څانګيزه ژبنۍ او ادبي او بپاڼه  
  www.zyar.net  
 
 
  اړيكي کتابتون خونديځ(ارشيف) دپوهاندزياراندوژوند
 
نيوليک
 نېټه : 11.03.2008 |   ليكوال : پوهاند دوکتور مجاور احمدزيار     چاپي بڼه
کاروان د هنري ژمنتيا او ځانسانسورۍپه ولکه کې

اکسفورډ،جولای07

د وسمهالي پښتو شعر په  ارزونه او کره کتنه کې تر هر څه له مخه داټولمنلې رغښتيزه او بنسټيزه پوښتنه را مخته کېږي چې هنري ارمان  پکې څومره او څنګه اړخونه بدل کړي او بيا ورسره ټولنيز ارمان څومره او څنګه غاړه غړۍ شوی دی؟
له همدې هراړخيزې پوښتنې سره دا خبره هم تړاو مومي چې د ټوليز پښتو ادب او پښتني _ افغاني ټولنې په  پرمختيايي بهير کې څومره ونډه پرځای کولای او بيا د ټولو په پای کې په  پر هېوادني او جهاني کچ تر کوم بريده د سيالۍ جوګه کېدلای شي؟
 زه پر خپل وار د ځوانو نوموتيو شاعر انو په لړکې د پير مـحمد کاروان شعر هم په همدغه تله او تړاو تر يوې ځغلندې کتنې لاندې نيسم. داسې هم نه چې ګوندې په ټوله مانا ورپسې د بشپړې او ژورې کره کتنې زرکاڼی را واخلم او دی او بېشمېره مينه وال يې له ځانه ګيله من کړم، بلکې تر وسې وسې  ورسره داپارسي شعرهم بېلګه او بدرګه کوم چې:  ((هم لعل به دست اَيد و هم يار نرنجد)) !
ټيک په هماغو شپو ورځو کې چې افغاني او بيا پښتني ټولنه پر دوو نه پوخلاکېدونکو(( انقلابي او جهادي)) مورچلو وېشل شوې وه، دواړو خواووته د نورو فرهنګي او ادبي زېږندوييو(ايجادګريو) په ترځ کې پښتو شعر هم په ټول شور و زور د سياسي شعار بڼه راخپلوله. ان تر دې چې په  انقلابي هغه کې  ولسي سندرې هم بې لاسوهنې پاتې نه شوې(انقلابي ځوانه- مه ځه له ميدانه...).
له دويم پړاو سره يې چې سياسي- فرهنګي تشيال پرله واوښت، د پارسي ژبو ليکوالو ترڅنګ ما او يونيم بل پښتوژبي ته هم د نوې ليکوالو ټولنې له خوا د ځوانو ليکوالو شاعرانو د ښوونې دنده را وسپارل شوه. زما خپله غوره هڅه داوه چې د هماغو(( انقلابي)) شاعرانو شعارډوله نظمونه ورکره کړم او ورو ورو يې لنډو لنډو او بيا ازادو شعرونو ته را وهڅوم او را وڅکوم. ورپسې د مشاعرو اوادبي کره کتنو دود هم پراختيا او پرمختيا وموندله او له دې لارې هم ډېرې سوبې او برياوې را په برخه شوې. په همدې توګه بره خوا يوه ادبي او بيا ازاد شعري غورځنګ ته لاره هواره شوه، ډېر ناظمان شاعران شول او ډېرو غزلبولو د ازاد او ان سپين و ناپېيلي( منثور) شعر لياره پسې واخېسته.
را وروسته کوزه خواهم د څه ناڅه ورته غورځنګ نښې نښانې ماته هغه مهال ښه ترا راڅرګندې شوې چې د دواړو مورچلو تر منځ اَس بدلي- خربدلي وشوه او له کابله پېښورته ولاړم. خو هلته زيات زور پر غزليزه شاعرۍ اچول کېده، هغه هم د سيمې تر اغېز لاندې  زياتره د ((نوي هندي سبک)) پر لاروۍ چې په سر سر کې يې نوماند او پوخمنګي غزلبول صديق پسرلي ټيکاو درلود اوپه ځوانمنګوکې تر ټولو بريالی او نوم اېستی همدا کاروان وو. هرګوره، هماغه مهال هم ما د دغه ځوان مخکښ غزلبول د ړومبنۍ ټولګې(له ماښامه تر ماښامه) د ارزونې په پلمه خپل  اړوند جاج وړاندې کړی وو.
