څانګيزه ژبنۍ او ادبي او بپاڼه  
  www.zyar.net  
 
 
  اړيكي کتابتون خونديځ(ارشيف) دپوهاندزياراندوژوند
 
نيوليک
 نېټه : 07.08.2009 |   ليكوال : پوهانددوکتور مجاوراحمدزيار     چاپي بڼه
ملنګ جان دپښتني افغاني فرهنګ د هسک يو تلځلاند ستوری

اکسفورډ،15-50- 09

په ټوليز ډول د يوه وينا وال، شاعر او هنرمند يادغونډه يا نمنځغونډه پر دې رالنډېدای نه شي چې د دوديز- متنپوهيز څېړندود په چوکاټ کې يې بې له کومې څانګيزې- تخنيکي شننې د ژوندپېښو او بېلګو پر هو بهو راغبرګونه او بيا ستاينه او نمانځنه را وڅرخي. په دې لړ کې زموږ د ټولمنلي وګړني ويناوال او سندريال غونډه هم بايد تر هرڅه له مخه د هغو لاملونو پر پلټنه، څېړنه او ځيرنه راغونډه شي چې په ټاکلي مهال و چاپېريال کې  يې دی له يوه ورکنومي  محمدامينه پر يوه ټولمنلي ملنګ جان بدل کړی وو او بيا يې بېساری نوم و نښان، منښت وګرانښت له اسلام کلانه تر اسلام اباده، لا څه چې ان  تر دغو سيمه ييزو- سياسي پولو هم ور اړولی او د ختيځپوهانو د ليکنو څېړنو جوګه کړی يې دی.
. په دې توګه د يوه داسې وګړني يا ولسي وينا وال او سندريال په تړاو په ځانګړي ډول دې لاندې درو غورو پوښتنو ته ځواب موندل اړين برېښي:
1- د(و)ګړني او ليکني ادب تر منځ بېلندويه نښې نښانې يا بريد ليکې کومې دي؟
2- د ولسي ټنګ ټکور او هنري موسيقۍ ترمنځ پولې او بريدونه څه کېدای شي؟
3- ملنګ جان د يوه ناپښتوژبي په توګه ولې پښتو ولسي ادب او موسيقۍ ته  مخه کړې او بيايې د بېساری اوښتون پيلامه شوی دی؟
له دې  لامله يې موږ د اند و ژوند د سمې سهي ارزونې په تړاو دېته اړوځو چې د هسې يادغونډې يا نمنځغونډې پرځای يې يوه سمه سهي پوهنغونډه(سېمينار) ولرو او داکار نه يوازې څانګيز واک و ځواک غواړي، بلکې تر هرڅه له مخه مالي توان او تياری هم غواړي چې ښايي، له دولتي څانګو او بنسټونو او ياهم يونيم داسې ازاد علمي-فرهنګي سازمان ياټولنې پرته يې چې د هېواد يا نړۍ پر کچ د مرستې ملاتړ کومه سرچينه ولري، بل څوک له توغه و نه شي وتلای!
يو لنډ ژبتوکميز جاج
دادی،دلته يې زه پر خپل وار د همدې موخې له مخې، هغه هم د اوسنۍ نمانځغونډې د وخت و زغم په پام کې نيولو سره سم له لاسه ټولنوټيز(اجتماعي- اقتصادي) او سياسي لاملونه بل مهال او نورو مينه والو ته پرېږدم او يوازې يې د منځته راتګ په تړاو د ټولې سيمې او بيا جلال اباداو شاوخوا ژبتوکميز اکر بکر د يوه غوره لامل په توګه تر څېړنې لاندې نيسم:.
