څانګيزه ژبنۍ او ادبي او بپاڼه  
  www.zyar.net  
 
 
  اړيكي کتابتون خونديځ(ارشيف) دپوهاندزياراندوژوند
 
نيوليک
 نېټه : 11.03.2008 |   ليكوال : پوهاند دوکتور مجاور احمدزيار     چاپي بڼه
جلاوطن ځوان پښت ته د مورنۍ ژبې ښوونه د ژبښوونې د بنسټونو په رڼا کې
لومړی -پيلاميزې خبرې
د دې لپاره چې د مورنۍ ژبې ښوونه(تدريس) د ژبپوهنې او بيا کاروني يا تطبيقي ژبپوهنېlinguistics)(applied يوه ډېره کاروړ ه څانګه ده او زموږ دا څېړنه هم پر همدغه چلند) (approach approach ټيکاو لري، نود ارې سکالو تر ځانګړې تخنيکي برخې له مخه راته اړينه  برېښي چې په همدې تړاو د يوه ښوونيز پلان (curriculum ) او اړوندو  ښوونتوکيو (درسي موادو) او لوستتوکيو يا درسي مفرداتو  رغوونکيو او بيا ښوونکيو د لا زياتې خبرتياپه موخه يو لړ پيلاميزې(مقدماتي) خبرتياوې، په بله وينا، پېژندونه (تعريفونه) لنډ لنډ وړاندې کړو(1).
ژبه
 ژبه د يو لړ تړوني( اتفاقي) غږيزو او اوريزو پيلامو(نښو) يو غونډال(سېستم) دی چې هره يوه يې زموږ د يوه ذهني انځور ښکارندويي کوي. دغه انځورونه چې د يوې ټولنې وګړي يې په يوځايي ډول  د خپلمنځي پوهاوي اوخبراوي (communication) لپاره پر ژبه راوړي  اوخبرو اترو يا وينا(conversation or speech ) ته رښتياينه بښي،د اړوندې ټولنې د غړيو د اندونو، واندونو، ولولو، انګېرنو، نګېرنو، پارېدنو، ځاځونو، پرغزونو،اندېښنو، ګيلو ګوسو، غوښتنو، پوښتنو، غبرګونونو، موخو، وېلاړونو، خوښيو، کړ و وړو او نورو راز راز پژني او رواني اکرو بکرو... څرګندويي کوي او د چاپېريال او مهال څيزونه، ښکارندې، پېښې،ښه او بد... رااخلي. په بله وينا:
ژبه د پوهاوي راپوهاوي وسيله ده.د ژبې په مټ خپل اندونه،واندونه (خيالونه)، ولولې، هيلې او غوښتنې سيده يا ناسيده، عمودي يا افقي نورو ته لېږدولای شو. خبرې اترې يې سيده او ليکنه يې ناسيده ډول دی.که بيا يې  هممهالو ته لېږدوو، افقي او که راتلونکو پښتونو( نسلونو) ته يې لېږدوو، عمودي بلل کېږي. 
 
مورنۍ ژبه او ارزښت يې
مورنۍ ژبه له اره هماغه ژبه ده چې يو وګړی يې ړومبی ځل په کوشينه کې له مور، تي مور، پلار، خور، نيا، نيکه يا بل هرهغه کالخوای(ولي، سرپرست) څخه زده کوي چې پالنه او پاملرنه يې ور تر غاړې وي. مانا داچې اړينه نه ده، هغه دې يوازې له هماغې خپلې بيالوجيکي مور  زده کړي، خو څنګه يې چې له پخوا زمانو راهيسې په زده کړه کې دادکۍ(ارې) مور ونډه ټاکنده راغلې ده، نو په دوديز او ټوليز ډول په دغه نامه(مورنۍ ژبه) همداسې نومولې پاتې ده. هرګوره، ژبپوهان يې نن سبا تر((مورنۍ)) ((لومړنۍ )) ستاينوم ډېر کاروي . دا سې هم نه ده چې ګوندې هرکوشنی به هرو مرو د خپلې ارې مور ژبه زده کوي او کېدای شي اړوند کالخوای يې د کومې بلې ژبې ويونکی اوسي او هماغه يې لومړۍ زده کړې ژبه وګرځي .
 
