څانګيزه ژبنۍ او ادبي او بپاڼه  
  www.zyar.net  
 
 
  اړيكي کتابتون خونديځ(ارشيف) دپوهاندزياراندوژوند
 
نيوليک
 نېټه : 17.02.2009 |   ليكوال : پوهاند دوکتور مجاور احمدزيار     چاپي بڼه
٪25 وييرغاونه(Neologism) پښتو له پردي کېدو راژغوري

لومړی: اړينتيااو اړوندتيا
1- وييرغاونه لکه د نورو دوديالو ژبو په څېردکره ليکنۍ پښتو وييپانګې (لغوي ذخيرې( Vocabulary)  له څلورو برخو څخه يوه برخه(٪25) جوړوي چې نورې درې( ګړوودي- زړه- پردۍ) هغه يې پروړاندې 75٪ کېږي. مانا داچې يوازې ژوندۍ برخه په عادي ګړنۍ(ګفتاري) پښتو په بله وينا، نالوستو پرګنو اړه لري او د پوهې او فرهنګ څانګوال او اړوند ليکوال، رسنوال يا ويناوال او وياندان له څلور واړو برخو سره.
2- د وييپانګې څلورګونی وېش په دې مانا نه دی چې هرومرو دې هره برخه په تاله تللې 25٪ وي، بلکې موخه يې تر هرڅه له مخه د پورپانګې(مستعارې او دخيلې) هغې پر وړاندې د درې ګونې سوچه(ګړدودي- زړې- رغولې) 75٪ پانګې وړاندېينه او کارونه ده. په دې ډول دغه درې برخې سره په خپل منځ کې کمې زياتې کېدای شي، د ساري په ډول په يوه شعر او بيا سپين و ازاد کې يوازې يا زياته ګړدودي پانګه وکارول شي. په يوه رسنيز(ژورنالېستي) ليکنه کې د ګړدودي پانګې ترڅنګ رغولې او پورپانګه څه ناڅه يو برابر، په يوه فلسفي  هغه کې ورسره زړه پانګه زياته او په يوه پوهنيزه او بياساينسي ليکنه څېړنه کې خو لاښايي، پردۍ پانګه ترګردو درنه وخېژي او داسې نور.
3- وييرغانونه د ژبپوهانو او بيا وييپوهانوLexicologists) ( له څانګيزو واکونو څخه ګڼل کېږي او په دې توګه پکې نور څوک په خپل سر او يوازې سر د لاسوهنې رښته نه لري. د بلې هرې پوهنيزې اوفرهنګي څانګې والا هرګوره، خپلې اړوندې نومونې، په بله وينا، نومونپوهنې(ترمينالوجۍ) يوازې د ياد شويو پوهانو په ملتيا او لارښوونه، يا لږ تر لږه د اړوندو لارښودونو په رڼاکې رامنځته کولای شي.
4- له ژبپوهنې يو شمېر ناخبر زده کړه وال، ليکوال او ان پوهان داسپسته رامخته کوي چې ژبه د((ولس مال)) دی او د ژبپوهانو څېړنې او بيانوې رغاونې پکې يوه بېځايه او ناروا لاسوهنه ده!
د دې ورانپوهاوي ځواب په دې متل کې نغښتی چې ((له ولسه زه راغلم، له نرخه ته خبر يې!)). که ژبپوه د ولس له نرخ((ژبې)) خبر نه وي، اساسي قانون
((ګرامر)) به يې څنګه جوړ کاندې، هغه لکه قانونساز خپل اومه توکي له ولسه را اخلي. د همدغه قانون په رڼا کې بيا يوه يوازېنۍ کره ليکنۍ بڼه ورټاکي او د څلورګونې وييپانګې په ترځ کې يې 25٪ وييرغاونه.
ژبپوه پوره پوهېږي چې د ژبې کومه برخه په ولس اړه لري او کومه په ليکنۍ برخه. له دې سره داهم غوټه ده چې دغه ټاکلې سلنه يې ژبه له يومخيز ژبني- فرهنګي يرغله او ورکاوي ورژغوري. ځکه د پوهې او فرهنګ پوړ(قشر) ترې نه رغېږي او سل په سل کې له هو بهو را اخېستنې سره خپله ژبه ورو ورو له خپلې ټولنې او ولسه پردۍ کوي!
5- که وييرغاونه و نه شي، داژمندويي يا تضمين څوک کولای شي چې پردي وييونه او نومونې(اصطلاحات) دې په يوه ژبه او ليکدود پښتوته راولېږدول شي، د ټولنپوهنې پرځای به يو علم لاجتماع کاروي، بل به جامعه شناسي، درېيم به سوسيالوجي، څلورم به سوسيولوژي، پېنځم به سوسيولوګي... او بيا داګرنټي چې خپلسرې رغاونې به نه کېږي او هغه هم څو څو ډوله، لکه د ازاديپال پرځای: حريت پسند او ازادي خوښوونکی ؛ د بنسټپال پر ځای: انتهاپسند او افراط خوښوونکی؛ د ارواپوهنې يا ساپوهنې پرځای: نفسيات او روح پېژندنه(پېژندنه د پارسي – شناسی ټکي پرټکي اړونه ده، کره پښتو انډول يې- پوهنه راځي) او داسې نور ژبنی انارشېزم!
