څانګيزه ژبنۍ او ادبي او بپاڼه  
  www.zyar.net  
 
 
  اړيكي کتابتون خونديځ(ارشيف) دپوهاندزياراندوژوند
 
نيوليک
 نېټه : 03.06.2010 |   ليكوال : پوهاند دوکتور مجاور احمد زیار     چاپي بڼه
د خپل ولس په درد درد من زيرکيار صاحب

(طالبي مقاومت ايډيولوجيک دی،نه ملي)
په ټوله پښتني- افغاني مينه مو نمانځم:
ستاسې نوې انګرېزي ليکنه مې په لروبر کې سر ترپايه ولوسته. دتېرو ليکنو په څېر مو داهم پر نټه نه منونکو لومړي لاس لاسوندونو کښلې او ډېر ترخه رښتيا دې را برسېره کړي دی. د يوه رښتپوه او واګپوه په توګه ستاسې ليکنې څېړنې راته د احمد رشيد، ريچاردسن، ګېلبرت او نورو هغو زرواره غوره او زړه راکښونکې دي. ماته د خپلې پوهنڅانګې له ګوټپېره تر نورو رښتيا پالو امريکايانو د ژبپوهنې د سالار نووم چومسکي ويناوې او ليکنې مرکې راته دکاڼي کرښې دي، مياشت دوې له مخه يې چې په المان کې ديو ې جايزې اخېستنې پرمهال د افغانستان، عراق...په تړاو د امريکا له ناولو اېمپريالېستي جنګونو او جنايتونو يوه پيڅکه پورته کړې وه، زوی مې يې مټې الماني نچوړ راپيدا کړای شو،خو دادی، ستاسې له اخځه مې د هغه د خبرو يو بل غوره ټکی هم لاسته راوړ.