  په کابل ښار کې داسې کورنۍ هم ښايسته ډېرې ليدل شوي چې کوشنيان يې تر پښتنو ميندو د پارسيوانو پلرونو او نورو ورسره کورنيو غړيو او کور بهر ورته چاپېريال تر اغېز لاندې يې پارسي لومړۍ ژبه ګرځي او ميندې يې هم دېته اړوځي چې ورسره پارسي و غږېږي. ان هغه مهال چې په هغه ښار کې پښتوژبې کورنۍ لږې او خال خال وې، داسې بېلګه نيمه هم مخې ته راتله چې د پښتنو مور و پلار کوشنيان له چاپېريالي اغېز منۍ سره پارسي ژبي را لوی شوي دي . داچې موروپلار ورسره زياتره پښتو غږېدلي او دوی يې پارسي غبرګون کړې، نو را وروسته يې د اړتيا يا ځانګړې لېوالتياله مخې د دويمې ژبې په توګه په اسانۍ خو له يو لړ ګرامري ښويېدنو او تېروتنو سره څه ناڅه راخپله کړې ده. په هره  توګه، که له يوه داسې کمپېښي ((دوه ژبيوالي)) راتېر شو، په ټوليز ډول هره ژبه يا ژبې چې يوکوشنی يې تر کورني چاپېرياله راوروسته زده کوي، دويمه او پردۍ ژبه بلل کېږي (2).
 
دزده کړې د وسيلې په توګه
ژبپوهان او ښوونپوهان په ګډو څېړنو پلټنو کې دې پايلې ته رسېدلي چې مورنۍ يا لومړنۍ ژبه د پردۍ ژبې په پرتله په سل کې له 25 تر 30 د زده کړې بهير زيات چټکولای او ګټورولای شي. د ساري په ډول يوپښتون کوشنی (ډوډۍ) تر(نان) ځکه ژر لوستلای او ليکلای شي چې له مانا او وينګ سره يې وار له واره بلد دی او ټول پام يې يوازې پر لوست و ليک راټولېږي، همداسې يې پارسيوان هم پرخپل وار تر(ډوډۍ) د (نان) لوست و ليک ژر او اسان زده کولای شي.
 له همدې لامله مورنۍ ژبه لږ تر لږه د ليک و لوست او ورپسې د نورو لومړنيو زده کړو د وسيله       (medium)ژبې په توګه، لکه پخپله زده کړه (تعليم)، د هرچا له بنسټيزو انساني او مدنی رښتو(حقوقو) څخه ګڼل شوې ده.
 نړيوال فرهنګي سازمان يونسکو هم له همدې پلوه ټولو دولتونو او حکومتونو ته پرله پسې سپارښتنه او ټينګارکوي چې بايد د نوي زده کوونکي کوشني دغه رښته(حق) له هر راز بلوساک و زبېښاک، تنګ ليدۍ، سخې رخې، توپيرو تربګنۍ، سيالۍ اوکمينۍ ... خوندي وساتي، که هغه پرهېوادني کچ وي، يا جهاني کچ. په بله وينا، د خپل هېواد دننه وي، يا په جلاوطنۍکې د بل (کوربه) هېواد دننه!
 
 داچې د افغانستان د ښوونې روزنې چارواکو د همدغه سږني ښوونيز يا تعليمي(1386ل) کال له پيل سره د کابل ښار په پښتون مېشتو ښارمېنو (کارتو) او شاوخوا سيموکې يو لړ جلا لومړني پښتو ښوونځي يا د پارسي ژبو ښوونځيو دننه پښتو ټولګي پر کار واچول، د همدغه نړيوال بشري حق پرځايکړه بلل کېږي، هغه هم د کابل ښارد اړوندو کورنيو د کلونو کلونو په پرله پسې غوښتنو اوفشارونو سره.
دا د خواشينۍ خبره ده چې يو شمېر تنګ ليدي او لنډ اندي تش پر نامه هېواد وال دغه ملي- انساني هڅه (( پشتوسازي)) انګېري او د انتي پشتني- افغاني انګروزو په لړ کې يې د يوې تازه پلمې او وسلې په توګه را مخته کوي. د چا خبره، خپل ملي ضد ستم بين المللي او انساني ضد ستم ته ور غځوي!
 
يوژبی اودوه ژبی
يوژبی(monolingual)هغه څوک دی چې هماغه يوه مورنۍ يا لومړنۍ ژبه يې زده وي او کاروي يې . يوژبيوالی لږ تر لږه درې لاملونه لري : يا يې په اړوند کورني يا ټولنيز چاپېريال کې  دويمه ژبه نه وي ، يايې له بل يا نورو ژبنيو چاپېريالونو او ويونکيو سره راشه درشه او اړيکي او ياورته د زده کړې کابو او کېدون . يو ژبې ټولنه بيا هغه ده چې په اړوند ټاټوبي کې يې هماغه يوه ژبه شتون ولري او هماغه يې يوازينۍ ملي او رسمي ژبه اوسي.هرګوره، په نړۍ کې د يوژبيو وګړو او ټولنو شمېر تر دوه ژبيو هغو ډېرليدل کېږي(3).
 