6- داسمه ده چې د نورو دوديالو ژبو په څېر  پښتو نيولوجېزم د پېړيو په پوړيو کې د بېلابېلو شاعرانو او ليکوالو له خوا ترسره شوی او لومړی ځل يې امير شېرعليخان( 1868ز.)  له پوځي- اداري نومونپوهنې(ترمينالوجۍ) سره ټوليزه(سرکاري) بڼه ورکړې  او له اماني او بيا نادري- ظاهري پېر را هيسې ورته د پښتومرکې او پښتو ټولنې په چوکاټ کې څه ناڅه ډېر کار شوی دی.
هرګوره، د رغول شويو وييونو هماغه برخه ليکنۍ او څه ناڅه ګړنۍ پښتو ته لار موندلې چې د برابرۍ له مخې يې له اوسنيو ژبپوهنيزو اَرونو سره  لږو ډېر سمون درلودلی دی،خو ډېری يې د خپلو او پرديو د ټوکو او ملنډو لوبڅي ګرځېدلي دی،لکه: سترتوب(رياست)، ټوپنۍ (نړۍ)، ټوپن څرګند (شهرۀ افاق)، پاس پاس (اسمان، هسک)... او لنډاندو پښتنو او دښنو يې په پېښو لا بترې رامنځته کړې دي، لکه واخلې: خوږې وږې کږې (ځلوبۍ)، ږغ ډبلی(رادېو)، شرنګ سوټی(رباب)، د رڼا کڅوړه(د برېښنا څراغ يا ګروپ)... . 7- په ټوله مانا يو  پرله غښتی علمي= تخنيکي پښتو نيولوجېزم په کابل پوهنتون کې زموږ د ((يوې يوازېنی= کره ليکنی پښتو)) غورځنګ له منځته پيلامې(1972) سره رانښلول کېږي. په دغه څلوېښت کلن مهالپېر کې د بېلا بېلو پوهنيزو او فرهنګي څانګو زرګونه نومونې(اصطلاحات) رغول شوي او تر اوسه يې زياته برخه دود شوې او پاتې هغه يې هم پرله پسې دود مومي.
8له هغوښاغلو او اغلو سره چې د ځانساتې(محافظه کارانه)، زوړپالنې، ناپوهۍ، ناګارۍ، يا بلې هرې سايکالوجيکي لوښې خصلت له مخې د بل هر راز بدلون او نوي کېدون غوندې نوې وييرغانه( نيولوجېزم) د ژبپوهنيز او نړيوال د ټولمنلي دود برخلاف  پر پښتو نه لوروي،داچې يو بشپړ ډېری ليکوال، شاعران، پوهان او رسنوال، په تېره ځوان انټرنېټي پښت  زموږ د رغاونو تر څنګه خپلې هم رامنځته کوي، دومره د اندېښنې وړ نه برېښي. دا زموږ د سيندکښونو(قاموس ليکونکو) پازه ده،په سيندونو او سيندګيوکې يې هغه برخه چې د اړوندو لارښودونو په رڼاکې يې ترسره کړې وي، را واخلو او پاتې نورې يې تر کرونې او سمونې تېرې کړو.
بياهم پردې زيات ټينګار  په کار دی چې د پوهې، فرهنګ او تخنيک په نننۍ نړۍ کې وييرغاونه د څانګوېش او کاروېش د زرين اَر له مخې له خپل نومهالي علمي څانګوال او ورسره ورسره ژبني څانګوال او لارښود پرته ترسره کول نه يوازې تاوان لري، بلکې د دودېدنې کابو يې هم کمه ده او ترمينالوجيکي او لېنګوېستيکي انارشېزم رامنځته کوي. پر دې سربېره ناسمې رغاونې څانګوالوسيند(قاموس)کښونکيو(لېکزيکوګرافا نو) ته د بيا سمونې او کرونې له پلوه يو بېځايه سرخوږی هم ور سرباري کوي.
9- خپلسرې رغاونې يو خوا ټکر(accident) رامنځته کوي او بلخوا بياځلتيا يا تکرار(duplication). ټکر په دې مانا چې يوه رغاونه وار له مخه شوې او سمه ارزول شوې هم وې، له ناخبرۍ يا ناګارۍ څخه يې دويم او ان درېيم انډول يې هم رامنخته شي،لکه: پښويه(ګرامر) چې له څه له پاسه يوې پېړۍ راهيسې له راورټي او بېليو رانيولې تر صالح محمد کندهاري را اخېستی او کارولې ده، خو يو نيم اماتور ، سرور وکيلي څو کاله مخکې((ژبدود)) را اېستلی او زما خپل شاګرد محمد اغا شېرزاد همدا اوس اوس تر سرليک لاندې په يوه ليکنه کې((ګړدود)) کارولی دی.
د دې بېلګې هم کمې نه دي چې ډېر خپلسري وييرغوونکي لا تراوسه د((-logy)) زباد شوې پښتو انډول((-پوهنه)) د پارسي((-شناسی)) په پېښو پر
((-پېژندنه)) اړوي، لکه په ژبپېژندنه، ټولنپېژندنه، لرغونپېژندنه... کې او له دې سره يو ناکره دوپلېکېشن رامنځته کوي. په دې وروستيو کې چې افغان چارواکو له لسيزو لسيزو کره دود شوې((ښوونه او روزنه)) پر((پوهنه)) اړولې او د ښوونې(او) روزنې وزارت د پوهنې وزارت اړولی، يوه بېځايه ديني رياکاري بلل کېږي، حال داچې د لاتين(education) عربي انډول ((تعليم و تربيه)) ده، پارسي ((اَموزش و پرورش))... دی!
