څانګيزه ژبنۍ او ادبي او بپاڼه  
  www.zyar.net  
 
 
  اړيكي کتابتون خونديځ(ارشيف) دپوهاندزياراندوژوند
 
نيوليک
 نېټه : 05.08.2011 |   ليكوال : پوهاند دوکتور مجاور احمد زیار     چاپي بڼه
څومانيزوالی(Polysemy)، هممانيزوالی(Synonymy) او همجوليزوالی(Homonymy)

 ژبه د داسې تړوني(قراردادي) غږيزو پيلامونو(علايمو، سېمبولونو) يو غونډال(نظام، سېستم) دی چې د يوې ټولنې وگړي يې د خپلمنځي تړاو او پوهاوي لپاره  پر کار اچوي. پيلام(علامت،سېمبول) دا مانا چې له ځان پرته د يوه بل څه استازي او ښکارندويي کوي، د بېلگې په توگه سور رنگ د خطر پيلام  په توگه له ځانه د وراخوا ښکارندې((خطر)) ښکارندويي کوي. دلته سور رنگ ښووند(دال)، خطر ښوولی(مدلول) او د ښووند او ښوولي ترمنځ تړاو ښوونگ (دلالت) بلل کېږي.

 

 ژبنی پيلام هغه غږ غونډ دي چې  موږ يې د خپلو ويندو غړيو او ساهوا په مټ رازېږوو او د خپل چار چاپېر نړۍ(څيزونو، پېښو او پديو)، او همداراز د خپلې دنننۍ((ذهني)) نړۍ(اندونو، واندونو، جاجونو، ولولو، غبرگو نونو، ، انگېرنو، نگېرنو، هيلو، ارمانونو...) د څرگنداوي لپاره پر کار اچوو.(د زيات پوهاوي لپاره: بدلمېچ ۱۱۰-۱۱۱)

هسې خو ژبه له لويه سره د دغه ((څرگنداوي)) له پلوه يوه پرتليزه ښکارنده(نسبي پديده) او وسيله ده او بيا رغنده ټوکونه(متشکله اجزأ) او رغاونيز دويونه(ساختاري قواعد) يې هم همداسې پرتليزه ځانگړتيا لري او په دې لړ کې  يې څومانيزوالی(Polysemy)، هممانيزوالی(Synonymy) او همجوليزوالی(Homonymy) هم درواخله.

د شلمې پېړۍ په درشل او بيا پيلامه کې د نوې ژبپوهنې پلار سويسي فرديناند دو سوسور او په تېره د رغښتي(سترکچرالېستي) ژبپوهنې پليونو يې پر دې ټينگار لاره چې هره ژبنۍ نښه يا سېمبول، لکه سپينه کاغذ پاڼه دوه مخه لري چې  سره نه جلاکېدونکي دي: يو مخ يې جوله يا لفظ او بل يې مانا، په بله وينا، يو مخ يې ښووند(دال) او بل ښوولی(مدلول) يا په نورو ټکو، هماغه پديده ياڅيز چې په بهر نړۍ کې شتون لري او زموږ  په ذهن کې انځور جوړوي، او د دغو دواړو ترمنځ تړاو((مانا)) بلل کېږي، موخه يې داچې دواړه سره يو پر يو دي، يا (يو لفظ او يوه مانا) او ترمنځ تړاو يا دلالت يې هم له يوه تېری نه کوي- امريکايي سترکچرا  لېستانو لا پسې يوازې(جوله) راټينگه کړه او (مانا) يې گړ سره له پامه وغورځوله !

خو د هماغې پېړۍ د پېنځمې لسيزې په پای، او په پوره ډاگيزه او نومېرلې توگه په شپږمه کې  فېلسوف او رياضيپوه ژبپوهاند نووم چومسکي د خپلې((زېږديزې- لېږديزې Generative-Transformative))پښويي يا ژبپوهنې له مخې په ژبه کې د جولې او مانا يا دال و مدلول  تر منځ تړاو يا دلالت ((يو پر يو)) او (سيده پر سيده) اړين و نه باله او په دې لړکې يې د دال و مدلول ترمنځ د يوه تړاو يا دلالت پرځای دويمي او درېمي تړاوونه يا دلالتونه هم ناشوني و نه گڼل، لکه واخلې دويونکي نگېر(احساس) او بلون(تداعيassociation)  او تر ټولو وروسته قرينه (context).  

