څانګيزه ژبنۍ او ادبي او بپاڼه  
  www.zyar.net  
 
 
  اړيكي کتابتون خونديځ(ارشيف) دپوهاندزياراندوژوند
 
نيوليک
 نېټه : 03.06.2010 |   ليكوال : پوهاند دوکتور مجاور احمد زیار     چاپي بڼه
د ګړنو(ايډيمونو) دڅېړنيز تېزس په دفاع سره ژبپوهنيزه څانګه راخپله کړه

 محب الرحمان سپين غر
 په کتو  کتو مې ستر ګې په خاته شي،
 چې خبر دې د راتلو راباندې وشي!
څومره اوړي او ژمي سترګې پر لار چې په راپسې پښت کې يو پښتون د ژبپوهنې لار پسې راواخلي. هسې خو په ټوليز ډول پر افغاني، او په تېره تېره پښتني ټولنه د جنګ- جنايت- جهل يوه داسې توره دربله راخپره ده چې ورځ پر ورځ د تورې او سپينې غدۍ په ټلواله د ډبرپېر ژوندتوګې ته ور تمبول کېږي او د پوهې- فرهنګ تش په نامه استازي ورته د غني خان په خبره، نه يوازې اريان اريان ګوري، بلکې لاسونه هم ورپړکوي.  خوکوم  جلاوطنی مو چې په اروپا، افريقا، امريکا، استراليااو ياهم په کوم پرمختللي اسيا يي ګوټ کې د رسنيز، پوهنيز او فرهنګي کارکړن ترڅنګ يو لوړ څانګيز- زده کړيز بری او بريا ترلاسه کوي، بيا مو هم څه ناڅه راپېښې اندېښنې او نهيلۍ را سپکولای شي.
 
له بېلابېلو پوهنيزو څانګو خرانګو څخه بيا نومهالې مېتوديکه ادبپوهنه او ژبپوهنه تر نورو هغو زموږ د ملي-تاريخي فرهنګي اکر وکر په ژغورنه او ورسره ورسره د تورو او سپينو کوډو په شنډونه کې يوه بنسټيزه ونډه پرځای کوي. نو څومره د ښاڅ وياړ خبره ده چې دوه کاله له مخه احسان اذري په لومړۍ څانګه کې داسترالياله يوه پوهنتونه پي اېچ ډي تر لاسه کړه او دادی اوس سپين غر په دې بله کې د روسيې له يوه پوهنتونه ورته پوړۍ راخپلوي. زموږ ځوان ژبپوه له هغو ګڼو پښتنو نه دی چې د شوروي واکمنۍ له راپرځېدو سره يې د اسپرانتورۍ تمه پرې شوې وه، خو  دا دومره کلونه پس چېرې د برابرۍ له مخې دکتور  لطيف بهاند په مسکو کې د افغان سفارت فرهنګي پازه تر لاسه کړه او د پخوانيو فرهنګي تړونونو په پام سره يې د ټولو مينه والو په ګټه زاړه او نوي زده کړيز بورسونه د هغه هېواد پر پو هنتوني چارواکو و منل.
ښاغلي سپين غر که څه هم له نژدې دوو لسيزو راهيسې جلاوطنۍ ته اړوتلی او د روسي ژبې او ادب سره يې اړيکي شلېدلي ول، خو سره له دې يې د ښه استعداد او د تېرو زده کړيزو او ښوونيزو ازمېښتو په راتاندونه درې کلن اسپېرا نتوري پروګرام ، هغه هم په ناسوبانه توګه په دوو کلو کې بشپړ کړ. په تېره بيا چې د ژبپوهنيزې څانګې او مسلک د راخپلونې په تکل يې يوه تيوريکه سکالو د خپل تېزس لپاره تر ليکنې څېړنې لاندې ونيوله او په پوره برياليتوب يې دفاع کړه، تر نورو دوستانو يې ما ته يو ځانګړی زړه غټاوی را په برخه کړ.
ژبه خو بې له هغې هم د اند و واند او ګردو ذهني چارو او بيا پوهې او فرهنګ ارابه ده، خو يو لړ رغښتی توکي يې بيا له آروبنسټه ادبي او فرهنګي ځانګړتياوې لري، لکه متلونه، اړونه(معماوې)، موخۍ(چستانونه)، وراشې(وجيزې)... اوتر ټولو کېښکلي او کوټلي توکي ګړنې او څرګندنې(محاورې او اصطلاحات) دي او سپين غر هم له همدې لامله ګړنيز کوټلي کالبونه (Idiomatic stereotyps) نومولي دي. له ژبپوهنيز غونډله پوهې(نحوي) پلوه د غونډلې يا جملې په پرله غښتو او ناشننوړو غونډونو(عبارتونو) يا(constituents) کې شمېرل کېږي، مانا يې چې د نورو غونډونو په توپير يې رغنده ګړونه(مورفيمونه) نه بدلون مني، نه زياتون او نه نشتون(حذف)، لکه په((لاس تر زنې لاندې کښېناستل)) کې. ښکلاييز راکښون يې هم له شاعرانه انځورونو سره سيالي کوي. همدا خبره ده چې که نازکخيال حميد د خپل شعر و غزل ښکلا په متلونو زياته کړې، نو ستر خوشال پر خپل وار په ګړنو سره خپله وينا ګاڼلې ده.
په دې هيله چې ځوان ژبپوه سپين غر ته په نومهالې پښتوژبپوهنه کې زما د بوډاتوب امسا و ګرځي، تر مبارکۍ وروسته په دغه پېچلې پوهنڅانګه کې ډېر بري او برياوې غواړم.
 په ګرده پښتني مينه او پېرزوينه


بېرته شاته

كـــــور
نوې ژبپوهنه
پښويه(ګرامر)
ليکلار
وييپوهنه
سيند(قاموس)
بدلمېچ(عروض)
پښتواوپښتانه
کړنيزه ژبپوهنه
نوې ادبپوهنه
شعري ځېلونه (ژانرونه)
نثري ځېلونه
کر ه کتنه
غبرګون
خبرتيا او ګوزارش
پیِغامونه
ليکونه
انځورونه
كــــور  ::   دپوهاندزياراندوژوند  ::   خونديځ(ارشيف)  ::   کتابتون  ::   اړيكي