څانګيزه ژبنۍ او ادبي او بپاڼه  
  www.zyar.net  
 
 
  اړيكي کتابتون خونديځ(ارشيف) دپوهاندزياراندوژوند
 
نيوليک
 نېټه : 30.04.2010 |   ليكوال : پوهاند مجاور احمد زیار     چاپي بڼه
د رغاونيز يا پښوييز (گرامري) يووالي آرونه (پرنسيپونه)

 

 دا پرنسيپونه د يادشوي پروسيجر په رڼاكې د پورتنيو معياري يا ټوليزو پرنسيپونو د كارونې لپاره پر كار راتلاي شي او د هغو علمي كول كيدوني كولاى شي. په بله وينا داسې آرونه (پرنسيپونه) چې د هغو له مخې موږ په راز راز گړدودي گرامري ځېـلونو (وارينټونو) كې د غورځونې (اطراد) او يا غورونې (انتخاب) اجازه ولرلاى شو:
۱- دويو نكو ډېروالى،دا په دې مانا چې د يوه گرامري توك له مخې له څووارينټونو څخه هماغه يوه ته معياري ارزښت وركړ شي چې د ويونكو شمير يې ډير وي، لكه: (ورځ) د (روځ)، (ځمكه) د (زمكه)، (شته) د (سته) يا (ما نيولى دى) د (ما نيسلى دى) پر وړاندې. په دې لړ كې منځنۍ پښتو د نورو درېواړو گړدودي ډلو پرخلاف يو نيم تاريخي (لرغونى) آواز خوندي ساتلى، خو د ويونكيو د لږوالي پر بنسټ كره نه شي منل كېداى، لكه س په سگه، دېرس ، مسر، كسر... كې .
 
۲- توپير او نه التباس،په دې مانا چې د يوه فونولوجيكي او گرامري توك له وارينڼونو څخه هماغه يوه ته معياري ارزښـت وركړ شي چې له نورو معياري امرل شوو توكونو سره يې توپيرو شي، په بله وينا، د التباس او يو له بله د ټـكر مخه يې ونيول شي. د ژبنيو توكونو تر منځ توپير او نه التباس يو ژبنى قانون او ناموس گڼل كېږي، لكه (شول) د (سول) پر وړاندې چې له (سوځل) سره يې ټكر راځي، همدارنگه سيورى  - سورى ، پسور - سور، خپور - خور ... در واخله.
 
۳-د ويوالى (باقاعده گي)، دا مانا چې له بېلابېلو رغاونيزو (پښوييزو) ځېلونو څخه هماغو ته معياري ارزښت وركول كېږي چې بېدويي يا استثناء يې كمه وي، لكه دا دوى (قاعده) چې - زور(- a) په دوديز او بيا (فونيـميك) ليك كې د ښځينه پايلې په توگه په پام كې ونيول شي او ډېرگړې يې هم - ې (- e) ، نه دا چې د نورو دروگونو گړدودي ډلو پر وړاندې د كندهاري گړدود پر بنسټ تر خجن خپلواك (واوېل) وروسته  a_ پر ə واړول شي او ə بيا په ډېر گړي كې پر _i.
همداسې په نرينه نومونو كې درواخله چې كندهاريان يې د نورې ډېرۍ پښتو _ay پاى د ناحجنۍ له كبله پر yə اړوي او بيا يې ډېرگړى هم د _ɪi  پرځاى پر _yə  پاى ته رسوي او داسې نور .
 
۴- سپما،دا مانا چې تر وسې وسې او وروستني بريده په لږو وييو كې ډيره مانا او مطلب وړاندې شي، بې له دې چې ابهام او گونگوالى پيښ شي، يوه خبره چې په يوه جمله كې راتلاى شي، دوو ته بايد ونه رسېږي او يوه جمله چې له پنـځو توكو څخه جوړېداى شي، په كارنه دي، اتو يا لسو توكو ته ورسي. البته په ادبي او هنـري ډگر كې د يوه مطلب څو څو رازه څـرگندول له سپما څخه سرغړاوى نه گڼـل كېږي، هغه هم په دې شرط چې نوې نوې مانيزې او بديعي رنگارنگۍ منځ ته راوړي، د چا خبره تكرار حسن اوسي، نه دا چې تشه لفاظى بڼه ولري. له بده مرغه زموږ ډېر ليكوال د ډېر پخواني ختيز دود تر اغېز لاندې د هممانيزو وييو او جملو بيا بيا كارول د خپل ليكني سبك ستر ټوك گڼي. سپما په كړاوړون (فعلي گردان) كې هم ډېره پاموړ بلل كېږي او هغه دا چې له بيلابيلو گړدودي ځېلونو يې هماغه لنډه دا امرل كېږي : لكه د (پوه شوم) پرځاى (وپوهيدم) يا د (ډوډۍ وخوړلې شوه) پرځاى (ډوډۍ وخوړل شوه) . په ويي غونډونو، لكه: كابل پوهنتون، د (د كابل پوهتنون)، (كابل ښار) د (د كابل ښار) ... پر وړاندې . په نوېزونو كې، لكه: (رسنۍ) د (خبري يا خپرندويه رسنۍ) پر وړاندې.
 