دغلته له قرينې نه موخه داده چې مانا، يا په بله وينا((ذهني انځور)) په بېلابېلو وړو او لويو ژبنيو توکو يا يوونونو او چاپېريالونو کې بېلابېل رنگونه راخپلولای شي. د ساري په ډول کېدای شي، يو يوازېنی ويی ځانته جلا يو راز ماناولري، په يوه وييغونډ(عبارت، ترکيب) کې بل راز او بيا د ژبې تر ټولو لوی او بشپړ يوون ((غونډله)) کې(له  ټاکلي پښوييز چار سره)  گړسره يوه درېيمه مانا  چومسکي له همدې لامله تر نورو ژبنيو توکيو پرغونډله(جمله) ډېر زور اچوي چې غونډله د ژبې د اړوندو رغنده توکو(متشکله عناصرو) گډې مانا او گډ پښوييز چار او له دې سره د ژبې د آرې دندې((پوهاوي راپوهاوي)) ښه ترا ځلندويي کوي او رښتياينه وربښي.

د ښووند او ښوولي يا نوم او نومولي د ((يو پر يو)) والي يا وبله تړاو د نه ټيکاو(نه ثبات) کله ناکله له دې رامنځته کېږي چې يو څيز يا پديده د نومولي په توگه کېدای شي، يوه جوته(ثابته) جوله ولري، خو پر  وړاندې يې زموږ ذهني انځور بدلون ومومي او له هماغه نوم(ښووند) سره سره مو ذهني انځور بله بڼه را خپله کاندې ، او د دغه تر منځ تړاو((مانا)) هم بدلون او رنگارنگي پيداکوي، لکه واخلې((سپوږمۍ)) چې د پخوا په څېر يې په جوله کې څه ونج نه دی راغلی او نه به تردې وروسته راشي، خو د انسان له ورتگ سره زموږ پخوانی اخېستی ذهني انځور بدل شو او د هغې انگېرلې ښکلې او وړانگنې څېرې پر ځای يوځمکې ورته انځور په مغزو کې را وټوکېد؛ له دې سره مانا هم چې د نوم (ويي) او ذهني انځور تر منځ دوه اړخيز تړاو ته وايي، بدلون مومي، يا په ساده ټکو، له سپوږمۍ نه هغه پخوانۍ مانا نوره  نه اخلو!

په دې توگه په ژبه کې د څومانيزوالي ، هممانيزوالي او همغږيزوالي ليد توگه چې د رغښتي ژبپوهنې د لارويانو له خواله پوښتنې او خرخشې سره مخامخ شوې وه، له سره راتانده او غښتلې شوه؛ که څه هم د نورو ژبنيو ښکارندو په څېر دغه درې داهم  له پرتليزوالي څخه گړسره پخشو نه دي.

لومړی-  څومانيزوالی(Polysemy)

 

څومانيز والی د نورو ډېرو او بيانژدې خپلوانو ژبو په څېر په پښتو کې لږو ډېر شتون درلودلی، خو له نويو نومونپوهنو(ترمينالوجيو)، هغه هم د نيولوجېزم په لړ کې له سېمانتزم(له يوه ويي څخه دويمه، درېيمه... مانا اخېستنې) سره دا پديده مخ پر ډېرېدو ده. خو په هره توگه يې څومره والی هممانيزوالي ته نه رسي او ښايي، له دې پلوه له آره له همجوليزوالي سره دومره توپير و نه لري.

څومانيزوالی دېته وايي چې د يوه ښووند(دال) يا نوم د څو ښووليو(مدلولونو) پر وړاندې ټيکاو ولري، په بله وينا، يوويي څو ذهني انځورونه او بيا تر دغه منځ څو تړاوونه((ماناوې)) راونغاړي. د دې لپاره چې څو مانيز ويی(کلمه) مو پېژندلې اوسي، لومړی به يې  له يومانيزه(لکه: ونه، غر، لمر، لرگی، شپه، ورځ...) راپيل کړو او هغه هم په دغه لاندې  يوه دوه سري غشي کې. دغلته په يوه سرکې((ا)) د ذهني انځور ښکارندويي کوي او په بل سرکې يې((و)) د ويي يا کلمې ښکارندويي، او  د دغو دواړو ترمنځ دوه اړخيز تړاو د يوې ((مانا)) ښکارندويي. پايله داچې د يوه يوازېني(ويي) پر وړاندې يو(ذهني انځور) ټيکاو لري او خبره يوه پر يوه ده.  لکه په دې لاندې دوه سري غشي کې:

                     و(ويی)           ا(ذهني انځور)

 نو د دې لپاره چې  څو مانيز(ويی) مو هم ښه ترا ښوولی وي، په څو ورته غشيو کې يې ښيو، لکه: تور؛ گوډی؛ هڅه؛ ټولنه؛ دريځ؛ لار، شوبله...)، په دې ډول:       

.

