شي.

د ازاد شعر لاروى بايد تر نورو زياته بډايه او کره ژبه ولري او تل پکې سم غورچاڼ (گلچين) وکړي او پر خپله لنډه تنگه گړدودي پښتو بسيا پاتې نه شي. نه يوازې د وييونو له تکرار ډډه وکړي، بلکې له معياري، درون وينگو، بدلگيو او بد آهنگو هغو څخه هم بايد تل ځان وژغوري.

په کرغېړنو (مبتذلو) پور وييونو کې يوازې حسن و عشق، هجر و هجران، فراق، وصل، وصال، وصلت، ديدن، ديدار، نگار، گلبدن، گل اندام، دلارام، صنم، پري، محبوب، محبوبا، شيدا، معشوق يا معشوقه، عاشق، عشاق، جگرخون، خون جگر، چشم، چشمان، رخسار، زلفې، کاکل، گل و بلبل، لاله او سنبل، جانان، دلبر، دلدار، يار دلازار، خرام، ناز و ادا، نخرې او کرشمې، جفا او وفا، مجنون او ليلا، ساقي، پيمانه، جام، شراب، خم، خمار، مخمور، نشه او داسې نور ورته وييونه راځي چې له پېړيو پېړيو راهيسې يې پرې عربي، فارسي، پښتو، اردو... شعرونو شخوند وهلى او نور يې خوند بايللى دى.

اوسني علمي او تخنيکي يا سياسي ژورنالېستيکي او بياد نن سبا ژوند اړيني او گټور جاجونه او وييونه د نوي ازاد شعر له ژبې سره هله اړخ لگولاى شي چې خيالولې، سمبولېزه، انځوريزه او ان اسطوره يي جامه ورواغوستل شي، نه دا چې پخپله همدغه وييونه کټ مټ راوړل شي، لکه په دې لاندې ليکلړ کې:

ماشين، کمپيوټر يا سولگر، کنفرانس، فابريکه ياکارخونه، کارځی، کارغالی (ورکشاپ)، گاډى (موټر)، تېلېفون، تلويزون يا لروينون، حکومت، سياست، قانون، اقتصاد، تجارت، کور، ډوډۍ، کالي، توليد، صنعت، سپورټ، ورزش يا خپل و پردي جرافيايي نومونه، ليکلړ (لست)،  او يا کار گر، انقلاب، اوښتون، پاڅون، غورځنگ، جنگ، جنگيلی، جگړه مار، سوله، ولسواکي، ديموکراسي، پرمختگ، پرمختيا، پرمختللی، ابادي، مېړانه، غيرت، پت، ننگ و ناموس، پښتون، پښتو، پښتونوالې، پښتونواله، پښتونولي، رښتينولي، وروري، برابري، کتاب، پوهه، فرهنگ، پوهنه، زده کړه، ښوونه روزنه، ليک و لوست، مبارزه، وطن، هېواد، ولس ، ټبر، لويه جرگه... .

په دغه لاندې ازاد شعر کې (د سولې سولې) پرله پسې راوړنه ډېره بېخونده برېښي، ځکه تش وزن يې پرې پوره کړى دى:

... اوس روان شوي يو ځو

له سرو گلونو سره

له سرو گلونو سره

د سولې سولې کور ته

د سولې سولې ښار ته

د سولې سولې ورا ته

د سولې سولې خوا ته

(خالق رشيد: گلبانگهايى براى صلح و سپيده، ٧- ٨٢ مخ).

په ازاد شعر کې بايد ژبنۍ رنگارنگي هېڅکله هېره نه شي، په دغه لاندې بېلگه کې راغلى تکرار هم دومره خوندور نه برېښي:

اوس زما د وطن کاڼي

اوس زما د وطن بوټي

اوس زما د وطن غرونه

هم سيندونه د وطن مې...

(فردا: د گلپاڼو پرخې، ١٢٧ مخ).

وگورئ، دغه وروسته ازاد شعر يې په يوه کرغېړن پور ويي "صنم" سره انځوريز راکښون او انديز نوښت زيانمن کړى نه دى؟

- ستا خبرې مې

د ذهن په کوڅو کې

د انگۍ غوندې خپرېږي

- تکرارېږي-

ته چې يو ځل

- مينه-

ياده کړې صنمه!

نو غبرگون يې اورم:

مينه، مينه، مينه...

(خاموش: مزلونه او منزلونه ١٢٣).

