څانګيزه ژبنۍ او ادبي او بپاڼه  
  www.zyar.net  
 
 
  اړيكي کتابتون خونديځ(ارشيف) دپوهاندزياراندوژوند
 
نيوليک
 نېټه : 08.08.2011 |   ليكوال : پوهاند دوکتور مجاور احمد زیار     چاپي بڼه
ناپېيلی يا منثور شعر

 (Prosaic poem)

د دغه درېيم ډول ازاد پښتو شعر پيلامه چې انگرېزي يې پر پاسني نامه  سربېره poem poem in prose, Poetic prose, prose in هم بولي، الماني يېProsadichtung  او پارسي ((شعر منثور))، په وسمهالي ادبي پېر کې مولوي احمد (١٢٦١-١٣٠١س) او ورپسې لا ښه ترا منشي احمد جان (١٣٣٠ل مړ) رانښلولې ده. له هغه راهيسې څه ناڅه يوه پېړۍ په بېلابېلو نومونو (ادبي نثر، هنري نثر ادبي ټوټه، ادبي پارچه) په لره بره پښتونخوا کې ښايسته ډېر ويل شوی دی.(ش.سنگروال:            ١٩٩٧،

٤٧٢؛ ز. هېوادمل:١٣٥٦)

 

د ((مرسل نثر، مسجع نثر او موجز نثر)) په نومونو درېگوني نثري ډولونه چې ښايي د پارسي هومره يې په تېرمهال پښتو ادب کې دومره زيات څرک و نه لگېږي، هم د ناپېيلي شعر په څېرمه ځېلونو کې راوستلای شو.

 

په لره خوا کې تر احمد جان راوروسته ماسټر کريم او بره خواتر استاد الفت، استاد بېنوا، استاد رښتين، مولانا خادم، محمد دين ژواک او محمد جان فنا ساپی تر نورو ډېر کښلي، په تېره ارواښاد ژواک چې له ١٣٤١ل يې تر مړينې (١٣٨٥) پورې اوږه ورکړه او درې څلور خپلواکې ټولگې يې راپرېښووې. په دې توگه استاد ژواک د دغه شعري ځېل له څومرييز او څرنگيز او د (( افقي تخيل)) له پلوه تر نورو پښتنو وړاندې دی او د لومړي پښتو ناپېيلي يا منثور شعر ليکوال ((prosaist poet)) يې نومولای شو.

 

ورپسې کېدای شي. د نورو غوندې دغه استاد هم په لومړيو کې خپل دغه ادبي ځېل يا ژانر ((ادبي ټوټه)) او راوروسته ((سپين شعر)) باله، خو کله يې چې د ((افغاني حماسه)) نومې ټولگه پر١٣٦٩ل کال چاپ ته وړاندې کوله، د ليکوال په وړانديز يې د ((منثور شعر)) نومونه خوښه شوه. ارواښاد اسحاق ننگيال يې د سريزه ليکونکي په توگه هم راسره هوکې کړه او په همدې جاج و مانايې د خپلو خبرو په لړکې داسې ورارزولې وه:

((... په دې کې هېڅ شک نشته چې شعر، شعر دی او نثر نثر، خو داهم نه هېروو چې هر شعر، شعر نه دی او هر نثر، نثر نه دی... .

 

زه چې د کتاب له پيل نه تر پايه پورې څه لولم، په هغو کې له خياله ډکې رنگينۍ وينم، د هنر او هنريت ښکلې بېلگې پکې وينم چې پېښې او حوادث پکې د خيال په رڼه چينه کې ولل شوې دي...)).

 

د ننگيال دغه څرگندونې راته د استاد علامه حبيبي يوه ورته وراشه را يادوي چې پېنځوس شپېته کاله پخوا يې د استاد الفت په باره کې کښلې وه: ((... د الفت نثر شعر دی او شعر يې نثر...)).

 

داهم اړينه نه ده چې د چاخبره يو ((ادبي راپورتاژ))، يونليک او داسې نور نثرونه هم ((ناپېيلي شعرونه)) او يا هم په دوده نومونه ((هنري نثر)) وبولو، که يونيم پراگراف پکې هنري هم وي؛ هسې خو په رسنيز يا ژورنالېستيک نثر کې هم لږ و ډېر تخيل  پر کار اچول کېږي، او په سرچپه ډول يوهنري نثر هم دلته او هلته رسنيزه بڼه ولري.

 

په هره توگه، نن سباپر نړيوال کچ پرونی هنري نثر يا ادبي ټوټه يوازې د ناپېيلي شعر له نومونې سره د يوه  ژانر په توگه منل شوی او بيا چې عربو هم له آره شعر يو ((مخيٌله کلام)) بللی دی، نو په شعريت کې يې څه شک و شوپيان نه پاتې کېږي، په دې مانا چې دويم ستاينوم ((موزون)) د ((مخيٌله )) هومره دشعريت کوم اړين شرط نه بلل کېږي.

 

دا هم د ناېيلي شعر د بېلابېلو بېلگو نچوړونه:

- ظالمه زما پر زړه دې بېباکه واری وکړ!

ته نه پوهېږې چې زړه يوه هنداره ده؟

او لا هغه زړه چې د شعريت له شعوره ډک دی؟

د گلاب د گل پاڼه- يا پر روانو اوبو رالوېدلې وړانگه

چې په لږه شانې ربڼه رپېږي...

(ژواک، افغاني حماسه ج)؛

                                            - - -

- مننه چې د گلونو هار د ذوق له غاړې څخه نه وو سپمول شوی.

هلته چې د کابل سيند د کونړ سيند په غاړه کې غبرگ لاسونه

اچولای شي، هلته چې د وړانگو سيل د سپين غره پر سر

 د مستۍ اتڼ ته ځان جوړ باله...

(هماغه ٧)؛

                                            - - -

- يه زما ښکلې ناوې

  مه ژاړه

او ورټې ورټې اوښکې مه تويوه!

ماته ستا د اوښکو مرغلرې

                                                                  تر خپل مال و سرهم

                                                                                                             ډېرې گرانې دي

او دا د ډېرې خواشينۍ ځای دی،

دغه گرانبيه مرغلرې دې

هسې وړيا پر وړيا

د سترگو له سيپيو،

                                            پر سرو سپينو اننگيو

                                                                                                             مخ کښته راورغړي

او دانه دانه

                                            پر ځمکه

                                                                        راتوی شي

...(ناپېيلې ١-٢)؛

-         - -

- زه بې موخې، بې وېلاړه

لالهنده آخوا دېخوا

                                                                 گرځېدم راگرځېدم

او نه پوهېدم

چېرې ځم او څه مې ورک کړي دي.

کرۍ ورځ مې په منډو رامنډو

                                                     ځان ستړی ستومانه کړ

او ځمکې راته يوه شېبه ځای نه راکاوه

...(هماغه١٤٨ )؛


بېرته شاته

كـــــور
نوې ژبپوهنه
پښويه(ګرامر)
ليکلار
وييپوهنه
سيند(قاموس)
بدلمېچ(عروض)
پښتواوپښتانه
کړنيزه ژبپوهنه
نوې ادبپوهنه
شعري ځېلونه (ژانرونه)
نثري ځېلونه
کر ه کتنه
غبرګون
خبرتيا او ګوزارش
پیِغامونه
ليکونه
انځورونه
كــــور  ::   دپوهاندزياراندوژوند  ::   خونديځ(ارشيف)  ::   کتابتون  ::   اړيكي