 و(ويی)

ا       ا(ذهني انځور)


هرگوره، لکه چې وويل شول، د هغو نورو دوو پديدو په څېر څومانيزوالی هم يوه پرتليزه(نسبي) پديده ده، نه بشپړه(مطلقه). په دې مانا، کوم ويي ته چې موږ دوه مانيز(ذوالمعنين) يا څومانيز(کثير المعاني) وايو، اړوندې  ماناوې يې سره هرو مرو بېخي يورازوالی(عينيت) نه، بلکې ورتوالی لري. ورتوالی(مشابهت) په ژبه، ادب او هر هنري او پوهنيزې او طبيعي ښکارندو پديدو کې په دې جاج و مانا دی چې د څو اړخونو د دوو څيزونو او پديدو ترمنځ يو برخيزه همرنگي بلل کېږي او بشپړه اوهراړخيزه همرنگي بيا ((عينيت) دی، نه مشابهت. ژبنی پرتليزوالی هغه مهال ښه ترا را ډاگيزه کېږي چې د خپلې او بلې ژبې تر منځ يو متن يا وينا راژباړو، په دې لړکې، سيند(قاموس) کښونکي بيا، په ځانگړي ډول له ستونزواو تېروتنو سره مخا مخېږي.

د څومانيزو په لړکې له داسې بېلگو سره مخامخېږو چې د يوې يا څو ماناوو له پلوه ډېر کارونگ او کارونځايونه لري او د بلې يا نورو له پلوه لږ، لکه واخلې، شوبله چې پق له پېنځو ماناوو سره راخېستی، نن سبا د جنگي اکر له پلوه له((تانک جنگی)) مانا سره تر څلورو نورو هغو ډېر کارېدنگ لري.

 د دوه مانيز غوښتل له (خواستن) مانا سره د(پاليدن) هغې په پرتله. داسې چې دغه دوه مانيز کړويی له مانا سره هرکله او هر چېرې د(خواستن)  انډولېدای شي، خو له(پاليدن) سره په دغو څو بېلگوکې راڅرگندېږي، لکه:

د ننگرهار خواته په((سرغوښتل)) چې زياتره په ښځمنو اړه لري، که يوه دبلې په سرکې سپږې لټوي، مور دلور يا زوی او کله هم د خپل مېړه په سر و ږيره کې. ښايي د نارينه وو ترمنځ دا چاره چېرې په سفري، زنداني... انډيوالۍ کې پېښه شي؛ بل کارونځای يې دا متل دی: ((چې غواړې، پرې واوړې!)) چې د عربي (من طلب فقد وجده) او پارسي (جوينده، يابنده است) يو په زړه پورې انډول دی؛ يو درې درې نيمې لسيزې پخوا رفيع صاحب يې پورژباړه((لټونکی موندونکی دی)) کړې وه چې ښايي، دغه متل يې پرياد نه وو او ياهم د ((غواړې)) دويمې مانا((لټوې))  ته يې پام نه وو شوی!

پښتو د اروپايي او ښايي نورو ژبو په پرتله، د څومانيزونو د شمېر او بياد هر څومانيز د ماناوو د شمېر له پلوه په هېڅ ډول د سيالۍ جوگه نه ده، غوره لامل يې دادی چې  هغو ژبو د بېخرته علمي، فرهنگي او تخنيکي نومونپوهنو(ترمينالوجيو) په لړ کې د نيولوجېزمونو تر څنگ پر ماناونجيو(سېمانتېزمونو) هم پوره زور اچولی دی. که تاسې د ساري په توگه د اکسفورډ يوويشت ټوکيز سمندر(comprehensive dictionary) وگورئ، تر اويا مانيزو وييونو پورې پکې موندلای شئ!

