څانګيزه ژبنۍ او ادبي او بپاڼه  
  www.zyar.net  
 
 
  اړيكي کتابتون خونديځ(ارشيف) دپوهاندزياراندوژوند
 
نيوليک
 نېټه : 23.02.2009 |   ليكوال : پوهاند دوکتور مجاور احمدزيار     چاپي بڼه
د(ی) ګانو په پلمه ګران او منلي يون ته ديوې پېرزوينې وړانديز

پوهنمل اسماعيل يون يو هڅاند او ځوان ليکوال، شاعر او رسنوال دی

د پښتو ژبې او ادب دزده کړې او بيا ښوونې تر څنګ يې خپل استعداد له شعروادبه نيولې، تر ژورنالېزم او سياسته په هره برخه کې ازمايلی او پرله پسې يې وده وش ورکړي. له نورو ډېرو پوهنځيوالو او ټولګيوالو يې يو مخکېوالی دادی چې د ژبپوهنې لوستونه يې هم هېر کړي نه دي او د يو لړ ژبنيو ربړو په لړ کي يې د(ی) ګانو په اړه اوسنۍ ليکنه يوه تازه بېلګه ده دادی، زه يې تر هغې له مخه چې له څانګيز- تخنيکي پلوه يوڅه نوره هم وربشپړه اوکره کړم،هغه زړه غوښتنه يوځل بيا ورغبرګوم، چې ان د پوهنځي پر وروستي کال مې ځنې کړې وه.
ما د استادۍ په څه له پاسه دېرشکلن بهيرکې تل دهمداسې هڅاندو او بهاندو استعدادونو څرک لګاوه چې د ژبپوهنې غوندې يوه رياضي ډوله ګرانې پوهنڅانګې ته يې راوهڅوم او په دې لړکې((يون)) هم راته. خو له بده مرغه د يو شمېر نورو غوندې ده هم د دوديزې ادبپوهنې اسېستانتي غوره او غنيمت وګڼله.
زه وايم، اوس هم لا ناوخته نه دی چې د بل ورته ځوان او هڅاند ليکوال، شاعر او رسنوال غفور لېوال پر پله له اړوندو دولتي چارواکوڅخه  د لوړو زده کړو يو لنډ مهالی بورس، هغه هم په ژبپوهنه کې. تر ګوتو کړي او له دغه پلوه په ما او يو نيم بل پسې رامنځته کېدونکې تشه ډکه کاندې!
دايې هم د (ی) ګانو په تړاو د ارتې بيرتې او هراړخيزې ليکنې د ښه ترا څانګيزې= تخنيکي ارزونې يا بشپړونې اوکرونې په پلمه يوڅو لنډې لنډې يادونې:
1) د(ی) ګانو په اړه پوره ليکنې شوې او له بي بي سي نه نيولې، د بېلابېلو اوبپاڼو له خوا پرليکه شويو لارښودونو کې د يوې پښتو=کره پښتو د ګردو مينه والو مخې ته پرتې دي. اَره ستونزه ياربړه يې د سوېل=لويديزې ګړدودي ډلې ليکوالو په نه منښت کې نغښتې ده. د دوی چې ترڅو پر وړاندې کړو معياري اَرونو اصولو او اړوند پروسيجر سر خلاص نه شي، څوک يې ورباندې منلای نه شي؛ تردې چې د ليکلارښود پروړاندې يې د ښيو او کيڼو يوه((شمالي ورته)) سمتي- سياسي ناسپېڅلې ټلواله راوزېږوله؟
دوی هغه دواړې بېلګه غونډلې له خپل سمتي وينګ سره داسې کاږي:
تل دي وي سوله په ټولي(ګردي) نړۍ کي، سره يو شئ دامو(لنډ و) شعار دئ.
يادا بېلګې:
خدای دي ادې له هري ناوړي پېښي ليري لري؛.
يوې ښځينه ښوونکي خپلي شاګردي ته قلم ورکئ(يا: يوه کتابچه وبخښل!).
2) شپږمه(ے) بيا دشمالختيزې ګړدودي ډلې هماغسې يو ناکره ځېل او ګرامري دوپلېکېټ دی، شپږم کره ډول يې په خپله نامه((يون)) کې ټيکاو لري، په بله وينا،نيمواک يا سيمي واوېل(y) دی چې د څپې او ويي په پيل او منځ(يون،يا،بيا...) او يوازې د غبرګغږ د دويم ټوک په توګه په پای(سړی، پای،لوی، خوی...) کې راتلای شي. هرګوره په پای او منځ کې د(ۍ) غوندې له ناچارۍ نه (ي-،-ي-) ليکل کېږي.
