څانګيزه ژبنۍ او ادبي او بپاڼه  
  www.zyar.net  
 
 
  اړيكي کتابتون خونديځ(ارشيف) دپوهاندزياراندوژوند
 
نيوليک
 نېټه : 05.03.2008 |   ليكوال : پوهاند دوکتور مجاور احمدزيار     چاپي بڼه
(وروستۍ بڼه) لکوال

اکسفورډ،14-8-  ٢٠٠٧
ارواښاداستاد محمد دين ژواک  د ناپېيلي شعر يو ژمن نوښتګر
ازاد شعر اروپايانو  په نومهالپېر، اتلسمه پېړۍ کې له بلانک((سپين)) شعره راپيل کړی،هغه هم دننني بېتوله پښتو((سپين شعر))اوپارسي ((شعرسپيد)) په جاج نه، بلکې تش د پښېلې(قافيې) او څه ناڅه داړوندو دوديزو متريکو (عروضي) او نظمي بنديزونو له باستيله دازاد په مانا. ازاد(فري) او سپين يې په نولسمه او ناپېيلی(منثور) دايې  بياپه نومېرلې او نومولې بڼه د شلمې پېړۍ په اوږدو کې رادود کړی دی.
په ختيځ او بيا ايران کې دازاد پارسي شعر بنسټ نوماند نيما شوويچ پر 1901ز کال اېښی او د سپين دې نژدې نيمه پېړۍ راوروسته نوميالي انقلابي شاعر احمد شاملو. ناپېيلی  يې هم له دغو دوو نورو سره څنګ پرڅنګ دود درلودلی، خو تر اوسه د نثر ادبي او پارچۀ ادبي په نامه يادېږي او نادر نادرپور لا په ناسمه توګه د اروپايي پېيليو شعرونو د ناپېيلو ژباړو ړندې پېښې بللې دي(انځور...)!
ازاد شعر په پښتو کې دوی لسيزې راوروسته  له پارسي سره د سيالۍ له مخې څه ناڅه په ورته جاج دود موندلی، هغه داچې د مسرو برابری،پښېله اولړ(قافيه او رديف) يې غورځولي، په دومره توپير چې هغې ژبې ورسره خپل  دوديز  ((عربي- عروضي)) او پښتو خپل  څپيز- خجيز(سېلابو تونيک) تول و تال خوندي ساتلي دي. سپين په دواړو ژبو کې بيا هم د هماغه يادشوي  مهالني واټن هومره، له دوو لسيزو راهيسې په دې مانارادود شوی چې نه  يوازې پښېله لړ او مسره ييز برابری ، بلکې  تول(وزن) هم نه  لري او يوراز تال، غاړه يا لحن او اهنګ يې هرګوره د لوستلو او يااورولو په بهير کې تر غوږه کېدای شي.الماني (= Freie Rythmen ازادوزنه)  نومونه  له همدغه ډول سره ښه ترا اړخ لګوي چې پر وړاندې يې (Freie Versen) نومونه د بې قافيه شعر بلانک(blank )  له جاج سره سمون مومي. دوديز اروپايي بلانک يا سپين شعر موږ يوراز نيم ازاد ((مونډی)) نومولی دی چې استاد پژواک يې په پښتو کې پر 1317ل کال  په((کليمه داره روپۍ/چاپ 1337ل)) بنسټ اېښی دی (زيار 152، 99).
پاتې شو، زموږ د اوسنۍ څېړنې اړوند درېيم، په بله وينا، څلورم ناپښېليز ډول((ناپېيلی يامنثور)) شعر. داکټ مټ هماغه زړه راکښونکی، ښکلی او خيالولی ادبي نثر دی چې د نورو ډېرو غوندې ورته پښتنو ويناوالو دادبي نثر يا ادبي ټوټې تر نامه لاندې  د تېرې پېړۍ له هماغه لومړيو څخه تراوسه پاينه وربښلې ده.
 سرلاري يې مولوي احمد(1261-1301س)،رضواني(1279-1353س)، زاخيلي(1304س-1342ش) او منشي احمد جان(1273-1330 ش) بلل شوي(سنګروال 484 ،هېوادمل195) او بره خوايې علامه حبيبي،استاد بېنوا، مولاناخادم، استاد رښتين او استاد الفت له مخکښانو څخه ګڼل کېږي.
 په دوی کې زياتره، په تېره داستاد الفت هغه يې له داسې ډول سره سمون مومي چې نن سبايې لنډکی داستان(Short-Short Story) بولي.
هرګوره زموږ  پښتو نومونه((ناپېيلي يا منثور شعر)) له اروپايي هغې څخه يوه  پور ژباړه ده. انګرېزي  انډول يې(Poetical Prose ) او(Poem in prose)   او الماني يې(Prosadichtung)  دي. داراز نثر په دې يو شعري ځېل يا ژانر بلل کېږي چې ان زموږ له دوديز- عربي پېژند(مخيله کلام)  سره سم د شعر بنسټيز اَر و اَړ يا اصل و شرط پرځای کوي او هرګوره، هر ه ناپېيلې ليکنه او ان سپېره نظم  د دغې نومونې جوګه کېدای نه شي. سره له دې چې ناپېيلی شعر، نه له پښېلې او لړ سره کار لري او نه له مسرو او بندونو او نه له تول وتال سره.