دوه ژبیbilingual) ) وګړی هغه دی چې له اره يې په دوه ژبي کورني يا هېوادني چاپېر يال کې چې د بېلګې په توګه يې پلار پښتو ژبی وي او مور يې پارسي ژبې، له هماغه زېږون راهيسې هممهال دوې غبرګې ژبې زده کړې وي. دوه ژبې ټولنه بيا هغه ده چې په اړوند ټاټوبي کې يې دوه ژبې وي، لکه په افغانستان کې ديو ګڼ شمېر نورو(لږه کيو) ژبو پر وړاندې دوې غورې(پښتو او پارسي) ژبې له لږو ډېر توپير سره يو برابر رسمي او کاروني ارزښت لري. داهم ازمايل شوې چې د دوه ژبي ذهن، اندو واند(انديشه و خيال) تر يو ژبي همزولي هغه  ښه ترا وده وش مو مي، ځکه دوه ژبني سېستمونه سره پکې همزمان اړخونه بدلوي (4).
 
دويم ډول يې داچې يوه کوشني تر مورنۍ(لومړنۍ) ژبې وروسته دويمه ژبه لږوډېره له نژدې يا لرې چاپېرياله او يا هم د ښوونځي او ليک لوست له لارې زده کړې اوسي، لکه واخلې دري پارسي چې له پخوا راهيسې په کابل کې له وړکتونه تر پوهنتونه پرنورو ګردو استوګنو د يوازېنۍ تعليمي ژبې په توګه تپل شوې ده. له همدې کبله دا راز دوه ژبيوالي ته اجباري، نا طبيعي يا ښوونځيوال دوه ژبيوالی(school bilingualism) وايي او پر وړاندې يې مخکيني هغه ته طبيعي، رښتينی يا بشپړ دوه ژبيوالی (natural bilingualism) او هممهال د يو برابر لاسبري له پلوه غبرګ دوه ژبيوالی
 ( ambilingualism). همدراز يې د د ندو اوموخو له پلوه نورډولونه هم درواخله(5).                                                                                                                                                    
 د ښوونځيوال دوه ژبي کوشني(پښتوژبي او بل هر نا پارسي ژبي) د هوښيارتيا او ځيرکتيا کچه(IQ) هم څه ناڅه تر يو ژبي همزولي( پارسيوان) لوړه ختلای شي. د دې خبرې ژوندۍ بېلګې د هېواد په بېلابېلو سيمو، په تېره کابل ښار او اړوندو ښوونځيو کې ښايسته ډېرې ليدل شوې او لا ليدل کېږي. 
هرګوره، تر نهه کلنۍ پورې درېيمه ژبه پر کوشني باندې پېټی کېږي . لکه څنګه چې دپاکستان په لومړنيو ښوونځيوکې له هماغه لومړي کال څخه د دوه سلنې(فيصدي) لږه کۍ اجباري سرکاري ژبې (اردو) ترڅنګه عربي او بيا (ښايي)مورنۍ يا سيمه ييږه ژبه  ټولو ماشومانوته ور زده کېږي او پر څلورم کال ور باندې انګرېزي هم ورسرباري کېږي چې نه له ښوونپوهنيزو (پېداګو لوجيکي) ارونو او دويونو(اصولو او قواعدو) سره سمون لري، نه له ژبپو- هنيزو (لېنګويستيکي)، ټولنپوهنيزو (سوسيالوجيکي)، ارواپوهنيزو (سايکولوجيکي) هغو سره، او له دغو ټولو سره سره له بشري رښتو(حقوقو) څخه د دغه دولت يو څرګند سر غړاوی بلل کېږي! 
 
 په ټوليز ډول په کوشينه کې د اورېدو له لارې د مورنۍ( لومړنۍ) زده کړې ژبه تر بلې هرې زده کړې ژبې زياته پخه او پياوړې وي او له زړه، ذهن او شعور، په بله وينا، اندو واند او خوب و خيال، نګېرنو، انګېرنو او ولولو سره تر ټولو زيات نه شلېدونکی اړاو تړاو لري. د ساري په توګه هغه ناڅاپي يا هيجاني چغې غږونه يې چې د يوې نا ببرې پېښې، درد، برېښ وڅړيکې، ځاځ و پرغز، پارېدنې، خوښۍ، خپګان، هېښتيا... پر مهال بېواکه او ناڅاپه له خولې راوځي، د هماغې مورنۍ ژبې ښکارندويي کوي(لکه د پښتو په تړاو:(وې، وای، واخ، اخ، و مورې، و خدايه...!).
 ليکونکی له داسې يوه ار دوه ژبي افغان سره هم ورپېښ شوی چې يو وخت يې په فرانسه کې له  ټکرمخامخېدو سره د مورنۍ ژبې(پارسي)پر ځای د پلار پښتو چغه له خولې ختلې وه. لامل يې هم داوو چې له دوه ژبيوالي سره سره يې په کوشينه کې له يوې مور پرته نور ګرد کورني غړي پښتو غږېدل!
 