 له دې ټولو سره سره، پرڅه چې زما سر نه خلاصېږي، هغه د طالبانو تر هګري او بيا ځانمرګي ترهګري((مقاومت)) بلل دي! 
د شهرت ننګيال له منښتې به يې راپيل کړ م: ((...په جهادي پېر کې موږ د خپلو سرغندويانو تر اغېز لاندې دومره راغلي وو چې د پاچا خان خبرې مو د کابل کمونېستي واکمنۍ او د شوروي لښکرو په ګټه انګېرلې. هغه به همدا ويل داد زبرځواکونو جنګ دی، تاسې ولې په لوی لاس خپل هېواد ورانوئ، زه به مو له کابل حکومت سره د روغې جوړې منځګړيتوب وکړم ...))
زه وايم که هغه مهال زموږ هېواد د دوو زبراکونو پر جنګ ډګر اوښتی وو، اوس دهغه يوه راپاتې زبرځواک او تش په نامه ((اسلامي خلافت)) ترمنځ يو جنګغالی ګرځېدلی دی. که نه ولې به عربي، پاکستاني، وزبېکي، تاجېکي، چيني، چيچنايي... ورپکو زموږ له دوی سره اوږه پر اوږه جنګېدل او ځانونه بلهارول؟
دا به ومنو چې  اوسنۍ ځانمرګي ترهګري يې د امريکا په سروالۍ د بهرنيو نيواکګرانو او کورنيو نوکرانو پر وړاندې يو رازمقاومت دی،خو ملي نه، بلکې سوچه ايديولوجيک دی. په بله وينا، د خاورې او ولس پرځای دخپل((اسلامي امارت)) د بيا راتپلو په موخه دی، هماغه  امارت چې واک او لارښوونه يې د پخوا په څېر په عربو او پاکستا نيانو اړه ولري او کومه افغاني- پښتني پېژند نښې او ورسره ورسره د نومهالې پوهې، فرهنګ او تمدن نښې نښانې چې تېر ځل يې له بلوسنې او مسخونې راپاتې دي، هغه هم يومخيزه له منځه يوسي. پر نارينه وو ږيرې او پټکي اجباري کړي، پر ښځمنو دعربو د((جهالت)) پېر راولي او دکور پر ګور يې ومنډي او پر هندوانو سېکانو او نورو نامسلمانانو ځانګړې ژوند توګې او يو نيفورم اغوستو ته اړباسي. زه ګومان نه کوم د احمد رشيد او امريکايي بل اندي(ديګر انديش يا ديسېندېنټ) رسنوال او ليکوال يې د واکمنۍ د بيارامنځته کېدنې پلوي اوسي!
د افضل خان لا لا په همغه تازه شپو ورځو کې په ماپسې خپل وراره ايوب خان د پېښور پوهنتون هاسټل ته راواستاوه(زه د پښتو پي اېچ ډي پروګرام د استاد په توګه هلته تازه منل شوی وم) او ورسره برسوات ولاړم. هغه زموږ له ورسېدو سره په چورلکه کې د کابينې بېړندويې غونډې ته ولاړ او زه او سکرتر(لايقزاده) په هماغه سرکاري ګاډي کې ورپسې اسلام اباد ته ورغلو. په مينېسټر کالونۍ کې مې ورسره شپه شوه او وار له مخه يې پر پښتنو د ليکنو ټولګه راوسپارله چې تر بلې شپې يې پښتو ورسهي کړم او ژر تر ژره يې چاپ ته ورکړي. په ترځ کې يې د طالبانو خبره رامنځته شوه او په اړه يې زماسند(رايه) وپوښتله. ماوويل:  په هر نيت و نمات چې تاريخي انګرېزي دښمنانو او لاسپوڅو مرييانو يې دغه ډله رامخته کړې، د پنجشيري اخواني-  ماوېستي او بيا ستمي ډلې ټپلې،او ورسره د وزبکو او هزاره وو ټلوالو پښتني ضد ناخوالوته خو به سم له لاسه يو  پايټکی کښېږدي، بيا هم پښتانه دي، تر پايه به د دوی لارنقشه پر مخ نه وړي، لږ تر لږه خوبه د پاچا راتګ ته لاره هواره کاندې چې داستاد مجروح غوندې د ډېرو علمي او ملي ککرو په بيه پرېوتی وو.
 هغه راته کړل: ((موږ دا نيمه پېړۍ له پاکستانه څه خير ليدلی چې تاسې يې ترې وګورئ...!))
او رښتيادغه له مغولي – انګرېزي پاتوړي سره د ستر خوشال دا شعر پوره اړخ لګوي:
 چې په نام پښتون غوڅېږي پرې خوښېږي
     اورنګ زېب هسې بادشاه دی د اسلام
کله چې د پېښور په ګورنر هوس کې د اسلامي دولت دڅلورمياشتو له مخې لومړی سروال مجددي و ټاکل شو، خپلو سياسي سيالا نو ته دنواز شريف لومړۍ خبره داوه چې( افغان ملي اردو))، نه ضيأ له منځه يوړلای شو او نه بېنظيرې(د ننګرهار په جنګ) او دا زه وم چې تل لپاره مې د پاکستان له سره داخطر لرې کړ او نور به هېڅ پنجابۍ مور خپل بچی په((پټهان اګيا)) و نه ډاروي! (ګلبدين يې پوره کيسه کښلې ده)
که داځل يې بهرنی نيواک پلمه کړی او بياچې د واک له ګدۍ يې را کښته کړي دي، ړومبی ځل يې څه پلمه وه چې پر اسلامي دولت يې را ويرغالل؟
او نن سبا يې تر انګرېزي بريد ليکې وراخوا، له ډمه ډولې تر جمدولې، يا له واخانه تر بولانه خو د دوی له خپلو بهرنيو انډيوالانو پرته نور بهرني نيواکګر هم نشته، ولې جهاد رامنځته کړی دی؟