۵ - اساني او رواني،په دى جاج (مفهوم) چې د يوه ژبني توك د تلفظ (وينگ) او له دې سره بيا د ليك او چاپ ... له مخې پښتنو او نا پښتنو ټولو لپاره اساني او رواني ولري . دا آر په پښتو زده كړه او ښوونه كې بيا په ځانگړي ډول د زيات ارزښت وړ دى، لكه (راوړ شو)او راكړ شو، د (راوړل شو) او (راكړل شو) يا پېړ د پريړ، درون - درانه د دروند - درانده پر وړاندې .
 
۶ - خوږ غږي او بلاغت،چې يو ژبنى توك په ټولنه كې (دا كثريت له نظره) ركاكت او كراهيت ونه لري. د ساري په توگه له فونولوجيكي او گرامري او ان لغوي او محاوروي وارينټو د يوه گرانښت او خوږوالى زيات وي، لكه: (هيلۍ ته لامبو ښوول) د (كونډې ته غوول ښوول) پر وړاندې يا (نتل) د (رټل)، (وختېرى) د (وخت گوډى) پر وړاندې ... .
 
۷ -  لرغونوالى،په دې جاج چې د وييزو او گرامري وارينټونو په ډله كې هماغو ته معياري ارزښت وركول كېږي چې يې تر نورو تاريخي او اېتمولوجيكي لرغونوالى ډېر وي، لكه: (ځمكه) د (مزكه)، (ولاړم) د (لاړم) پر وړاندې. دا چې له نجل - نجن، نجلۍ - نجنۍ، زما - دما، زموږ - دموږ، ستا د تا او ستاسې د تاسې، ژغ - جغ، جندره - ژندره، ژرنده - جرنده، نږور - نگور... څخه وروستي ځېلونه لرغوني دي، خو د ويونكيو زياتوالى او له دې سره كره والى د مخنيو پر خوا دى . 
يادونه:
په دى ياد شوو پر نسيپونو كې كېداى شي، يو له بله ټكر راشي. په دې مانا چې كه يو توك د يوه پرنسيپ (لكه لرغونوالي) له مخې معياري ارزښت ولري، مگر د يوه بل پرنسيپ (لكه د ويونكو ډېروالي) له پلوه يې دغه ارزښت سلب شي، په دې توگه په كار ده چې لومړى د ژبپوهنې يا عملي او تطبيقي چانس او ارزښت د ډيروالي او لږوالي له مخې هر پرنسيپ ته لوړې يا ټيټې شمېرې وركړ شي او كله چې يو ژبنى توك د ټولو پرنسيپونو له ټوليزو شمېرو څخه تر نيمايي زياتې يوسي، معياري ارزښت به وركول كېږي. د ساري په توگه د نننۍ ژبپوهنې له مخې د يوه ژبني توك ډېر كارېدنگ، په بله وينا، د هغه د ويونكو ډيروالى تر تاريخي لر غونوالي او دودوالي څخه زيات ارزښت لري او په كار ده،كه لرغونوالي او دودوالي يا نورو آرونو ته په سل كې پنځه پنځه شمېرې وركول كېږي، نو د ننني دود او كاريدنگ او ويونكو ډيروالي ته به په سل كې شل شمېرې وركړشي. بياهم كه د دې كار لپاره کومه بله جوړه شوې واكمنه غونډه له لا کره پروسېجر سره ټولو آرونو ته يو يو راز شمېرې وركول غوره وگڼي، په بله وينا، هيڅ شمېرې ورنه كړي او د يوه ژبني توك په معيارى ټاكلو او امر لوكې د ياد شوو آرونو ډيروالى په پام كې ونيسي، نو بيا هم له علمي بنسټونو څخه دومره سرغړاوى نه گڼل كېږي. ځكه د ژبې غوندې يوې ټولنيزې پديدې، هغه يې هم په ليكنۍ برخه كې قرار دادي او تړوني لاسوهنې او ريفورمونه تل منلي او منلاى شي.
 
د دې لپاره چې دغه لارښود مو له توليزوالي څخه را ځانگړى كړى او بيلابيلو ژبني توكونه او ټوكونه (اجزا) مو په كې رانغښتي اوسي، لومړى يې له غونډله پوهيزو (نحوې) يونونو (واحدونو) څخخه را پيلوو، بيا گړپوهيز (صرفي)، ورپسې غږپوهيز (فونولوجيكي) هغه تر كرونې لاندې نيسو او تر ټولو وروسته بيا د دغو ټولو رغاونيزو او پښوييزو (گرامري) يونونو يا توكونو د كرونې په رڼا كې ليكدودي (املايي يا ارتوگرافيكي) هغه .

بېرته شاته

كـــــور
نوې ژبپوهنه
پښويه(ګرامر)
ليکلار
وييپوهنه
سيند(قاموس)
بدلمېچ(عروض)
پښتواوپښتانه
کړنيزه ژبپوهنه
نوې ادبپوهنه
شعري ځېلونه (ژانرونه)
نثري ځېلونه
کر ه کتنه
غبرګون
خبرتيا او ګوزارش
پیِغامونه
ليکونه
انځورونه
كــــور  ::   دپوهاندزياراندوژوند  ::   خونديځ(ارشيف)  ::   کتابتون  ::   اړيكي