څانګيزه ژبنۍ او ادبي او بپاڼه  
  www.zyar.net  
 
 
  اړيكي کتابتون خونديځ(ارشيف) دپوهاندزياراندوژوند
 
نيوليک
 نېټه : 24.01.2010 |   ليكوال : پوهاند دوکتور مجاور احمد زیار     چاپي بڼه
ژبه (Language)

ژبه د يو لړ تړوني غږيزو او اوريزو پيلامو( قراردادي صوتي او سمعي علايمو، نه سېمبولونو) سېستم دی چې وګړي يې تر پېنځه- شپږکلنۍ په ټولنه (کورني او اړوند چاپېريال) کې زده کوي او بيا يې د خپلمنځي پوهاوي لپاره د خپلو ويندو غړيو(ژبې، ژبۍ، تالو،کومي، ستوني، چنغړک، سږو، شونډو، غاښو، اووريو، ژامو او هوا) په مرسته اداکوي او يوبل ته سره اوروي. په بله وينا:
ژبه د يادشويو نښو يوه ټولګه ده چې هره يوه يوه يې زموږ ديوه ذهني انځور (تصوير) ښکارندويي کوي. دا انځورونه د انساني مهال و چاپېريال څيزونه، ځانګړتياوې، پېښې، پديدې، کړه وړه او د اړوند ويونکي خپل اندونه، خيالونه ، هيلې، غوښتنې، موخې، ارمانونه، احساسات، غبرګونونه او نور هر هغه څه رانغاړي چې په زړه او ذهن کې يې ګرځي را ګرځي او ويل او اورول يې غواړي.
هره نښه يا علامه لکه کاغذ پاڼه سره دوه نه بېلېدونکي مخونه لري: يو يې صورت، جوله، لفظ او يا((دال)) او بل يې مانا، محتوا او يا ((مدلول)) او د دغو(دال او مدلول) ترمنځ تړاو((دلالت)) بلل کېږي.
په رښتينه يا واقعي توګه همدغه دلالت د ژبنۍ نښې قرارداديوالی راجوتوي.
د انسانانو ترمنځ د پوهاوي، ښوونې روزنې، پوهې فرهنګ... په برخه کې تر ژبې بله داسې بشپړه او هر اړخيزه وسيله يا سېستم نشته. نو ځکه وايو، ژبه يوازې په انسانانو اړه لري. په دې ډول د ژبې پېژند(تعريف) داسې رارالنډولای شو:
ژبه د انسانانو تر منځ د پوهاوي او خبراوي يوه تړوني(اتفاقي)، ټولنيزه او بيا کسبي پديده ده، نه فطري او طبيعي.
د کڼو، ګونګيانو او يا د عادي وګړو داشارو، نښو، خوځښتونو يا Body language او همداراز د مرغانو او ژويو غږونه يا خوځښتونه، له لږو ډېر پو هاوي سره سره د يادشويو ژبنيو نښو يا علاموڅو اړخيز شرطونه او ځانګړ تياوې نه لري.
لومړنيو انسانانو هم سره د خپلمنځي پوهاوي او خبراوي لپاره له ورته چمونو کار اخېست، خو د ګډ ډليز او بيا ټولنيز کار په بهيرکې ورو ورو دېته اړوتل، ديوه ناببره تړون((اتفاق)) له مخې خپل جړ پړغږونه اوازونه سره د بېلا بېلوڅيزونو، پېښو، پديدو... د نومونې او نوميرنې(تشخيص) لپاره وويشي او ځانګړي کاندې، په دې توګه له اوسني علمي تعريف سره سم د(( ژبې)) پيلامه را ونښلوي او د پېړيو په پوړيو کې پرله پسې بشپړتيا ور وبښي.
د وسمهالو ژبپوهنيزو څېړنو پلټونو له مخې په ورته ډول د نړۍ په بېلابېلو برخو کې بېلابېلو انسانانو څو بېلابېلې ژبې منځته راوړې او بيا هغو بېلا بېلو ژبو بېلابېلې ژبنۍ کورنۍ رارغولې دي.
د اړوندو کورنيو شمېر تر سلو اټکل شوی، خو نن سبايې مټې د شل دېرشو څرک لګېدای شي او د ژبو شمېر کم زيات شپږ زرو ته رسېږي او ښايي ډېرې يې له منځه تللې وي، خو پر وړاندې يې ډېرو هم.له اړوند ګړدودو څخه ژبو ته لوړتيا او پرمختيا موندلې ده.
د ذهني انځور(مدلول) له پلوه سره د نړۍ ګردې ژبې کوم بنسټيز توپير نه لري او د چا خبره يکې يوه ژبه بلل کېږي، بلکې د جولې يالفظ(دال) او اړوند تړاو (دلالت) له پلوه سره توپيرېږي، دساري په توګه ((ونه)) له بېلابېلو ډولونو سره سره له ذهني يا فکري پلوه هاغه يو((مدلول)) دی، مګر د جولې يا لفظ((دال)) او اړوند((دلالت)) له مخې شپږزرو ته رسي، لکه: ونه، درخت، شجر، تري، باوم... .

همدا خبره ده چې تر يوه منلي بريده د خپلې ژبې د نږه ساتنې او د پوهې او فرهنګ له پلوه دودې وش او بډايېنې لپاره دهرې ليک والا دوديالې او فرهنګيالې ژبنۍ ټولنې هاند و هڅې ، له اَره(اصلاً) پرهمدغه جوله يا لفظ راڅرخي او همدايې د ژبني اکر وکر (پېژند و هويت) ساتنې مانا لري.
داد هرې ټولنې، ولس يا ملت يو منلی حق يا رښته ګڼل کېږي، چې د ټا کلې ژبپوهنيزې کچې((څلورګونې وييپانګېvocabulary) په کاراچونې سره خپله ژبه له ګډوله کېدنې او بيا يومخيزې پردي کېدنې څخه خوندې وساتي.


بېرته شاته

كـــــور
نوې ژبپوهنه
پښويه(ګرامر)
ليکلار
وييپوهنه
سيند(قاموس)
بدلمېچ(عروض)
پښتواوپښتانه
کړنيزه ژبپوهنه
نوې ادبپوهنه
شعري ځېلونه (ژانرونه)
نثري ځېلونه
کر ه کتنه
غبرګون
خبرتيا او ګوزارش
پیِغامونه
ليکونه
انځورونه
كــــور  ::   دپوهاندزياراندوژوند  ::   خونديځ(ارشيف)  ::   کتابتون  ::   اړيكي