څانګيزه ژبنۍ او ادبي او بپاڼه  
  www.zyar.net  
 
 
  اړيكي کتابتون خونديځ(ارشيف) دپوهاندزياراندوژوند
 
نيوليک
 نېټه : 08.08.2011 |   ليكوال : پوهاند دوکتور مجاور احمد زیار     چاپي بڼه
غلا يا سرقت(Plagiarism)

 دلته له غلا څخه موخه ((ادبي)) او بيا ((شعري)) غلا))، انگرېزي نومونه، هرگوره، ادبي او هنري هغه په ټوله کې رانغاړي. په شعري غلا کې له ژبنۍ او هنري جامې او جولې نيولې، تر رديف و قافيې او بيااند و واند او (خيال او مفکورې پورې چې يو شاعر له بله څه راواخلي او هېڅ يوه يادونه او نغوته يې و نه کړي. مضمون او منځپانگه، تول وتال(وزن و اهنگ) يا له بل تخنيکي بڼې ياځېل،ژانر(غزل، څلوريزې، دوييزې، بوللې...) يا ناقافيه والو ځېلونو کې  همرنگي يا ورتوالی په دغه لړ کې نه راځي- دغلته له ((مضمون)) څخه موخه سکالو ياموضوع ده، نه هنري جوله او شيدايې (مضمون دزد) تړنگ کارولی دی.

پر پښتوکلاسيک د پارسي او بياهندي-پارسي سيده او ناسيده اغېزې، که د غلاتر بريده نه دي رسېدلې، پښتو ژبنۍ جوله يې تر ډېره مسخه کړې چې څرگنده بېلگه يې د شيدا شعري ژبه ده. همداراز يې زموږ يو نيم اوسني وتلي او ډېر ستايلي پليوني غزلبول هم درواخله چې لږ تر لږه يې د ((ژباړې)) تر بريده  رسولې ده. د غلا يوه نا بښنوړه بڼه د (و) گړني ادب، په تېره د لنډيو هغه ده چې دوديزو يا نيم ولسي وينا والو، او يا د چا خبره((ناظمانو)) ته يې ډېره گوته نيول کېږي

له ځانه غلا(Self-Plagiarism)

استاد غضنفر د ښاغلي جلان د شعرکره کتنې په ترځ کې د دغه شعري ويار(عيب) يادونه  هم کړې ده، او د دې لپاره چې زموږ مينه وال ترې په دې تړاو د شعري- ادبي کره کتنې نور په زړه پورې ټکي هم زده کاندې، اړوندې څرگندونې يې تر ډېره ځايه کټ مټ دلته راخلو :

((... زموږ په ادبي بحثونوکې د سرقت بحث شته، خو دا بحث نشته چې شاعر له ځپل ځانه څومره غلا کوي. کله کله يو تکړه ليکوال يا شاعر يوه جالبه خبره وکړي، خلک يې د نوښت هرکلی وکړي، بيا نو دی ولگېږي، هماغه خبره بيا بيا کوي. له ځانه غلا ته اروپايي ادبپوهانو پام کړی او د سلف پلېجرېزم اصطلاح يې ورته وضع کړې ده. څرنگه چې سلف پلېجرېزم ته زموږ په ادبپوهنه کې د عيب په سترگه نه دي کتل شوي، نو ممکن ځينې ډېر تکړه شاعران او ليکوال مو هم دا مشکل ولري، خو په هغو ډېرو لږو کسانو کې چې ان د خپلې خبرې تکرارول يې نه خوښېږي، يو کس جيلاني جلان دی.