د ازاد شعر له لارويانو، هرګوره له استاد صميم،رفيع صاحب،ارواښاد ساهو(پسرلي)... پرته د بل کوم نوښتګر څرک نه تر ستر ګو کېده چې څه ناڅه يو ورته انډول د ځايي پښتو شاعرانو  تر منځ هم نومېرل کېده. دغه انډول په برني مورچل کې سرچپه وو، مانا داچې ازاد او سپين فورم ته هڅه ډېره وه.
داسې هم نه چې غزلبول کاروان  دې د ازاد شعر له کاروان سره يومخيز  ناباندې پاتې شوی وي، خو د پروين ملالې غوندې يې ازاد يا نيم ازاد هغه هم زيات غزليز رنګ را اخلي. کټ مټ، لکه د ايرانۍ بهبهاني ازاد غزل چې راتلونکې ته به  زموږ د غورځنګ يو بل رغنده ټوک رغوي. يو نيم يې بيا د لرو شاعرانو له نومونې (( ازاد نظم)) سره سم، رښتيني((نظم)) ته ډېر ورته برېښي، لکه ((لوی خدای ته فرياد، چنار خبرې کوي191 )) در واخلې.مانا داچې دغلته يې هنري ارمان ناببره د ټولنيز ارمان تر سيوري لاندې راغلی دی. دغه راز نانډولي د اند، عابد او يو نيم بل نوموتي غزلبول په ځينو ازادو بېلګو کې هم رامخته کېږي.
نورخو په ټوليز ډول، لکه پاس چې ورته نغوته وشوه، کاروان هنري ارمان ته تر ټولنيز هغه زيات پاليال او ژمن پاتې دی او له دې پلوه پر غزل يا بل هرپښليز(قافيه وال) او ازاد شعر خپل ښکلاييز څوب (ذوق) او شاعرانه واک و وس، کله هم ان د ښندې تر بريده ازمايي او په همدغه چم يې  تر نوروګردو همليارو او همسبکو د مينه والو کړۍ  ډېره ارته او بيرته ده او منښت او ګرانښت يې پرله پسې غځونې کوي.
په هر ډول بيا هم تش نږه غزل له ټولو ښکلاييزو نوښتونو سره سره نور دومره پېرو پلور نه لري، لکه واخلې د سالک يا ازمون هغه. ترڅنګه يې  زړه سواند، پيکار اند او يو شمېر نور بيا پر دې بريالي شوي چې په خپلو غزليزو انځورونوکې  هممهال ساه هم ښه ترا ورپو کاندې او پر خبرو يې راولي!
له منځپانګيز- انديز پلوه هم ماد يو لړ بېلګو له مخې داسې نګېرلې او نومېرلې چې کله ناکله په نا ځانخبري(نا اګاهانه) ډول د کوم وږي تږي يا رنځېدلي ځورېدلي په ليدو ځانګړی پاړکيز او ورسره د تړلي تېر، او لا اوسني ژوند سختۍ او خوارۍ دکاروان  پر شاعرانه اندو واند را يرغالي او د انځورنې  لپاره يې د منډې له مخې د قافيې له باستيله راوځي، نورو کالبونو او ان ازاد شعر ته پنا راوړي. ترهغې وروسته ژر بيرته پر هوښ راځي او د چا خبره د ځان سانسورونې لار  راخپلوي. له ګروهيز پلوه يې هم همداسې در واخله او هغه داچې جهادي مخينه يې يوه ورته سانسورته اړ باسي او هڅه کوي، د ټولنيز ارمان يا پيغام په رارغښتنه د چپيوالي او يا لږ تر لږه، د غني اوجهاني غوندې ورباندې د مستۍ او رندۍ تور و نه لګول شي!
 په هره توګه ،بره خوا تر انقلابي پيڅول لاندې د ازاد، سپين او ان  ناپېيلي پښتو شعر له رادودولو سره يوه رښتينی غورځنګ رامنځته شو چې غبرګو ارمانونو پکې له خورا ښه انډول سره اړخونه بدلولای شول. په پايله کې يې ډېر ګوندي او نا ګوندي ځوان نوښتګر شاعران را وټوکېدل او سياسي ترين شعرونه، ښکلاييزترين شعرونه شول او ښکلاييزترين هغه سياسي ترين، چې را وروسته پکې د انټرناسيونالېزم پر ځای ورو ورو  هيومانېزم هم سترګې و غوړولې:
((... هره لوېشته د دې کلي
         چې د خدای(ج) له خوبه شنه وه
         اوس يوازې د کارغانو
        او زاړه شيطان کېږدۍ ده... ننګيال،سيندونه هم مري125)).