دويم- هممانيزوالی

 

په پښتو کې دا وييزه(لغوي)  ټولۍ(کتې گوري) د نورو ډېرو ژبو په څېر تر نورو وييزوټوليو، لکه: څومانيزو (polysemous)، بډمانيزو(antinoyms) همجوليزو(hymonyms)، آړمانيزو يا مجازي- کنايي (metonyms)، سرغږيزو يا توشيحي (acronyms)... څخه زياته ده، او څه ناڅه يې بشپړوالی هم تر پرتليز والي(نسبتيت) ډېر برېښي. 

کوم سيندونه چې دغو بېلابېلو ويي ډولونو او يا هم بېلابېلو علمي، فرهنگي او تخنيکي څانگو او ښرانگو ته ځانگړي شوي اوسي، په لاتين يې (thesaurus) بولي چې موږ يې د آرې يوناني مانا (treasure) له مخې ((خزانه)) يا يې د جاج له مخې((ځانگړسيند)) او ((څانگسيند)) نومولای شو.

   هممانيز والی د دوو يا ډېرو وييونو ترمنځ مانيزې همرنگۍ ته وايي او هغه وييونه چې سره کټ مټ يوراز او يا ورته ماناوې ولري، هممانيزونه بلل کېږي. هممانيز وييونه د بېلابېلو، گړويزونو يا ديالېکتېزمونو (ټبريزو، سيمه ييزو، ټولنيزو وييونو)، زړويزونو يا ارکاييزمونو او بيا پورويزونو يا فارنېزمونو، اداپتېزمونو(دخيلو، مستعارو... وييونو) زېږنده بلل کېږي، هغه هم چې د بېلابېلو ويونکيو ترمنځ  له جغرافيايي، ټولنيز، وټيز او فرهنگي پلوه يو گړدودي گډون او يووالی راشي، هرگوره په (( يوه-کره ليکنۍ)) ژبنۍ بڼه کې دغه پېښه پديده ښه ترا سمبالتيا مومي.

د دې لپاره چې هممانيز ويی(کلمه) مو پېژندلې اوسي، لومړی به يې له يومانيزو وييونو(monosemious)، لکه پاسني (غر، لمر، لرگی، شپه، ورځ...) راپيل کړو او هغه هم په دغه لاندې  يوه دوه سري غشي کې، په دې ډول:

ا(ذهني انځور)

و(ويی)


او دوه، يا څو هممانيزونه داسې انځوروو:

      ا(ذهني انځور)

و و و

 په پښتو کې د داسې هممانيزونو، په بله وينا، وييونو څرک لگولای شو چې د هر غونډ د غړو شمېر يې تر لسگونو رسي، لکه واخلې د پارسي((کوزپشت)) پر وړاندې چې ليکوال د پښتو قاموس او گړدودي څېړنو له لارې تر پېنځه ويشتو هممانيزونه را خوندي کړي دي، نو که نوره لټه پسې وشي، تردې بريده به هم ورواوړي. ملا (چرگک) ښايي، په دويم، دښت په درېيم او شمشتۍ په څلورم کچ کې راشي او همداسې تيږه او نور درواخله.(پښتو سيندگی، هممانيزونه؛(وييپوهنه ۸- ۱۰) 


داهم هېرول په کار نه دي چې په رامنځته شوې گړدودي او بياکره ليکنۍ بڼه کې د ژبې  د يوه بل آر ((مخامختيا، تقابل contrast)) له مخې هممانيز وييونه سره لږ وډېر مانيز او کارونيز بدلون راخپلوي او په پايله کې له پرتليزوالي سره مخامخېږي، په نورو ټکو، بشپړ هممانيزوالی پر ورته مانيزوالي اوړي. نو بيا هله وايو چې هممانيز وييونه، د څو اړخو له پلوه همماينز دي، نه د ټولو اړخونو له پلوه.که يوخوايې څو اړخه سره همرنگ دي، نو نور يې سره ناهمرنگ دي ؛ په دې توگه هممانيز وييونه په دوده عربي نومونه ((مترادف)) نه، بلکې((مشابه)) نومول په کار دي.