3) پښتو خپلواک(واوېل) اووه دي، نه اته. همداراز غبرګغږ يا ديفتونګ کومه له دوده لوېدلې نومونه يا اصطلاح نه ده اوپه ټولو هندواروپايي ژ بو کې له زرګونو کلونو راهيسې د دوو خپلواکو، په بله وينا، يوه خپلواک او نيمواک له يوځای کېدو څخه منځته راغلی او دوينګ پروخت کټ مټ لکه يو غږ تر غوږه کېږي. د يووستوي غږ(مونوفتونګ) او غبرګغږ(ديفتونګ) د نه توپير خبره چېرې کوم ژبپوه رامخته کړې وه او په دې توګه همدغه يوه له دوده وتلې خبره ده!
4) ې ښځينه بلل په دې ناسم دي چې يوازې((يااکثره)) ښځينه پايله نه جوړوي، بلکې نور ډېر کارونځايونه هم لري، لکه دوييکو(دې،چې،کې او کمزورو نومځرو يا متصلوضميرونو(مې،دې...)  او د بېشمېرو څپو او وييونو په سرومنځ، او بياپه پای کې، پيوسته او ځانته، هم راځي. له همدې لامله ورسره د اړوندو وييونو ډېرپېښي(فريکونسي) تر اټکله هم وراوړي. زياتره فونيمونه درې څلور دريځونه لري، په بله وينا، د څپې او ويي په سر، منځ او پای کې او ترې بهر ځانته هم راځي! د(و) ترڅنګ (ې) اوږده او (ي) لنډه بلل له ټولمنلې فونېتيکي نومونپوهنې سره سمون لري. غږونه او فعلونه پرمعلوم او مجهول وېشل، د دوديزې- عربي هغې پاتوړې ده چې په نومهالې عربي ژبپوهنه کې هم  نوره له دوده غورځول شوې ده.  همداراز که (ۍ) ته زورکيواله وايو، نو دې بلې انډيوالې(ی) ته يې هم زورواله ويل هم غوره برېښي.
5) د زورکي لپاره همزه يا د قلندر(چرګۍ هه) سرباري کول يو بېځايه سرخوږی دی، فعلي زورکيواله(ئ) خو بياهم يوڅه ګټه لري. مولاناخادم لا په دې لاسوند چې((پښتانه لکۍ نه لري)) نومواله دايې هم(ئ)کښله!
دا هم د يادونې ده چې دغه ګرافيمي ځېل يوازې د امر و نهې لپاره نه، بلکې د خبري او ناخبري دود(mood)، لکه پوښتني، غوښتني ، هېښني، ګوماني، ارماني، تواني... لپاره هم راځي!
6) پېر د مهال په مانا نه، بلکې د مهالپېر(بُرهه، ګردش، مقطع زماني، مرحله، دور، دوره) په مانا راغلی او د ماناونجي ياسېمانتېزم په تو ګه د ګرامري حالت(case) لپاره هم رادود شوی دی، لکه په اَرپېر(اصلي حالت) او اوښتی پېر(مغيٌره حالت) کې. پښتو پېر، عربي دور او پارسي ګردش د هسک يا فلک له چورلېدو څخه اَره اخېستې ده. ستر خوشال هم( اسمان پېر وکړ) ګړنه کارولې ده.

د يون د لا پرمخيون په هيله!

زيار


بېرته شاته

كـــــور
نوې ژبپوهنه
پښويه(ګرامر)
ليکلار
وييپوهنه
سيند(قاموس)
بدلمېچ(عروض)
پښتواوپښتانه
کړنيزه ژبپوهنه
نوې ادبپوهنه
شعري ځېلونه (ژانرونه)
نثري ځېلونه
کر ه کتنه
غبرګون
خبرتيا او ګوزارش
پیِغامونه
ليکونه
انځورونه
كــــور  ::   دپوهاندزياراندوژوند  ::   خونديځ(ارشيف)  ::   کتابتون  ::   اړيكي