د ټکر(accident)،لکه: ((کاليزه)) پر ((کليزه)) بدلول، حال داچې کليزه نژدې يوه پېړۍ د ((تقويم)) لپاره رامنځته شوې چې له فونېتيکي دوی(قاعدې) سره سمه يې پايله غورځول شوې او کاليزه لږترلږه له نيمې پېړۍ راهيسې بره خوا رامنځته شوې ده او کوزه خوايې ترې (الف) غورځولی او يو شمېر برني يې هم نن سبا پېښې کوي!
10- له دين و دنيا ناخبره او لنډ اندي بنسټپال پښتو وييرغاونه د عربي ژبې او بيا اسلام په تاوان بولي. ان تردې چې د کفر ټاپې رالګوي. حال داچې له قراَن او حديث پرته نور عادي وييونه او ترمونه راپښتو کول نه ګناه ده او نه کفر! لکه: جمهور رييس(هېواد مشر يايې ناکره: ولسمشر)، حاکم(ولسوال)، مدعی العمول(څارنوال)، د فواي عامې وزارت(د ټولګټو وزارت)، د عدليې وزارت( د نياو چارو وزارت).... او د پوښتنې وړ داچې د بېلګې په توګه ورته دکوزې خوا انګرېزي (سکول)، هسپتال... کفر نه ښکاري او د برې خوا (ښوونځی)، روغتون... کفر ګڼي. له تورکيې نه تر مليزيا او اندونيزيا چې لاتين ابېڅې(الفبې) يې د عربي ځايناستې کړې او د خدای او پيغمبر سپېڅلې ويناوې هم ورسره ليکي او لولي. د امريکا5-6 ميليونه بشپړ ډېری مسلمانان هرڅه په انګرېزي زده کوي او کاروي.
11- ځينې بيا له ګروهيزې لنډ اندۍ يا ناخبرۍ يولړاېتېمولوجيک زبادشوي اَريايي او بيا پښتو وييونه عربي انګېري او له پښتو وينګ او ليکنګ سره يې ناباندې دي،لکه: پيل- فيل، پارسي- فارسي، توپان- طوفان، اپت- اَفت، مانا-معنی يا معنا، کميس- قميص، دوتر- دفتر... . فردوس له پردېس سره همريښه دی، خو داچې  يوه سپېڅلې نومونه ده ، په همدې عربي بڼه يې ساتل  غوره برېښي. ((دين)) او((شعر)) بيا سامي او اَرياني غبرګې ريښې لري، نو بيايې هم راخپلولو ته دومره اړتيا نشته او که پيدا شوه، د دويم ويي(ع) به پر اوږده(ې) اړول کېږي.له وينګ و ليکنګ له مخې راپښتوشوي عربي پور وييونه، لکه امېل(حمائل)او مانااوښتي،لکه ماشوم(معصوم)، هرګوره، همداسې پاتې کېږي.
يو شمېر بياد عربي پور وييونو پښتو وينګ او ليکنګ هم نه مني، لکه: وسه- وسع، شمه- شمع، منه- منع، تمه- طمع مسره- مصرع، کيسه- قصه... لکه په تېره ماده کې چې يادونه وشوه، يوازې سپېڅلي نصوص(اَيات و حديث) او ان اداري نومونې، لکه: (د دولت تر څنګ) حکومت، قاضي، مفتي،... په کره ليکنۍ پښتو کې د پور ويينو په توګه ساتل کېږي.
12- تروسې وسې لنډون، رواني، اساني او خوږ غږي(خوش اَهنګي) چې د کره ليکنۍ پښتو له اَرونو څخه ګڼل کېږي(ليکلارښود20-21)، په وييرغاونه کې هم اړين برېښي. زياتره ناڅانګوال يا اماتور وييرغاوونکي، لکه بي بي سي والا زياتره پارسي انډولونه ځانته مخبېلګه کوي او پښتو ته يې له ټکي پرټکي رااړونې سره پاسني اَرونه تر پښو لاندې کوي، لکه: پربرف- له واورې نه ډک(واورين)، اَشک اَلود- له اوښکو ډک(اوښلن)، اَشک اَور- اوښکې بهوونکی(اوښلن)،ملتخواه يامليګرا- ملت غوښتونکی (ولسپال)؛ تر (تورپوستکی او توپوټکي) څخه ((تورپوست)) پېنځګوني اَرونه را نغښتلای شي؛ روبه انکشاف- مخ پرودې (پرمختيايي)، برسر اقتدار- د اقتدار پر سر (واکمن)، ناسم پوهاوی(ورانپوهاوی)، د منځ ټکی (منځټکی)،د پايټکی(پايټکی)، د پای بڼه(پايبڼه)، دکابل پوهنتون(کابل پوهنتون) او داسې نور غونډونه يا فرېزونه همداسې تړښت و ترکيب موندلای شي(همغه اخځ87-183).
همداراز يې ((برېښناليک)) هم ((برېښليک)) ته رالنډېدای او بيا ګردانېدای شي: برېښليکول،برېښليکېدل، کټ مټ لکه: لاسليکول، لاسليکېدل، اغېز منېدل، ځواکمنول، ځواکمنېدل او داسې نور؛ انګرېزي هم له((الکترونيک)) څخه تش يو توری(e-) را اخېستی دی!