د مورنۍ ژبې ساتنه
 که د افغانستان غوندې په ګڼ ژبتوکميز هېواد کې دننه د هرې لويې او وړې مورنۍ (لومړنۍ) ژبې بايلنه بدلونه، نه يوازې د اړوندو ويونکيو لپاره د لومړنيو زده کړو، بلکې ورسره د تړلې فرهنګي ځانګړنې له پلوه چې د ګډ ملي-فرهنګي وکر(هويت) رغنده ټوک بلل کېږي، ناوړې او ناسکيندې پايلې درلودای شي،په بهراو بيا لويديځ کې چې نن سبا يې د وروسته پاتې کړشوي او جنګ و جهل ځپلي افغانستان هماغه ډېری زده کړه وال او پوهيال پاړکی پوړ  را نغرلی، هم خورا ډېر رواني او پژني زيانونه رامنځته کولای شي.
 
لومړی پوخمنګی پښت خو که هرڅومره د نوي کوربه هېواد تر ژبني- فرهنګي اغېز لاندې راشي، نه مورنۍ ژبه له لاسه ورکوي او نه ملي او قومي دود و دستور او فرهنګ او ورسره هممهال را کډوال شوی ځوان پښت ښايي يوازې ژبه و ساتي، خو ورپسې تنکی، په بله وينا، درېيم پښت چې تر راتګ راوروسته د وړکتون او ښوونځي جوګه کېږي ياګرد سره له پوخمنګي يا ځوان پښته نوي رازېږي، مورنۍ ژبه ډېره اسانه له لاسه ورکوي. په تېره چې کالخوايان يې بې توپيره وي او يايې پر نقش و ارزښت دومره نه پوهېږي.ان تردې چې هغوی ورسره د په لوی لاس د مورنۍ ژبې پرځای په نوې زده کړې کوربنه ژبه غږېږي. يهودو د دې لپاره چې پر پردۍ خاوره د دين تر څنګه خپل راتپلي دولت ته  داوړو يوه بله پزه هم ور جوړه کړې اوسي، په لومړي سرکې مړه مذهبي عبري له خپلو بچيانو او هغوی په وړکتونو کې له رابايانو (ملايانو) څخه زده کوله!
 
دا يوازې ځانخبرې(با شعوره) کورنۍ دي چې مورنۍ ژبه د ملي وکر(هويت) او فرهنګ يوازېنۍ لېږندويه او ساتندويه وسيله انګېري اوغواړي، لږترلږه يې ترخپل درېيم پښته تانده او خوندي وساتي او تر وسې وسې يې د بشپړې پردي کېدنې مخنيوی وکړي.
د دغې اړينې موخې د برياينې لپاره داسې روښاندو افغانانو لپاره دوې لارې چارې په ګوته کېدای شي:
 
1- تر هرڅه مخکې بايد له خپلو کوشنيانو سره په خپله مورنۍ ژبه خبرې اترې وکاندې او ترڅنګه يې ورته په کورني چاپېريال کې په خپله ژبه،له ټنګ ټکوره نيولې، تر نندارمو او فېلمو پورې اوريزې – وينيزې (ايډيويژوالې) بوختوونکې او سرګرموونکې اسانتياوې برابرې کړي او په دې ډول يې له ډېرو بېلارې کوونکو تېلويزيوني فېلمونو او کمپيو ټري ګېمونو هم بې اړې او بې نيازه کاندې.
 
همدا رازيې تر کور بهر هم کورټ له پامه و نه غورځوي او تر يوې کچې او هغه هم په ناسيده ډول دا کا بو ور برابره کړي چې په چم ګاونډ، وړکتون يا ښوونځي کې له همژبي هېواد وال يا سيمه وال سره خوري وروري. مينه او دوستي وپالي. اړوندو کورنيو او دوستانو کره يې د روغ رنځور پوښتنې، غم و ښادۍ، کاليزې او مېلمستيا نيمې په پلمه له ځان سره بوځي. په دې توګه يې هم مورنۍ ژبه تاندوتازه پاتېږي او هم يې له ار هېوادني فرهنګ سره اړوندي او تړاو سمبالتيا او پياوړتيا مومي.
داسې هم نه چې يو مخيزيې د نوي يا دويم هېواد له هرراز همرنګۍ (assimilation) خنډ شي او د هند د نيمې وچې يا عربي هېوادو د مسلمانانو په پېښويې د خت پرتاګه، سرپټوني اومخپټوني اغوستنې کارونې ته اړ باسي. که نه په لوی لاس به خپل کوشنيان د توکميزوالې يا راسېزم موخه وګرځوي، که څه هم افغانان له دې پلوه تر تورکانو او ايرانيانو را وروسته په ټول لويديځ کې ښه نوم لري او له خپلو متلو (چېرې چې اوسې، په خوی به دهغو سې يا همرنګ جماعت باش) سره سم ژوند و ژواک راخپلوي.
 
