څانګيزه ژبنۍ او ادبي او بپاڼه  
  www.zyar.net  
 
 
  اړيكي کتابتون خونديځ(ارشيف) دپوهاندزياراندوژوند
 
نيوليک
 نېټه : 24.01.2010 |   ليكوال : پوهاند دوکتور مجاور احمد زیار     چاپي بڼه
پښويه(ګرامر Grammar)

پښويه ديوې ژبې له بېلابېلوګړدودو يالهجو(dialects) څخه د را اېستلو يا استخراج کړو اصولو او قاعدو يوه يوازېنۍ ټولګه ده چې د ژبپوهانو له خوا د ژبپوهنې په رڼا کې کښل کېږي.
يو داسې ګرامر، لکه يو دېموکراتيک اساسي قانون له اړوندو ويونکيو څخه رامنځته کېږي، خو تطبيق يې په هغو نه، بلکې په هماغو کښونکو (ژبپوهانو) او ښوونکو اړه لري چې پرخپلو يې د يوې- يوازېنۍ کره ليکلارې د راخپلونې او پر پرديو ته يې د ټوليزې ژبې د زده کړې لپاره پر کار اچوي،يا تطبيقوي.

پښتو ژبه:
پښتو د سترې هندو اروپايي ژبنۍ کورنۍ په اَريايي يا هندو اَرياني او بيا له 12-13 پاميري ژبو او اوسيتي سره د اَرياني خرانګې په شمال- ختيزه(باختري) څانګه او ورپسې په ساکه يا ساکي څانګوړې اړه لري او په دې ترځ کې د افغانستان ډېری- بومي ژبه ګڼل شوې ده.
د ښه ترا څرګنداوي لپاره د اَرياني ژبو تاريخي- جغرافيايي ډلبندي په لاندېني انځورليک (دياګرام) کې وړاندې کېږي:

پښتو لکه د نړۍ بله هره ژوندۍ ژبه پر دوو بنسټيزو جولو وېشنه مومي: ګړنۍ(ګفتاري) پښتو او ليکنۍ(نوشتاري) پښتو.
داچې ګړنۍ پښتو پر بېشمېرو ټبرنيو، سيمه ييزو او ټولنيزو ګړدودونو وېشل کېږي، نو په کارده، موږ هم د نورو دوديالو ژبو غوندې يوه يوازېنۍ کره او ګرامري ليکنۍ پښتو ولرو او په ټولو فرهنګي او علمي برخو کې يې وکاروو. په دې لړکې ټوليزې رسنۍ(mass media) هم راځي، که هغه چاپي دي، که برېښنايي او الکترونيکي، په بله وينا راديويي دي، که تلويزيوني يا انټرنېټي.
د يو شمېر پښتو رسنوالو او خپرنوالو دا خبره بېځايه ده چې ډېر مينه وال او ان ليکلوستوال او زده کړوال يې په ادبي يا کره پښتو سم نه پوهېږي او په کارده، د همدوی عامه ساده او روانه پښتو وکاروو.
خو چې ترې وپوښتي، په کومه يوه((عامه ساده او روانه پښتو))، د کومې سيمې يا ټبر؟
نو په همدا ((يوه)) کې بند پاتې شي. ځکه يوه داسې پښتوعامه ساده
او روانه پښتو مو هله درلودای شوه چې په پرتليز(نسبي) ډول د(( يوې يوازېنۍ ګړنۍ پښتو)) درلودونکي وای،او دغه کار بيا هله شونی وو چې يو يوازېنی ((قوم))، ياهم تر هغه پورته يو ((ملت)) وای او پر بېشمېرو خېلونو او زييونو نه وای وېشلی!
داهم پر زباد(اثبات) رسېدلې، په هره پر مختللې ټولنه کې يوه- يوازېنۍ ګړنۍ ژبه هله را منځته شوې چې وار له مخه ليکني يو والي ته رسيدلې.
مانا يې داچې ويونکيو يې دزده کړې، ليک لوست او ميډيا له لارې ړومبی يوه-يوازېنۍ ادبي،فرهنګي، علمي يا په يوه ټوليز نامه((کره ليکنۍ بڼه)) راخپله کړې او بيايې هله سره ګړنۍ هغه هم يوه پرتليز يووالي ته رسېدلې ده.