لکه څنګه چې ټولوته څرګنده ده او ماهم ورته پرخپل وار د(( علامه سيد جمال الدين افغان فرهنګي ټولنې)) له خوا د((خوږو نغمو)) د لومړۍ بشپړې ټولګې په سريزه کې نغوته کړې، د ملنګ جان مورنۍ ژبه له اَره پښتو نه، بلکې هماغه کړکيچو او کنډيباغي وزمه پارسي وه چې په درو ګونو ختيزو سيمو کې له پېړيو راهيسې پرې يوه لږه کۍ ډله غږېږېدلې ده. دغه ګډوله ژبه پر خپل وار دهماغې چغتايي پارسۍ پاتشونې ګڼل کېږي چې څه ناڅه  پېنځه سوه کاله له پارسه تر هنده د مغولي ټولواکمنۍ سرکاري او درباري ژبه وه او بيا دغلته له پښتو سره نوره هم پسې مسخه شوې ده. سره له دې يې  پېړۍ پېړۍ ليکنۍ، دوتري او ميرزايي بڼه پرخپلو ويونکيو سربېره د ډېرو پښتنو او ناپښتنو لپاره سرکار و دربار ته د لار موندنې او يا لږترلږه کار موندنې وسيله پاتې شوې او د نورو ژبتوکميزو ډلو ټپلو په لړ کې يې د ډېرو پښتو ژبيو، په تېره د ښار او شاوخوا سيمو د مېشتو پښتنو د ((پرسنايزېشن)) لاره هواره کړې ده. هغه داچې هم يې د يوه پت و پرستيژ او هم د يوې دندې ((ميرزاييوالې))، يا په لنډو ټکو د(( فېشن او پروفېشن)) دواړو په توګه په دغه بهير کې ستره ونډه در لودلې ده.
 په دې موخه او هڅه د نورو لږه کيو په پرتله پښتانه تر زياتو کلونو او کړاوونو وروسته د غې هيلې او ارمان ته رسېدلي، ور سره ښارمېشتي شوي او تر ليکنۍ ((سرکاري او درباري)) پارسۍ وروسته يې ګړنۍ هغه هم په دويم- درېيم پښت کې دپښتو ځايناستې شوې ده. د دغه راز لوړپاړکيزو ترڅنګه يو شمېر بې ځمکوکليوال چې د مزدورکارو او کارګرو په توګه ښارونو ته رامات شوي او ځينې پکې د کار وکسب ياکاروبار څښتنان شوي، هم د دغو نورو غوندې ورو ورو پارسيوان شوي دي.
داچې د جلال اباد او شاوخوا ناپښتنو لږه کيو ژبه د ((چغتايي پارسي)) ګړدود پاتشونې اوبيا ((پتوا=کنډيباغي)) بولو، موخه مو هماغه پارسي ځېل يا ګړدود دی چې دچنګېز په سرکښۍ په لومړي لاندې کړي پارسي ژبي هېواد((پارس)) کې، هغه هم د اړوندچغتايي- مغولي ټبر له لومړني نيواکګر پښت سره رامنځته شوې ده. لاسوند يې هم ګران ليکوال ((پيوند)) داراښيي چې اړوندو چارواکو او پوځيانو له پارسيوانو ښځو سره ژبنۍ ستونزې لرلې او په پای کې دېته اړوتلي ول، همدا سې يوه ګډوله ((پتوا))  ورسره په ګډه را وزېږوي. ايرانيان له هندي- پارسي ادبي سبک سره خپله نه لېوالتياهم په دې لاسوندوي (توجيه کوي) چې ژبه يې د دوی له((پارسي دری)) سره اړخ نه لګوي او  ويناوال يې آر((اهلِ زبان)) نه دي!
له دې پلوه، نه يوازې ښارڅېرمه پښتانه، بلکې تر ټولو زيات هغه ((خانداني)) پښتانه رامخته شوي چې له نيکونو نيکونو راهيسې وار له مخه  له دغه ژوند و ژواک سره روږدي ول، لکه واخلې، سدوزي، محمد زي... او همدارنګه لږوډېر د نورو ټبرونو اړوندان چې ورسره ((خانداني وزمه)) شوي او نن سبايې ښايسته ګڼ پاتشوني په لغمان، جلال اباد، سره رود، بېسودو ... کې ليدل کېږي؛هر ګوره، د کونړ په سرکاري منځۍ کې دغه ژب- تاريخي بهير پربله اوښتی او پخواني((چغتايان)) يې پښتو ژبي، لاڅه چې نن سبا له توکميز پلوه د خېښيو او خپلويو له کبله له ساپيانو او نورو پښتني ټبرونو سره په اسانه توپيرېدای نه شي او د منځۍ نوم((چغسرای= چغتايسرای)) يې هم لومړی پر((دمکلي))، او له ښايسته ډېر مهال راهيسې پر((اسعداباد)) اوښتی دی.
