څانګيزه ژبنۍ او ادبي او بپاڼه  
  www.zyar.net  
 
 
  اړيكي کتابتون خونديځ(ارشيف) دپوهاندزياراندوژوند
 
نيوليک
 نېټه : 14.04.2010 |   ليكوال : پوهاند مجاور احمد زیار     چاپي بڼه
منلی او هڅاند ليکوال وکيلي صاحب

له يوڅه سمون سره
               ټولو پښتومينو ته :

زماپښتني مينې او مننې هم درواخلئ!
له تاسې څخه مې داتمه نه درلوده، همغسې نيوکه راباندې وکړئ چې کم لوستي يې کوي: ((پښتو خو يوازې د زيار  ژبه نه ده چې دومره ګوتې پکې وهي او له ځانه نوي نوي ټکي راباسي...))!
تاسې خو له هوتک صاحبه هم يو ګام پرمخ تللي ياست او پښتو(( ژبدود)) او ورسره مو نورې رغولې نومونې(ټرمونه) کښلې دي، نو دا نيوکه پر تاسې هم کېدای شي...
همداراز له اميرکروړ سوري تر اميرحمزه شينواري دا دومره شعري- ادبي او بياله اميرشېرعليخانه تر امير امان اله خانه اداري او پوځي نومونې...
او دا پېړۍ نيمه زرګونه علمي- فرهنګي ترمونه يا نومونې په ((سيده)) توګه په لروبرو پېنځوسو يا ستاسې پر اند ١٨ميليونو څه اړه لري؟
٩٨د ټولنې سلنه مو خو، ان  د رسنيو پر پښتو سم نه پوهېږي: (بنسټپال، پلاوی، ترهګر، اورپکی، پلازمېنه، ګواښنه، ننګونه، پانګونه، ځانمرګی بريدګر، ځانوژنه،ټولوژنه، ماينپال، روغتيا پال، ټيکاو، ټلواله، خبرپاڼه، شپې پاڼه، چارواک، زورواک، خپرونه،  خپراوی، خپرندوی، خپرنۍ، (ټوليزې) رسنۍ، ، مهالنۍ، کتنپلاوی، لوبغالی، لوبغاړی،لوبډله، وزلوبه، اورلوبه، پايلوبه... .
... يا ناپښتو، مالي،اقتصادي بحران، اتوم، الېکترون، اورانيم، اېچ. آی.وي، سي.آی.اې،آی. اېس.آی، موساد او بيا جغرافيايي نومونه( سوماليه، ليبيا، سوډان،کولمبيا، کمبوديا، تانزانيا، موزمبيق...) يې نه زده کېږي او نه يې پرې سرخلاصېږي)!
ولې په پارسيوانو کې له کابل او دوشنبې نه، تر تهرانه له دومره پرله پسې ادلون بدلون او نويو نويو سبکو و سټايلو څوک سر نه ټکوي، په لويديځ کې يې خو لا پر ځای پرېږده؟
دا يوه پرتليز يا نسبي پېژند(تعريف) دی چې ((ژبه د پوهاوي راپوهاوي وسيله ده))
له دې سره دا پوښتنه غوټه ده چې دچا چا ترمنځ، د بې ليک لوسته کليوالو، زده کړه والو، ليکوالو... او پوهانو ترمنځ... او يا هم د يوه پوهنتوني استاد او شاګردانو ترمنځ او داسې نور؟
ژبه هغه څه نه ده چې زموږ ناڅانګوال ليکوال يې سوچ کوي. آره او رښتينه ژبه هماغه
ده چې د اړوندو ويونکيو په ذهن کې له کوشينې(طفوليت) راهيسې  زېرمه شوې، هغه هم له يو لړ محدودو وييونو او غونډلو او بيا محدودوقاعدو سره. داسې دويونه يا قاعدې چې د رياضي فارمولونو په څېر له هغو لږو توکو څخه ناپايه او نامحدودې رغاونې رامنځته کولای شي. پښويه،ګرامر يا ستاسې په نوښت(( ژبدود)) هم په همغه پټ توان اړه لري، نه په دويمه برخه - له دوديزې عربي او غربي ژبپوهنې او بيا پښويې سره د نوې ((شلمې پېړۍ)) دغو توپير هم دادی.