يا د "جانان" غوندې يو بل کرغېړن پور ويى په دغه لاندېني شعر کې څومره بېخونده برېښي:

زما د سترگو اوښکې

چې مې د زړه وينې دي

د خوږ "جانان" په نظر

څو د باران څاڅکي دي

اوښکې نه دي

اوس کومې اوښکې توى کم؟

چې د "جانان" په نظر

د باران څاڅکي نه وي!

(خزان: د سحر په غېږ کې ٤١).

او يوه داسې بېلگه چې هم يې ژبه خوږه او نږه ده او هم يې اند و واند رنگين او پياوړى:

ستا پر مخ د سرو ياقوتو

د باران له څو څڅواکو،

کاڼى زړه د نهيليو د سارا هم

لکه موم شو.

پر څنډو د اننگيو د مهال

را ورغښتلې،

ستا له برندو برندو سترگو مينه وړو

د خوښيو مرغلرې،

ستا د لمر مخ پلوشو تر سيوري لاندې

لکه پرخې د گلپاڼو پر وښکيو...

څه که رغړي او را رغړي

پر بستر د سباوون

د گلکڅو زما د شعر،

ستا د سرې سپينې کوکۍ

د خواږه خيال

سورکي خالونه،

په دوتر زما د زړه کې

جوړ د وينې او د مينې

خوبولي انځورونه!

پرنوى ازاد شعر د دې تورتپنې پرځای چې گوندې د قافيې او رديف په ايستنه غورځونه يې له خپل خپلې ژبې، فرهنگ او تاريخ سره اړيکې شولې دي، ولې داسې ونه وايو چې د پښتو شعر له پښو څخه يې د پردي ښکېلاک زولنې ماتې کړې او بېرته يې ازاد کړ، هو،هغه څه چې زموږ په تاريخ او فرهنگ پورې رښتيا اړه نيسي، هغه ژبنۍ انځوريزه او انديزه خوا ده، لکه په پاسني شعر کې (برندې سترگې)، (سره سپينه کوکۍ)، (سورکي خيالونه)... کاڼى زړه موم کېدل، پر بستر... رغښتل را رغښتل او داسې نور. که څه هم په نوي ازاد شعر کې پر سېمبولو، انځورو او اسطورو ډېر زور اچول کېږي، مگر زياته هڅه کېږي، لومړى ورته له خپل تاريخ او فرهنگ سره پيوند ورکړشي او بيا له گډ نړيوال هغه سره. د اهوار او اهريمن تر څنگه يوناني زيوس، پرومېتوس يا د اراکولا ته ځاى ورکول کېږي، د ليکونکي "کاغذي ښامار" نومى شعر "اور او وينې، ١٥٦ مخ) همداسې يوه بېلگه کېداى شي.

محبوب سنگر په قافيه والو، ازادو او نيم ازادو شعرونو کې د تول پوره کولو لپاره له غبرگون او تکراره ډېر کار اخېستی:

سينده سينده کونړيه

راتاوېږه راتاوېږه

وغړمبېږه وغړمبېږه

مه چوپېږه مه چوپېږه

ته دې زړه خوره ته دې زړه خوره

ماتوه يې ماتوه يې

نړوه يې نړوه يې

چې  راويښ شي چې راويښ شي

(هماغه اثر: ١١٣-١١٥ مخ).

هسک سپېڅلى او تک شين و

او تک شين و

تک سپين لمر پکې وړانگين

او وړانگين.

رنگينې يې لمنې

او لمنې...

(هماغه اثر: ١١٦-١١٨ مخ).

ښکلى غبرگون (تکرار حسن) البته کله کله د ازاد شعر عاطفي خوا ډېره پياوړې کوي او لا زيات راکښون وربښي، لکه:

وڅنډئ څانگونه مو

پرانيزئ وزرونه مو

والوزئ را والوزئ

والوزئ را والوزئ...

(اور او وينې: ٨ مخ).

وتره ده

نن وتره ده،

د ذهن کرونده زما

(خزان: د سحر په غېږ کې، ٤٨ مخ).

بارانه وورېږه، وورېږه

چې سارايي گلونه

د وچکالۍ څپېړو ورژول

او د غوټيو شونډې

د سرو تڼاکو په ځوليو کې ټالونه وهي

بارانه وورېږه، وورېږه

(ننگيال: هغه شېبې هغه کلونه، ٣٨-٣٩ مخ)

 لکه له گڼو راوړو شعري بېلگو څخه چې را جوتېږي، نن سبا ((کلی، کوڅه...)) هم دومره سولېدلي چې نژدې ده، د لوستونکيو او اورېدونکيو زړونه ځنې تور کاندې،او ان د ((مور)) په څېر سپېڅلی نوم هم دومره پرځای او بېځای، په آره او سېمبوليکه مانا (هېواد، پت، ناموس...) ورو ورو، مخ پر سولېدلو دی!