حال داچې لره خوا شعر و شعار او ((رښتيني))غبرګوني ارمانونه سره دومره و نه اخښل شول او تر پايه يوله بله زيات جلا او يا هم ګردسره نه پوخلاکېدونکي پاتې شول او ياهم له شاتګپالي سياسي شعارسره:
((زموږ وطن
لکه زخمي مجاهد
چې د روسانو په ګوليو يې ټټر سوری وي...کاروان، هماغه ټولګه 84).
  پاتې شوه د سيالۍ خبره:
په دې کې هم څه اړنګ بړنګ نشته چې  د پښتني ټولنې د هنري او ښکلاييز څوب د خړوبونې او روزنې له پلوه د پښتوشعر په پرمختيايي بهير کې د کاروان ونډه پوره څرګنده او جوته ده، خو د هېواد، سيمې او نړۍ پر کچ، لږ تر لږه له نومهالي پارسي او اردو شعر سره، هغه هم تر هرڅه له مخه، د ټوليز انساني پيغام له ګوټپېره، د پښتو شعر د سيالۍ په جوګه کولو کې ښايي، د نوښتګرو ريالېستو او په تېره چپي ((مترقي)) هغو هومره ونډه و نه شي اخېستلای، سره له دې چې هغوی به  هرګوره، سم له لاسه د خپلو همژبو مينه والو په شمېرکې له ده سره دومره سيالي و نه شي کړای!
په لومړۍ سيالۍ کې د کاروان د کمسيالۍ يو لامَل دا هم کېدای شي چې د دغې بلې ډلې په تو پير يې پر منځپانګيز اړخ سربېره انځورونه، سېمبولونه او اسطورې له پښتني- افغاني او ديني– عربي، په بله وينا، له اَرياني او سامي نړۍ او کړۍ تېری نه کوي، حال داچې هغه پر دې سربېره پر نړيوالو هغو او ورسره ورسره پر انطاق(انېمېزم)، تشخيص(پرسنيفيکېشن)، اړوپېچ(پرادوکسۍ) او نګېرګډون(حس اَميزۍ) هم پوره زوراچوي او دويم لامل يې داچې هغه د ده غوندې د کلاسيک او بيا هندي کلاسيک په لاروۍ له دوده لوېدلې او له رياضته ډکې((تصنعي)) افقي انځورګرۍ څخه دومره نه، بلکې له څه ناڅه ساده، خو زيات نوښتګرانه ((صعودي)) هغې ډېر کار اخلي، لکه د ننګيال له هماغې ټولګې(137)  څخه دا لنډ سپين شعر:
د پلار مړينه مې وليده
او د ورونو زړه چاودون هم.
لوړې مې ډېرې وزغملې
او تندې هم…
خو يوه يې دومره دردوونکې نه وه
لکه:
نشه چې نه وي پوره
او ښيښه پای ته ورسي!
او دا هم د کاروان له نوموړې ټولګې(261) څخه د يوې ښکلې  او زړه راښکونکې ازادې بېلګې  پايله را اخلم چې په استثنايي يا تصادفي توګه له پاسنۍ سپينې هغې سره د غبرګو ارمانونو د پوخلاينې له پلوه څه نا څه ورتوالی لري، په همدومره توپير يا امتياز چې ده بيا پرصعودي  انځورګرۍ سربېره افقي دا هم ورسره څه ناڅه پر کار اچولې ده:
... ما د زخمونو په ورغوي کې د درد په ګوتو
پټه تبجنه سکه
چې د ژوند نوم وو لګېدلی د سکې پرسينه،
د دوکاندار په يخ ورغوي کې په ورو ورو کېښوه،
شرنګ يې چا وانه ورېده.
په غزلبڼ کې يې چې چېرې يو نيم انځور لکه اور اورکی  له ځلاسره سا هم  واخلي، نو بيا د هرچا پر شونډو ناڅي او په ټوله مانا د ((يوه سياسي ترين او  ښکلاييز ترين شعر)) د بېلګې په توګه  ارزول کېدای شي:
د وطن پېغلې مې پر غاړه وړي د اوښکو امېل،
د پاريس نجونو ته غمي له بدخشانه رسي


بېرته شاته

كـــــور
نوې ژبپوهنه
پښويه(ګرامر)
ليکلار
وييپوهنه
سيند(قاموس)
بدلمېچ(عروض)
پښتواوپښتانه
کړنيزه ژبپوهنه
نوې ادبپوهنه
شعري ځېلونه (ژانرونه)
نثري ځېلونه
کر ه کتنه
غبرګون
خبرتيا او ګوزارش
پیِغامونه
ليکونه
انځورونه
كــــور  ::   دپوهاندزياراندوژوند  ::   خونديځ(ارشيف)  ::   کتابتون  ::   اړيكي