څانګيزه ژبنۍ او ادبي او بپاڼه  
  www.zyar.net  
 
 
  اړيكي کتابتون خونديځ(ارشيف) دپوهاندزياراندوژوند
 
نيوليک
 نېټه : 12.04.2010 |   ليكوال : پوهاند دوکتور مجاور احمد زیار     چاپي بڼه
ګران پښتونځار در ځار شم

ما به وبښې چې ورته کار، خو په نوې پوهنيزه بڼه((پښتو اېتېمولوجۍ)) راڅخه ځواب در وځنډاوه. ماهم په دې موخه چې دژبپوهنې زده کړه خپله څانګه وګرځوې، نه په دې هيله چې ژبپوهنه له پښتو ځار کړې او يا سرچپه، نو بيامې هم لږو ډېر وخت در ځار کړ !
غږپوهه اوآرپوهه(اېتېمولوجي) د ژبپوهنې له خورا پېچلو سکالوو اوبيا يې له ساينتيفيکو څانګو ګڼل کېږي. باور کوې چې پرون مې کرۍ ورځ مټې يو ويی(پسرلی) وڅېړه او هغه په دې  چې استاد مورګنستيرن ته پکې -rl- نادوده برېښېدلي او بايداړوند زوړ غږ غونډ rd يې پر/ړ/ اوښتی وای!
دا د نوې ژبپوهنې له ابېڅې(الفبې) څخه چې د نړۍ په اوسني ژبني پېر کې 6000 واړه ژبې سره همزولې دي. له ساينتيفيک زباد پرته څوک دا پرېکړه نه شي کولای چې داتوک له دې ژبې هغې بلې ته تللی دی. دا پرتلې په نوې ژبپوهنه کې دومره پاموړې نه بلل کېږي او کومې چې تراوسه شوې،  يوازې او يوازې د بېلابېلو ژبو ترمنځ د جېنالوجيکي او تايپولوجيکي اړيکو او ډلبنديو په موخو شوي، نه زموږ د زړو پښتو پوهانو غوندې د لرغونپالنې(قدامت پسندۍ) په موخه. له بده مرغه ستا دادوديزه پرتله هم د خدای بښلو دوديزو استادانو پر پليونۍ ټيکاو لري چې وښيې، پښتو تر پارسۍ پخوانۍ ده!
له دغې تربرې ژبې سره زموږ پرته شخړه((تاريخي- جغرافيايي))ده، هغه درې زره کاله وړاندې له شمالختيځ(آريانا) سوېل لويديځ ته له ور لېږدولي ګړدوده پرمختيا موندلې او له نوي پېر(اتمې زېږدي پېړۍ) سره له تاريخي بريد((دشت لوط)) نه دېخواته راغځېدلې، بې له دې چې خپلې لويديزې فونېتيکي ځانګړتياوې له لاسه ورکاندې، مانا داچې پارسي زموږ د هېواد له بومي ژبو څخه نه ګڼل کېږي، بلکې د  پخواني پارس او اوسني ايران  بومي  ژبه ده او دلته يې يوستر ګړدود دی چې په سياسي درغلۍ ورته د ((يوې جلاژبې)) په توګه هسې ((دري)) نوم ورکړ شوی دی!
هرګوره،داهم د تاريخي او پرتليزې ژبپوهنې او بيادواړو ساينتېفيکو(غږپوهيزو او آرپوهيزو)
فارمولونو په رڼا کې زباد ته رسېدلې چې پارسي د پښتو له سوېل- لويديزو خپلوانو ژبو څخه ده
او پښتو او(12-13)  پاميري ژبې  شمال ختيزه آرياني ډله رغوي. دغې پوهنيزه پرتله دا نه رازبادوي چې کومه يوه پکې مشره ده او کومه پکې کشره، بلکې داراسپينوي چې د څلورګوني جغرافيايي ډلبندۍ له پلوه کومه، کومې ته زياته نژدې ده او کومه د کوم هېواد بومي يا آره(اصلي) ژبه ګڼل کېږي او((ملي ترمينالوجي)) يې ورپورې اړه لري!
