څانګيزه ژبنۍ او ادبي او بپاڼه  
  www.zyar.net  
 
 
  اړيكي کتابتون خونديځ(ارشيف) دپوهاندزياراندوژوند
 
نيوليک
 نېټه : 08.08.2011 |   ليكوال : پوهاند دوکتور مجاور احمد زیار     چاپي بڼه
گړدودي پښتو

  (١) غبرگبلونه (سربل او وستربل) 

غبرگبلونه هغو جوړه جوړه وييکي يا ادات دي چې يو يې تر نوم له مخه راځي او بل ترې وروسته. مخني يې سربل او وروستني وستربل بلل کېږي. په کره پښويه او کره ليکنۍ پښتو کې دسربلونو شمېر اووه دی چې دا هر يو يې له څو څو وستربلونو سره غاړه کېږي او په دې ډول تر دېرشو پورې غبرگبلونه را منځته کوي، لکه:

په - کې، په - سره، په - پسې، په -.؛ له- نه، له - څخه، له - وروسته، له -.؛ تر- لاندې، تر- پورې، تر-.؛ پر- باندې، پر- .؛ د-.(اضافي او مِلکي) او داسې نور.(د زيات پوهاوي لپاره: پښتو پښويه ٢١٠-٢١١).

دغه لاندې مونډى ډوله ازاد شعر زياته گړدودي بڼه لري او په دې توگه ژبنى ناکره والى رامنځته کوي. په دې لړ کې د نورو سرغړاونو (د"کړلو" او "کړ"... سره گډول يا د اوښتيو او نا اوښتيو پېرونو (اصلي او مغيره حالتونو) ترڅنگ د سربلونو( د "د" او "له"، "نه" او "څخه") نه توپيرول ياغورځول او داسې نور.غورځول، هم تر هغې دومره ويار نه بلل کېږي، چې ترې نه رغېږي، لکه:

... پرېوتله ستا پر لوپټه پرخه

(له) مانه ده نېکمرغه يو پرده خپله

(جلال امرخېل، لروبر اوبپاڼه)؛

 

پر غورځولو سربېره د(د-له) نه توپيرول، لکه:

ما د پتمن بزگر نه

ما د ښاري جوالي نه

ما د سپين غر له شپونه

ما يو زيارکښ کارگر نه

ما د هېواد زلمي نه

ما د شهيد له مور نه

داسې تپوس وکړلو

چې ژوند کې څه شى غواړې

دا مرگ او ژوبله ښه ده

که وکړو سوله کې ژوند

ټولو دا يوه چغه کړه

جنگ دې وي ورک نړۍ کې

موږه نور هېڅ نه غواړو

سوله دې وي نړۍ کې!

(افضل ټکور: گلبانگهاى براى صلح و سپيده، ٩٨ مخ)؛


بېرته شاته

كـــــور
نوې ژبپوهنه
پښويه(ګرامر)
ليکلار
وييپوهنه
سيند(قاموس)
بدلمېچ(عروض)
پښتواوپښتانه
کړنيزه ژبپوهنه
نوې ادبپوهنه
شعري ځېلونه (ژانرونه)
نثري ځېلونه
کر ه کتنه
غبرګون
خبرتيا او ګوزارش
پیِغامونه
ليکونه
انځورونه
كــــور  ::   دپوهاندزياراندوژوند  ::   خونديځ(ارشيف)  ::   کتابتون  ::   اړيكي