 لومړی او دويم پښت دې له درېيم پښته دومره تمه ونه لري چې له هره پلوه او هوبهو به د دوی پر پله پل اخلي اوکټ مټ به ورته(مشابه) افغاني اندو واند، خوی بوی او کړه وړه راخپلوي. ځکه هغه نور، د چاخبره، د ژبې او فرهنګ له پلوه د نوې(کوربنې) ټولنې لږوډ ېرغړی ګرځېدلی اولا کېدای شي، د مور(يا پلار) له خواهم افغان پاتې نه وي. داسې هم نه ده چې ګوندې دغلته دې د افغانستان غوندې درېواړه پښته سره يوځای يا نژدې واوسېږي او ترخپلې سيده ولکې او اغېزلاندې يې وساتلای شي. نو ددې لپاره چې لږ تر لږه ورباندې خپله ژبه خوندي وساتي، په بله وينا، د دويمې ژبې په توګه يې ورزده کاندې، له نورو څيزونو ورته لږوډېر تېرېدل په کاردي.
 
2- دويمه لاره چاره پرله غښتې زده کړه ده، هغه داچې په دغه تړاو د کوربه هېواد له مرستو او اسانتياوو  څخه پوره پوره ګټه واخلي او که اړتيا پيدا شي، په خپل نوښت او لګښت اوونيز زده کړوځي يا ښوونځي رامنځته کاندې.
ترکوم ځايه چې ليکوال ته پته لګېدلې، سوېډن له هغو لويديزو او بيا اروپايي هېوادو څخه يو بېلګه هېواد دی چې د درېيمې يا پرمختيايي نړۍ له هېوادو څخه د راغليو اومېشت شويو کډوالو په ګټه خپله فرهنګي پاليسي له نړيوالو حقوقي ارونو او دويونو (نورمونو او قوانينو) سره سمه پر کار اچوي او ښه ترا لارې چارې او اسانتياوې ور برابروي. پر يوکلنو اوونيزو کورسونو سربېره په وړکتونو کې هم ور ښيي او په لومړنيو او منځنيو زده کړو کې د يوه مضمون په توګه هم پاينه(ادامه) ورکوي. هرګوره، په ناروې او اوتريش کې افغانانو په پرله پسې غوښتنو او ټينګار دغه رښته راخپله کړې ده.
 
په برېتانيا او بيا لندن کې  مېشتوافغانانو بيا د ورته رښتې د راخپلونې لپاره د ورته هلوځلو پرځای د کاروبار (بېزنس) لار غنيمت ګڼلې او ژبني کورسونه او ښوونځي يې رامنځته کړي دي. داسې چې چلوونکي يې هم له شاګردانو باړه(فيس) اخلي او هم له اړوندو کوربه څانګو او سازمانو څخه. دغلته، هرګوره بياهم يوازې هماغه فرهنګپال او روښاندي افغانان  خپل کوشنيان راولي او بې توپېره هغه ورسره کومه لېوالتيا نه لري.
 
په هر ډول د د رېيم پښت او لا ور پسې نورو ته د دويمې ژبې په توګه د مورنۍ ژبې زده کړه دا نړيواله ګټه هم لري چې که يومهال د کوربه يا دويم هېواد له خواخپل پلرني هېواد ته د يوه کارپوه په توګه استول کېږي، تر ارو هغو ((لويديځوالو)) ښه ترا کارکولای شي او ډېرې ګټورې پايلې او برياوې يې په برخه کېدای شي. همدا نن سبا موږ او تاسې په افغانستان کې د داسې غوروبېلګو يو څرک هومره لګولای شوچې ګوندې راتلونکې ته نوره هم پسې پراختيا ومومي.
 