13- په وييرغاونه کې تر وسې وسې په کار ده، د يوه تړنګ(ترکيب) ټول رغنده توکونه پښتو اوسي، نه لکه: ملتپال- ولسپال، اقتصادپوهنه- وټپوهنه... يا لکه د ارواښاد دوکتور لودين(( لغت پوهنه)) يا کوزه خوا د شته(( نمر ګلي)) لپاره د ((نورپرست)) ګډوله رغاونه!
د(ګاډي، بېړۍ، الوتکې... د ساده اسان((سپرلي)) پرځای(مسافر- يا مساپر وړونکی)) د يو څو لنډ اندو بي بي سي والاوو له ناکره رغاونو څخه شمېرل کېږي.
14- په هره رغاونه کې بايد اَر او رښتيني جاج، موخې او مانا ته وشي، نه داچې ټکي پر ټکي له بلې ژبې راوژباړل شي. ((کلونيالېزم)) عربو ((استعمار)) کړی او پاکستانيو((نواَباديت))، مانا داچې نيولې خاورې ته عمران او ابادي راوړي، حال داچې هغه خاوره له بومي استوګنو سره په خپله ولکه کې راولي او راښکېلوي يې، په همدې جاج موږ پر((ښکېلاک)) را اړولی او ورسره تړلیexploitation پر زبېښاک. خو عربو داهم په مثبته مانا(( استثمار)) کړی او پاکستانيو ((تحصيل)) چې ګوندې ثمر او حاصل ور په برخه کوي!
جمهوري يا جمهوريت او جمهور رييس زموږ رسنوالو په پاکستاني پېښو

((ولسمشري)) او((ولسمشر)) کړي، خو څنګه چې لاتين اَر انډول((ريپبلېک))
هغه پخوانۍ مانا((ولسواکي)) نوره له لاسه ورکړې اود اړتياپروخت ورسره ((دېموکراتيک-))، سوشل او نور ستاينومونه ملګری کوي، نو پښتو رغاونې يې ناسمې دي، ځکه ټول جمهوري نظامونه او واکمن يې هغه پخوانی مثبت جاج راخپلولای نه شي!
کمپيوټر له اَره د حساب ماشين په ناسمه مانارادود شوی، له همدې کبله ايرانيانولومړۍ رغاونه((شارګر)) پر((راينر)) بدل کړ، مګر عربو هماغه مشهور غلط((حسوب)) وساته. موږ بيا د مايکروسافټ کمپنۍ د 35ژبو په لړکې له نوي جاج سره سم پر((سولګر)) راواړوه، ځکه له سول(عقل) سره کار لري او((مصنوعي ماغزه)) بلل کېږي.
پخواپه پرمختللې لويديزه نړۍ کې(( بېړا))تهMongoloid ويل کېدل او معيوب ته handicaped، خو له ډېر مهال راهيسې دغه سپکې نومونې پر      Down,s syndrome اوdisabled اړول شوې او ايرانيانو دواړه په لا ادبي بڼه((کم توان) رااړولې. خو په افغانستان کې يې لا هماغه زړې نومونې ((معيوب، معلول، معلوليت لرونکی)) کارول کېږي او غونډ وزارت يې په همدې نامه نومولی دی. په کار ده، په دواړو رسمي ژبو((کمتوان)) او ((کمتوانه)) و بلل شي چې په پښتو کې ((توان)) بيا يو څپيز ويل کېږي. دانو کوم ويښيار لږ تر لږه دبې ليدو او کم ليدو اړونده مهالنۍ د ايرانيانو په مثبتو پېښو((روشندلان)) نومولې چې پښتو انډول يې((روښان زړي)) راځي!
15- ځينې پوهيال او فرهنګيال پښتانه د دې ورانپوهاوي ښکار شوي چې ګوندې زړې دوديزې او نوي نړيوالې ورځنۍ نومونې زموږ په ياد شويو ډګرونو او په ځانګړي ډول، فرهنګي هغو کې نه راځي او له دې لامله يې را پښتوکول بېځايه يا نا اړين دي ، لکه: پخلنځی، پخاوو يا پخليکار، سهارنۍ (بريځر)، غرمنۍ، ماښامنۍ، لمباځی،لاسولونې (دستشويه)، ځانوچونی،مخوچونی،لاسوچونی ياځانڅپوڼی، مخڅپوڼی، لاسڅپوڼی، جېبڅپوڼی، پزڅپوڼی…
16- د مدني يا ټولنيزو ادابو يا چال چلند نومونې، لکه: مننه، خوښنه! منندوی(ممنون)! هرکله! هيله کوم! هرکله راشئ، ښه راغلاست! تر بيا (ليدو پورې)! وبښئ! مهربانه شئ! مهرباني وکړئ!(له تېلېفوني زنګ سره د بلې! يا هلو! او يا ديوڅه غوښتنې پر وخت) د(لطفاٌ) پرځای ، سهار يا ګهيځ ښه! (يانېکمرغه!) شپه ښه! لوهه يا اشتها ښه! روغتيا!(د پرنجېداپه غبرګون کې) او داسې نور. په دې لړکې کولای شو، په ولس کې يو شمېر تيارې بېلګې هم له نومهالي ليکلړ سره راخوندي کړو، لکه: ستړی مه شې! ستړي مه شئ! خوار مه شې- شئ! زهير مه شې- شئ! کور ودان! پرمخه مو ښه! ديوګړي يا مفرد لپاره ډېرګړی کارول، لکه((تاسې)) د((ته)) هم له نويو ټولنيزو ادابو څخه
ګڼل کېږي؛ لږوډېر ښاري پښتنو د پارسيوانو په پېښو د درېيم يوه وګړي (غايب) لپاره ((دوی)) او((هغوی) هم کاروي! په جرمنانو کې بيا مخامخ يو کس ته همدا غايبه جمع دود ده. لوړو واکمنانو(شاهانو، هېواد مشرانو...)