په پرمختللې نړۍ کې د پوهې اوفرهنګ د بلې هرې څانګې او خرانګې غوندې ژبپوهنه، پښويه او هره اړونده سکالو(موضوع) او ربړه(مسأله) په ژبپوهانو اړه لري او بل څوک پکې ځانته د لاسوهنې رښته ياحق نه ورکوي. دايوازې وروسته پاتې تش پر نامه پښتانه ليکوال او پوهان دي چې د پښتو په څېر پښتو ژبپوهنه هم خپل مال انګېري او پکې لاسوهنه کوي او د چا خبره ، احکام صادروي. زه له دغو داوه ګيرو اومداخله ګرو څخه داپوښتم چې((ځانونه، وجودونه)) خو هم ستاسې مال دی ، ولې يې په بيالوجيکي، طبي...ياسايکولاجيکي شننه څېړنه ... او درملنه کې لاسوهنه خپله رښته نه بولئ؟
 تر نوې ژبپوهنې لا پېړۍ پېړۍ پخوا، ان په يوناني پېر کې دا سپيناوی شوی وو چې ژبه  د ادب، مذهب، فلسفې... کومه برخه نه، بلکې د څرګندونې وسيله يې ده، او زموږ دوديز ادبپوهان، يا په سهي مانا، متنپوهان لا تراوسه پر لا زياته اندتوګه ټينګ او ترينګ پاتې دي او له همدې لامله پکې خپله بېځايه لاسوهنه او فرمان صادرونه توجيه کوي!
ژبپوهنه د ساينتيفيکو آرونو او مېتودونو په کارونګ سره دومره پرمخ تللې چې تر ماپورې پکې ډېر څانګوال نګوښي او ټپرېږي. همدا خبره ده چې زه تر لوړو زده کړو او بيا پرله غښتو څلوېښت کلنو څېړنو پلټنو سره سره خپله پښويه، وييپوهنه، د پښتو او  پښتنو تاريخ د ژبپوهنې په رڼاکې او نور درسي او څېړنيز اثار پردغه اوسنۍ ساينتيفيکې کنډه پوره  برابر نه ګڼم او دادی، د نورو اثارو په لړ کې پر دې سپين سر لګيايم، دپښويې د څلورم چاپ لپاره يې د لا نويو نويو تيوريګانو او برسېرونو په لټه له اکسفورډه تر لندنه او له کېمبرېجه تر ګويتينګنه... منډې ترنډې وهم.
په هره توګه، د ژبې ناپاي ځواک ګړېدونکيو او بياد بېلابېلو علمي، فرهنګي او انفارماتيکي ډګرونوڅانګوالو ته دا واک په برخه کوي چې له اړتيا سره سم د هماغو محدودو قاعدو پر بنسټ له هماغو لږو توکو ميليونونه ميليونونه غونډونه، غونډلې(فقرې او جملې)، اوږده اوږده(ترمينالوجيک) تړنګونه(ترکيبونه) ورغوي او وکاروي!
له دې پلوه پښتو، نه يوازې له نورو لرې نژدې ژبو، بلکې له راتپلې تربرې((پارسۍ)) سره د سيالۍ جوګه نه ده. د نوې ترمينالوجيکي پانګې کچه مو د دغې ژبې  زرمې برخې ته نه رسي. د ((کره ليکلارې بهير)) د دوديزوالو او ناڅانګوالو د اوتو بوتو له لاسه لا په نيمه لار کې نګوښي. په دې ډول په پښتنو کې د ليکني، ادبي، سياسي، علمي او... سبکونه توپير شوي او لا هډو رامنځته شوي نه دي. يا د شپون صاحب غوندې ګړدودي بڼه لري يا د دغو نورو دوديزو پوهانو عربي- پارسي.ځکه  په همدغه  دوديزه پورپانګه خپل((علميت او فضيلت)) او ان درغلي((اکادېميکوالی)) را زبادوي!
له ژبپوهنيز ټولمنلي آر()اصل سره سمه زما څلورګونې وييپانګه ترهرڅه له مخه له اسلام کلا تر اسلام اباده، په بله وينا، له بولانه تر واخانه  څلورګونې ګړدودي ډلې رانغاړي، بيا زړه او نوې رغولې او رغېدونکې پانګه او په پای پای کې پوروييونه (عربي، پارسي، لاتين...) نو دا څه هېښنده نه ده چې زما سبک و ليکلار ډېرو ته د پوره پوهاوي وړ نه اوسي؛ په تېره هغو ښاغلو او اغلو ته چې د نويو وييپانګيزو پرمختياوو له بهير سره هميوني نه دي، لږ تر لږه د بې بې سي هغه هم نه څاري، پاتې لا بې شمېره پښتو انترنېټي رسنۍ!