په  ننګرهارکې هغه پاتشونيو بيا د نورو نانومېرلو(نامشخصو) لږه کيو له هغو سره ځانونه زياتره((عرب)) نومولي، که څه هم ښايي، دا اړوندي يې سمه نه وي او ياهم هغه ګرد لږه کيان را ونه نغاړي چې د بلځا ييانو په توګه هېواد ته رالېږدېدلي او له سياسي، امنيتي او اقتصادي پلوه يې له هماغو لومړيو څخه ښاري ژوند غنيمت ګڼلی او په دې توګه يومخيز پارسي ژبي شوي دي. هرګوره، په پرسنايز شويو پښتنو کې بياهم، پر محمدزيو  سربېره نورو پښتني خېلونو زييونو تش همدانومونه د خپلو پېژند نښو په توګه خوندي ساتلي دي او بيا له څه کم يوې پېړۍ راهيسې چې د اړوندو ښاريو  ښوونيزه او رسنيزه ژبه پښتو شوې، د دوی پښتني ولوله  نوره هم پسې راژوندۍ شوې او پرله پسې يې دخپلې بايللې ياکړکيچو شوې ژبې د بيا راتاندونې او کرونې هڅه زياته شوې ده. په ادب و فولکلور،  شعرو شاعرۍ، ليکوالۍ او ټنګ ټکور او ورسره په نورو تړلو فرهنګي هستونو کې يې لېوالتيا او ونډې هم پرله پسې پراختيااو پرمختيا موندلې او له دې سره يې د چا خبره د هر اړخيز((پشتونايزېشن)) بهير ګړندی شوی دی.
په ځانګړي ډول د تېرو سياسي- ايديولوجيکي پېښو او ټکرونو په پايله کې چې افغاني او بيا پښتني ټولنه يې راوخوځوله، نو د ښارونو ژبتوکميز اکر وکر له يوه چټک ادلون بدلون سره مخ شو او په يو واريز ډول ورته پښتنې پرګنې راماتې شوې. نو که د کابل په ګډون يې د نورو ګډوله ښارونو انډول د ځان پر ګټه دومره و نه شو راڅرخولای، خو په څه ناڅه سوچه پښتون مېشتو هغو، لکه د ننګرهار دې کې يې تر بل هر ځايه نوکه ښه ترا ښخه شوه، ورسره تړلې بېخبنايي او مخبنايي چارې يې په واک و ولکه کې راوستې او له دې سره يې اړوند بهير هم يوه بېساري  ګړندي پړاوته راګډشو. هسې خو له ډېره راهيسې هغه پخوانی نالاسوهلې يوژبيزه هسته، هغه هم په ځانګړې توګه د زاړه(جلال اباد) ښار له ړنګونې سره ماته شوې وه او استوګنو لږه کيو يې د سيمې د ډېريو استوګنو ژبه، ادب، فولکلور او فرهنګ راخپل کړي ول او کله به يې چې له کابليانو او نور پارسي ژبيو سره اړاو تړاو پيدا کېده، له شرمه به يې دخپل کړکيچو پارسي ګړدود پرځای پښتو د ځان پرده کوله، که يې څه هم دغه دويمه ژبه تر خپلې هغې بتره کړکيچو وه!
50- 60 کاله وړاندې دا د چا په ارواکې هم نه ګرځېده چې د دغه ولايت منځۍ دې يو وخت تر رامنځته کېدو څو پېړۍ وروسته پښتني څېره بيرته راخپله کاندې او يو مخيزه دې پر يوه پښتون مېشتي او پښتو ژبي ښار واوړي!