زموږ په ژبه کې يو گڼ شمېر جوړه تړنگونه(copulative compounds) له هممانيزونو رغېدلي، يا سرچپه ، ځينې جوړه تړنگونه هممانيزې بڼې لري، لکه: لوڅ لغړ، لوڅ لپړ، لوڅ بربنډ، شاړ شډل، شاړ شپاړ، پاک سپېڅلی، ښاغلی منلی، غل غدوی، زارۍ او جگۍ، ښوونه روزنه، روزنه پالنه، تېری زياتی، زور زياتی، ظلم و زور، کام و کبيل، کام و ټبر، غاړه غړۍ، هيله اسره، هيله امېد، دښت و ميره، وران ويجاړ، تبا او برباد، خواري مزدوري، يار و دوست، مار و منگور، يکې يوازې، غورځې پرځې، خوند ومزه، سم سيده، سم سيخ، سم سهي، چست و چالاک، گېلې او ماڼې، ټينگ و ترينگ، هاند و هڅه يا هڅه او هاند، هلې ځلې، خوار و زار، زار زهير، ځارځپلی، کونډه رنډه...اوښتي دي. هرگوره، په جوړه تړنگونو، هغه هم په بې تړوييکي هغوکې ځينې هممهال د ستاينوتړنگونو (attributive compounds ) ځانگړتيا راخپلوي،لکه: په پاسنيو بېلگو کې او ځينې هم د ټاکنتړنگونو يا تعييني ترکيبونو (  determinative compounds) هغه، لکه: لوڅ لغړ، لوڅ بربنډ، پاک سپېڅلی، شاړ شپاړ... چې لومړی تړښتي غړی ټينگارتوک (intensifier) او ټاکندوی(determiner) گرځي. (Nominal komposita 31-74؛ وييپوهنه ۲۶۶- ۳۲۳؛ پښويه ۲۲۶-۲۲۷)

هممانيزونه يوازې د گړدودي يووالی او ليکني کره والي د بهير په هماغه  پيلامه کې رښتيني او بشپړ  هممانيزونه بللای شو، خو راوروسته پکې د بل ژبني آر يا ښکارندې(( contrast)) له مخې نيمگړتيا راځي، په ورته مانيزونو اوړي، او هغه هم له دې لاندې لارو څخه:

۱) ښايي، د يوه هممانيز دکارونگ ډگر تر بل يا نورو يوڅه ارت وي او ډېر کارونځايونه ولري، لکه: تيږه يا  ډبره دکاڼي،گټې... يا کمر پروړاندې. 

۲) ښايي، يو تر بل يا نورو لنډ، اسان يا خوږغږی وي، لکه: جگ تر لوړ، هسک، پورته، دنگ... اوچت؛ کنځا تر ښکنځا، ښکنځل، ښکانځې، زورلې... يا زېړې؛ بړبکۍ تر بوړبوکۍ، بړبوکۍ، بړبښکۍ، گرگلې، گردلې، دوړدوړکې...

۳) ښايي، يو تر بل يا نورو له رواني پلوه زيات توند و تېز،لمسوونکی او پاروونکی وي، لکه: ويرژلی تر ويرجن، غمجن ، اندېښمن،خپه... ياپرېشان؛ همداسې سخت، کنجوس او بخيل يا سوکړ، سوگت، لړوڅټو هم درواخله.

۴) ښايي، يو پکې کره- ادبي وي او بل يا نور يې  عاميانه وي، لکه تالنده او تنا د غورزي، غورغوري،... پر وړاندې . 

۵) ښايي، يو له بل يانورو سره په شعروادب کې زيات د دې جوگه وي چې د آرې مانا ترڅنگ په مجازي، استعاري، کنايي يا سېمبوليکه مانا هم وکارول شي

۶) او ورسره ورسره يې ډېرپېښي او کارونگ هم زيات وي، لکه: بيابان، سارا يا بېديا د ډاگ، دښت، دښته،يا(تورک- مغولي چول، ميرې)... پر وړاندې.

۷) ښايي، يو تر بل يا نورو زيات درنښت يا بېلابېلې پوړۍ( درجې)  ولري، لکه: پياوړی تر (غښتلی، ځواکمن... ياسېکور ؛ مېرمن د (wife) په جاج تر (ماندينه، خانمه،کډه، کور،کورواکې،کورودانه، کورودانې، ايال، کوړمه، ټبر(ډبر)... يا د بچو مور)؛ مېرمن  د نومهالي ستاينوم(lady) په جاج تر(ښځه، ښځمنه، تور سرې، سياسرې يا زنانه)، او د واده ښځې(منکوحه) په جاج مېړوښه يا مېړوښې تر(جگه، جيگه،ژگه، نکاښکلې، کاوين ښکلې) څخه؛ مېړه د (شوهر) د انډول په توگه تر(خاوند، څښتن، سړی... د وړو پلار)؛ غټ(سړی)، لوی(سړی) او ستر(سړی). 