بې کچه ساده گي او بربنډتيا د نويو ازادو شعرونو له ځانگړتياوو څخه نه گڼل کېږي، دغه ځانگړتيا په هماغو قافيه والو نظمونو پورې اړه لري چې د دغې پېړۍ له پيله يې تر اوسه پښتو شاعري د کرغېړنتيا (ابتذال) تر بريده رسولې او د اوسني ازاد شعر غورځنگ هم له آره د هغو پر ضد رامنځته شوى دى. د ازاد شعر لارويانو هم زياتره له همداسې ساده نظمونو څخه راپيل کړې ده او د چا خبره د خپلو ساده نالوستو وگړيو لپاره يې خپله ونډه ادا کړې ده. نور به بايد د ځان او پښتو شعر د ودې او پرمختيا اړتيا هم په پام کې ونيسي.

که څوک وغواړي ډېر کرغېړن (مبتذل) وييونه له کرغېړنتيا (ابتذال) څخه وژغوري، يوه لار به يې همدا وي چې نگه پښتو انډولونه ورته وگوري، لکه د وطن پرځاى هېواد او د هېواد پرځاى ټاټوبى، خاوره، مېنه يا اويجه، د هجر و هجران و فراق پرځاى بېلتون يا جدايي، د صنم، معشوق، محبوب، محبوبا، دلدار، نگار، گل اندام، دلارام، جانان... پرځاى ښکلې، گلې، مينه وړې، زړه وړې، زړگوټې، زړگى، گرانه يا گران، گلمخې... د عاشق، شيدا... پرځاى مين، لېوال، ژوبل، نيمه خوا... د مجنون او ليلا پرځاى، شهۍ او شهو يا ادم و درخو، د ناز و ادا پرځاى کنج و مکېز، د جفا کار او ستمکار پرځاى بېلوره، بې مينې، د خلک پرځاى وگړي، د قاصد پرځاى ځرى، استازى، د پيمانې پرځاى اړې، د زلفو پرځاى څڼې او کوڅۍ، د حسن او جمال پرځاى ښايست او ښکلا، د عشق و محبت پرځاى مينه، لېوالتيا او داسې نور بې شمېره وييونه. د ازاد شعر له انگېزو او بيا گټو څخه يوه دا هم ده چې د کرغېړنو او زنگ خوړليو قافيي او رديفي کړيو ترڅنگ کرغېړن وييونه، تړنگونه (ترکيبونه) او انځورونه هم د نور د تاريخ ارتييلځي (زباله دان) ته وروغورځول شي.

 هنري او انديز (فکري) نوښت يوازې په ژبني نوښت سره رامنځته کېداى شي. د همدغې ټينگې ديالکتيکي اړوندۍ له مخې په سبکوپوهنه او کره کتنه کې "ژب- ښکلاييز" او "ژب- انديز" نومونې نوې دود شوې (يواخيم بينر: کاسپر- ووکل، ٥٣-٧٧ مخ). دا مانا چې د يوه ادبي اثر په کره کتنه او ارزونه کې ژبه او ښکلا بيا ژبه او اندي منځپانگه (فکري محتوى) سره همزمان او پتليز تر څېړنې لاندې نيول کېږي، ژبنى اړخ يو له بله جلاجلا څېړل يو ناشونى کار گڼل کېږي، ځکه هېڅ داسې هنري انځور به نه وي چې بې ژبنۍ څرگندونې هستي ولرلاى شي او همدارنگه به هېڅ داسې اند (فکر) نه وي چې بې د ژبې له مرستې څرگندېدنه ومومي، پر همدې آر يوازې، نگه او ښکلي وييونه کولاى شي، نوي نگه او ښکلي ادبي انځورونه او پاخه اندونه او خيالونه څرگند کړي.