ښايي، زه له هغو لومړيو ننګرهاريانو څخه اوسم چې ددې تازه اوښتيايي بهير ننداره مې له نژدې نه کړې او لکه ننداريزه پرده مې دا دومره کلونه تر سترګو تېره شوې ده. لا لس لس نيم کلن ماشوم وم چې ړومبی ځل له کونډې مور او دوو کشروټو ورونو سره د خوارۍ مزدورۍ په نيت و نمات جلال اباد ته راغلم او د خوشګنبد په کلای شاهي کې مو ديوه لرې خپلوان کره واړول. له هغې راهيسې مې له دغه ښارسره اړيکي څه ناڅه را ټينګ شوي ول او په هرلو او لور کې به ګوښې او ياهم له مور سره ور تلم، خو له دې سره سره مې اړونده کنډيباغي  زده نه شوه کړای؛ تر څو په  خپل کلي او کامه کې تر لومړني ښونځي وروسته د کابل  د شپېني ښوونځي جوګه شوم او کره او ادبي پارسي مې ورو ورو راخپله کړه.
له وړکينې مې داياد هم د ذهن پر پرده هغسې تاند پاتې دی چې په غټو غټو ښاديو او بيا ودونو کې به د خانانو ملکانو سپرا پرخپل کليوالي ټنګ ټکور او اړوندو ډلو ټپلو نه ماتېده او تر وسې وسې به يې هڅه کوله، يو خواله لرې پښتونخوانه تيرايي لښتۍ او وتلي غزلبول سندرغاړي او بلخوا ورسره له جلال اباد، سره رود او بېسودو نه د ساز و سندرو نومورې ډلې ټپلې هم را وغواړي. دغو وروستيو ډلو ټپلوبه په خپلو منځو کې زياتره کړکيچو پارسي ويله، خو سندرې او ورسره تړلې ټوکې ټکالې او سرګرمۍ  به يې په پښتو وې. هغه مهال به چې پښتانه له لرې نژدې کليو بانډو څخه د سود سودا لپاره ښارته راتلل، تر مسلمانو دوکاندارانو به ورته دهندوانو او سېکانو پښتو زياته پوهاوي وړ برېښېده او ګڼه ګوڼه به يې ورباندې ډېره وه؛ ځکه هغوی زياتره له کليوالو سيمو څخه رالېږدېدلي ول؛ د ارزانۍ يا ډاډ و باور اړخ يې لاڅه کړې، څه کړې!
په هره توګه، څنګه چې زموږ ختيزه سيمه په ټوله کې يوه پښتني سيمه وه، نو ناپښتني ښارييو يې له اوږدمهالې سياسي، فرهنګي او اقتصادي لوړتياسره سره بياهم تر ژبني- فرهنګي واک و ولکې لاندې ټيکاو درلودلی او په دې ډول يې ادبي او فولکلوري هستونو او بوختياوو همېشه پښتني بڼه درلودلې ده.
له دې لامله، داڅه هېښنده نه وه چې د پښتني ادب و فرهنګ پر هسک دې د ملنګ جان په څېر يو ځلاند لمر راوځلي او په خپلو زرينو وړانګو له امو تر اباسينه ټوله سيمه راونغاړي. هغه د ننګرهار په تلزرغون او تلسمسور، شاعرانه او سندريز چاپېريال کې سترګې غړولې وې او له هماغه ماشومتوبه يې په غوږو کې پښتو ساندو او سندرو سره اړخونه بدل کړي ول. بلخوايې هم په وړکينه کې د يتيمۍ څپېړې پر مخ خوړلې وې او د پرله پسې ناخوالو او کړاوونو په غېږ کې را لوی شوی وو. نو چار ناچار دېته اړوتلی وو چې هغه داغونه او دردونه د زړه له زېرمې بهرته را وباسي او له نورو سره يې هم وويشي.