ته پښتانه کولای شي،((ستاسې درشل!)) يا(( ستاسې درناو!))او يا نورسوچه
پښتو وييونه وکاروي!
داچې دغه برخه وروسته زموږ د ټولنيز دود دستور يوه برخه ګرځي، نو اړوند څانګوال يې بايد په رغاونه کې پر لنډون، روانۍ، اسانۍ، خوږغږۍ او نورو تخنيکي اَرونو سربېره ټوليز فرهنګي او اروا پوهيز خورمنځ(سليقه) هم په پام کې ونيسي.

  دويم- د رغاونې اَرونه او چمونه    
1) نوې وييرغاونه(نيولوجېزم) په بنسټيزه توګه ، په ګړنۍ ژبه کې د تيارو شتو توکو او مخبېلګو له مخې چې ويونکيو د پېړيو په پوړيو کې په نا اګاهانه توګه رامنځته کړې دي، د اړوندو څانګپوهانو له خوا په بېلښتي (اشتقاقي) او تړښتي(ترکيبي) ډول ترسره کېږي؛ پرتله(قياس) او مانا بدلون(سېمانتېزم) يې په څېرمه، يا بشپړاندو ډولونو کې راځي.
2) په بېلښتي او تړښتي دواړو ډولو کې د مخني ويي خپلواک(واوېل) زياتره غورځي،لکه: ټولنيز، نه ټولنه يز، ژوبڼ، نه ژوی بڼ، همداسې برخليک، برخوال، پانګوال، ځمکوال، پوهنځی، پوهنتون... يوازې په هغو رغاونو کې نه غورځي چې مانيز ټکر رامنځته کوي، لکه ((سيمه ييز)) که ((سيميز )) شي، له((سيم)) سره تړاو پيداکوي، يا((سوله ييز))، ((سوليز)) شي، له سول(عقل) سره تړاو مومي.
الف = بېلښتي يااشتقاقي(derivative) ډول يې دوه رازه دی: کړوال او نوموال.
(1)کړوال بېلنګ(فعلي مشتق) چې کړنوم(فعلي اسمverbalnomen) هم بلل کېږي، له يوې کړسټې ياريښې سره د روستاړي په نښلونه رامنځته کېږي.
خوړ+ل=خوړل، خوړ+ن=خوړن،خوړ+نګ=خوړنګ، خوړ+نه= خوړنه، خوړ+انه= خوړانه، خوړ+ون=خوړون، خوړ+ونی= خوړونی، خوړ+ونکی= خوړونکی، خوړ+لی= خوړلی، خوړ+ښت = خوړښت (خورښت!)، خوړ+ه =خوړه، خواړه خوړ+ين= خوړين؛
په(( خو+اړه= خواړه)) کې منځونج (Ablaut) راغلی، مانايې دا چې واوېل(الف) په سټه يا ريښه کې ورننوتی دی. په((خوړه)) کې بيا پر روستاړي(-a)سربېره يو بل –a-په هسته کې هم ورننوتی چې يوازې يې په غږيز ليک(xw-a-r-a) کې ښوولای شو او همداسې په  ځينو نوروکړوالو او نوموالو بېلنګونو کې.
له وسمهال(حال) ريښې((خور=)) سره: خور+ صفر =خور، خور+ند= خورند، خور+ندی= خورندی، خور+ندوی= خورندوی، خور+اک=خوراک، خور+اند= خوراند،خور+اوی= خوراوی، خور+که= خورکه، خور+اړه= خوراړه(جذام)؛ خوړونکې(جذام) چې (راتلونکې=اَينده) يې ښځينه بېلګه ده.

همدارنګه:
د کليوال پر بېلګه: ليکوال، څېړنوال، برخوال، مينه وال، ګډونوال، پوهنوال، ډګروال، ښاروال، ولسوال، څارنوال، بندروال...؛دخبريال پر بېلګه: مرستيال، پوهيال، ننګيال، فرهنګيال، توريال...؛
د ګټيالي پر بېلګه: پوهيالی، زمريالی، فرهنګيالی(خوشال)، جنګيالی، توريالی، نټيالی...؛
د لوټمار، شوکمار يا داړه مار پر بېلګه: سوکمار(بوکسر)، کنځلمار... .
همداراز يو شمېر نورې نوې او لرغونې مخبېلګې چې له ځينو ځينو کړسټوسره اړخ لګوي:
نوسی، زوی، ژوی، ژوند، ژوندون، غبرګون، لنګون، زېږون، ژوندی، ژواک، وژلون، خرڅلون، ويی،سهي، تڼۍ، نړۍ، څڅۍ (ناوه= تره) (نوې:خپرنۍ، رسنۍ)، وريځ،ودېر، بهير،زهير، بهی، غورځی، تړاو، استوګه، استوګنه،استازی، استوزه،استازګر(-ی)، سپېڅلی، ښکلی، وللی(ناولی)، غښتلی، منلی،پوولی(مهذب-درګۍ) اټېران، ډېران، پېزوان، رېږدان، زيلان يا زېلانځ، دريځ، ختيځ، مينځ(منځ)، اوريځ،(اخځ، لوبيځ) او نور (وييپوهنه 58-66اوبيا67-111مخ).