زموږ  د دغه شعري ځېل نوښتګر سرلاری استاد ارواښاد محمد دين ژواک په اَر او ټوليز ډول  د پښتو ژبې او ادب د نومهالي غورځنګ له ډېرکارو مخکښانو څخه شمېرل کېږي. څه له پاسه نيمه پېړۍ يې څه د ښوونځيو، پښتو کورسونو او راديو د  ښوونکي او څه د ليکوال، شاعر، ژورنالېست او بياښايسته ډېر مهال د پښتو ټولنې د علمي غړي او ورسره ورسره د دوه ګونو خپرنيو اورګانونو، زېري اوونيزې او کابل مياشتيزې چلوونکي په توګه د پښتو سرڅڼې لپاره نه ستومانېدونکې هاندوهڅې ترسره کړې دي.
 د ليکوال په اند هغه  څه چې استاد يې په خپلو همپېرو کې ډېر ښه ترا نومېرلی او اوڅارلی، هغه يې له ژب- ښکلاييز پلوه په پېيلې او ناپېيلې ويناکې دمهال،  چاپېريال او ټولنيز تشيال يو ژوره او زړه راکښونکې انځور ګري  او نندارګري (تمثيل) دی . دغه دوې غبرګې هنري ځانګړتياوې يې بيا تر داستان او پېيلي شعره په ناپېيلي يا مـنثور شعر کې په ځانګړې توګه زياته ځلېدنه مومي اويوه نوښتګرانه بڼه او بېلتياوربښي.
له ژب- انديز پلوه يې يوه غوره بېلتيا او ځانګړتياداچې د يوه چپي او روښاندي ويناوال په  توګه د نورو ادبي پنځونو په څېر په دغه ژانر کې هم ټولنيز ارمان  او ژمندويي په ټوله خواخوږۍ او رښتينولۍ رانغاړي او په دې ډول يې اړوند پيغام  لږوډېر د انتقادي ريالېزم تر پولې ور اوړي اودنوي هومانېزم اوېجې ته ورګډېږي.
سم له لاسه  د خپلو خبرو د زباد او دښکلې پايلې لپاره د((نياز)) تر نامه لاندې د ستر نوښتګر استاد د ناپېيلي شعر يوه وروستۍ زړه راکښونکې بېلګه درنو اغلو او ښاغلو ته وړاندې کوم چې ګران او هڅاند ليکوال دوست انځور صاحب په واک کې راکړې ده :
دلته چې د بې موسمه بهار د ګلونو د ښايسته پاڼو سترګې ، د لمر رڼو وړانګو ته مدام کږې وي .
په دې هېواد کې چې د ژړي لمر دلمنې د غوړېدلو هڅه لږه ده .
دلته د راڼه لمر د وړانګو د روږد زړه مه تنګوه !
هو ! دلته د هغه چا چې د ورشو د آسمان خوله د همېش لپاره په خندا ډکه وه .
دلته چې د موسم د نيلي  د مخې منډه يې لېونۍ غوندې ښکاري .
دلته چې د وريځې خړ پړونی يې له شنو چمنونو سره د رڼو  وړانګو شوخۍ ته لږه اجازه ورکوي  او غېږ په غېږ کېدل ورته د سلا کابونه لري ، نو ای د رڼا د لوی جهان خاونده !
ته خو پوهېږې چې دې د رڼو وړانګو لمبېدلي ته  دا ورشو بېګانه ښکاري .
ته ، ای د لوی جهان د رڼا خاونده !
داد رڼو وړانګو د رڼا لمبېدلی ، د رڼا د مشالونوکور نه هېروي ، بېرته يې بوزه !
بويې ځه ، د رڼا د نڅا محل ته ، هلته چې په رڼا يې سترګې بيا مړې شي .
المان ، بنـــزهايم، جولای   ١٩٩٥
اخځليک
انځور، زرين: شعرونه او نقدونه. کابل 1365ل.
زيار: پښتو بدلمېچ(پښتو شعر څنګه جوړېږي؟)، کابل 1369.
سنګروال نيازی، شهسوار: د پښتو ادبياتو معاصر تاريخ. پېښور1997ز.
هېواد مل، زلمی: فرهنګ زبان و ادبيات پښتو. کابل 1356م.
 


بېرته شاته

كـــــور
نوې ژبپوهنه
پښويه(ګرامر)
ليکلار
وييپوهنه
سيند(قاموس)
بدلمېچ(عروض)
پښتواوپښتانه
کړنيزه ژبپوهنه
نوې ادبپوهنه
شعري ځېلونه (ژانرونه)
نثري ځېلونه
کر ه کتنه
غبرګون
خبرتيا او ګوزارش
پیِغامونه
ليکونه
انځورونه
كــــور  ::   دپوهاندزياراندوژوند  ::   خونديځ(ارشيف)  ::   کتابتون  ::   اړيكي