۸) ښايي، د يوه ولوليز(عاطفي) اړخ مثبت وي او دبل يا نورو منفي او ياهم عادي ياخنثی، لکه: په(گړندی، چالاک او چابک) کې لومړی مثبت، دويم منفي او درېيم عادي هممانيز ستاينوم دی. 

۹) ښايي، يو تر بل يا نورو اخلاقي، ديني، دوديز او يا فرهنگي پلوه زيات ارزښت او منښت ولري، لکه:

ارامځای تر (مړيستون، قبر،گور، ډورۍ ... ياگورنډې)؛ امېدواره تر(بلاربه، دوه ځانې، پرځندانه، شگاره، ټنډه، ډډه، ورله...)، چې وروستي درې يې له سپکاوي نه ويل کېږي، په تېره(( ورله)) چې له آره، او زياتره د خرې لپاره کارول کېږي، او بلاربه هم زياتره په ژويو اړه لري.   

۱۰) ښايي، يو له دوو وييونو څخه د سېمانتېزم(ماناونج) له لارې يوه پوهنيزه يا ورهڼيزه نومونه(ترم، اصطلاح) گرځېدلی، په بله وينا، پکې يو کارونيز بدلون راغلی:وي،لکه چاپېريال د چاپېرچل پروړاندې چې د آرې مانا(محيط) تر څنگ يې د پارسي(محيط زيست) او لاتين(environment) ماناته هم ورغځول شوی او بيا چاپېريالي(ستونزې)، چاپېريالپوهنه (ecology) هم ځنې رغېدلي دي؛ همداسې برېښنا د پېلبو پروړاندې او داسې نور. 

۱۱) ځينې له رواني پلوه د څو نږه پښتو هممانيزونو ترڅنگ هماغه پردی انډول خوښوي او کاروي، د بېلگې په توگه، د دې پرځای چې(ښکاري- څرگندېږي- جوتېږي- برېښي- اېسي) ووايي يا وليکي،((معلومېږي، پر نظر راځي، مبرهنېږي...)) وايي اوليکي.دا ښکارنده له آره يو رواني يا سايکالوجيکي لامل لري، لکه: لوښه (عادت)، ناغېړي، ځانساتي، بې توپيري... او په سر سر کې  ځانښوونه، ځان غټاوی يا((فضل فروشي)) چې زياتره يې په جوماتي او دوديزو ليکوالو اړه لرلې او لا لري يې؛ خدای بښليو ځانته ان دا رښته ورکوله چې نه يوازې نيو لوجېزمونه سانسور کاندې،بلکې دکمپېښو دايلېکتېزمونو او ارکاييزمونو د دودولو مخنيوی هم کاوه، که بل چېرې به يې لاس ونه رسېد، د پوهنتوني پوړۍ لپاره به چې ورته څوک استاد اړشو، يابه چا پښتو نښير(اثر) جايزې ته وړاندې کړ او يا څېړنغونډې ته ليکنه، د زاړه پالۍ گرومونه(کمپلکسونه) به يې پرې يخ کړل! 

هغه هممانيزونه چې له پور وييونو او آرو(ارکاييزمونو، دايلکتېزمونو او نيولوجېزمونو) وييونو څخه را منځته شوي دي، پر بېلابېلو ډولو وېشل کېدای شي:

يو- له پورويزونو( دخيل، مستعار يا مفغن)او آرو وييونو سره زياتره بشپړ هممانيز يا هممانيزونه په پښتو ، په تېره په(يوه ليکنۍ پښتو) کې پر گوته کولای شو چې په هرکارونځای کې يو دبل پرځای وکارېدای شي، لکه وطن، ملک، مملکت- هېواد- ټاټوبی؛ فخر، افتخار- وياړ؛ مننه، کورودان- تشکر- شکريه؛ مينه-عشق- محبت؛ (ټوليزې) رسنۍ- رسانه ها(-ی همگانی)، دنيا- نړۍ- جهان؛ کارونځای ، لکه واخلې ((نړۍ)) په دې ځايونو کې: پردې نړۍ او هغې نړۍ(پر دې دنيا او هغې دنيا)، يوه نړۍ مننه (يوه دنيا تشکر) او داسې نور.