هن، که له عامې ساده او روانې پښتو څخه دکوم ښاغلي يا اغلې موخه هغه فارسي ځپلې او اردو ځپلې پښتو وي چې نه د پښتو له عمومي ګرامري قاعدې او قانون سره اړخ لګوي او نه دکوم ګړدود استازي کوي ، فارسي ځپلې پښتو، لکه: تصميم نيول(پتېيل)، صورت نيول(ترسره کېدل)، په عمل راوړل(تر سره کول)، په لاره اچول(پيلول، لاس پورې کول)، څو، ترڅو ((چې))، د...څخه ملاتړ، هرکلی، دفاع، مخنيوی ... .
اردو ځپلې، لکه: کوم چې، چاچې، چېرې چې...؛ په يکم مارچ اجلاس يا جلوس اېستلې شي، د قامي اسېمبلي مېمبرانو په ډېر تعداد کې واک اوټ وکړلو... .
نو داخو پښتو نه ده او په هېڅ يوه ګړدود کې يې څرک نه لګي. مانا يې دا شوه چې له ټوليز ګرامر سره اړخ نه لګوي او ګرامر لکه ديوه دېموکراتيک اساسي قانون په توګه له بېلابېلو پښتو ګړدودونو څخه راچاڼېدلی او را وتلی او پر ټولو پښتنو يوشان تطبيقېږي.
لکه څنګه چې قانوني سرغړاوی د سياسي انارشېزم خواته ځي، همداسې. ګرامري سرغړاوی ژبنی انارشېزم رامنځته کوي.
همداراز که نوموړي ښاغلي او اغلې(( ساده ګي او رواني)) د پښتو درې ګونې پانګې(ارکاييزمونو، ډايلکتېزمونو او نيو لوجېزمونو) پرځای د( فارسي، عربي، انګرېزي...) فارنېزمونو په کارونګ کې ويني، ځکه دوی او يو شمېر نور پوخمنګي (پاخه عمري) ور سره روږدي شوي دي، نو د نوي يا ځوان ((کمپيوټري)) پښت چې زياتره په کډوالۍ او جلاوطنۍ کې رازېږېدلي، رالوی شوي، په پرديو ژبو يې زده کړې کړي او بيايې ليکوالۍ او ژورنالېستۍ ته مخه شوې ده، له داسې فارسي او اردو ځپلې پښتو سره به څه وکړي چې لا تر څنګه يې له بېلابېلو کوربنو ژبو سره هم اړاو تړاو پيدا شوی دی!
په دې ډول هغه نور لس شل زره کملوستي او په ځانګړي ډول بې ليک لوسته ميليونه پرګنې څه وکړي، ايا له جوليز او مانيز(تلفظ او معنا) له پلوه هغوته ((افتخار)) تر((وياړ))، ((معضله)) تر((ستونزې،ربړې))، ((مقامات)) تر ((چارواکو))، ((ترورېست)) تر ((ترهګر))، ((دېکتاتور، ډېکټېټر)) تر ((زورواک))، ((خود کشه ديماکه)) تر((ځانمرګې چاودنه))؛ يا د نړيوالو متلو او ګړنو په برخه کې د فارسي په پېښو، ((تفرقه واچوه، حکومت وکړه)) تر((بېل يې کړه،اېل يې کړه))، ((وخوره او مه مره)) تر((خوره او مه مره))... اسان اوساده او بياسهنوړ((قابلِ هضم)) دي؟
بلخوا، کاشکې زموږ همدغو څو ليکوالو او رسنوالو، فارنېزمونه هم په يوه بڼه کارولای، د بېلګې په توګه ګردو ((ټولنپوهنې)) ته اجتماعيات، جامعه شناسي، سوسيولوژي، سوسيالوجي يا سوسيولوګي ويلای او ليکلای!
د دغې نومونپوهنې يا علمي ترمينالوجۍ په لړ کې له دود او موده وتلې ګرامري نومونې يا اصطلاحات، لکه: حروف(غږونه، فونيمونه)، ارتباطي حروف يا ادوات (سربلونه او وستربلونه، prepositions&postpositions)... هم درواخله!
دا به ومنو چې د يوې يوازېنۍ کره يا معياري ليکنۍ پښتو پرمختيايي بهير د پښتني ټولنې د عام پرمختيايي بهير د يوې برخې په توګه لا په لومړيو پړاووکې دی، خو بياهم له ښه مرغه له درو درې نيمو لسيزو راهيسې يې د نوې ژبپوهنې په رڼاکې له پرله پسې زياتېدونکي کارېدنګ سره پوره پراخوالی او دود والی موندلی دی.


بېرته شاته

كـــــور
نوې ژبپوهنه
پښويه(ګرامر)
ليکلار
وييپوهنه
سيند(قاموس)
بدلمېچ(عروض)
پښتواوپښتانه
کړنيزه ژبپوهنه
نوې ادبپوهنه
شعري ځېلونه (ژانرونه)
نثري ځېلونه
کر ه کتنه
غبرګون
خبرتيا او ګوزارش
پیِغامونه
ليکونه
انځورونه
كــــور  ::   دپوهاندزياراندوژوند  ::   خونديځ(ارشيف)  ::   کتابتون  ::   اړيكي