ژبه يوه ژوندۍ ټولنيزه ښکارنده(پديده) ده او د اړوندې ټولنې له ټولنوټيز(اجتماعي- اقتصادي) او علمي- فرهنګي خوځون او پر مخيون سره اوږه پر اوږه خوځون او پرمخيون کوي، د خپل  ناپايه زېږندويه ځواک په مټ پراختيا او پرمختيا مومي.
لکه څنګه چې تاسې  راته دا غونډله د پزې پېزوان کړې ده:((خو له دې هم نټه نه شي کېدای چې يا يې له ډبر پېر(دورحجر) اندتوګې آره اخېستې او يايې هم ترشاکومې دښمنۍ،ځاني، رواني انګېزې ټيکاو درلودلی دی))...
دغلته (نټه) په سوېل لويديځ اړه لري، ( آره) او(ټيکاو) په زړو متنو او(ډبرپېر) په نويو رغاونو چې يوه ټولنپوهنيزه نومونه(اصطلاح) ده چې ړومبی ځل الماني رسنيو دطا لبانو لپاره د واکمنۍ(امارت) په هماغو لومړيو(اوايلو) کې د(Steinalter) په بڼه کارولې او بياانګرېزي رسنيو د(stone age)  په بڼه او بيا پسې نورو. (پېر) او(ډبره)خو د (پښتني) ټولنې دهماغې آرې او رښتينې((بالقوه ذهني)) پانګې اوقاعدې له مخې ترې(ډبرپېری) رغول شوی. همداسې (اند توګه) ارواښاد استاد مجروح ٤٠-٤١کاله پخواد فلسفي نيولوجېزمونو په لړ کې رغولې ، (انګېزه)  پارسي پورويی دی چې لاتين  انډول يې (motive) دی، (رواني) بياګډه پښتو- پارسي آره او ريښه لري.
که ماهم د نورو غوندې پاسنۍ غبرګه غونډله(copulative sentence) په ملايي بڼه کښلی وای، نو بيايې درته پوهېدل ګران نه ول، ځکه له ښوونځي راهيسې ورسره روږدي ياست:
((خو له دې هم انکار نه شي کېدای چې يايې له بدوي طرزفکره منشأ اخېستې او يايې هم له کوم شخصي خصومت او روحياتي منشأيا علت قرار درلودلی دی)). د ادبی سبک بله ځانګړتياهم د خپلو نږه ګړنو(ايډيمونو) کارونه ده چې د نورې څلورګونې پانګې تر څنګ ښايسته ډېرما ګناهګار رادود کړې دي:
- ((رانغښتل )) ، لکه: غونډه ادبي سکالووې رانغاړي؛ پرمختګ په هاندوهڅه کې نغښتی دی
: پارسي- عربي ځپلي انډول:
((جلسه ادبي موضوعات.په برکې نيسي، يا په جلسه کې ادبي موضوع ګانې شاملې دي ، يا جلسه په ادبي مسألو حاوي يامبتني ده  او ياادبي مطالب احتوا کوي ...))؛ پيشرفت يا ترقي په سعې او تلاش کې مضمره ده؛
((له توغه وتل))، لکه: زه د دغه کار له توغه وتلای شم(د زرملې د ساکوګړنه يا ايډيم)؛
پارسي- عربي ځپلي انډول:
((له عهدې وتل)) ؛
په يوڅه کې ښکېلل، ښکېلول،ښکېلېدل، ښکېل ول...، لکه
دواړو ښکېلو خواوو ته مرګ و ژوبله اوښتې ده؛
پارسي- عربي ځپلی انډول:
((دواړو مخالفو يا درګيرو جوانبو ته مرګ و مير رسېدلی دی))...
او داسې نور په (پښويه، وييپوهنه، ليکلارښود) کې کتلای شئ!
     په ټوله پښتني- افغاني مينه


بېرته شاته

كـــــور
نوې ژبپوهنه
پښويه(ګرامر)
ليکلار
وييپوهنه
سيند(قاموس)
بدلمېچ(عروض)
پښتواوپښتانه
کړنيزه ژبپوهنه
نوې ادبپوهنه
شعري ځېلونه (ژانرونه)
نثري ځېلونه
کر ه کتنه
غبرګون
خبرتيا او ګوزارش
پیِغامونه
ليکونه
انځورونه
كــــور  ::   دپوهاندزياراندوژوند  ::   خونديځ(ارشيف)  ::   کتابتون  ::   اړيكي