دوه- له پورويزونو( دخيلو، مستعارو يا مفغنو)او آرو وييونو سره يو شمېر داسې رغېدلي هممانيزونه هم لرو چې له پورتنيو ځانگړتياوو او شونتياوو سره سره پکې پور تر خپلو هغو زيات گړنی او ليکنی دود لري. دک و لامل يې دادی چې کورني هغه ورسره له لږ مهال راهيسې غاړه غړۍ شوي او لابلدتيا او روږدتيا ورسره دومره پرمخ نه ده تللې، لکه: سکالو د (موضوع، مضمون) ؛ ونج د(تبديل يابدلون، تغيير؛ عوض) په ماناوو يوڅه دود شوی، خو له درېيمې مانا(مېز) سره نه، کوشينه بڼه(ونجړی) يې د وړکي مېز په مانا هم درواخله ؛ ويينه، ښکالوَه د (بحث، مباحثه) ؛ منندوی د (شکر گزار- شاکر- مشکور- ممنون ، احسانمند، منتبار) ؛ لمونځغاړی د( لمونځگزار- لمونځ کوونکی) ؛ چلند، چال چلند يا کړه وړه د( رفتار- برخورد، سلوک) ؛ مين اومينه د (عاشق (معشوق)؛   بلهار او بلهاري د( قربان، قرباني)؛ ويی، گای د( لغت- کلمه) پروړاندې...؛ په( کوشنی، وړکی، کمکی...- ماشوم) بېلگه کې يوازې کوچنی (کوشنی) له راخپل شوي پورويي، اداپتېزم يامفغن((ماشوم)) سره د ځايناستۍ جوگه دی چې تر نورو يې ښه ترا  کره- ليکنۍ پښتو ته لار موندلې ده، هغه هم د کره((کوشني)) ځېل پر وړاندې. په دې کې د رسنيو، په تېره((بي بي سي)) ونډه او اغېزه پوره څرگنده ده چې ان((غلط مشهور)) نويزونه يې په لږ مهال کې د پورويزونوځايناستي کړي دي، لکه: ولسمشر د جمهور رييس پر وړاندې چې کره يې هېوادمشر راتلای شي، يا د لومړۍ وزير د صدراعظم(يا وزير اعظم) پر وړاندې چې لنډ اوکره يې((سروزير)) راځي او په ژبه کې يې تيارې مخبېلگې هم شته دي، لکه: سروال، سرښوونکی، سرليکونکی، سر څارن... .

همداسې ((لاسته روړنه)) چې استاد نژدې څلوېښت کاله پخوا له پارسي((دستآورد)) څخه راژباړلې او نن سبا، لکه د ځنگله اور خوروور شوی، په داسې ترځ کې چې پښتوقاموس شپېته کاله وړاندې راخوندی کړی ويی ((بريا)) له(ماحصل، دستياب شده) مانا سره د لنډ او نږه انډول  په توگه ډېر لږکارول کېږي او لا ځينې يې بيا له((بري)) سره هممانيزوي!

درې- د ((يون)) په څېر دوه يا څو مانيز آر زړويزونه ( ارکاييزمونه) يا نويزونه(نيولوجېزمونه) چې له پورويزو سره يې هممانيزونه رارغولي، يوازې د يوې مانا له مخې د ځايناستۍ جوگه شوي دي، په دې ډول يون تر اوسه د ((سفر)) ځايناستی شوی، نه د((حرکت، رفتار)). په دې لړکې پښتو د سياسي ترم له راخپلولو سره دوه نويزونه ((خوځښت، خوځون)) د((حرکت))  ځايناستي کړي دي، نه د عادي مانا پر بنسټ، لکه (( د گاډي خوځښت يا خوځون پر درو بجو دی)) نه شو ويلای، په غونډله کې ((خوځېد-)) د کړ په توگه د((حرکت کول)) ځای نيولای شي، لکه: پر درو بجو (را-در-ور)خوځېږم ياوخوځېدم ...)) او داسې نور. 

