څانګيزه ژبنۍ او ادبي او بپاڼه  
  www.zyar.net  
 
 
  اړيكي کتابتون خونديځ(ارشيف) دپوهاندزياراندوژوند
 
نيوليک
 نېټه : 12.04.2010 |   ليكوال : پوهاند دوکتور مجاور احمد زیار     چاپي بڼه
ګران او هڅاند لونګ ته

زما د زړه له ژورو مينې او مننې اوبيا دادوستانه يادونه: له تانه مې د يوه ځوان او روښاندي ليکوال او رسنوال داتمه نه درلوده چې يوه پښتنه دومره سپکه سپانده  کړې.ماوېستې او پارسيوانې ملالۍ ته پښتانه فرهنګيان د سرو مدال ورکوي او تا په خپله ملالۍ دومره زړه تش کړی، بې له دې چې تا يا نورو پښتنوته يې کوم زيان رسولی وي!
ورځه دا نه شينوارې! په هماغه ګوډاګي دولت کې داسې پښتنې به در پر ګوته کړم چې دځان و پت په بيه لوړو څوکيوته رسېدلې! په ولسي جرګه کې برخلاف د شکريې بارکزۍ
اوصفيې صديقي او يوې نيمې بلې ترڅنګ ملالۍ ديګانې هم د ولس په ګټه تل خپل غږ پورته کړی دی خيردی که هسې ((جغرافيايي شينوارې)) ده! ببرک خو سوچه شينواری دی، ته خبر يې چې سوچه امينی جلاد او پاکستانی جاسوس دی او لا ماخپل ترورزی هم
بولي په دې چې زما خدای بښلې مور ستاسې له سيمې وه. د يوه مشرورور او دوست په توګه راته اجازه راکړه،په زغرده درته ووايم چې تا ليکوالي او رسنوالي او بياپښتني او اسلامي آرونه  ترپښو لاندې کړي دي! ايا ديوه چا، هغه هم  ښځمنې پر انساني کرامت داسې بې لوره تېری، په دې پلمه چې پلاريې ماشينی افسر دی او له ((بي بي سي لولۍ)) راديو سره يې کار کړی او...؟
ستا خواخوږی زيار


بېرته شاته

كـــــور
نوې ژبپوهنه
پښويه(ګرامر)
ليکلار
وييپوهنه
سيند(قاموس)
بدلمېچ(عروض)
پښتواوپښتانه
کړنيزه ژبپوهنه
نوې ادبپوهنه
شعري ځېلونه (ژانرونه)
نثري ځېلونه
کر ه کتنه
غبرګون
خبرتيا او ګوزارش
پیِغامونه
ليکونه
انځورونه
كــــور  ::   دپوهاندزياراندوژوند  ::   خونديځ(ارشيف)  ::   کتابتون  ::   اړيكي