دويم-تخنيکي يا څانګيزې خبرې
په لومړۍ برخه کې مو پيلاميزې(مقدماتي) يا څېرمه(ضمني) خبرې و څېړلې. په دې دويمه برخه کې اره، تخنيکي يا څانګيزه(مسلکي) سکالو(موضوع) تر ويينې لاندې نيسو. په دې مانا چې د جلاوطنو افغانانو د درېيم (او څلورم) پښت لپاره د مورنۍ (پښتو يا پارسي) ژبې زده کړه پر کومو ژبښوونيزو يا لېنګو- پېداګوجيکي ارونو(اصولو) او لاروچارو ټيکاو ولري. لکه څنګه چې په لومړۍ برخه کې ورته نغوته وشوه، دغه راز مورنۍ ژبه(په تېره دڅلورم پښت په تړاو) په رښتينه لومړنۍ نه، بلکې د کوربنې(لکه سويډني) ژبې ترڅنګه دويمه ژبه ګڼل کېږي او په کار ده، له همدې ګوټپېره يې وځيرو او وشنو. ځکه د درېيم او بياڅلورم پښت ړومبنۍ ژبه سويډني ده چې کوروبهر پې غږېږي او له وړکتونه يې تر پوهنتونه ليکنۍ يا ښوونيزه(تعليمي) ژبه بلل کېږي .
 
ښوونتوکي(درسي مواد)                                                 
له دوه ګونو افغاني ژبو څخه د هرې يوې ښوونتوکي (درسي مواد )او لوستتوکي( درسي مفردات)بايد د يوه داسې  زده کړيزپلان پر بنسټ برابر او چمتوکړشي چې تر هرڅه له مخه دکوربنو يا مرستندويو له خوا ور ټاکلي وخت او په واک کې له ورکړو تخنيکي اوزارو وسيلو يا نورو اسانتياوو او شونتياوو او بياد کورنيو له ښوونيزو ونډوسره سمون و لري. له ((وخت)) څخه موخه داچې اړوند کورس يا ښوونځی څوکاله يا سېمېستره غځېدای شي او بيا په اوونۍ کې څو ورځې او څوساعته. تخنيکي اوزار وسيلې هغه دي چې په ښوونيز بهير کې د ښوونکي د ښووانې تر څنګه اوريزې، وينيزې او وييزې اسانتياوې او لارې چارې شوني کوي او داسې نور اړوند ښوونتوکي او لوستوکي يا ربړې او ستونزې.
 
ټاکلي ښوونتوکي او لوستوکي به د ټاکلو ښوونيزو پېرونو يا کلونو له شمېر سره سم پر څو ټوکو کتابونو ووېشل شي او په دې ډول به د يوې پرله غښتې لړۍ(منسجمې سلسلې) بڼه غوره کړي .که د ښوونځي يا کورس ترڅنګه کورنۍ هم کارنده نقش يا ونډه ولري، تش هماغه ابېڅې(الفبې) کتاب بس ګڼل کېږي چې په دوو سېمېستروکې به يې ټاکلي لوستتوکي يا مفردات (syllabus) پر کار اچول کېږي. که نه، ښايي خبره درو څلورو ټوکو ته ورسي چې په هماغه شمېر ښوونيز يا تعليمي کلونه هم غځېدنه مومي. په پېښور کې د ځايي او افغاني  پښتو ژبيو لپاره شپږ ټوکيز کتابونه چمتو شوي ول چې د څلورکلن پلان له مخې په لومړنيو شپږو ټولګيو کې پرکار اچول کېدل(6).
 