په دې لړۍ کې د خپلو وييونو پرځای د پوروييونو کارونگ زياتره په گړنۍ پښتو او بيا نالوستو او کم لوستو اړه لري، لکه: روغتون- شفاخانه(شپاخانه)- هسپتال؛ درملتون- دواخانه؛  ناروغ،ناجوړ، ناسازه، رنځور- مريض- بېمار؛ پخلنځی، پخليځی- اشپزخانه؛ ښوونځی- مکتب(منتب)؛ پوهنځی – فاکولته؛ تمځی، تمځای- اېستادگاه؛ زېږنتون- زايشگاه؛ گاډی- موټر؛ ځانگاډی(اوتو، شخصي موټر)، چمگاډی (تراموای)، اورگاډی(ترېن، رېل)، برېښناگاډی(ترولي بوس)، ووړگاډی(ميني بوس)، سپرلۍ  يا سپرلو گاډی(د مسافربرۍ موټر)، بارگاډی- لارۍ؛ زغرگاډی- زره پوش موټر...چې دغلته په سرچپه ډول زياتره نالوستي ((اورگاډی)) کاروي او لوستي يې انگرېزي انډول(ټرين، رېل)؛ څپوڼی- دسمال، دسپاک، رومال؛ الوتکه- طياره؛ چورلکه- اليکپتره- څرخي طياره...؛ پلې لار، پللار- پياده رو؛ څلورلاري، څللاري؛ کاليزه (نه کليزه)- سالگره- سالگرد؛ ايرنۍ- خاکستر داني؛ خوږنۍ- قند داني؛ توښۍ، تودنۍ- بخارۍ؛ څڅۍ، تره(tr)- ناوه؛ رېبځ، ربځ- جارو، برس(د ماناونجي ياسېمانتېزم په توگه) او داسې نور.

درېيم- همجوليزوالی(Homonymy)

 

په هره ژبه او بيا پښتو کې ښايي، دا ښکارنده د څومانيزوالي له کچې دومره توپير و نه لري. داپېښه هم لکه څومانيزوالی او هممانيزوالی د ژبني پرمختيايي بهير د راوروسته پړاوونو، يانې دگړدودي او بياليکني يووالي په پړاو يا پړاوونو کې رامنځته کېږي. همجوليزونه يا همجوليز وييونه چې په ادبي فنونو کې يې(کلمات متشابه) بولي، هغه دوه يا ډېر وييونه چې( د خج په گډون)  له غږيز پلوه سره يوه جوله ولري او ماناوې يې سره بېلابېلې وي. له تاريخي- اېتېمولوجيک، په نورو ټکو، د آرې او ريښې پلوه سره توپير لري، او د پېړيو په پوړيوکې يې د غږيز ادلون بدلون له لامله همجوله شوي وي. د ساري په ډول له ((لور=داس)) سره ((لور=طرف))  هله همجوله شوی چې په يو لړ گړدودو کې يې واوېلي پايله(-ی) له لاسه ورکړې ده، دک دليل يې همدا چې په ځينو گړدودوکې يې لا خوندي ساتلې او ((لوری)) او((لورئ)) يې وايي. هرگوره، په بشپړ ډېري کې يې دغه کرښپل له اېتېمولوجيک- فونولوجيک سپيناوي پرته ناشونی برېښي.

 په ځينو گړدودو، لکه په  شمال ختيزو هغوکې د دويم يا دريم غږ ونج له لامله د همجوليزو کچه يوڅه زياته ښکاري، لکه: خور(خواهر)- خور(خپور)؛ سور(سپور)- سور(پسور) او داسې نور. 

دآرو او پورو جوړې هم  لږوډېرې موندلای شو، لکه: ميره(مادراندر)- ميره(دشت)؛ بوره(شکره)- بوره(د ارې بوره) چې د وروستي ويي نږه پښتو انډول((د ارې بور)) دی .


بېرته شاته

كـــــور
نوې ژبپوهنه
پښويه(ګرامر)
ليکلار
وييپوهنه
سيند(قاموس)
بدلمېچ(عروض)
پښتواوپښتانه
کړنيزه ژبپوهنه
نوې ادبپوهنه
شعري ځېلونه (ژانرونه)
نثري ځېلونه
کر ه کتنه
غبرګون
خبرتيا او ګوزارش
پیِغامونه
ليکونه
انځورونه
كــــور  ::   دپوهاندزياراندوژوند  ::   خونديځ(ارشيف)  ::   کتابتون  ::   اړيكي