خو څنګه يې چې وار له مخه د هغې ناپايې زېرمې د راسپړنې او وړاندېينې لپاره دخپلې((پتوا)) ژبې ځولۍ لنډه تنګه وليده، نو بيا دېته اړ وو چې د شاوخوا واکمنه ادبي- فرهنګي ژبه راوننګوي؛ هغه ژبه چې له ماشومتوبه يې دده زړه او ذهن ته لار موندلې وه او ساندې او سندرې يې په غوږ کې ور انګازه کړې وې، نو دا څه د هېښتيا خبره نه وه چې پکې له خپلو راپنځولو ساندواو سندرو سره دا منصوري ناره هم را انګازه کاندې:
  زما ځواني ډول کوي او پښتونواله سره
 زه په پښتو او پښتونواله باندې سرورکوم...(23)
او بيايې دا پښتنی هوډ:
که مې ازاد نه کړې وطنه پښتون به نه يم
يامې پر تن نه شوې کفنه پښتون به نه يم...(342)
هغه بې له شک و شوپيانه ((پښتو)) په دواړو ماناوو راخپله کړې وه، څه يې چې پر زړه ول، هغه يې پر خوله ول... او په پای کې يې هماغه کړې وينا او هوډ ترسره کړ او له پښتو، پښتونوالې او پښتونستانه يې سر بلهار کړ.
 د هېواد يوه مخينه وال ژورنالېست((حفيظ اله سحر)) په لته بند کې  د ارواښاد ملنګ جان د مړينې بوږنوړې پېښه داسې کښلې وه:
((له ننګرهاره د کابل پر لورې راتلم، د خوجه سې باباله زيارته څه ناڅه درې کيلو متره رادېخوا د ((رغياڼې)) په زړه کې مې يو اوښتی بس وليد، ټپيان او مړي لورالور پراته ول. له ګاډي ورکښته شوم، د ټپيانو نارو سورو د غره په کښته پرېوتو ګړنګونو او پورته ختلو ناوونوکې ويرلړلې انګازې راخپرولې. په هغو کې د ملنګ جان د مېرمنې سوې  ساندې تر  هغو ټولو سوځنده او انګازورې وې، هغه هم په داسې حال کې چې له سر او مخه يې سرې وينې رابهېدلې، په پښتو ژبه يې همدا ويل:
(( يه ځوانانو، داستاسې ملنګ جان دی، هماغه ستاسې د پښتنو ملنګ جان...!)) (د وطن د مينې کچکول).
له نورو ((پتواژبيو)) ولسي شاعرانو نه د ملنګ جان پښتو يوازې په دې مخکې نه وه چې په تنکۍ ځوانۍ کې له خپل کوروکلي کامې ته لېږدېدلی او د شعر الهام ورته هم هملته شوی وو، بلکې دا يې د خپل بېساري زاتي او رغښتي لوړ استعداد زېږنده هم وه. د زندان په لنډ تنګ وخت کې يې قراَن شريف زده کړی وو او کابل ته له رسمي تګ سره يې په شپږو ورځو کې همدومره ليک لوست زده کړ چې نورخپل شعر پخپله يادښت کړي او دېته و نه اړوځي چې سم له سمونې يې شاګرد(سندرغاړي) ته هم ټکي پر ټکي هم ورزده کاندې او هم کمپوز. استاد بختاني چې لومړی ځل يې د هغه خوږ ژبي وينا وال د ژوند په وروستيو شپو ورځو کې ((خوږې نغمې)) راټولې کړې او چاپ ته سپارلې وې، په خپله سريزه کې د دی يادونه هم کړې چې د ليک و لوست تر شپږورځنۍ کورس راوروسته يو بل فرهنګيال ورته د يوه لنډ مهال له مخې د يوشمېر مخکښو تېرمهالو او وسمهالو شاعرانو د شعرونو د وراورولو پازه هم پرغاړه اخېستې وه. د هغو بېلګو له يوځل  اورېدنګ سره يې  اندو واند دومره غځونې کړې وې چې راوروسته  پنځونو يې نور د(و)ګړنۍ شاعرۍ پولې برېدونه نړولي ول او ان تر ډېرو لوستو شاعرانويې وراړولې وه.
هغه تر ډېرو لوستيو او نيم ولسي ناظمانو ژب-انديز او ژب-ښکلاييز انډول ښه ترا په پام کې نيولی او د يو لړ شعار ډوله ملي او انتقادي چاربيتو او ترانو تر څنګه يې ډېر ښکلي ښکلي شعرونه، مقامونه او غزل هم ويلي دي؛ د پښتني فرهنګ پر هسک دغه تلځلاند ستوري رښتيا دا رښته درلوده چې د خپل مهالپېر د هېواد د يوازېني اکادېميک مرکز ((پښتو ټولنې)) په غړيتوب ووياړل شي او د ختيځپوهانو پام ورته راوڅکوي.