له ساده والي د ګرانوالي پر لور
له ساده والي څخه د ګرانوالي يا پېچلتيا او ورسره ورسره له ټوک(جزء) نه ټول(کل)خواته پرله پسې پرمختګ يا پرمخيون دښوونپوهنې (پېداګوجۍ) او په ځانګړي ډول دژبښووني يا ژبني تدريس يو ټولمنلی ار(اصل) دی. په دې توګه په کارده، اړونده کتابي لړۍاو بياپه هريوه کې دننه لوستوکي له ساده والي څخه را پيل شي او ورو ورو پېچلتيا ومومي.
په  ټاکلې کتابي لړۍ کې ډېر غوره او پاموړ لومړنی هغه دی چې د دود له مخې لوست وليک literacy ياهم زموږ په وطني نامه ابېڅې او الفبا کتاب بلل کېږي. د دغه لومړني کتاب لوستونه به څه ناڅه پر پېنځو يا شپږو پړاوونو يا ډلو وېشنه مومي چې نيم به يې په يوه پېر ياسېمېستر کې وړاندې کېږي او نيم به يې په دويم هغه کې.
 لومړي څو لوسته به د داسې وييونو پر بنسټ جوړېږي چې هم لنډ او يووستوي وي، هم يې د رغنده غږونو توري سره جلا جلا اوهم پژيز (غيرمجرد) له انځورونو سره، لکه: اس، دادا، ور، اور، واوره، وږی، ادې،دوه، درې، اووه، زر، اس،ورږ، اوښ، واښ، وز، وزه، ورور، ډُول، ډوډۍ، اوړه... . چې يوازې به د تخنيکي اوزارو په مټ په اوريز، وييز او وينيز(انځوريز) ډول وړاندې کېږي.
د دويم پړاو لوستونه به پر تېرو وييونو سربېره نور داسې وييونه هم رانغاړي چې څه ناڅه اوږده، انځوروړ، او توري يې سره لږوډېر نښتي (مرکب) وي، لکه: مور، پلار، نيا، نيکه، چرګ، چرګه، هګۍ، هډوکی، سپی، پسه، غوا، غويی، يو، اته، لس، شل،خوسی، څوکۍ، اوبه، سيند، هسک، خور، ناوې، کور، کالي، بابا، لالا، باغ، بڼ، کار، کب، کټ، خت، څادر، پټو، سر، لاس، پښه، موږک، ږمنځ... .
 په دې پړاو کې به  ښوونکي  د هماغه تخنيکي سېستم په کاراچونه شاګردان دېته هڅوي چې له اورېدو سره يې  سم له سمونې ور غبرګ (تکرار) کاندې، ورسره يې مخامخ بيا بيا تمرين کړي او په پای کې يې د لنډو لنډو پوښتنو ځوابونو ته هم  راوبولي.
 
د درېيم پړاولوستونه بيا داسې اوډنه و مومي چې ليکنی کړاو(مشق) ور سره تړلی وي. دغه کړاو به د ړومبي پړاو له نانښتو(مفردو) وييونو څخه راپيلېږي اود دويم هغه پر سره نښتو(مرکبو) هغو او ورسره ورسره اسانو او ساده نومځرو(ضميرونو)،ستاينومونو(صفتونو)، کړولونو(قيدونو) به پای ته رسول کېږي. په همدغه پړاو کې داهم له ياده کښل په کار  نه دي چې د ابېڅې ټول توري راونغاړي او په دې ډول به د همدغه پړاو پای ته د اړوندې ابېڅې(الفبا)بشپړ ليکلړ(فهرست) هم وړاندې کېږي. هرګوره، د دغه ړومبني کتاب له هماغه پيله د هر مخ نوي نوي توري کېدای شي، په اړوند لمنليک(حاشيه) کې تت او کمرنګ چاپ شي او د شاګردانو سترګې ورسره روږدې شي، بې له دې چې په سيده توګه ور ښوول شي (7).
 
په څلورم هغه کې به له وييپانګې(لغوي ذخيرې) څخه په کاراخېستنه چې  د تېرو درو ډلو يا پړاوو يووستوو وييونو(کلمو) تر څنګه به د بېلښتي او تړښتي(اشتقاقي او ترکيبي) هغو په سربارۍ پوره غځېدلې وي، لنډې لنډې رغول شوې غونډلې(جملې) پر کار اچول کېږي. په دغه برخه يا پړاو کې به شاګردانو ته کورنی کار هم ورکول کېږي چې تربل لوسته به يې بشپړوي او ښوونکي به يې د همغه لوست په ترځ کې مخامخ ور سموي او ارزوي.
 