(2) نوموال بېلنګ (اسمي مشتق) له يوه ساده (يووستوي)= او څه ناڅه بېلښتي او تړښتي= ويي سره ديوه تاړي(affix)، په بله وينا،مختاړي
( prefix)، منځتاړي( infix) يا روستاړي(suffix) په نښلونه يو نوی بېلنګ (مشتق) رغول کېږي.
له مختاړي(نا-) سره  د ((ناروغ))، ((ناجوړ))... پر بېلګه: ناويسا،ناسم؛
له (بې_) سره د((بې وزله))،((بې واکه))، ((بېځايه))... پر بېلګه: بېچار(غير فعال، پسيف)، بې توپيره، بې ليک لوسته، بېواک(کنسوننټ)... .
له روستاړي (نی-) سره د((کورنی)) پر بېلګه: اورنی،منځنی؛
له (_نۍ) سره د((کورنۍ)) پر بېلګه: اوونۍ له(_تون) سره د((مېږتون)) پر بېلګه: پوهنتون، وړکتون؛
د بېلتون، پېغلتون، بنتون، کونډتون،((سپينتان!)) پر بېلګه :پيوستون؛

 له(_غالی) سره د((پنډغالی)) پر بېلګه:لوبغالی، کارغالی (کارګاه؛
له = غاړي سره د لوبغاړي پربېلګه؛ ورکشاپ)؛
له(-له) سره د ګردله، پايله، يا ښاخله، ايشله... پر بېلګه: رېږدله(زلزله)، غونډله(جمله)... .
له فعلي سټې سره د سرکښ، خواريکښ، تورکښ، سړيخور، بډيخور، تالي څټی، کوزګوری... پر بېلګه: زيارکښ، مخکښ، ځانساتی، سوله ساتی،لنډوينی،لروين،لروينی،ښهوينی،بدوينی،لرليد، لرليدی،اوبلری... .
يادښت: څنګه چې په پښتو کې ددغو نوميزو روستاړو شمېر تر پېنځوسو ور اوړي او له دې پلوه يې د تيارو بېلګو شمېر هم همدومره ګڼ دی، نو په وييرغاونه کې يې تر دوه نورو ډولونو زياته برخه اخلي او له ښايسته ډېرو نومونو سره نويزونه(نيولوجېزمونه رامنځته کولای شي؛ په دويم کچ کې يې د مختاړو هغه راځي او د منځتاړو هغه  يې په درېيم کچ کې.
په همدې ډول نورې بېلګې، لکه:

زړور، کډن، خاورين، خوبجن، هرکلن(د کال او کله دواړو روستاړی)، اړخيز، شتمن، مينه وړی، پوروړی، ستومان، زورور، رنځور، مړڅپڼ، غوبل، مينه ناک، کوروالا، کوچيانی، ژباړه، کرلاڼی، ګګياڼی، خوګياڼی، جمرياڼی، زمرياڼی، چمتو، بسيا، بېځايه، تربور، ترله، بنزی، پښتونواله، اوبلن، اومغلن، کرغېړن، لنډغر، خورلڼه، خورينه، ويرژلی. پېزوان، کمکوټی، چرګوړی، چرخول، بورجل، غوجل، اَسجل، ډنډوری، غونډاری، ربغړ، اوږدړی،منځۍ، کړتکې، ټيټکې، تاړې،لسيز، لسګون، اټکلي، لنډی، لنډۍ، لنډکۍ، هرکلی،څڼکه، پنډوکی، چوړکۍ، ګوتمۍ يا ګوتمه، ګوته(ګوته+صفر)، پېزوان، شلګی، بېلتون، بنتون، کونډ تون، پېغلتون، نانغتان،سپيتانه،سپينتان(سپيناوی)... .
د نورو بېلګو او ډلبنديو لپاره: پښتو ويي پوهنه 112- 265 مخ. 
2) تړښتي ياترکيبي(compositional) ډول يې دادی چې يو تړنګ(ترکيب) د شته بېلګې يا بېلګو له مخې دوه يا زيات يووستوي،ياهم لږ ډېر نايووستوي وييونه(نومونه،ستاينومونه، شمېرنومونه، نومځري، کړولونه، وييکي) سره داسې يوځای کېږي چې د لومړي ويي يا لومړيو وييونو واوېلي پايلې زياتره او خجونه( له جوړه تړنګونو پرته) يومخيز غورځي او يوازې وروستی ويی يې د ټول تړنګ په استازۍ يو پايخج راخپلوي او له اړتيا سره سمې ورپورې هر راز صرفي، نحوي يا لغوي پايلې اوروستاړي نښلول کېدای شي.
