څانګيزه ژبنۍ او ادبي او بپاڼه  
  www.zyar.net  
 
 
  اړيكي کتابتون خونديځ(ارشيف) دپوهاندزياراندوژوند
 
نيوليک
 نېټه : 19.08.2010 |   ليكوال : میرویس ویاړ     چاپي بڼه
پوهاند ډاکټر صاحب زيار ته څو کرښې وړاندې کوم

که څه هم د پوهاند داکټر صیب زیار غرونه غرونه هاندو هڅې او خدمتونه په څومحدودو خبرو او تنګو کرښو کې نه شم ستایلای،خو لږ تر لږه باید دا ووایم چې ښاغلی زیار صیب  له ژبپوهنې سره سم،د ساینټیفیکو آرونوپه رڼا کې  له نورو ژبو سره د پښتو د سیالولو زیار او هڅې مو بیخی  پرځای،د قدر اولمانځنې وړ دي.که څه هم زه لیکوال یاشاعر نه یم چې یوڅو ښه ښايسته ادبی ټوټې د نثر او یا نظم په ډول يې پوهاند صاحب ته ور ډالۍ کړم خو بیا هم په دې څو کرښو يې لمانځم او په دې ډول  ورسره خپله همغږی اعلانوم.په دې چټکه بدلېدونکې نړۍ او پیر کې د پښتو د سیالولو او د نويو اړتیاوو د جوګه کېدوپه موخه ستاسو نه هیرېدونکو هاندو هڅو ته سلام او پوره ملاتړ  کوم.د دې تل بدلونکې تخنیک،ساینس،ټیکنالوجۍ اوپېر کې ټولې ژبې اړې دي چې په ځان کې یوڅه بدلون،پرمختک اوبډاینه ومني،همداسې پښتو ته هم اړینه ده چې یو څه بهرنی تخنیکی وییونه،سوچه پښتو وییونونه او همدارنګه  دژبپوهنې د ساینټیفیکو آرونوپه رڼا کې د ژبې د سیالولوپه موخه نوې جوړشوي پښتو نومونې (اصطلاحات) هم ومني،چې  له دې واقعیت څخه څوک سترګې نه شې پټولای او چې څوک یی نه مني، نو بیا دې خپلې زړې ببولالې وایی. د پښتو ژبې د رغنده سیالۍ او همدا رنګه په ریښتینې مانا د پښتو د رسمی او ملی کولو لپاره به خپلې هاندو هڅې روانې ساتو.
 پوهاند زیار صیب!
د یو وړاندیز په ډول له تاسې  هيله کوم ،که چېرې کولای شئ، په لندن کې د خپلې ژبې مینه وال افغان زده کړیالان او زده کوونکي وروزئ  چې ستاسو په دې نیک کارکې درسره لاس نیوی او مرسته وکړي،په دې ډول به دا لړۍ دوام مومي او مخ پروړاندې به درومي.له خدای تعالی څخه مو د روغتیا،ښه ژوند او بریاوو تل غوښتونکی یم. 


 په درنښت
 میرویس ویاړ


بېرته شاته

كـــــور
نوې ژبپوهنه
پښويه(ګرامر)
ليکلار
وييپوهنه
سيند(قاموس)
بدلمېچ(عروض)
پښتواوپښتانه
کړنيزه ژبپوهنه
نوې ادبپوهنه
شعري ځېلونه (ژانرونه)
نثري ځېلونه
کر ه کتنه
غبرګون
خبرتيا او ګوزارش
پیِغامونه
ليکونه
انځورونه
كــــور  ::   دپوهاندزياراندوژوند  ::   خونديځ(ارشيف)  ::   کتابتون  ::   اړيكي