په دې کې هم شک نشته چې پياوړى تخيل او تفکر هم پر خپل وار کولاى شي، له خورا ساده او کرغېړنو وييونو څخه خورا نوښتگرانه، ښکلي او زړه راښکونکي ادبي انځورونه ورغوي، مگر که دا هم نه وي او هغه هم نه مانا دا چې هم وييونه او نور ژبني توکونه او آرونه ښکلي، نږه او معياري نه وي، او نوى او پياوړى تخيل او تفکر هم نه وي، نو هرومرو کرغېړنتيا (ابتذال) رامنځته کېږي، ژبنۍ ښکلا او سپېڅلتيا، په بله وينا، ژبنى نږه والى، نويوالى او پخوالى کولاى شي، لږ تر لږه د هنري جولې کرغېړنتيا راټيټه کړي او د چا خبره يو څه ادبي غوندې لېو ورکاندې.

وگورئ، دغه وروسته ازاد شعر په يوه کرغېړن پور ويي "صنم" سره انځوريز راکښون او انديز نوښت زيانمن کړى نه دى؟

ستا خبرې مې

- د ذهن په کوڅو کې

د انگۍ غوندې خپرېږي

- تکرارېږي-

ته چې يو ځل

- مينه-

ياده کړې صنمه!

نو غبرگون يې اورم:

مينه، مينه، مينه...

(خاموش: مزلونه او منزلونه، ١٢٣ مخ).

يا د "جانان" غوندې يو بل کرغېړن پورويى په دغه لاندېني شعر کې څومره بېخونده برېښي:

زما د سترگو اوښکې

چې مې د زړه وينې دي

د خوږ "جانان" په نظر

څو د باران څاڅکي دي

اوښکې نه دي

اوس کومې اوښکې توى کم؟

چې د "جانان" په نظر

د باران څاڅکي نه وي!

(خزان: د سحر په غېږ کې: ٤١ مخ).

 

او يوه داسې بېلگه چې هم يې ژبه خوږه او نږه ده او هم يې اند و واند رنگين او پياوړى:

ستا پر مخ د سرو ياقوتو

د باران له څو څڅواکو،

کاڼى زړه د نهيليو د سارا هم

لکه موم شو.

پر څنډو د اننگيو د مهال

را ورغښتلې،

ستا له برندو برندو سترگو مينه وړو

د خوښيو مرغلرې،

ستا د لمر مخ پلوشو تر سيوري لاندې

لکه پرخې د گلپاڼو پر وښکيو...

څه که رغړي او را رغړي

پر بستر د سباوون

د گلکڅو زما د شعر،

ستا د سرې سپينې کوکۍ

د خواږه خيال

سورکي خالونه،

په دوتر زما د زړه کې

جوړ د وينې او د مينې

خوبولي انځورونه!

نوى ازاد شعر د مبارزې او پاڅون، شهيد و قربانۍ، بلهار، بلهارۍ يا جنگ و سولې لپاره د مرجانو نو بهيرونه، د غاټولو او رېديو سره بيرغونه، شنې شېبې، اور او وينې، د سرپو او پولادو ويلوبونه او د باروتو لوگي يا په بله وينا د لمر، سېېدو، سبا او رڼا سمبولونه پر کار اچوي.

مگر دغه سمبولونه هم که ډېر وکارول شي او ژورنالېستکي او گړنۍ ژبې ته لار پيدا کړي، بيا نو خپل سمبوليک يا انځوريز او شاعرانه نوښت له لاسه ورکوي او پر عادي ژبه بدلېږي، لکه واخلې "کوتره" چې د سولې د سمبول په توگه يې نن سبا خپل لومړى سمبوليک هنري جاج له لاسه ورکړى دى.

د شلمې پېړۍ نوميالي کوبېست انځورگر پيکاسو د "سرې کوترې" انځور هماغه لومړى ځل خپل جادويي اغېز وښاند، هغه هم د "سرې" د ستاينوم په ملتيا مگر را وروسته ورته نه په انځورگرۍ کې کوم هنري سمبوليک رنگ پاتې شو، نه په شعر او نورو هنرونو کې.


بېرته شاته

كـــــور
نوې ژبپوهنه
پښويه(ګرامر)
ليکلار
وييپوهنه
سيند(قاموس)
بدلمېچ(عروض)
پښتواوپښتانه
کړنيزه ژبپوهنه
نوې ادبپوهنه
شعري ځېلونه (ژانرونه)
نثري ځېلونه
کر ه کتنه
غبرګون
خبرتيا او ګوزارش
پیِغامونه
ليکونه
انځورونه
كــــور  ::   دپوهاندزياراندوژوند  ::   خونديځ(ارشيف)  ::   کتابتون  ::   اړيكي