دکټمل پر بېلګه: پوهنمل، ولسمل، سوله مل، سنګرمل...؛
د تولتړنګ(اضافي ترکيب) پرهر پاڼه، خرغوږ، ګلغونډۍ، ګلکڅ،...پر بېلګه: ګلپاڼه، شپې پاڼه، تندي ليک، سرليک، برخليک، پرېکړه ليک،ډبرليک، نومليک، سمونليک، لارليک، لاريون، ليکدود، ليکلار...، ژبپوهنه، ټولپوهنه، شمېرپوهنه(علم الحساب)، مېچپوهنه(هندسه)...؛ اورلوبه، وزلوبه، بڼکلوبه، پای لوبه، نيم پايلوبه، لوبډله، لاريون، سرټکی، منځټکی، پايټکی، ناستخونه، خوبخونه، کارخونه، ونجخونه(دکاليود بدلولو خونه)؛
په همدې لړکې د مېله ځای پر بېلګه: مېشتځای او د( اجلځی، استوګنځی) پر بېلګه: ښوونځی، پوهنځی، تمځی(يا تمځای)،پخلنځی، کارځی، لوبځی، پالنځی،روزنځی، زېږنځی،زېږځی، وتوځی... ؛
کړستاينوميزو بېلګو له مخې، لکه ازارګټلی(چاروال يانې ازار ګټونکی)، سرخوړلی، ږيرخرېيلی، پرتوګ شلېدلی ،=شلېدلې (بېچار)، له کاره وتلی، پز پرېکړی، سرماتی غاښ وتلی، خدای شرمولی رسول ځغلولی، سپمولي سپو خوړلي(متل)، جنګ ځپلی، نېز يا سېلاو ځپلی، زلزله ځپلی، وچکالۍ ځپلی... په کمپېښې يا نادره توګه د بېلنګ ((بېواک)) پر بېلګه رغېدلي تړنګونه: خپلواک، بلواک، ټولواک، زورواک، چارواک، کورواک(کورواکي)، ټولواکمن، ټولواکمنه، ټولواکمني ...
د مور- و خور- يا خرغود له مخې: لارښود، کالښود، کتابښود، ليکښود،
ليکلارښود.
له منځتاړي(_ا_) سره د ((بېلابېل))،((کوراکور))، ((تګ راتګ))... پر بېلګه: سراسر، سماسم.

همدارازله منځتاړي(-را-) سره، لکه ورک را ورک.
له منځتاړي(-و-) يا(-صفر-) سره خورا ډېر جوړه تړنګونه(copulative) رغوي، لکه: مخ و لاس،لاس و پښې، موروپلار، خور و ورور، خور و لور، پنډ و پېړ، پېړ وپلن، پوخ و پياوړی، سپک ورک، سپکې سپورې، ستغې سپورې، ورانې ويجاړې، روغ و رنځور، مرګ و ژوند، مرګ و ژوبله ،کور و کلی،چم وګاونډ، ، يوولس، لروبر، ارت و بيرت، زه او ته ؛ که لومړی غړی ويی خپلواکپای وي،((و)) ورسره منځتاړی کېږي، که نه((او)) ورسره د خوږ غږۍ، اسانۍ او روانۍ لپاره د منځتاړي په توګه راتلای شي.
کله دغه بيا د لنډون (لکه په شعرکې) او ياهم د خوږ غږۍ، روانۍ او اسانتيا لپاره په هر اکر(حالت) کې غورځول کېږي، لکه: لارې چارې، چال چلند، شر غوبل، شخه شولانګه، ناسته ولاړه، پوخ پتير، سم سهي، سم دم، سم سيده، سيده او ناسيده، توروسپين، سپين سپېڅلی، پاک سپېڅلی، پاک ساک، سروپای، پيل و پای، کرکيله، پوله پټی، کور اور، ژرنده جومات، دېره اوجره، جرګه مرکه، جنګ جګړه، ماته ګوډه، وچه لمده، سپوره او پوره(ې)، لمده وچه(د لوبې پچه)، خاورې ايرې، خاورې دوړې، روغ ناروغ، جوړ ناجوړ، شاړ شډل، اتلس، راشه درشه، کښته پورته، هغه دغه... ؛ ليک و لوست، پوهه او فرهنګ، شپه او ورځ، سهارو ماښام، وخت ناوخته، اند وژوند، اند و واند، ژوند و ژواک، جنګ و سوله، جنګ جګړه، اور و وينې، اوښکې وينې، هډو پلې، هډو پوست، اغلې ښاغلي، ښاغلي راغلي، ګران او منلی، اکر بکر(حال احوال)، اکروکر(حالت و هويت)،پوښتنه او غوښتنه، ښمروښېګڼه(خيروښېګڼه)، ښوونه او روزنه يا ښوونه روزنه، وينه او مينه، مينه او مننه، مينه لورېينه، مينه او پېرزوينه، مينه لېوالتيا، لېوال و مينه وال، تاندوښېراز، سمسور و ښېراز، ټينګ و ترينګ، لاره روده، ورم و وراشه، توند وتېز، زخمي ژوبل، خوښي او نېکمرغي، ښاڅ و وياړ، خنډوځنډ، ناخوالې بخولې، ناورين و ناتار، وير و ناورين،کور ډوډۍ کالي... دواړه ډوله نوې رغاونې دي.
د شدوپۍ يا شودوپۍ او مستوپۍ( لوبه) پر بېلګه، سړوپۍ د( شيريخ، اَيسکريم) او شودې وريجې د(شيربرنج) لپاره رغول شوې دي.

3) پرتله(Analogy)
د وييرغاونې دا څېرمه ډول په ژبه کې د داسې زړو بېلښتي(او يو څه تړښتي) مخبېلګو له مخې را منځته کېږي چې بنسټ او تاړی يې پکې په اسانه توپير ېدای نه شي او د يووستوو يا ساده وييونو په توګه ورسره چلند کېږي. (دغلته< ليکنښه دسرچينې يا منشأ په مانا کارول کېږي)
بد ګڼه< ښېګڼه، خمسور< سمسور؛نمښته (انکار)< منښته(اعتراف)، دلته مخبېلګه(منښته) هم له کړنوم< منښت څخه تازه رغېدلې ده.