داهم د ژبپوهنې يو آر دی چې د نورو په څېر زموږ په هېواد کې سم له لاسه ګردې ويل کېدونکې ياله منځه تلونکې(47) ژبې((ملي)) بلل کېږي، هماغسې چې ويونکي يې د همدې هېواد ښاروندان ((افغانان)) بلل کېږي!
د/ش ه šh-/ بېلګې سرچپه زباد شوې  او يوازې د ځانته/ش/ داپر (ښار) سربېره نورې هم شته، لکه: بخشيدن- بخښل(بښل)، نشان- نښان،پيش- پېښ، خويش- خېښ، خوش- خوښ،لاش- لاښ... .( دلته د کښل، کښې-، ښه، ښوول... د دواړو ژبو ګډ ميراث زبادېږي)
همداسې ((څ)) هم درواخله. له پښتو پارسۍ ته ورغلي وييونه هم زباد شوي، لکه: تېر، سم، غوشايي... په افغاني پارسي ګړدود کې هرګوره خورا ډېر دي.
داهم پاسنيو پوهنيزو آرونو او فارمولونو رازباده کړې چې پښتو له غږيز پلوه ډېره اوښتون او بدلون منونکې او له پښوييز پلوه خورا ځانساتې(محافظه کاره). پارسي بيا سرچپه دريځ لري، پښويه يې لکه انګرېزي ساده شوې، ښځينه نوږی(جنس) اوداسې نور يې له لاسه ورکړي، خو پخواني آرياني غږونه يې ټينګ و ترينګ ساتلي، لکه(ګ-د- ب) چې پښتو او پاميري ژبو پر(غ- ل- و) اړولي دي. دا د هرې ژبې ځانتنۍ لارې رودې دي چې بېلابېل لاملونه پکې ونډه لري چې يو غوره لامَل د نورو ژبو اغېز دی، لکه واخلې پر پښتو د هندي ژبو دغبرګژبيزوالي(ټ- ډ- ړ- ڼ) او بېکچه وييپانګيز( لغوي) اغېز. داچې پارسي له فونېتيکي پلوه ځانساتې ده، ستا له راوړو بېلګو څخه دا دوې در څېړم:
د پښتو/ پ / د پاړسۍ پر / و/  اوړي لكه : خپل-  خود} (( خود)) تر ((خپل)) پخوانی دی او آره يې  aoto- ته رسي، لکه په اتومات کې؛ د ((خدای))د ويي آره همaotua- ده، زيار {
دپښتو/ ج/ د پاړسۍ پر /چ/ اوړي لكه : غوجل- يخچال ، پښتو(-چل) روستاړی هم لري، لکه په مورچل، چاپېرچل... کې}داد دواړو ژبو ګډ مال دی او يوبل ته يې د تګ سپيناوی ګران دی، زيار{
که تاد فونيم پرځای ګرافيم(توری) رامخته کړی وای او په دې تړاو د دواړو تربرو ژبو تر منځ په ګډو وييونو او بيا نومونوکې ليکدودي توپيرونه، لکه: ګمان-ګومان، کنر- کونړ، هلمند- هېلمند،آزادی- ازادي... ډېره به په زړه پورې وه. هرګوره، زباد شوي ګډ انډولونه  تش سره پرتله کول دومره ژبپوهنيز ارزښت نه لري، بس دی چې خدای بښلو ((دوديزو متنپوهانو)) پرې خپلې
((فضل فروشۍ)) کړې دي!
په هرډول، که بيا هم پرې ټينګار کوې، نو زما له دغه يادښت او سمون او بېلګې نيمې سره يوځای خپرولای شې او هغه داسې چې بې له شننې د دواړو ژبو نوملړونه پرتله کړې او ورمند(قضاوت) د نوې ژبپوهنې څانګوالو ته پرېږدې!
په ټوله مينه ستا زيار


بېرته شاته

كـــــور
نوې ژبپوهنه
پښويه(ګرامر)
ليکلار
وييپوهنه
سيند(قاموس)
بدلمېچ(عروض)
پښتواوپښتانه
کړنيزه ژبپوهنه
نوې ادبپوهنه
شعري ځېلونه (ژانرونه)
نثري ځېلونه
کر ه کتنه
غبرګون
خبرتيا او ګوزارش
پیِغامونه
ليکونه
انځورونه
كــــور  ::   دپوهاندزياراندوژوند  ::   خونديځ(ارشيف)  ::   کتابتون  ::   اړيكي