پر 1334 يا 1353 ل. کال چې د وخت سروزير داود خان له پاکستاني سرچارواک سره يو لنډ سياسي جوړ جاړي ته رسېدلی وو، ده ته يې  تېلېفون کړی وو چې تر يوه وخته د ((پښتونستان)) له يادونې ډډه وکړي او ده ورته پرهماغه ماښام داښکلی او سېمبوليک غزل د يوه شاګرد په زړه راکښونکې اواز کې ور ډالۍ
کړی وو:
چا غوږ کې راته ووېل چې جانان مه يادوه
د سرو شونډو له پاسه سور پېزوان مه يادوه
      دليل و برهانونو کړم مين د يار پر سترګو
      بياڅله راته وايې تورچشمان مه يادوه
زما مينه رښتيا ده هوس نه دی په دې پوه شه
       نور و نه وايې ماته چې جانان مه يادوه
       ده شمه په ژړااو لباسي پتنګان لاړل
وردانګه ملنګ جانه، خوف د ځان مه يادوه!
پر داود خان باندې دې غزل دومره اغېز ښندلی وو چې سم له سمونې يې ترې بښنه وغوښته.
هو، د هغه پښتني مينې ملنګ هره نغمه هم مهاله هم شعر وو او هم موسيقي او دغه غبرګوني هنرونه يې په پوره اګاهانه ډول، په يوه ملي- انساني ارمان او پيغام کې سره غاړه غړۍ کړي ول. په دې توګه يې، نه يوازې په ولسي شاعرۍ ، بلکې په ادبي هغه کې  هم يو پياوړی غورځنګ رامنځته کړ او له دې سره يې دا په ټوله مانا رازباده کړه  چې که يو خوايې (و)ګړني ادب تر وروستي بشپړتيايي پړاوه ورساوه، نو بلخوايې ورته پايټکی هم کېښووه. په ولسي ادب او موسېقۍ کې  يې د بنسټيز اوښتون يوه نښه داچې نور يې د يوډوله او يونواخته او بيا لنډې تنګې عشقي وييپانګې او منځپانګې پرځای ملي او ټولنيزې هغه رادود شوې او د يووالي، پښتني او افغاني  مينې او پرمختګ ولولو ورته لياره پيداکړه.
ړومبی او وروستی ليدن
هسې خو د ملنګ جان سندرې نيمې انګازې (( لکه: روح مې له تنه په رفتن دی/ ولې نه راځي/ راځه راځه وروستی ديدن دی/ کله به راځې)) له وړکينې نه په غوږکې راپاتې وې، خو تر هغې وروسته چې په پلازمېنه کې يې د راديو او بيا د پښتونستان نيم ساته خپرونې له لارې  په يو مخيزه توګه دخوږو نغمو، هغه هم د خوږ غاړو ننګرهاري سندرغاړو په جادويي غږونو کې.داورېدو جوګه شوی وم، نو له هماغه مهاله يې د ليدلو په ارمان او تکل کې وم. لومړی زده کړيز کال راباندې په همدې تلوسه کې تېرشو، له اوومه اتم ټولګي ته له بريالي کېدنې سره مې کلک هوډ وکړ چې په درې مياشتنۍ ژمنۍ چوټۍ کې يې بېسودو ته پسې ولاړ شم، ځکه زما يو محمد زی ټولګيوال يې نژدې ګاونډی وو او راسره يې ژمنه کړې وه چې که تر هغه ځان ورسوم، د ليدلو تنده به يې را خړوبه کاندې. له بده مرغه زما له ورتګ سره د خوږونغمو بلبل ورځ دوې مخکې کابل ته ستون شوی وو او زه هم مړاوي څانګونه بيرته خپل کورکلي ته ولاړم.
بيا مې هم خپله تلوسه په دې تسلوله چې مياشت نيمه وروسته زه هم کابل ته پسې تلونکی يم او هلته د زده کړيز کال په اوږدوکې به هرو مرو دا کابو ترلاسه کړای شم چې لږ تر لږه يې پر يووار ليدن بری ومومم.