نندارمه(ډرامه، نمايشنامه)< څېرمه، وږمه، لېمه، زېږمه، ژامه،ګوتمه ، کولمه، زېرمه، پياړمه...؛
غونډله(جمله)< شمله، ژوبله،پشېرله، دوشېرله،ګردله، رېږدله(زلزله)،ځاله، ورله، ترله، پرله(- پسې،- پورې،- پېيلې،-غښتی،-اوښتی،-باندې،-وهلی)؛
سازمان< ستومان، درېمان(په دې توګه سازمان له پښتو وييرغاونې سره هم اړخ لګوي) او پارسي پورويی ورته نه شو ويلای؛
د درېبل(سه پايه)، غوبل، کوږبل... پر بېلګه سربل(پيشينه)، اوستربل(پسينه)، غبرګبل(ambi-position) هم ددغې لړۍ نوې رغاونې دي، که څه هم سربل او اوستربل په سويل لويديزو ګړدودو کې د ستاينومونو او کړولونو په توګه په لږوډېر جوليز بدلون  کارول کېږي او په نورو لکه شمال ختيزو هغو کې يوازې د سربل اړولې بڼه((روستنبال،روستمبال)) لږوډېر ويل کېږي، يوه ګړدودي بڼه يې هم((روستېبل)) ده(پق)؛
منځينه()< ښځينه، مهينه، پسينه... ((منځينه)) د پښوييز نوږي ياګرامري جنس((مخنث)) په جاج رغول شوی او له دوو نورو انډولوڅخه يې ((ښځينه)) د سېمانتېزم په توګه د(مؤنث) او بياورسره ((نرينه)) د (مذکر) په مانا هم رامنځته شوي دي؛
يوګړی(مفرد)، دوه ګړی(تثنيه)، ډېرګړی(جمع)< منځګړی، درېمګړی= ژرنده ګړی، واره ګړی او داسې نور د چارنومونو په توګه دلته دومره اړخ نه لګوي؛
څلاري(چار راهي) له دې پلوه په دې لړۍ راځي چې د ((څلېر(حوض)، څلېر ويشت،څلوېښت، څله، څوارلس...)) له مخبېلګې سره سم پکې لنډون راوستل شوی، ځکه تړښتي رغاونې((څلورلاري)) يې دود او منښت ګران برېښېده؛ دوه لاري، درېلاري  پرتليزې بېلګې يې خو بې له هغې درې څپيزې دي او ورسره ښه ترا اړخ لګولای شي؛
سرلاری<سرغاړی، سرغړاندی،سرزوری، سرټيټی، ټيټ سری، پلن سری،پلنغوږی، يوسری، خپلسری(پق621-633) ځانتېری<سرتېری، سرتېر، سرلوړی، سرکښ، تورکښ سرټکی سرښوونکی، سروزير(تر لومړي وزير لنډ او کره راځي)؛
4) ماناونج (بدلون): د وييرغاونې دا دويم څېرمه ډول په دې ډېر ارزښت لري چې له جوليز(شکلي) پلوه ورسره وار له مخ سترګې اشناوي او تش له مانيز پلوه پکې بدلون راوستل کېږي. داسې چې يايې کرټه بله مانا ځای نيسي او يا يې له پخوانۍ مانا سره سره دويمه هغه ورسرباري کېږي، په بله وينا،پر دوه مانيز ويي اوړون مومي.

زړه مانا                                                      نوې مانا

پنډغالی  شپول(څاروي                 کمپ
پچه   پشقل     قُرعه
خبريال  مخبر،چوغلګر  ګوزارشګر
پايله   پايزيب   نتيجه  
ژباړه   ژبۍ    ترجمه
دريځ   ممبر    موقف، موضع،موقعيت...
هوکړه، هوکې قبولي(کوژده،واده) منظوري، تصويب، اپروال
ننګول،ننګونه پرغيرت راوړل،التجأ چېلنجول، چېلنج، چالش
(پانګول، پانګونه بيا پر همدې قياس شوي دي)؛
سترګۍ  دوره او ژرندې لخک... عينک
غوږۍ  ښکارڅېره،پسپسک ګوشي، ګوشک
پنډغالی  د رمې شپول   کمپ
ناسته، ناستی  اسهال   جلسه، نشست  
غورځنګ  ټوپ،حمله   جنبش، نهضت(حبيبي)
بهير   دمېږو،وګړوروان کتار جريان، پروسه،پروسس 
(و)روستاړی  دمچی، پاردم  پسوند، سفېکس
مختاړی او منځتاړی بيا پر هدغه بېلګه رغول شوي؛ تاړی(وندaffix) هم
ترې را اخېست شوی دی.


بېرته شاته

كـــــور
نوې ژبپوهنه
پښويه(ګرامر)
ليکلار
وييپوهنه
سيند(قاموس)
بدلمېچ(عروض)
پښتواوپښتانه
کړنيزه ژبپوهنه
نوې ادبپوهنه
شعري ځېلونه (ژانرونه)
نثري ځېلونه
کر ه کتنه
غبرګون
خبرتيا او ګوزارش
پیِغامونه
ليکونه
انځورونه
كــــور  ::   دپوهاندزياراندوژوند  ::   خونديځ(ارشيف)  ::   کتابتون  ::   اړيكي