بس،  يوه يوازېنۍ پايله ترې همدا راوځي چې دوی د خپل دېوبندي- وهابي
((خلافت))  په پار له هر راز پښتني- اسلامي او انساني ضد ناروکړن ته لاس اچوي او په دې لړ کې دانګرېزانو، پنجابيانو، امريکايانو، ايرانيانو او زموږ د نورو پخوانيو او اوسنيو دښمنانو پلان او ارمان هم پرمخ بيايي او په دې توګه، که پښتون ولس  له پژني (جسمي، فيزيکي) پلوه يو مخيز د نړۍ له نقشې پاک نه شي کړای ، د ځان غوندې خو به يې ډبر پېري ژوند و ژواک ته ور سيخ کاندې.
 که د امارت پر مهال يې د خپلو پنجابي او عربي ټلوالو په ملتيا د پښتني- افغاني ټولنې پېنځزرکلن تېرمهالی يا تاريخي او فرهنګي وکر(هويت) او پېژندنښې د بوتانو او بيا اسلام وړاندې پاتوړو (ميراثونو) په نامه له منځه يووړې، هغه اوس دادی، لروبر يې د ښوونځيو، پوهنځيو،فرهنګي منځيو او بېلابېلو مدني بنسټونو يومخيزې نشتونې ته  اړم شوي دي. لومړي تخريبي پلان پرې هم وار له مخه نوموړو بولندويانو له همدې لامله ترسره کړی وو چې تار يخي- فرهنګي پاتشونې زموږ له بومي- ډېري ژبتوکميز ولس پرته پر بل هېڅ توکم و ټبر اړه نه لري. همداخبره وه چې د حضرت او رباني په مشرۍ د ((اسلامي دولت)) په هماغو لومړيو کې ورباند ې تالان ګډشو. ګرانبيه هغه يې د وزير اکبرخان تر تمانچې پورې اعجازالحق، حميدګل او نورو سلا کارانو ته ډالۍ کړل او نور يې ګرد موزيم هزاره انډيوالانو ته ورپرېښود.
سره له دې چې شمالي ټلوالې د امريکا په بولۍ ، په کوندز کې دوه طالبي بولندويانو(قوماندانو) د خپل خلاصي په بيه زرګونه تېراېستي پښتانه جنګيالي لاسنيولي ور پرېښوول او هغوی په ټوله فاشېستي او سادېستي تورزړۍ د کانتينرونو په مهرلاک کولو له منځه يوړل، بيا يې هم پښتني ضد ستمي ګرومونه ساړه نه شول او له تخاره تر بلخ، سمنګان، سرپل، جوزجان، ميمنې... لکونه پښتانه سوېل ته کډوال کړل او ځمکې، کلاوې، کورونه، دوکانونه، درملتونونه... يې ترې لاندې کړل. په سوېل کې هم پرطالبي ترهګرو واوښتل او پنډغالي يې په ولکه کې واخېستل، نه د انجوګانو خورا کتوکي، دارو درمل... ورپرېږدي او نه ورسره د خپلو پاکستاني او عربي بادارانو زکاتونه خيراتونه او نورې ولجې ويشي!
هغه ملايان او ستانه( لکه: ملا مشک عالم، د تګاب اخونزاده، ترنګزو حاجي صاحب، ملا نجم الدين اخونزاده، صوفي علم ګل، چکنور ملا صاحب...) چې له رښتيني او سپېڅلې اسلامي ګروهې او ((حب الوطن من الايمان )) په جذبه او ولوله يې د انګرېزي ښکېلاک او نيواک پر وړاندې جهادونه او غزا ګانې کولې، هغه يا پښتنې مور زېږولي نه دي او که کوم يونيم يې زېږولی هم دی، د سياسي اسلام همدغه اوسني ترهګر طالبان يې له سر راپورته کولو سره، سر ورغوڅوي!
د پانګواکي اېمپريالېستانو او په سر سرکې د امريکايانو لارې رودې، په تېره له نيو لېبرالېستي موخو سره پوره جوتې دي او په دې توګه ترې سرټکونه او ګېلې ماڼې کټ مټ د اسې دي، لکه څوک يې چې له مار لړم، پړانګ او نورو انسان دښمنو ځناوروکوي. دا تشه اوازه او انګروزه نه ده چې دوی سياسي_ ايډيولوجيک اسلام او بيا پښتنو په نامه لره بره پښتون مېشتې آوېجه تروريستي منځاله ګرځولې او هغو نړي خورو ته يې داوسني  نيواک پلمه وربرابره کړې ده!
هو،طالبان په خپل مېشن کې ښه بريالي پر مخ روان دي او لرې نه ده، درسته پښتونخوا، که بېخپوره يې د نړۍ له نقشې و نه شي توږلای،  پر يوه داسې خوراړوزمه(جذامي) ټاپو خو به يې واړوي چې له ډبرپېر را هيسې پکې د لسزرکلن جهاني- انساني تمدن يو څرک هومره و نه لګي. داچې هماغو انګرېزي- امريکايي پيداګر يې مخنيوی ته اړوتلي، سم له لاسه يو ښه شګوم کېدای شي، ځکه د بل چاله لاسه په هېڅ ډول پوره نه ده!!؟


بېرته شاته

كـــــور
نوې ژبپوهنه
پښويه(ګرامر)
ليکلار
وييپوهنه
سيند(قاموس)
بدلمېچ(عروض)
پښتواوپښتانه
کړنيزه ژبپوهنه
نوې ادبپوهنه
شعري ځېلونه (ژانرونه)
نثري ځېلونه
کر ه کتنه
غبرګون
خبرتيا او ګوزارش
پیِغامونه
ليکونه
انځورونه
كــــور  ::   دپوهاندزياراندوژوند  ::   خونديځ(ارشيف)  ::   کتابتون  ::   اړيكي