دپېنځم ياورستي پړاو لوستونه به له لنډو او خوندورو نثرونو، لکه ټوکو، طنزونو، نکلونو او ساده وړو وړو نظمونو او ترانو څخه برابرېږي، داسې چې منځپانګه يې تر وسې وسې افغاني رنګ و خوند ولري. د دغه پړاوکورنی کار به زېږندويه(انشايي يا ايجادي) بڼه ولري چې د شاګردانو وړتيا(استعداد) ور سره غځونې وکړي. د ساري په ډول به هر هر څوک ځانته تر بل لوسته له پورتنيو نثري ځېلونوڅخه په خپلو ګوتو يوه يوه بېلګه کاږي او په ټولګي کې به يې نورو ته اوروي.
په دې توګه به د هر لوست مهالپېر(سېمېستر يا کال په اوږدو کې د همدغو کورنيو کارونو ارزونې د ازموينو ځايناستې کېږي او دګرد پېر(دورې) پای ازموينو ته به هم کومه اړتيا نه وي، بلکې د کورنيو يا کالخوايانو په ګډون به د يوې سرګرموونکې مېلې يا جشن په ترځ کې په بېلابېلو پوړيو يا درجو بريليکونه ور وېشل کېږي .
ليکنۍ ربړه يا پرابلم
د درېيم پښت لپاره د مورنۍ ژبې په زده کړه کې دوديز عربي اری ليک ډول يو ستره ستونزه ده نومېرل کېږي. ځکه دوی له څه ناڅه پرمختللي او اداپټ و رېفورم شوي لاتين هغه سره روږدي شوي چې د ژبې او ليک، په بله وينا، وينګ او ليکنګ( ملفوظ او مکتوب)   ترمنځ توپير خورا کم دی. کوم نوښت چې په سوېډن کې د مورنۍ ژبې د پښتو او پارسي د دوديز ليک د وينګ (تلفظ) اسانۍ لپاره له سويډني ليک سېستم څخه کار اخېستل کېږي او په لوست توکو او کتابو کې ورسره څنګ تر څنګ چاپېږي، د ژبښوونې له پلوه د ستاينې وړ دی . هرګوره، په دغه تړاو به دهغه بشپړ غږيز يا فونيميک سېستم وړانديز هم بېځايه نه وي چې اړوندو اروپايي اريانپوهانو (ايرانېستانو) د نړيوال فونېتيک الفبېت په رڼا کې د افغاني ژبو لپاره ټاکل شوی او د افغانستان د ژبپوهنې اطلس د پروژې له مخې پې 26 افغاني ژبې کښل شوي دي.
 دغه غږيزه ابېڅې يا الفبې کارونه، نه يوازې د درېيم او څلورم پښت جلاوطن افغاني کوشنيانو لپاره د مورنۍ ژبې زده کړه اسانوي، بلکې په انګليستان، فرانسه او نورو اړوندو هېوادو کې د ړومبني او دويم پښت هغو لپاره دانګرېزۍ او فرانسي ژبو د اسانې، چټکې او ښه ترا زده کړې په برخه کې په ځانګړې توګه ګټوره او لاخورا اړينه پرېوځي، په دې چې د دغو ژبو په ليکدودکې له پېړيو پېړيو راهيسې کوم اغېزمن سمون يا رېفورم نه دی راوستل شوی. چيني، جاپاني يا کوريايې هغه خو ګردسره په الفبايي سېستم کې نه راځي او له دې کبله د بهرنيانو لپاره په ښوونيز، سوداګري او نورو برخو کې لاتيني او بيا فونيميک ليک کارونې ته اړوځي.
هسې خو په ټوليزه توګه د نوې ژبپوهنې په تيوريکي ليکنو څېړنو کې له فونيميک او بيا فونېتيک سېستم څخه هېڅ رغېدن نشته، که هغه د هندواروپايي ژبو په اړه وي، که دسامي-حامي(عربي، عبري...)، التايي(تورکو مغولي) يا چيني، جاپاني... په تړاو.
 
 
 
اخځليک
1-     Conccise Oxford Dictionary. 10th ed. Revised, edited by Judy Pearsall. BCA London Newyork Sydney Toronto 1999.
2-     Ulrich, W. : Wörterbuch, Linguistische Grundbegriffe S.21. Verl. F. Hirt, W.Germany1972.
3-     دکتور احسان انتظار: زبان مادری در مهاجرت. اريانا(بيرون مرزی)،سال چهارم، شمارۀ دوم(تابستان 3181) ص19-24 .
4-     Ulrich, W. : 1972. S.77.
5- انتظار: هماغه خپرونه 28- 31مخ.                                                                                                                 
6- په پېښور کې د پا ک- افغان- جرمن د لومړنيو ښوونځيو د ژبلوست کتابونو پروژه چې ليکوال ورسره پر1993کال همکاري درلوده.
7- د افغانستان د ښوونې روزنې وزارت د ژبلوست کتابونو د تيارونې په لړ کې د لومړني ابېڅې(الفبې) کتاب د بېلګې له مخې چې د ليکوال تر لارښوونې لاندې د شپږمې لمريزې لسيزې په وروستيوکې چاپ ته چمتو شوی وو.
- همدا رازد ليکوال پښتو لوست کتابونه(پښويه، وييپوهنه، ليکلارښود...)، ځانګړي ازمېښتونه او يادښتونه.

بېرته شاته

كـــــور
نوې ژبپوهنه
پښويه(ګرامر)
ليکلار
وييپوهنه
سيند(قاموس)
بدلمېچ(عروض)
پښتواوپښتانه
کړنيزه ژبپوهنه
نوې ادبپوهنه
شعري ځېلونه (ژانرونه)
نثري ځېلونه
کر ه کتنه
غبرګون
خبرتيا او ګوزارش
پیِغامونه
ليکونه
انځورونه
كــــور  ::   دپوهاندزياراندوژوند  ::   خونديځ(ارشيف)  ::   کتابتون  ::   اړيكي