څانګيزه ژبنۍ او ادبي او بپاڼه  
  www.zyar.net  
 
 
  اړيكي کتابتون خونديځ(ارشيف) دپوهاندزياراندوژوند
 
نيوليک
 نېټه : 03.06.2010 |   ليكوال : پوهاند دوکتور مجاور احمد زیار     چاپي بڼه
د پښتوسيندکښنې يوه وياړلې بېلګه

سيندکښنه يا قاموس ليکنه ( لېکزيکوګرافي) دکړنيزې ژبپوهنې هغه څانګه ده چې تر الواکي( تيوريکي) اړخه پر کړنيز دې زياته ډډه لګوي. د دې مانا داده چې داړوندې ژبې يا ژبو پر رغښت، پښويه او وييپوهنه يو پاموړ لاسبری او ورسره ورسره يې د مخبېلګو د تخنيکي چمونو په راخپلونه هر مينه وال يا مينه واله ډله  له توغه وتلای شي.
نو چې خبره پر جرمني _ پښتو سيندراچورلي، ګومان نه کوم چې د دوکتور محمداکرم ملکزی هومره يې بل څوک جوګه وبللای شو. تر کوم ځايه چې نورو دوستانو ته هم څرګنده ده، ده تر هغې له مخه چې المان ته راشي او پر پوهنتوني کچ پر طبي زده کړو پيل وکړي، کلونه کلونه يې، څه د کابل په اماني لوړ ښوو نځي او څه بيا دلته په ګويتې انستېستوت کې جرمني ژبپوهنه او ادبپوهنه ښه پوره زده کړې او سهلې وه. تر ټولو بيا دا خبره چې له هماغو طبي زده کړو راهيسې يې د الماني-  پښتو سيند کښنې ته پام را وښتی او په دې توګه يې په اوسنۍ بڼه دغه پنډ و پېړ سيند د ډېر کړاو(تمرين) او پاخه ازمېښت يېبره او زېږنده ده. هيله ده، پر همدې بنسټ يې سرچپه (پښتو- جرمني) بڼه هم له پامه و نه غورځوي او سر له همدې اوسه يې د اوډنې لپاره يو څه وخت او توان ځانګړی کاندې!
له دې سره سره چې لا تر اوسه يې زما سترګې  په ليدو نه دي روڼې شوې، خو پوره ډاډه يم چې د خپلې مورنۍ پښتو له  تېر دېرش- پېنځه دېرش کلن پرمختيايي بهيره هم لرې  نه دی پاتې شوی او لږ و ډېر يې ((يوې پښتو- کره پښتو)) او ورسره تړلې ((څلورګونې وييپانګه)) په پام کې نيولې ده. همداسې يې د وينګ (تلفظ) لپاره رادود شوې غږيزه ابېڅې(فونيميکي الفبې) هم درواخله.
زه سم له لاسه په دې ترځ کې چې د نننۍ مخکتنې لپاره پر همدغو لنډو ګنډو څرګندونو بسنه کوم، منلي
او هڅاند دوست ملکزي ته د زړه له ژورو ښه مرغه او مبارکي وايم.

په ګرده پښتني- افغاني مينه
ستاسې زيار


بېرته شاته

كـــــور
نوې ژبپوهنه
پښويه(ګرامر)
ليکلار
وييپوهنه
سيند(قاموس)
بدلمېچ(عروض)
پښتواوپښتانه
کړنيزه ژبپوهنه
نوې ادبپوهنه
شعري ځېلونه (ژانرونه)
نثري ځېلونه
کر ه کتنه
غبرګون
خبرتيا او ګوزارش
پیِغامونه
ليکونه
انځورونه
كــــور  ::   دپوهاندزياراندوژوند  ::   خونديځ(ارشيف)  ::   کتابتون  ::   اړيكي