جلان له تکرار، کليشې، سرقت او سلف پلېجرېزم سره د جگړې ميدان ته ځکه دومره زړور ورځي چې د شعر د ډگر تر ټولو ښه وسله يعنې د نويو تصويرونو وسله ورسره ده. د ډېرو کسانو په اند، د شعر او نه شعر توپير په تصوير کېږي او پر جلان چې  د شعر ښاپېرۍ تصويرونه وروي، نو ولې به نه وايي چې د چا پور نه منم؟ مگر د شعر په هنر کې  د لا ډېر پرمختگ لپاره په کارده، (چې) جيلاني جلان داخبره پر ياد ولري چې تصوير به د شعر ډېر مهم او بلکې تر گردو مهم عنصر وي مگر تصوير ټول شعر نه دی. د ښاغلي جلان په دا(دې)لاندې بيت کې مجازي تصوير(تشبيه، استعاره يا بله داسې وسيله چې د تخييل قوت او جدت ثابتوي) نشته مگر د ده د هغو بيتونو غوندې خوند ورڅخه اخلو چې کاميابو او نويو تشبيهاتو، استعارو او مدعا مثلونو پکې لوړ هنر پيدا کړی دی. دی وايي:

زاهده ته پوه شه او خدای پوه شه چې خوند نه کوي،

داچې کږې وږې پرتې دي پر خالونو څڼې؟

په دې بيت کې د عاطفې شدت هنر پيدا کړی او دا شدت د جملې له جوړښته زېږېدلی دی. دلته شاعر واقعي پوښتنه نه بلکې بلاغي پوښتنه کوي، يعنې نه غواړي چې له زاهده معلومات تر لاسه کړي بلکې فکر کولو او پر پخواني دريځ باندې شک کولو ته يې وربولي. موږ په دې پوښتنه کې پر ښکلا باندې د شاعر باور احساسوو او دښکلا د دفاع لپاره د هغه زارۍ اورو. د زاهد لاره زموږ په ادب او کل(کول) تور کې صراط المستقيم ده. موږ د سمې لارې ضد کړه لاره بولو او له کړو وږو پرتو څڼو بيباکي،ازادي او له قيدوبنده بې پروايي ورېږي. دلته د شاعر عاطفي دريځ شخصي نه بلکې انساني او عمومي دی. په ازادۍ پسې انسان همېشه گرځېدلی او دې مينې کله نا کله دومره مجنون کړی چې د ازادۍ په تمه يې غلامۍ ته غاړه اېښې ده.د ښاغلي جلان دا خبره چې د چا پور نه منم او زه هم پر چا پور نه لرم، له يوه کس سره اړونده ده، خو په دې بيت کې راغلې خبره ټول انسانيت ته پيغام لري. د انسان د ټول تاريخ د مبارزې او مجاهدې يو اصلي مقصد داوو او دادی چې بايد ازاد وادسي، بايد داحق ولري چې د بل چا له وېرې پرته خپله خبره وکړي، خپل شخصيت څرگند کړي او پر هغه لار روان شي چې ده ته مناسبه ښکاري...)).

د جلان په څېر يو شمېر وتلو شاعرانو په خپل هنري واک و ځواک د بيا بيا راغبرگونو، په نورو ټکو، دکرغېړنتيا(ابتذال) او په پای کې، د((کليشه يي))  گوتلکيو مخنيوی کړی دی. دساري په توگه، پير محمد کاروان(چنار، ښاپېرۍ...) وييونه او تړنگونه بيا بيا کارولي، خو ترې رغولي انځورونه يې  ورسره بيا بيا نه دي راغبرگ کړي؛ همداسې نور نوښتگر هم درواخله!


بېرته شاته

كـــــور
نوې ژبپوهنه
پښويه(ګرامر)
ليکلار
وييپوهنه
سيند(قاموس)
بدلمېچ(عروض)
پښتواوپښتانه
کړنيزه ژبپوهنه
نوې ادبپوهنه
شعري ځېلونه (ژانرونه)
نثري ځېلونه
کر ه کتنه
غبرګون
خبرتيا او ګوزارش
پیِغامونه
ليکونه
انځورونه
كــــور  ::   دپوهاندزياراندوژوند  ::   خونديځ(ارشيف)  ::   کتابتون  ::   اړيكي