له دې ناخبره چې هلته هم راباندې په نن سباکې درې ژمي او درې اوړي واوښتل. داسې هم نه چې ګوندې ناغېړي يا دوه زړي  مې د هغه هوډ او تلوسې مخې ته دېوال شوې وه، بلکې تر هرڅه دا خرخشه چې څنګه هغه نوميالۍ سټې ته ځانته ولاړشم، بل يو ننګرهاري يا بل مينه وال هم دا لېوالتيااو مېړانه نه درلوده چې راسره ملګرتيا وکړي. بلخوا مې د شپېني ښوونځي مهالوېش د هغه له هنري مهالوېش سره زياتره په ټکر کې وو. هغه تر څلورو څلورنيمو په دېره کې له شاګردانو سره کړاو(مشق) کاوه او ټيک د مازيګر له پېنځو بجو د((کابل راديو))  په ستوديو کې د سيده سندريزې خپرونې تر پاي(7) پورې بوخت پاتې کېده. او هغه مهال د نورو په څېر ما ته هم د شپېني ښوونځي  بنديز د بهرتګ اجازه نه راکوله. که نه، هغه شپې ورځې کابل ښار دومره ګڼمېشتی هم نه وو او تر دواړو ځايونو پورې پلې لارې تر يوې ګړۍ ډېر وخت نه نيوه او په نيمه افغانۍ سپرلۍ مې درې برابره وخت نور هم راسپمولای شو. کله به مې ارمانژلی زړه په دې اراماوه:
چې د دين نصيب يې نه وي/ په يو(ه) کوڅه کې سره کښته پورته شينه!
خو نصيب هم داسې مهال اجازه راکړه چې هغه اورژبي نوره  د خپلې مړينې مخوينه کړې وه. په زېري مهاليزه کې يې زموږ د ښوونځي د نهم ټولګي حبيب اله نومي شاګرد يو مشهور غزل(ته د ناز په خوب ويده وې ماژړل...) په خپل نامه خپور کړی وو چې يو پېښوري غزلبول يې هم پليوني کړې ده. د پنج شنبې ورځې له کبله يوڅه وختي له لوسته راوزګار شوم او د همغې مهالنۍ په بدرګه مې ځان قبايلوته ورساوه. دېره مې پيداکړه، ورمې ور وټکاوه، يو سندرغاړي مې پرمخ ورپرانېست او ډاډ يې راکړ چې استاد به شېبه پس راشي. شېبه لا سمه پوره نه وه چې استاد راننوت، دساده کاليو له مخې مې ورباندې د کوم سندرغاړي ګومان راغی، خو له مينه ناک پښتني لاسروغبړه مې وپېژند، ماچې ورته ترڅو اخبار وړاندې کاوه، بيرته په وتو کې شو،د راديو په تکل يې له مابښنه وغوښته او شاګردانو ته يې زما د چايو سپارښت وکړ. نور زما دليدو څوکلن ارمان رژېد لی او دا ډاډ مې هم ترلاسه کړی وو چې بلې پنجشنبې ته به له وخته راځم او په مړو سترګو به يې ګورم... . له دې مې څه باګه وه چې هماغه يو سترګرپ ليدن به  مې ورسره لومړی او وروستی ليدن وي او دوه درې ورځې وروسته به د تل لپاره پر ټوله پښتونخوا اندېرېږي او لوی او واړه به يې په وير ويرژلي کېږي!

د ملنګ جان ارمانژلې پښتنه اروادې ښاده وي!


بېرته شاته

كـــــور
نوې ژبپوهنه
پښويه(ګرامر)
ليکلار
وييپوهنه
سيند(قاموس)
بدلمېچ(عروض)
پښتواوپښتانه
کړنيزه ژبپوهنه
نوې ادبپوهنه
شعري ځېلونه (ژانرونه)
نثري ځېلونه
کر ه کتنه
غبرګون
خبرتيا او ګوزارش
پیِغامونه
ليکونه
انځورونه
كــــور  ::   دپوهاندزياراندوژوند  ::   خونديځ(ارشيف)  ::   کتابتون  ::   اړيكي